واورین پړانګ

راټولوونکی الهام اشنا لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونو او چاپيریال ساتنې څانګه

دوحشي ژوند پيژندنه سمول

دحيواناتو او نباتاتو هغه ډله چي په طبيعي شرايطو کي دانسان دمداخلي او مرستي پرته خپل ژوند پر مخ وړي .يا په بل عبارت ټول وحشي حيوانات او نباتات چي په ځنګلونو، څړځايونو ،دښتو او غير کرل شوو ځمکو کي ژوند کوي او دخپل ژوند ټولي اړتياوي دانسان دمداخلي او مرستي پرته له طبيعي چاپيريال پوره کوي او يا هم دغيري اهلي منکشفو او نا منکشفو لويو او کوچنيو نباتاتو او حيواناتو نسل د وحشي ژوند په نامه ياديږي . دوحشي ژوند اصطلاح د حيواناتو او نباتاتو دواړو لپاره استعماليږي چي دپست نباتاتو څخه نيولي تر عالي نباتاتو پوري او همدارنګه هر ډول حيوانات لپاره چي خپل ژوند په طبيعت کي دانساني مداخلي پرته پر مخ بيا يي ويل کيږي .اويا هم که په لنډ ډول ووايو : دکرل کيدونکو نباتاتو او اهلي حيواناتو پرته ټول هغه ژوندي موجودات چي په طبيعي هستو ګنځايونو کي ژوند کوي ، وحشي ژوند بلل کيږي . Baily په 1984 ميلادي کال کي وحشي ژوند دهغه ازاد ژوند کوونکو فقاريه حيواناتو په ډول تعريف کړ کوم چي په اړونده طبيعي چاپيريا ل کي ژوند کوي . خو په وحشي ژوند کي هغه حيوانات او نباتات شامل ګڼل کيږي کوم چي په طبيعي ايکو سيستمونو کي ژوند کوي

