واکمن اوسېدل/تسلط

واک چې د روم امپراتورۍ د وروستیو په توګه هم پېژندل کېږي هغه نوم دی چې ځينې وختونه د پرنسیپېت په نوم پېژندل شوی د امپراتورۍ تر مخکینۍ دورې وروسته د امپراتورۍ د واکمنۍ وروستي استبدادي پړاو ته ورکول کېږي. تر هغه چې په ۱۳ ۱۳ کال کې امپراتوري بېرته متحده شوه دا پړاو تر ډېره د تېتراچي/څلورسالارۍ په نوم یاديږي. [۱][۲]

دا ښايي له ميلاد څخه وروسته د دیوکلتیان د واکمنۍ له پیل سره د درېیمې پېړۍ تر کړکېچ وروسته تر میلاد وروسته د ۲۳۵- ۲۸۴ کلونو تر منځ پيل شي، او په لويديځ کې تر ميلاد وروسته د روم امپراتورۍ تر نسکورېدو وروسته په ۴۷۶ کال کې پای ته ورسي؛ حال دا چې په ختيځ کې يې پر پای مناقشه ده، ځکه د لومړي ژوستینیانوس (له ميلاد څخه وروسته ۵۶۵) یا هراکلیوس (تر میلاد وروسته ۶۴۱) د واکمنۍ په پای کې پېښ شوی دی. واکمن اوسېدل د بڼې له پلوه [د چا پواسطه؟] تر هغه اصل چې ورڅخه رامنځته شوی زورواک، لږ علمي او ډېر بیوروکراتیک په پام کې نیول شوی.   [۳][۴]

ایتمولوژی/لغت پېژندنهسمول

د واکمن اوسېدلو (dominate ) مدرنه اصطلاح د دومینوس (dominus) له لاتیني کلیمې څخه اخيستل شوې ده چې په انګلیسي ارباب يا څښتن ژباړل کېږي. د ډومینوس کلیمه په دودیز ډول د رومي غلامانو له‌خوا خپلو اربابانو ته کارول کېده، په خواره ډول په ټول پرانیسپ کې امپراتور ته په خطاب کارېده، چې معمولاً د ډېرې غوړه‌مالۍ (سیاسي غندنې) په توګه امپراتور ته په اشارې کارول کېده. اګوستوس په فعال ډول له دې کار څخه تېر شو او په ځانګړي ډول تیبریوس دا د غوړه‌مالۍ په توګه ربړولې/ښکنځلې ده. ډوميټين د دې کلیمې کاول هڅولي، خو هېڅ یو امپراتور هم تر ميلاد وروسته په ۲۷۴ کال کې د اورلیان تر واکمنۍ پورې چې هغه مهال د « deus et dominus natus » له متن سره سیکې چاپ شوې دا کليمه په نیمه رسمي ډول نه‌ده کارولې. [۵][۶][۷][۸]

په هرحال یوازې د دیوکلتیان د واکمنۍ پرمهال د ډومینوس اصطلاح د امپراتور د رسمي لقب د یوې برخې په توګه ومنل شوه او د دیوکاتیان د رادیکال اصلاحاتو/سمونو برخه شوه. [۹]

له پرېنسپيت څخه لېږدسمول

د واکمن اوسېدو حکومتي سیستم ۵۰ کلنې ګډوډۍ ته د یو ځواب په توګه رامنځته شو چې د درېیمې پېړۍ د کړکېچ په نوم یادیږي. د هغه کال سترس او فشارونو (مزمن غصبونه، پوځي پاڅونونه او په ټولو پولو کې هم‌مهاله پوځي نښتې) د حاکمیت تر ولکې لاندې د روم دولت کمزروۍ په ګوته کړې او د هغه سوکه غورځنګ شاهد و چې له ميلاد څخه وروسته تر ۲۳۵ کال مخکې د اکادميکي دولت بېلګه وه. د استبدادي واکمنۍ هغه رسمي نسخه چې له ميلاد څخه وروسته تر ۲۸۵ کال وروسته پيليږي. په یوه پراخه اصطلاح کې له پوځي عالي قومندانیو څخه د سناتوري نخبه‌ګانو د سوکه ايستنې او د سوارکارۍ د فرمانونو موازي ارتقاع، د وسله‌وال پوځ بیا سازمانول او د ګرځنده میداني پوځ رامنځته کول، د امپراتورۍ په جامو کې بدلون او تشریفاتي نندارو شاهد و. یو مذهبي سیاست د مذهبي وحدت په موخه، په لویه کچه پولي سمونونه/اصلاحات او په ټوله امپراتورۍ کې د مدني بوروکراسۍ رامنځته کول وو. [۱۰][۱۱]

