وحې څه وخت پيل شوه ؟
د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې
ليکوال : اکبر حميدي هشترودي
ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال
_____________________
وحې څه وخت پيل شوه ؟ سمول
مخكې له دې،چې دې پوښتنې ته ځواب وركړو،بايد ځان د وحې پر مانا پوه كړو.
وحې د څښتن تعالى او پرښتو له اړخه څرګنده اشاره او پوهولو ته وايي،چې پېغمبر انو ته راځي.
په قرآن شريف كې له وحې نه مطلب د الهي آيتونو نزول دى،چې حضرت جبرائيل(ع) به پېغمبر اکرم(ص) ته راوړل او پېغمبر اکرم(ص) به خلكو ته رسول .
ځينې عالمان او څېړونكي وايي : پر پېغمبر اکرم(ص) وحې له وړوكتوبه پيل شوه،چې د خپلې دايي؛ "حليمه سعديه" تر روزنې لاندې و،چې حضرت جبرائيل به د حضرت محمد(ص) مخې ته راښكاره كېده او پېغمبر اکرم(ص) هم جبرائيل په حقيقي بڼه ليده .
حضرت جبرائيل د پېغمبر(ص) سينه د زمزم پر اوبو ووينځله او د يوې وينا له مخې : پرښتو پېغمبر اکرم(ص) له ځانه سره اسمان ته يوووړ او سينه يې ورته له رازونو معارفو،حقيقتونو او علمونو ډكه كړه اوسينه يې ورته پراخه او نورانيت يې ورپر برخه كړ .
وحې تر40 څلوېښت كلنۍ پورې؛ يعنې د بعثت تر پيلېدو پورې جاري وه او د څرګندو دلايلو په رڼاكې، څښتن تعالى د حضرت جبرائيل په واسطه قرآن د " حرا" په غار كې پېغمبر اکرم(ص) ته راووړ او حضرت جبرائيل ورته وويل: محمده! ووايه!
او د مفسرانو د سمو سيخو ويناوو له مخې، د علق د سورت پينځه لومړي آيتونه د وحې پيل ګڼل كېږي، چې دادي :
((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ .خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ .اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ .الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= ولوله! دخپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول،چې پرې نه پوهېده . ))
د څښتن تعالى استازي ورته وكتل، چې آنحضرت "ص" په دې باب داسې وايي : د آيتونه د ويلو پر مهال داسې وم؛ لكه ټول قرآن يې چې زما پر زړه ليكلى وي او د حرا په غار كې د وحې تر رانازلېدو 23 كاله وروسته د څښتن تعالى له اړخه آيتونه پر پېغمبر اکرم نازل شول او د رمضان په مياشت كې د "قدر" په يوه شپه كې يو ځل بيا په بشپړه توګه قرآن پر پېغمبر اکرم نازل شو .
آيا وحې پر حضرت محمد (ص) لا ينقطع وه ؟ سمول
مرحوم ډ اكتر رجبعلي مظلومي " پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي " په لو مړي ټوك، شپږويشتم مخ كې ليكلي:
د علق سورت د 5 آيتونو تر نازلېدو وروسته وحې پرې شوه تر هغه چې د ( يا ايها المدثر ) آيت نازل شو او يو ځل بيا چې کله يهودانو له رسول الله (ص) نه پوښتنې وكړې او پېغمبر اکرم "ص" ورته وعده وركړه ، چې د وحې له ژبې به ورته ځواب وركړي او ( ان شا الله ) يې ونه وايه ؛ نو څښتن تعالى هم د يوې مودې لپاره وحې راو نه لېږله،چې دې مودې ته "فترت" ويل كېږي .
نزول،تنزيل اونجوم څه ته وايي؟ سمول
د نزول تعريف : هغه كلام،چې د څښتن تعالى له اړخه د پېغمبر اکرم(ص) پر زړه نازلېده.
د تنزيل تعريف: د څښتن تعالى هغه كلام،چي حضرت جبرائيل به راووړ .
نجوم : هغه آيتونه او كلام،چې په پټه او غيبو كې د پېغمبر اکرم "ص" زړه ته رالېږل كېدل .
