وای کروموزوم

وای کروموزوم د هغو دوو جنسي کروموزومونو (الوزومونو) له ډلې دی چې د انسان په ګډون په تي لرونکو حیواناتو کې موجود دی. بل اېکس کروموزوم دی. وای کروموزوم معمولاً په اکثرو نوعو کې د جنسیت د ټاکلو کروموزوم دی، ځکه دا د وای موجودیت او نه موجودیت دی چې د جنسيت په تولید کې د اولاد نرینه یا ښځینه جنسیت ټاکي. په تي لرونکو حیواناتو کې وای کروموزوم اېس.ار.وای جین لري چې د نرینه د ودې لامل کېږي. د انسان د وای کروموزوم ډي.اېن.اې له شاوخوا ۵۹ میلیونه پېس پایرونو څخه جوړه ده چې د اندازې له نظره «۱۹ کروموزوم» ته ورته ده. وای کروموزوم یوازې له پلار څخه زوی ته لېږدول کېږي. وای کروموزوم د انسان او شمپانزیانو تر منځ په ۳۰ سلنې توپیر سره د انسان د جینوم هغه برخه ده چې تر ټولو چټکه وده کوي. د انسان وای کروموزوم شاوخوا ۱۰۰ تر ۲۰۰ جینونه لېږدوي چې له ۴۵ څخه تر ۷۳ پورې یې پروټین کوډ کوونکي دي. د وای اړوند ټول هغه جینونه چې یوه کاپي لري، هیمیزایګس دي (یعنې یوازې په یوه کروموزوم کې موجود دي)، پرته له انیوپلویډي مواردو څخه چې اېکس.وای.وای سنډروم یا اېکس.اېکس.وای.وای سنډروم یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱][۲]

عمومي کتنه

سمول

وای کروموزوم د جنسیت ټاکونکي په توګه په ۱۹۰۵ کال کې په «براین ماور» کالج کې د «نیټي سټیونز» له‌خوا د یوې څېړنې په جریان کې وپېژندل شو. «اډمونډ بیچر ویلسن» په خپلواکه توګه په هماغه کال کې پر هیمپترا د څېړنې په جریان کې ورته میکانیزمونه کشف کړل. سټیونز وویل چې کروموزومونه تل په جفت ډول موجود دي او دا کوچنی کروموزوم (چې اوس د وای کروموزوم په نامه پېژندل کېږي) د اېکس کروموزوم جوړه ده چې اېکس کروموزوم په ۱۸۹۰ کال کې «هیرمن هینکینګ» کشف کړی و. دې ومونده چې د «کلیرنس ایرون مک کلنګ» هغه پخوانی نظر ناسم و چې ویل یې اېکس کروموزوم جنسیت ټاکي، بلکې جنسیت په حقیقت کې د وای کروموزوم د شتون او نه‌شتون له مخې ټاکل کېږي. د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې «تیوفیلس پینټر» څرګنده کړه چې اېکس او وای کروموزونه په انسانانو (او نورو تي لرونکو حیواناتو) کې جنسیت ټاکي.[۳]

دغه کروموزوم ته فقط په دې خاطر د وای "Y" نوم ورکړل شو چې د هینکینګ اېکس "X" توری په الفبايي ډول تعقیب شي. دا نظر ناسم دی چې وای کروموزوم ځکه وای بلل کېږي چې ظاهري بڼه یې د انګلیسي ژبې د وای "Y" توري ته ورته ده. ټول کروموزومونه تر مایکروسکوپ لاندې د یوه بې شکله حباب په ډول ښکاري او یوازې د میتوسېس په جریان کې مشخص شکل اخلي. دا شکل د ټولو کروموزومونو لپاره په مبهم ډول X شکل دی. دا یو تصادف دی چې وای کروموزوم د میتوسېس په جریان کې دوه ډېر لنډ ښاخونه لري او د Y  شکل ته ورته ښکاري.[۴][۵][۶]

