واښه خوړونکي

واښه خوړونکی یا وښخور هغه حیوان ته ویل کېږي چې له اناتومیک او فیزیولوژيک پلوه د غذایي رژیم د اصلي برخې په توګه د ونو د پاڼو یا سمندري اوبړیو په څېر نباتي توکو خوړولو ته جوړ یا سازګار وي. واښه خوړونکي حیوانات د خپل نباتي رژیم له امله معمولاً داسې خولې لري چې د خوړو میده کولو ته جوړې وي. اسونه او نور واښه خواره حیوانات داسې پلن او هوار غاښونه لري چې د ونو د پوستونو، وښو او نورو کلکو نباتي توکو د میده کولو لپاره برابر دي.

ګڼ شمېر واښه خوړونکي حیوانات د کولمو داسې فلور لري چې له دوی سره د هغو نباتي موادو په هضم کې مرسته کوي چې هضم یې د نورو حیواناتو تر ښکار کولو یا څيرلو سخت دی. دغه فلور له سلولوز هضموونکو پروتوزواګانو یا باکتریاوو څخه جوړ دی.[۱][۲]

تعریف او اړوند اصطلاحات سمول

واښه خوړنه یا له نباتاتو څخه د حیواناتو تغذیه د مصرف یا خوراک داسې ډول دی چې په کې یو ارګانېزم د نباتاتو، اوبړیو او فوتوسنتېز کوونکو باکتریاوو په څېر اوټوټروفونه خوري. په ټولیز ډول هغه ارګانېزمونه چې له اوټوټروفونو څخه تغذیه کېږي، د لومړنیو مصرفوونکو په توګه پېژندل کېږي. واښه خوړنه یوازې په هغو حیواناتو پورې محدوده ده چې نباتات خوري. هغه فنجي، باکتریاوې او پروټېسټونه چې له ژوندیو نباباتو څخه تغذیه کېږي، معمولاً نباتي پتوجینونه (نباتي ناروغۍ) بلل کېږي؛ خو هغه فنجي او میکروبونه چې له مړو نباتاتو څخه تغذیه کېږي، د ساپروټروفونو په توګه پېژندل کېږي. هغه ګل‌لرونکي نباتات چې له نورو ژوندیو نباتاتو څخه تغذیه کېږي، معمولاً پارازیټي نباتات بلل کېږي. له دې سره سره، د مصرفوونکو بېلګو هېڅ کومه انحصاري او قطعي ایکولوژيکي ډلبندي نه ده موجوده. هر درسي کتاب د دې موضوع په اړه ځانګړی بېلابېلوالی لري.[۳][۴][۵][۶]

د واښه خوړونکو تکامل سمول

د ځمک‌پوهنې په دورو کې د واښه خوړنې په اړه معلومات یا پوهه درې سرچینې لري. لومړۍ سرچینه فوسیل شوي نباتات دي چې ښايي دفاعي شواهد یا د واښه خوړنې اړوند زیانونه په کې پاتې وي؛ بله سرچینه د حیواناتو په فوسیل شوي مدفوع کې د نباتي پاتې‌شونو کتنه ده؛ او بله سرچینه هم د واښه خوړونکو حیواناتو د خولې برخې جوړول دي.[۷]

که څه هم ډېره موده داسې انګېرل کېده چې واښه خوړنه د میزوزوییک دورې اړونده پدیده ده، خو فوسیلونو ښودلې ده چې نباتات په وچه کې د لومړنیو نباتاتو له تکامل څخه څه کم ۲۰ میلیونه کاله وروسته د ارتروپارډونو له‌خوا مصرفېدل یا خوړل کېدل. حشرات د لومړنیو ډيونین نباتاتو له تخم څخه تغذیه کېدل او «رایني چرت» ډبرې هم داسې شواهد وړاندې کوي چې ارګانېزمونه د سوري کولو او میده کولو له تخنیک څخه په استفادې له نباتاتو څخه تغذیه کېدل.[۸]

د را وروسته ۷۵ میلیونه کلونو په جریان کې په نباتاتو کې د ریښو او دانو په څېر ګڼو نورو ارګانونو تکامل وکړ. تر میسیسیپین زمانې یعنې ۳۳۰.۹ میلیون کاله مخکې مهال پورې په ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو کې د تغذیې هېڅ مستند شواهد نه‌شته. د هر ارګان د تکامل د وخت او د تغذیې لپاره د موجوداتو د تکامل د وخت تر منځ له ۵۰ تر ۱۰۰ میلیون کاله واټن موجود دی؛ ښايي دلیل یې په دې دوره کې د اکسیجن ټیټه کچه وي او تکامل یې ټکنی کړی وي. پر ارټروفوډ وضعیت سربېره د دغو لومړنیو واښه خوړونکو حیواناتو هویت هم نامشخص دی. د سوري کولو له لارې د تغذیې او سکلېټ جوړونې شواهد د پرمین دورې په لومړیو کې ثبت شوي دي چې د همدې دورې تر پایه یې تکامل کړی دی.[۹][۱۰]