دوحشي ژوو دساتني کټګوري سمول

دساتونکو چارو لپاره دانقراض پر وړاندي دزيانمنو بڼو پيژندل يوه اړين کار شميرل کيږي. دکميابو بڼو دپيژندلو او وضيعت دمعلومولو لپاره چي دخطر ګواښ سره مخ دي ، دساتونکو موخو لپاره ، دطبيعت نړيوالي ټولني (I U C N ) نهه ساتونکي کټګوري جوړي کړي دي (I U C N 2001) هغه بڼي چي په (بشپړخطر C R ) ، (په خطر EN )او (زيانمن VU) حالتونوکي دي ، هغه ژوندبڼي دي چي دانقرض خطر يي ګواښوي. د (خطر)په دغه دريو کټګوريو کي دطبيعت ساتني نړيوالي ټولني انقراض د احتمال لپاره زيات اقدامات ترسره کړي دي . دغه کټګوري په نړيواله کچه دتهديد شويو ژوند بڼو دسرو اطلاعاتو او سور ليست دکتابونو دچاپ له لار ي دبڼو په اړه يي ځانکړي انديښني راپارولي دي ، او هغه بڼو پيژندل چي دانقراض خطريي ګواښي دهغوي ساتني لپاره دنړيوالي تړونونو له لاري لکه په نړيوال تجارت کي دتر خطرلاند ي بڼو ژوغورل . (C I T E S ) Conservation on International. Trade in Endangered Species. ◈ منقرض شوي بڼي (EX) Extinct :هغه بڼي (يا فرعي بڼي ياانواع دي ) چي نور هيڅ اوجود ونه لري . ◈ په وحشي توګه منقرض شوي (EW) Extinct in the Wild :هغه بڼي دي ، چي يوازي په کرنه ، اثارات او يا هم يو اهلي شوي نفوس له خپل اصلي پوړ څخه بهر موجود وي . ◈ هغه بڼي چي په سخته توګه تر خطر لاندي دي (CR ) Critically Endangered  : هغه بڼي دي ، چي په سر سخته توګه دوحشي نړي څخه دمنقرض کيدو په حال وي او يا د A څخه E پوري معيارونو څخه يو هم پري پلي شي . ◈ هغه بڼي چي تر خطرلاندي دي (EN) Endangered :هغه بڼي دي چي په نژدی راتلونکی کی د و حشي نړۍ څخه دمنقرض د ډير لوړ خطر لاندي وي او يا د A څخه E پوري معيارونو څخه يو هم پري پلي شي . ◈ زيانمني بڼي (VU) Vulnerable: هغه بڼي دي چي له وحشي نړي څخه يي دانقراض لوړ خطر لري ،او يا له A څخه E پوري معيارونو څخه يو هم پري پلي شي ◈ هغه بڼي چي نږدي ګواښل کيږي (NT) Near Threatened  : دغه ژوندي بڼي دتهديديدو کټګوري ته نږي واقع ډي ،خو فغلا دګواښ لاندي نه دي . ◈ هغه بڼي چي د زياتي انديښني وړ نه دي (LC) Least Concern : دغه بڼي چي ګواښ ته نږد ي دي او تهديد شوي بڼي نه ګڼل کيږي (پراخ او پيمانه بڼي په دي کټګوري کي راځي . ◈ هغه بڼي چي په اړه يي پوره معلو مات موجود نه وي (DD) Data Deficient  : کله دانقراض دخطر دټاکني لپاره ددي ډول بڼو په اړه پوره او کره معلومات موجود نه وي . ◈ نا ارزول شوي بڼي (NE) Not Evaluated :تر اوسه دا ډول بڼي دسور ليست د معيارونو له مخي نه دي ارزول شوي . کله چي له سور ليست په ملي او سيمه ييزه کچه ګټه اخيستل کيږي ، دوه نوري کټګورۍ هم په هغه کي وجود لري . ◈ هغه بڼي چي په سيمه ييزه کچه منقرض کيږي (RC) Regionally Extinct  : دغه ډول بڼي نور په هيواد (سيمه ) کي نه پيداکيږي ، خو دنړي په نورو برخو کي موجود وي . ◈ دکار وړ نه دي (NA) Not Applicable : هغه بڼي دي چي سيمه سور ليست لپاره دشرايطو پوره کوونکي نه دي لکه ددي لپاره چي دوي دسيمي په چوکاټ کي شامل نه دي (دوي له نورو ځايونو څخه دلته راوړل شوي دي ) او يا هم دد ي لپاره چي په سيمه کی يوه وړه مهاجره ډله ده . دکټګوريو ټاکل په کم تر کمه دلاند ي معلوماتو پوري او دهغوي دسور ليست له مخي دورکړل شويو قيمتونو پوري اړه لري چي دطبيعت ساتني دنړيوالي ټولني له خوا ورکړل شوي دي.