دیوکلتیان که څه هم د واکمن اوسېدلو د حکومت د رامنځته‌کوونکي په توګه په پام کې نیول کېږي، چې سرچینې يې د پخوانیو امپراتورانو په نوښتونو کې نغښتې دي، په اصل کې د اورلیان (تر ميلاد وروسته له ۲۷۰-۲۷۵) له‌خوا رامنځته شول. ځینې سمونونه/اصلاحات د ګالینیوس  (تر میلاد وروسته له ۲۵۳-۲۶۸) او تراژان (تر میلاد وروسته له ۹۸-۱۱۷) د واکمنۍ دور ته ورګرځي، چې د هغوی د واکمنۍ په بهیر کې «اشرافو د روم په اداره او امپراتورۍ کې زیاتېدونکی ارزښت درلود» ټول هغه بدلونونه چې د واکمن اوسېدلو حکومت يې رامنځته کړ له ميلاد څخه وروسته په ۳۰۵ کال کې د دیوکلتیان تر ګوښه کېدو بشپړ نه شول. ډېری بدلونونه د لومړي کنستانتین له‌خوا رامنځته او سم/ اصلاح شول. په پایله کې یوازې لکه څنګه چې سلطنت له ميلاد څخه مخکې په ۱۳مه دوره کې تر میلاد وروسته په ۱۴ کال کې راڅرګند شو، له میلاد څخه وروسته یوازې په ۳۳۷ کال کې و چې د واکمن اوسېدلو لامل اصلاحات تر ډېرې کچې بشپړ شول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د تاريخ‌پوه جان باګنال بوري په باور، هغه حکومتي سیستم چې جزیاتو ته له خورا کره پاملرنې سره جوړ شوی و، د یوې عظیمې غیر متجانسې امپراتورۍ د وېروونکې ساتلو د ستونزې حل‌لاره وه، چې له ماتې او انحلال سره مخ وه، هغه امپراتوري چې له جغرافیه‌يي پلوه متراکمه نه وه او څلور اوږدې کرښې او د دفاع لپاره يې څو کوچنۍ کرښې لرلې. د یو لوی ایالت اداره د دوه خپلواکو خو په بشپړ ډول سره ورته ماشینونو په‌واسطه چې له یو مرکز څخه نه بلکې له دوو بېلو محراقونو څخه کنترولیږي، پرته له دې چې وحدت یې قرباني شي یو په بشپړ ډول نوی او جالب ازمويښت و. دې بیورکراتیک ماشینونو په نسبي توګه ښه کار کاوه او که چېرې هغه پاچاهانو چې دوی ته يې لارښوونه کوله تل د لوړې وړتیا لرونکي نارینه وی ښايي بریا یې فوق‌العاده وی. په جریان کې يې لکې/داغونه او زیانونه شته وو، په ځانګړي ډول په اقتصادي او مالي برخو کې. د ايلياتي امپراتورانو سیاسي خلاقیت د روم د نبوغ ارزښت نه درلود. [۱۶]

ځانګړتیاوېسمول

څوګونې امپراتورۍسمول

د واکمنۍ/سلطنت تر ولکې لاندې د امپراتور موقف په يو واحد قضايي اورګان کې د بېلابېلو ملکي او پوځي اداراتو د تمرکز شاهد و. اګوستوس او د هغه ځای‌ناستو معمولاً د روم جمهوریت د بنسټونو تر شا د پټېدو او له دې باور سره چې امپراتور یوازې شهزاده یا لومړنی ښاروند دی چې صلاحیتونه یې د سنا مجلس له‌خوا ورکول کېدل دوی دې ته ډېر پام کاوه چې د دې موقف استبدادي موقف پټ کړي. دا تل د یو منفرد کس له‌خوا لوبول کېده او هغه نيټه چې یاد کس ته د بوستس ترېبیونېشا/Potestas tribunicia (په روم جمهوریت کې لومړنی رسمي دفتر چې د پلیبي‌یانو پر مخ پرانیستی و، ژباړن) لقب ورکړل شو هغه اصلي ټکی و چې د امپراتور صلاحیت یې پلی کولی شوای. د سلطنت د دورې په بهیر کې د امپراتور (اګوستوس) لپاره د یوه وارث معرفي کول دود شول، خو سېزار (د امپراتوري شخصیت لقب چې د روم د ديکتاتور ژولیوس سېزار له نوم څخه اخیستل شوی، ژباړن) د امپراتور صلاحیتونو ته لاس‌رسی نه درلود او هېڅ کوم رسمي واک هم هغه ته نه تفویضېده.  [۱۷][۱۸]

د درېیمې پېړۍ د کړکېچ په بهیر کې د دودیزې امپراتورۍ پیل په روم کې د امپراتورۍ مېشت واحد قاضي د بېلابېلو یرغلونو او غصبونو پر وړاندې له مقابلې څخه چې په هم‌مهال ډول یې په ټولو ځایونو کې د امپراتور د حضور لازم‌والي ته اړتیا لرله ناتوان شو. پر دې سربېره د هغوی نه‌موجودیت د دې لامل شو چې د یو سیمه‌ییز یا کلیوال کړکېچ په ځواب کې چې امپراتورانو یې باید پر وړاندې دودیز چلند کړی وی غصبونه پېښ شول.   [۱۹]