ډولونه

سمول

ډېری وحشي تي لرونکي حیوانات په هره حجره کې یوازې یوه جوړه جنسي کروموزوم لري. نرینه یو وای کروموزوم او یو اېکس کروموزوم لري او ښځینه دوه اېکس کروموزومونه لري. په تي لرونکو حیواناتو کې وای کروموزوم د اېس.ار.وای په نامه یو جین لري چې په نرینه کې د جنین د ودې لامل کېږي. د انسان او نورو تي لرونکو حیواناتو وای کروموزومونه نور جینونه هم لري چې د سپرم د طبیعي تولید لپاره اړین دي.

له دې سره سره، ځینې استثناوې هم موجودې دي. په انسانانو کې ځینې نرینه دوه اېکسونه او یو وای لري، او یا هم یو اېکس او دوه وایونه لري؛ او ځینې ښځې د دوو اېکسونو پر ځای درې اېکسونه یا یوازې یو اېکس لري. نورې استثناوې هم شته چې په هغو کې اېس.ار.ای جین زیانمن شوی وي (چې د ښځې د اېکس.وای لامل کېږي)، یا اېکس ته کاپي شوی وي (چې د نرینه د اېکس.اېکس کېدو لامل کېږي).

سرچینه او تکامل

سمول

سرچینه

سمول

داسې انګېرل کېږي چې «اېکس» او «وای» کروموزومونو د «اټوسومز» په نامه د ورته کروموزومونو له یوې جوړې څخه تکامل کړی دی او دا هغه مهال و چې یوه اجدادي حیوان الیلي تنوع رامنځته کړه او یوازې د همدغه الیل د لرلو له امله ارګانېزم مذکر یا نرینه شو. د دغه ایلیل لرونکی کروموزوم پر وای کروموزوم بدل شو او د دې جوړې بل غړی اېکس کروموزوم شو. د وخت په تېرېدو سره هغه جینونه چې نرینه‌وو ته ګټور او ښځو ته مضر وو (یا یې پر ښځو هېڅ اغېز نه درلود)، یا په وای کروموزوم کې رامنځته شول او یا هم د کروموزوم د ځای پر ځای کېدو د پروسې له لارې رامنځته شول.[۷][۸][۹][۱۰]

تر دې وروستیو پورې فکر کېده چې «اېکس» او «وای» کروموزومونه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه کاله وړاندې له یو بل څخه جلا شوي دي. په ۲۰۱۰ کال کې خپرې شوې څېړنې او په ځانګړي ډول د پلاټیپس جینوم د تسلسل په اړه په ۲۰۰۸ کال کې شوې څېړنې څرګندوي چې د اېکس.وای د جنسیت ټاکلو سیستم له نورو تي لرونکو حیواناتو څخه د مونوټریمونو په وېشلو کې ۱۶۶ میلیونه کاله وړاندې موجود نه و. د اېکس.وای سیستم د عمر په اړه دغه بیاځلي اټکل د دې موندنې پر اساس ولاړ دی چې هغه تسلسلونه چې د مارسوپیال او ایتیرین تي لرونکو حیواناتو په اېکس کروموزومونو کې موجود دي، د پلاټیپس او مرغانو په اتوسوموسونو کې هم شته. پخوانی اټکل د ناسمو راپورونو پر بنسټ شوی و چې ویل یې د پلیټیپس اېکس کروموزوم هم دا تسلسلونه لري.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د انسانانو وای کروموزوم