( A. دژوند بڼو په شميره کي پام وړ کموالي B. دبڼو په وسيله ټول نيول شوي پراخوالي C. دبڼو په شمير کي پيش بيني شوي کموالي D. دهغو بالغو افرادو شمير چي اوسمهال ژوندي دي E. د څوکلونو او يا ځانګړو نسلو نو کي دانقراض احتمال. د ژوندي پاتي کيدو د تحليل دميتو دونو د جوړولو له مخي دکټګوريو دټاکني نوي معيار دي ، چي په ځانکړي توګه دنفوسو دميلان او دهغوي داستو ګنځي په اوضاعو متمرکز دي . دبيلګي په توګه ، يوه بڼه چي په سخته توګه تر خطرلاندي وي ، کم تر کمه له لاندي څخه يوه ځانګړنه لري : دهغوي نفوس دلسو کلونو په اوږدو کي يا دري تير نسلونه يي 80% کموالي کړي وي او يا هم توقع کيږي چي په همدومره کچه به کموالي و مومي .(دسور ليست لومړي معيار ); بڼه د محدودي ساحي درلودونکي ده ،(لکه په يوه موقيعت کي 100 کيلو متره مربع ) (ب) دنفوسو مجموعي شميره له 250 څخه کم بالغ وي ، او هغه بڼه چي توليد مثل کوي او توقع کيږي چي 25% او يا تر دي زيات تر 3 کلونو په اوږدو کي يا يو نسل يي کموالي کړي وي (ج). دنفوس شميره يي له 50 بالغو څخه کمه وي (د) ; يا دکلي انقراض احتمال د 10 کلونو په اوږدو کي يا دري نسلونه تر 50 سلني څخه زيات وي .(ه) دطبيعي استو ګنځايونو دتخريب له معيار څخه په تو ګه دهغو بڼو دکټګورۍ په ټاکلو کي له بيالوژيکي نظره کم پيژندل شوي دي ډير زيات ګټور دي . ځکه چي کله استوګنځي ويجاړ شي ان که ساينسدان دهغوي په اړه لږ څه کم هم پوه شي ګواښل شوي بڼي ليست کيږي بڼي عموما دهغي ساحي چي نيولي يي ده ، بالغو بڼو شمير ، دطبيعي استو ګنځايونو دکميدو کچه دطبيعيت ساتني له يوي کټګوريوکي واقع کيږي ، دانقراض له احتمال څخه ډير کمه ګټه اخيستل کيږي . ددغو موردو څخه هر يو يي ديوي بڼي دانقراض له احتمال په له ژوندي پاتي کيدو دتحليل ميتود څخه دطبيعت دساتني دنړيوالي ټولني اوله څو نورو ميتو دونو څخه داحتمالي خطرونو او ګواښونو لپاره ګټه احيستل کيږي . داوسني سيستم ګټه دا ده ، چي دغه سيستم معياري او کمي ميتود وړاند ي کوي . چي ددي پر مټ نور ساينسدانان کوالي شي دمنل شويو مقداري معيارنو مطابق او دژوند بڼي له هر ډول معلوماتو څخه دګټي اخيستني سره ارزونه او بيا کتنه وکړي . خو په هغه وخت کي چي وپوښتل شي چي دپريکړو لپاره دناکافي او نا کاره معلو ماتو څخه په ګټي اخيستني سره پريکړه وشي ، دغه ميتود په يوسليقوي ماموريت بدليږي دمعلوماتو راټولو ل په سمه طريقه سره او د دندو تر سره کول په غوره توګه په ځانکړي توګه په مخ پر ودي هيوادونو کي او په هغو حالاتو کي چي په چټکي سره تغيير خوري ، زيات لګښت او وخت ته اړتيا لري . له دغو محدويتونو په پام کي نيولو سره دغه دبڼو دويش دغه سيستم نظر نورو ميتودونو چي په شخصي بڼه تر سره کيدل ريات ښه والي ورکړي دي او دبڼو په ساتنه کي خورا ګټور دي . دطبيعت ساتني نړيوالي ټولني دنويو کټګوريوڅخه په ګټي اخيستني