د حضرت محمد"َ ص" په تګ سره وحې هم پرې شوه او د قيامت تر ور ځې به وحې نه راځي او قرآن شريف هغه ګرانبيه خزانه ده،چې د مسلمانانو د نېكمرغۍ لپاره نازل شوى دى .
اتمه زده کړه : سمول
د قرآن شان نزول سمول
د قرآن شريف آيتونه د نزول له نظره دوو برخې دي :
* هغه آيتونه،چې بې له كومې پېښې يا د خلكو او اصحابو له پو ښتنې پرته نازل شوي دي .
* هغه آيتونه،چې له ځينو پېښو او پېغمبر اکرم"ص" نه تر پوښتنو وروسته رانازل شوي دي.
د قرآن شريف ډېرى آيتونه هم د لومړۍ برخې په څېر دي، چې د توحيد،نبوت،معاد،عدل او ورته مسالو په باب نازل شوي دي ، چې د نزول د شان په باب يې پلټنه پكار ده .
شان نزول تعريف : شان نزول هماغه زمينه ده ،چې ترې وروسته پر پېغمبر اکرم"ص" آيتونه نازلېدل،چې د قرآن د مفسرينو له نظره د آيت د مفهوم د پوهېدو لپاره خورا اړين دي .
د بېلګې په ټوكه : هغه آيتونه، چې شان نزول لري :
((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/١١٥)= او ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته،چې مخ كړئ، هماغه يې د اطاعت لورى دى . بېشكه خداى د پراخ (نعمت) څښتن (او) پوه دى . ))
ددې آيت شان نزول :
په يوه تياره شپه كې له رسول الله "ص" سره ځينې ياران ول، چې د لمانځه پر مهال هر يو، يوه اړخ ته لمونځ وكړ او تر لمانځه وروسته ټول په دې فكر كې ول، چې لمونځ ېې، چې د قبلې پر لور نه دى كړى؛ قبول شوى که .
ددې آيت په رالېږلو څښتن تعالى يې له زړه وېره لرې كړه او ورته يې وويل : لمونځونه مو قبول دي ، چې هغوى په هغه توره شپه كې د قبلې د پېدا كولو لپاره كومه لار نه درلوده .
يادونه : كه څه ددې آيت په راتلو د مسلمانانو د شپې د لمانځه ستونزه هواره شوه؛خو دا په دې مانا نه ده،چې مسلمانان په هغه وخت كې، چې قبله ورته معلومه وي، د خپلې خوښې بل اړخ ته لمونځ وكړي اوكه له آيته داسې برداشت وشي؛ نو بايد ووايم ،چې ددې آيت د نزول د شان په باب تېروتى دى .
((لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (مائده/٩٣)= 93 هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې سر ته رسولې وي (عملوا الصالحات) ؛نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي ( د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې،چې شراب څښلي وي ؛نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط،چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي ( آمنوا) اوښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا چې له كومو شيانو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د خداى امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او خداى نېكان خوښوي .))
ويل كېږي،چې (عثمان بن مظعون او عمرو ابن معدى كرب ) به ويل : د شرابو څښل حرام نه دي ! او د مائدې همدا آيت به يې د استدلال لپاره راووړ او ددي آيت د نزول شان ته به يې پام نه كاوه او كه كړې يې وي؛ نو پوه شوي به وو، چې له دې آيته د امطلب نه دى،چې هغوى يې وايي . حال داچې له شرابو د ځان ژغورولو لپاره لاندې آيت هم راغلى دى :
* (( يا ايها الذ ين آمنو انما الخمر ولميسر والا نصاب والا زلام رجس من عمل الشيطا ن فا جتنبو لعلكم تفلحون=د ايمان خاوندانو ! له شرابو ، جوارۍ، بوت لمانځنې ډډه وكړئ،چې دا ټول پليد دي او شيطاني عمل دى ))
چې څښتن تعالى په دې آيت كې د شرابو څښل يو شيطاني چار و باله؛ نو څښتن تعالى د داسې خلكو د ځواب لپاره پورتنى آيت را نازل كړ او هغوى چې توبه يې ايستلې ده او صالح كارونه يې سرته رسولي دي،بښلي دي او مؤمنان شوي دي .