د دومينېت يا واکمن اوسېدلو په دوره کې د امپراتورۍ د موقف مسؤلیت په مخ‌زیاتېدونکي ډول د همکارانو تر منځ ووېشل شو چې د کانسورټيم اېمپري (Consortium imperii) په نوم یادېده. دا دیوکلتیان و چې د حکومت‌ولۍ دا بڼه يې د تتراشي سیستم په نوم معرفي کړه چې په اصل کې له دوو همکارو-امپراتورانو (اګوستي) او دوو ترلاس‌لاندې امپراتورانو (سېزار) څخه جوړ و چې هر یوه د امپراتورۍ په واک کې برخه لرله. د واک د شریکولو دې اصلي موډل تر میلاد وروسته له ۲۸۹ کال څخه تر ۳۲۴ کال پورې دوام درلود او د کورنیو جګړو په بهیر کې تتراشي له‌منځه لاړه. د لومړي کنستانتین له مړینې سره تر ميلاد وروسته په ۳۳۷ کال کې امپراتوري بیا د څو امپراتورانو تر منځ ووېشل شوه او له ميلاد څخه وروسته تر ۳۵۰ کال پورې يې دووام وکړ. له ميلاد څخه وروسته په ۳۶۴ کال کې د لومړي ولېنتانين له واک ته رسېدو سره چې له خپل ورور والنس سره يې په امپراتورۍ کې برخه لرله دا موډل د امپراتورۍ په تل‌پاتې ځانګړنو بدل شو. دې چارې له ميلاد څخه وروسته په ۴۷۶ کال کې د وروستي امپراتور تر نسکورېدو پورې له ميلاد څخه وروسته له ۳۹۲ کال څخه تر ۳۹۵ کال پورې د لومړي تئودوسیوس له درې کلنې دورې پرته دوام درلود. 

حال دا چې هر اګوستوس د امپراورۍ په هره برخه کې د واکمنۍ په برخه کې خپلواک و، ټول هغه قوانین چې د هرې امپراتورۍ له‌خوا وضعه کېدل په ټوله امپراتورۍ کې معتبر و.

سرچينېسمول


[1] د روم امپراتورۍ لومړنی دور، ژباړن

  1. Menne, I., Power and Status in the Roman Empire, AD 193–284 (2011) p. 21
  2. Kuhoff, Wolfgang (2002). "Die diokletianische Tetrarchie als Epoche einer historischen Wende in antiker und moderner Sicht". International Journal of the Classical Tradition. 9 (2): 177–178. doi:10.1007/BF02898434 JSTOR 30224306
  3. Lee, A. D., From Rome to Byzantium AD 363 to 565: The Transformation of Ancient Rome (2013) p. xiii
  4. Mitchell, S., A History of the Later Roman Empire, AD 284–641 (2014), Chapter 1
  5. Cambridge Ancient History, Vol. XI, The High Empire (2008) p. 82
  6. Shorter, D., Rome and her Empire (2014) p. 174
  7. Cambridge Ancient History, Vol. XI, The High Empire (2008) p. 81
  8. Watson, A., Aurelian and the Third Century (2004) p. 188
  9. Menne, I., Power and Status in the Roman Empire, AD 193–284 (2011) p. 21
  10. Bray, J. J., Gallienus: A Study in Reformist and Sexual Politics (1997) p. 2; Körner, C., Aurelian (A.D. 270–275), De Imperatoribus Romanis (2001)
  11. Southern, P. The Roman Empire from Severus to Constantine (2001) pp. 12–13
  12. Körner, C., Aurelian (A.D. 270–275), De Imperatoribus Romanis (2001)
  13. Bray, J. J., Gallienus: A Study in Reformist and Sexual Politics (1997) pp. 2–3
  14. Bennett, J. Trajan, Optimus Princeps: A Life and Times (1997) pp.108-111
  15. Southern, P. The Roman Empire from Severus to Constantine (2001) p. 246
  16. Bury, J. B. History of the Later Roman Empire From the Death of Theodosius I to the Death of Justinian Vol I (1958), p. 25
  17. Bury, J. B., A History of the Roman Empire from its Foundation to the Death of Marcus Aurelius (1893) pp. 28–30
  18. Bury, J. B., A History of the Roman Empire from its Foundation to the Death of Marcus Aurelius (1893) pp. 23–26
  19. Watson, A. Aurelian and the Third Century (2004) p. 5; Southern, P. The Roman Empire from Severus to Constantine (2001) pp. 251–2