سره هغه ګواښونه چي دنباتي او حيواني بڼو ته متوجي دي دسترو اطلاعاتو او سور ليست دکتابونو په ټولګه کي ارزولي او تشريح کړي يي دي . له 5416 تي لرونکو بڼو له ډلي څخه 1101 بڼي ، له 9917 نوغو الوتونکو څخه 1213 بڼي او له 5743 بڼو ذوحياتينو څخه 1770 بڼي يي دګواښ په اړه ليست کړي دي . خو دطبيعت ساتني نړيوالي ټولني بي شميره بڼي لکه کبان (800 ) ،خزندي ( 304) ، خلزونونه (974)، حشرات (559) ، چنګاښونه (429) او (11824)بڼي نباتات په هغه ډله کي شميرلي چي تر اوسه زيات پراخه نه دي ټول الوتونکي ، ذوحياتين او تي لرونکي دطبيعت ساتني دنړيوالي ټولني دسيستم څخه په ګټي اخيستني سره ارزول شوي دي ، ددي لپاره چي دغه بڼي زياتي پيژندل شوي دي ، خو دارزوني دکچه دخزندګانو ، ذوحياتينو ، کبانو او نباتاتو ډيره ټيټه ده . دحشراتو او نورو ټولو غيري فقاريه بڼو ،خزو ،سمندري خزو ، فنجي او مايکراورګانيزمونه ان نا کافي دي .دبيلګي په توګه له 0.1 سلنه حشرات ارزول شوي دي . دطبيعت ساتني دنړيوالي ټولني دسيستم څخه په ځانکړو جغرافيايي سيمو او دبڼو په بيلا بيلو ډلو کي ديوه روښانوونکي طريقي په څير دساتونکو چارو دلومړيتوبو له لپاره کارول کيږي .دژونو بڼو په ډلو کي تي لرونکي دالوتونکو په پرتله دزياتو ګواښونو سره مخامخ کيږي ; که په ټولنيزه توګه سيمي سره پرتله کړل شي ، هغه بڼي چي په جاپان کي ژوندکوي دهغو بڼو په پرتله چي په جنوبي افريقا کي ژوند کوي د زياتو ګواښونو سره لاس او ګريوان دي ، دجنو بي افريقا اوسيدونکي بڼي دبرتانيي دبڼو په پر تله زيات تر ګواښ لاندي دي . د طبيعت ساتني نړيوالي ټولني دسيستم څخه دسيمي پربنسټ ګټه اخيستلو سره ، دژوند بڼي دهيواد دګواښيدونکو بڼو په څير لکه سيمه (لکه اروپا )، ځانګري ايالت او يا ولايت کي ډله بندي کيږي . دساتونکي وضيعت دڅارني له مخي بڼي دوخت په تيريدو سره، دامکان برابروي چي ايا ژوند بڼي دخفاظتي چارو پر وړاندي مثبت غبرګون ښايي او که يا هم ګواښل کيږي . ددي تدبيرونو څخه يو هم دسور ليست معيارونه دي ، دغه ليست داڅرګندوي چي الوتونکي ساتونکي وضيعت له 1988 م کال څخه تر 2004م کال ; په کموالي کي وو په توګه سمندري بطکو او ذوحياتينو کي پام وړ کموالي رامنځ ته شوي و . نور تدبيرونه چي دژوندي کري له معيارونو څخه عبارت دي چي د1100 فقاريه ژوند بڼو دنفوسو شمير تعقيبوي . دغه معيار يو پام وړ کموالي يا انحطاط 25% له 1970م کال څخه تر 2000 م کال پوري راښايي . دسيوس په هيواد کي هڅه کيږي چي ګواښيدونکو بڼو (يا هغه بڼي چي په سور ليست کي شامل دي ) چي دساتونکو چارو پر وړاندي مثبت غبرکون ښودلي په نښه کړي دي .317 نوع هغه بڼي چي دثابت نفوس درلودونکي وه او يا هم په چټکي سره دزياتيدو په حال کي وه په (( ابي ليست )) کي شامل کړي دي ابي ليست برياليو ساتونکو چارو ښکارندويي دي او دهغو پروژو په هڅولو کي دي چي کارونه به يي په برياليتوب سره تر سره شي . هغه غوره پرمختيا چي دنورو هيوادونو لپاره وړانديز شوي ،دسور ليست ژوند بڼي سره ګروپ بندي کوي دغه کار په ورته طبيعي استو ګنځايو نو کي تر سره کيږي څوهغوي يو له بل سره تنظيم شي .