ارتروپوډونو په څلورو پړاوونو کې د وښو خوړلو تکامل وکړ او د نباتي ټولنو په غبرګون یا ځواب کې یې په دې اړوند خپله تګلاره بدله کړه. ټېټروپاډ یا چارپای واښه خوړونکي په لومړي ځل د زامو په فوسیلي سوابقو کې څرګند شول چې کابو ۳۰۰ میلیونه کاله مخکې پرمیو-کاربنیفر زمانې ته نږدې مهال کېږي. د دغو حیواناتو د واښه خوړنې لومړني شواهد د غاښونو له انسداد یا بندښت سره تړاو لري او دا هغه پروسه ده چې د پاسنۍ زامې غاښونه د لاندېنۍ زامې له غاښونو سره تړل کېږي. د غاښونو د انسداد تکامل د نباتي غذایي توکو په پروسس کې د شدید ډېروالي لامل شو او دغه چاره د غاښونو د سولېدو د بېلګو له مخې د تغذیې د ستراتیژیو په اړه شواهد وړاندې کوي. د غاښونو او زامې د مورفولوژۍ د فیلوجینیټيک چوکاټونو څېړنو ښودلې ده چې د غاښونو انسداد یا بندښت د واښه خوړونکو چارپایانو په ګڼو اجدادو کې په خپواک ډول رامنځته شوی دی. دا په دې معنا ده چې تکامل په هم‌مهاله ډول په بېلابېلو حیواني اجدادو یا نسبونو کې رامنځته شوی دی.[۱۱][۱۲][۱۳]

غذايي ځنځير سمول

واښه خوړونکي په غذايي ځنځیر کې یوه مهمه کړۍ ده، ځکه چې دوی نباتات د هغو کاربوهایدرېتونو د هضمولو لپاره مصرفوي چې په فوتوسنتېزي ډول د یوه نبات له‌خوا تولیدېږي. غوښه خوړونکي هم په همدې دلیل واښه خوړونکي مصرفوي یا خوري، په داسې حال کې چې هر څه خوړونکي ژوي بیا کولای شي خپل مغذي مواد له دواړو نباتاتو او حیواناتو څخه ترلاسه کړي. په کلکو یا فایبري نباتي موادو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د واښه خوړونکو حیواناتو وړتیا ته په کتو سره دغه ډول حیوانات په غذايي دوران یا ځنځیر کې د لومړنیو مصرفوونکو په توګه پېژندل کېږي. واښه خوړونه، غوښه خوړنه او هر څه خوړنه د مصرفوونکو او سرچینې تر منځ د تعاملاتو ځانګړي موارد بللی شو.[۱۴]

اغېزې سمول

غذايي کسکېډونه او چاپېریالي ویجاړي سمول

کله چې واښه خواره حیوانات د غذایي کمښت یا کسکېډ تر اغېز لاندې راځي، نباتي ټولنې هم په غیر مستقیم ډول تر اغېز لاندې راځي. دغه اغېزې تر ډېره هغه مهال احساسېږي چې ښکاریان کمېږي او د واښه خوړونکو د محدودیت مخه نیول کېږي، په دې ډول واښه خوړونکي په وښو پسې ګرځي او کېدای شي نباتي ټولنې وځپي. د واښه خوړونکو اندازه د اړینې ترلاسه کېدونکې انرژۍ پر کچه اغېز کوي، له همدې امله لوی واښه خوړونکي د کوچنیو واښه خوړونکو په پرتله د خپلو مغذي موادو او اړینې انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره باکیفیته یا ډېرو نباتاتو ته اړتیا لري. د سپينې لکۍ لرونکې هوسۍ له‌خوا چاپېریالي ویجاړي یوازې په محتدو ایالتونو کې دا وړتیا لري چې هم نباتي ټولنې د ډېرې پلټنې له لارې اغېزمنې کړي او هم د ځنګلونو د بیارغونې د پروژو لګښت په کلني ډول تر ۷۵۰ میلیونه ډالرو لوړ کړي. د غذایي کسکېډ یوه بله بېلګه چې د نباتاتو او واښه خوړونکو حیواناتو تعاملات په کې شاملېږي، د مرجاني ډبرو ایکوسیستمونه دي. واښه خوړونکي کبان او سمندري ځناور مهم واښه خوړونکي دي او د واښه خوړونکو کبانو په نشتون کې مرجانونه بې‌ځایه شوي دي او سمندري خزندو هم مرجانونه د لمر له رڼا څخه محروم کړي دي.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اقتصادي اغېز سمول

د ورته نوعو له‌خوا د کرنیزو محصولاتو ټولیز زیان په کلني ډول شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره دی. د حشراتو محصولاتي زیان هم په متحدو ایالتونو کې د واښه خوړونکو د کلني محصول له تلفاتو سره تر ډېره حده مرسته کوي او د ښکار او ایکوتورېزم له لارې د ترلاسه شوي عاید له لارې پر اقتصاد هم اغېز کوي. د بېلګې په توګه په متحدو ایالتونو کې د سپینې لکۍ لرونکو هوسیو، غرنیو وزو او غرنیو هوسیو په څېر د واښه خوړونکو حیواناتو ښکار د میلیارد ډالري ښکار له صنعت سره ډېره مرسته کوي. ایکوتورېزم د عاید لویه سرچینه ده، په ځانګړي ډول په افریقا کې چې د فیل، ګوره خر او زرافې په څېر لوی واښه خوړونکي حیوانات په کلني ډول له هېوادونو سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.[۲۰]