سمول

په انسانانو کې وای کروموزوم شاوخوا ۵۸ میلیونه بېس پایرونه (د ډي.اېن.اې جوړوونکي بلاکونه) لري او په یوه نرینه حجره کې د ټولې ډي.اېن.اې کابو ۲ سلنه څرګندوي. د انسان وای کروموزوم څه باندې ۲۰۰ جینونه لري چې لږ تر لږه ۷۲ یې پروټینونه کوډ کوي. هغه ځانګړنې چې له وای کروموزوم څخه په ارث وړل کېږي، وای اړوندې ځانګړنې یا هولنډریکې ځانګړنې بلل کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. "Ensembl Human MapView release 43". February 2014. بياځلي په 2007-04-14.
  2. Wade N (January 13, 2010). "Male Chromosome May Evolve Fastest". New York Times.
  3. Glass, Bentley (1990) Theophilus Shickel Painter 1889—1969: A Biographical Memoir, National Academy of Sciences, Washington DC. Retrieved 24 Jan 2022.
  4. David Bainbridge, The X in Sex: How the X Chromosome Controls Our Lives, pages 3-5, 13, Harvard University Press, 2003 ISBN 0674016211.
  5. James Schwartz, In Pursuit of the Gene: From Darwin to DNA, pages 170-172, Harvard University Press, 2009 ISBN 0674034910
  6. David Bainbridge, The X in Sex: How the X Chromosome Controls Our Lives, pages 65-66, Harvard University Press, 2003 ISBN 0674016211
  7. Muller HJ (1914). "A gene for the fourth chromosome of Drosophila". Journal of Experimental Zoology. 17 (3): 325–336. doi:10.1002/jez.1400170303.
  8. Lahn BT, Page DC (October 1999). "Four evolutionary strata on the human X chromosome". Science. 286 (5441): 964–7. doi:10.1126/science.286.5441.964. PMID 10542153.
  9. Graves JA (March 2006). "Sex chromosome specialization and degeneration in mammals". Cell. 124 (5): 901–14. doi:10.1016/j.cell.2006.02.024. PMID 16530039. S2CID 8379688.
  10. Graves JA, Koina E, Sankovic N (June 2006). "How the gene content of human sex chromosomes evolved". Current Opinion in Genetics & Development. 16 (3): 219–24. doi:10.1016/j.gde.2006.04.007. PMID 16650758.
  11. Bachtrog D (February 2013). "Y-chromosome evolution: emerging insights into processes of Y-chromosome degeneration". Nature Reviews. Genetics. 14 (2): 113–24. doi:10.1038/nrg3366. PMC 4120474. PMID 23329112.
  12. Hamilton J (January 13, 2010). "Human Male: Still A Work in Progress". NPR.
  13. Warren WC, Hillier LW, Marshall Graves JA, Birney E, Ponting CP, Grützner F, et al. (May 2008). "Genome analysis of the platypus reveals unique signatures of evolution". Nature. 453 (7192): 175–83. Bibcode:2008Natur.453..175W. doi:10.1038/nature06936. PMC 2803040. PMID 18464734.
  14. Veyrunes F, Waters PD, Miethke P, Rens W, McMillan D, Alsop AE, et al. (June 2008). "Bird-like sex chromosomes of platypus imply recent origin of mammal sex chromosomes". Genome Research. 18 (6): 965–73. doi:10.1101/gr.7101908. PMC 2413164. PMID 18463302.
  15. Grützner F, Rens W, Tsend-Ayush E, El-Mogharbel N, O'Brien PC, Jones RC, et al. (December 2004). "In the platypus a meiotic chain of ten sex chromosomes shares genes with the bird Z and mammal X chromosomes". Nature. 432 (7019): 913–7. Bibcode:2004Natur.432..913G. doi:10.1038/nature03021. PMID 15502814. S2CID 4379897.
  16. Watson JM, Riggs A, Graves JA (October 1992). "Gene mapping studies confirm the homology between the platypus X and echidna X1 chromosomes and identify a conserved ancestral monotreme X chromosome". Chromosoma. 101 (10): 596–601. doi:10.1007/BF00360536. PMID 1424984. S2CID 26978106.
  17. National Library of Medicine's Genetic Home Reference
  18. "Definition of holandric | Dictionary.com". www.dictionary.com (in انګليسي). بياځلي په 2020-01-21.
  19. "Ensembl Human MapView release 43". February 2014. بياځلي په 2007-04-14.