د وحشي ژوو اهميت سمول

وحشي ژوي هغه با ارزښته شتمني ده چي خلکو ته له څو پلوه ارزښت لري د دوي ژوند په مستقيم ډول په ځنګلونو او څړ ځايونو پوري تړلي ده ځيني ژوي د خوراکي توکو مهم سرچينه بلل کيږي لکه غوښه او شيدي او ځيني نور بيا د بڼکو ،غاښونو ،پوستکو او ښکرونو له امله ډير صادراتي او اقتصادي ارښت لري او د دي ترڅنک نور ارزښتونه هم لري 1. يو شمير وحشي ژوي د اهلي د نسل د اصلاح کولو لپاره غوره بلل کيږي . 2. وحشي ژوي د غذايي زنځير غوره کړي ده چي د هغو په زيانمنيدو سره د طبيعت تعادل او توازن ته ژيان رسيږي. 3. وحشي ژوي او د هغو د ژوند چاپيريال د تفريحي ارزښت درلودونکي ده مثال په ډول په يو هيواد د توريزم او لپاره د ګټي ښه سرچينه ګڼل کيږي دا اسانه ده چي د کورنيو حيواناتو ارزښت وپيژندل شي بلکي د وحشي ډولونو ارزښت څنګه اندازه کوو.دلته دا څلور کټګورياني دي چرته چي د وحشي ډولونه د حيواناتو او نباتات د انسانانو د موجوديت لباره ګټوري دي د دغو ساحو پيژندل به د وجشي ژوند او د هغي د مديريت د اهميت په اړه پوهه رامنځ ته کړي ،

د وحشي ژوند اقتصادي اهميت: سمول

پخوا په اقتصادي لحاظ د وحشي نباتاتو او حيواناتو څخه د غذا او جامو د منبع په توګه ګټه اخيستل کيده ،په انفرادي ډول او يا شرکتونو به د حيواناتو غوښي د غذا او د څرمنو څخه به يي د کاليو په حيث استفاده کوله وني په يي پروسس کولي او د سرپناه په ډول به يي استعمالولي د وخت په تيريدو سره د وحشي حيواناتو د غذا او جامو استعمال کم شو او ورځ تر بله اقتصادي ګټي د وحشي ژوو د بدلون په حال کي دي. د وحشي ژوو ښکار او کب نيونه د اقتصادي عوايدو دوه لويي سرچيني دي او د وحشي نوعو په صنعت کي د نغدو پيسو توليد کوي، پت لرونکي پوستکي د وحشي نوعو يو بل اقتصادي استعمال ده .او همدارنګه حشرات او مرغان په ګرده افشاني کي مهم رول لري چي ډيري نباتات بغير د ګرده افشاني څخه د توليد توان نه لري ، د وحشي نباتاتو څخه ربړ ،کاغذ او چارتراش او ځيني فرعي محصولات لکه رنګونه ، غوړ او فايبر ترلاسه کيږي.

د وحشي ژوو طبي ارزښت: سمول

د نړۍ ۸۰٪ نفوس لپاره وحشي نباتات طبي منبعه حيثيت لري، د سرطان ضد درمل چي (Rosy periwinkle) څخه ترلاسه کيږي دغه نبات په ماداګادسکار کي په سخت ځنګلونو کي پيدا کيږي د پاڼو څخه يي د (lymphocytic leukemia) او د (Hodgkin’s) چي سرطاني ناروغي دي په تداوۍ کس استفاده کوي چي د دغو دوه ډولو درملو کلني عايد په امريکا کي (۱۶۰ )ميلونه ډالره ده.نن ورخ د (۲۵۰۰۰۰) پيژندل شوو نباتاتو څخه يي له (۵۰۰۰) ځخه ساينسپوهان کولي شي طبي ګټه پورته کړي.

زينتي ارزښت: سمول

وحشي نباتات او حيوانات زينتي ارزښت هم لري چي په ليدلو سره يي انسان خوښ او حيرانه کيږي،خلک ډير حيرانه کيږي او خوند اخلي کله چي جيوانات او نباتات د هغوي په طبعي اوسيدنځاي کي وګوري.چي اکثره زينتي ارزښت د تفريح لپاره وي ، وحشي سياحت د اکټوريزم په نوم هم ياديږي او د صنعت په ډول يي وده کړي ده چي په امريکا ورڅخه (۳۰) ميلونه ډالر عايد ترلاسه کيږي ،اټکل کيږي  چي ۵۰ ٪ امريکايان او ۸۰٪ کانډايان د مرغانو ليدلو کي برخه اخلي.