سرچينې سمول

  1. Moran, N.A. (2006). "Symbiosis". Current Biology. 16 (20): 866–871. doi:10.1016/j.cub.2006.09.019. PMID 17055966. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "symbiosis." The Columbia Encyclopedia. New York: Columbia University Press, 2008. Credo Reference. Web. 17 September 2012.
  3. Abraham, Martin A. A. Sustainability Science and Engineering, Volume 1. page 123. Publisher: Elsevier 2006. کينډۍ:ISBN
  4. Thomas, Peter & Packham, John. Ecology of Woodlands and Forests: Description, Dynamics and Diversity. Publisher: Cambridge University Press 2007. کينډۍ:ISBN
  5. Sterner, Robert W.; Elser, James J.; and Vitousek, Peter. Ecological Stoichiometry: The Biology of Elements from Molecules to the Biosphere. Publisher: Princeton University Press 2002. کينډۍ:ISBN
  6. Likens Gene E. Lake Ecosystem Ecology: A Global Perspective. Publisher: Academic Press 2010. کينډۍ:ISBN
  7. Labandeira, C.C. (1998). "Early History of Arthropod And Vascular Plant Associations 1". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 26 (1): 329–377. Bibcode:1998AREPS..26..329L. doi:10.1146/annurev.earth.26.1.329. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Labandeira, C. (June 2007). "The origin of herbivory on land: Initial patterns of plant tissue consumption by arthropods". Insect Science. 14 (4): 259–275. doi:10.1111/j.1744-7917.2007.00141.x-i1. S2CID 86335068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Labandeira, C. (June 2007). "The origin of herbivory on land: Initial patterns of plant tissue consumption by arthropods". Insect Science. 14 (4): 259–275. doi:10.1111/j.1744-7917.2007.00141.x-i1. S2CID 86335068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Labandeira, C.C. (1998). "Early History of Arthropod And Vascular Plant Associations 1". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 26 (1): 329–377. Bibcode:1998AREPS..26..329L. doi:10.1146/annurev.earth.26.1.329. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sahney, Sarda; Benton, Michael J.; Falcon-Lang, Howard J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. Bibcode:2010Geo....38.1079S. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Labandeira, C.C. (2005). "The four phases of plant-arthropod associations in deep time" (PDF). Geologica Acta. 4 (4): 409–438. د اصلي (Free full text) آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  13. Reisz, Robert R. (2006), "Origin of dental occlusion in tetrapods: Signal for terrestrial vertebrate evolution?", Journal of Experimental Zoology Part B: Molecular and Developmental Evolution, 306B (3): 261–277, doi:10.1002/jez.b.21115, PMID 16683226 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Getz, W (February 2011). "Biomass transformation webs provide a unified approach to consumer-resource modelling". Ecology Letters. 14 (2): 113–124. doi:10.1111/j.1461-0248.2010.01566.x. PMC 3032891. PMID 21199247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. van Veen, F. J. F.; Sanders, D. (May 2013). "Herbivore identity mediates the strength of trophic cascades on individual plants". Ecosphere. 4 (5): art64. doi:10.1890/es13-00067.1. ISSN 2150-8925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Forbes, Elizabeth S.; Cushman, J. Hall; Burkepile, Deron E.; Young, Truman P.; Klope, Maggie; Young, Hillary S. (2019-06-17). "Synthesizing the effects of large, wild herbivore exclusion on ecosystem function". Functional Ecology. 33 (9): 1597–1610. doi:10.1111/1365-2435.13376. ISSN 0269-8463. S2CID 182023675. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ripple, William J. (2011-04-20). "Wolves, Elk, Bison, and Secondary Trophic Cascades in Yellowstone National Park". The Open Ecology Journal. 3 (3): 31–37. doi:10.2174/1874213001003040031. ISSN 1874-2130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Seager, S Trent; Eisenberg, Cristina; St. Clair, Samuel B. (July 2013). "Patterns and consequences of ungulate herbivory on aspen in western North America". Forest Ecology and Management (په انګلیسي ژبه کي). 299: 81–90. doi:10.1016/j.foreco.2013.02.017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Plant-eating fish, Information sheets for fishing communities No 29" (PDF). Photos by Richard Ling and Rian Tan. SPC (www.spc.int) in collaboration with the LMMA Network (www.lmmanetwork.org). n.d. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  20. An Integrated Approach To Deer Damage Control Publication No. 809 West Virginia Division of Natural Resources Cooperative Extension Service, Wildlife Resources Section West Virginia University, Law Enforcement Section Center for Extension and Continuing Education, March 1999