ايکالوژيکي ارزښت: سمول

ايکالوژي د ژوندانه د ټولو شيانو اړيکه ده د هغوي د محيط سره ټول ژوندي موجودات چي په عين وخت کي ژوند کوي په سيمه کي يو ژوندۍ ټولنه جوړوي په ټولنه کي هر ژوندي موجود د نورو ژونديو موجوداتو پوري تړاو لري،چي له همدي کبله د يو وحشي ژوي ساتل د بل لپاره ډير مهم ده، په ايکو سيستم د يوي سرچيني کارول په بله د تاثير سبب ګرځي د ځنګلونو څخه د ونو وهل د ځنګل د حيواناتو د اغيزمنيدو سبب ګرځي د حشراتو په کميدو سره په ګرده افشانۍ کي کموالي راځي ، چي زيات نباتات د بغير د ګرده افشاني څخه د توليد توان نه لري چي نتيجه کي د حيواني ټولني د غذايي رژيم د کموالي سبب ګرځي چي دغه مثالونه په وحشي ژوند کي د حيواناتو او نباتاتو په يو بل باندي اغيزي دي

د واورين پړانګ پيژندنه سمول

واورين پړانګ د نړۍ نادر او ډير حيراوونکي حيوان ده، چي خلک يي په اړه ډير لږ پوهيږي په عمومي ډول سره ډير شرمناک او ډير تيرايستونکي حيوان ده او په سختي سره ليدل کيږي.چي زيات هغه کليوال خلک چي په غرونو کي لرګي ټولوي او يا رمي څړوي ورسره مخامخ کيږي،د دښتو په نسبت پاڼونه ،کمرونه او ډ غونډيو لړي غوره ګڼي چي د ۶۰۰۰ متره لوړوالي کي خوښ وي او ژوند کوي.چي په ژمي کي ټيټو ارتفاعاتو ته راښکته کيږي چي د اسيا په جنوب او مرکزي برخو کي په لوړو ارتفاعاتو کي ويشل شوي ده او نړي په لويو غرونو کي په دولسو هيوادونو کي په دوه ميليون کيلو متره مربع ساحه کي ويشل شوي دي. چي ځيني وختونه يي د پښو خاپونه په ۱۹۰۰۰ فټه ارتفاع کي هم ليدل کيږي چي دا عموما په نيپال ،پاکستان ،بوتان،تبت،منګوليا ،قزاقستان،هند او افغانستانکي د اوسيدو ساحي ډيري سختي دي له ګړنګونو سره علاقه لري تيګي لرونکی ميلان ښوخوي. څيړونکي اټکل کوي چي په تيرو ۱۶ کلنو کي نفوس تقريبا ۲۰٪ کم شوي ده چي په ۲۰۰۳ کال کي يي نفوس ۴۰۸۰ څخه تر ۶۵۰۰ ښودل شوي وو خو په ۲۰۱۶ کال کي نفوس ۴۶۷۸ څخه تر ۸۷۴۵ پوري اټکل شوي ده.


خو ډاکتر شالر وويل ، چي دغه شميرني يوازي وحشي اټکلونه دي، چي ترټولو لوي شمير يي په چين او تبت منګوليا او قرغزستان کي شتون لري په منګوليا کي له ۸۰۰ حخه تر ۱۷۰۰ پوري اټکل کيږي .واورين پړانګ عادي ده او د نورو ډولونو په څير تيري کوونکي بڼه نه لري دوي له خپلو کورونو او ښځينه جنسونو څخه ساتنه کوي ، څيړونکي فکر کوي چي دوي د ښکار په موجوديت باندي متکي کيږي او ځاي غوره کوي په هغو ساحو کي چي څار او ښکار ډير وي د دوي د اوسيدو ساحه تنګه وي او کورونه يي کم وي چي تقريبا د( ۳۰ -۶۵ ) په اندازه ده . او هغه ساحي چي څار او ښکار يي کم وي د دوي د اوسيدو ساحه پراخه او کورونه يي ډير وي چي شايد د 1000 څخه هم ډيره وي .په حلقه يي ډول د خپل د اوسيدو ساحي شا اوخوا ګرځي او ځيني نښي نښاني هم له ځانه پريږدي تر څو د نورو دوي ته ورته حيواناتو ساحي ته د داخيليدو څخه مخنيوي وکړي، دغه پيشوګان په قطاري شکل سره سفرونه کوي خپل شااوخوا نظر اچوي او وروسته د ځان لپاره د خوب او استراحت ځايونه ټاکي. کولي شي د خپلو ساحو څخه اوږدي فاصلي او پړاوونه په ډير کم وخت کي طي کړي چي په يوه شپه کي کولاي شي د ۲۷ ميله خلاصي صحرا څخه تير شي. Kingdom Animalia Phylum Chordata Class Mammalia Order Carnivora Suborder Feliformia Family Felidae Genus Panthera Species Panthera uncial Scientific Classification


د وارورين پړانګ ځانګرتياوي سمول

په عمومي ډول سره د (۶۵-۵۵) سانتي متره لوړوالي او (۹۰-۱۱۵) سانتي متره اوږدوالي لري ، لکۍ يي (۸۰ -۱۰۵) سانتي متره پوري اوږده ده په بشپړ ډول سره يي د خپل د اوسيدو ځاي سره توافق کړي ده اوږده نوکان يي په واورو کي له ښوييدلو څخه ژغوري چي دغه اوږده نوکان يا خپړ يي د طبعي واورينو بوټونو په څير دي. منډلي جسامت ، پت لرونکي غليظ پوست او لنډ غوږونه د حيوان په تود ساتلو کي مرسته کوي، پوزه يي لنډه او سوري لږ څه پراخه دي چي د هوا په تودولو کي مرسته کوي مخکي له دي چي سږو ته ورسيږي مخکيني اندامونه يي لنډ او وروستني يي اوږده وي چي په ټوپ وهلو کي ورسره مرسته کي کولي شي لس متره چي ۳۰ فوټه کيږي ټوپ ووهي.او د خپل وړين پوست سره چي د تياره داغونواو ګلانو لرونکي ده ډير خوشحاله ښکاري، چي دغه پت لرونکي پوست يي د سختي يخنۍ سره په ښه شکل سره توافق کړی ده ،اوږده لکۍ يي د توازن په ساتلو کي مرسته کوي ،صاف او غليظ پت لرونکي پوست يي په ژمي کي اضافه وده کوي تر څو حيوان ورسره ګرم وي په ژمي کي چي دغه وړي يي ګڼي وي او ويښتان هم لري چي تقريبا له ( ۱۲ – ۱۵) سانتي متره پوري اوږدوالي لري، سترګي ژيږبخوني شني وي او يا ايره رنګه وي ورسک يي لنډ وي او تندي يي پراخه وي ، وزن يي د (۵۵ـ ۲۲) کيلو کرام پوري وي.

د ژوند دوران سمول

د يو ځاي کيدلو وخت يي د جنوري او د مارچ د مياشتو ترمنځ وي چي دغه وخت کي ښځينه او نارينه جنسونه يي يو ځاي ګرځي چي ښځينه جنس يي له (۹۳- ۱۱۰ ) ورځو پوري حامله وي چي په دغه وخت کي ښځينه جنس د ځان ښوندي ساتلو لپاره په يو ښوندي ځاي کي د بچو د زيږون پوري پاتي کيږي ، چي د جون او جولاي په مياشتو کي بچي زيږوي او مور يي د نوو زيږيدلو څارنه او پالنه کوي، کوچني بچي يي په چټګي سره وده کوي کله چي وزيږيږي کوچني او کمزوري وي او تر ۷ ورځو پوري نه شي کولي چي سترګي خلاصي کړي او دوه مياشتي وروسته د سختو غذاګانو د خوړلو قدرت ترلاسه کوي ، په دري مياشتني کي د مور ځيني عاتونه تعقيبوي او مهم عادتونه زده کوي لکه ښکار او د (۲۲-۱۸ ) مياشتو ورورسته له خپلي مور څخه جدا کيږي چي ښځينه جنس يي په (۲ـ۳) پوري بيا د نسل د توليد جوګه کيږي او نارينه يي په ۴ کلني کي ،د ۲۲ کلنو لپاره ژوندي پاتي کيږي دا ژوند په ځنګل کي ډير سخت ده نو ژوند يي د (۱۰ -۱۲ ) پوري اټکل شوي ده،

هبيتات او ايکوسيستم سمول

واورين پړانګ د منخني اسيا په هيوادونو کي ژوند کوي په داسي حال کي چي د استوګني ساحه يي ۲ ميلونه کيلو متره مربع اټکي شوي ده ، چي د اوسيدو ساحه يي په دغو دولس هيوادونو کي د ساتني لپاره ډيره موثره ده ځکه چي په دغو هيوادونو کي د غرونو ټولي سيمي دي حيوان لپاره ۶۰ ٪ جوړوي،چي د هماليا په غرونو کي تقريبا أه ۳۰۰۰ متره حخه تر ۵۴۰۰ متره ارتفاعاتو پيدا کيږيو په داسي حال کي چي منګوليا او روسيه کي په ټيټو ارتفاغاتو تقريبا ۱۰۰۰ مترو پوري پيدا کيږي، چي اکثر په لوړو او ژورو ، سوړ اقليم او د غرونو په ګړنګ وزمه ځايونو کي چي شرب او واښو وده کړي وي شکيدلو ځمکو او درو کي ژوند کي. چي دغه د اوسيدو ځاي د دوي لپاره يو ښه پوخ وړاندي کوي چي دوي سره د ښکار په نيولو کي هم مرسته کوي.

هغه شپږ ځانګړني چي واورين پړانګ دخپل اوسيدنځای سره په ښه شکل توافق کړی ده. سمول

1. د پزی پراخه سوری چی د تنفس په وخت کی د غرونه سړه هوا مخکی سګو ته له رسيدو څخه ګرموی . 2. خړ وړين پوست د تياره ګل لرونکو خيالی داغونوسره حيوان ته يو غولوونکی شکل ورکوی او دنس په برخه کی دغه پوست وړۍ تقريبا ۱۲ سانتی متره اوږدوالی لری چی د نس برخه ګرمه ساتی . 3. پنډه او اوږده لکۍ د بيلانس په ساتلو کی ومرسته کوی کله چی د نريو لارو څخه تيريږی ،او د خوب په وخت کی د لمني په شان له ځان راتاووی . 4. پاخه عضلاتی سينه حيوان ته اجازه ورکوی چی ژوزه ساه واخلی او اکسيجن ذخيره کړی چی په لوړو ارتفاعاتو ته په ختلو کی مرسته کوی. 5. اوږدی وروستۍ پښي او لنډي مخکينی پښی د ټوپ وهلو کی مرسته کوی چی تر ۹ متره پوری کولی شی ټوپ ووهي. 6. پراځه وړي لرونکی منګولی د واورين بوټانو په شان عمل کوی ،چی حيوان سره په واورو کی ګرځيدلو کی مرسته کی . د خوريدا ساحه يي واورين پړانګ د بايکال له جهيل د لويديځ څخه د سايبريا جنوب پوري او په روسيه کي دAltai غرونه او په قزاقستان ، قرغزستان،بوتان ،پاکستان ،افغانستان ،قراقرم،د پاميرغرونه،هماليااونيپال کي خواره شوي دي.چي په اټکلي ډول کم ترکمه ۹۰۰۰۰ کيلومتره مربع ساحه يي کشمير او جمو ده چي په احتمالي ډول سره په هند کي په ۲۵ ساتل شوو ساحو کي تقريبا ۲۰۰ـ۶۰۰ پوري نفوس يي اوسيږي. د پسرلي په موسم کي په لوړو ارتفاعاتو کي اوسيږي او د ژمي په موسم کي ځنګلونو او ټيتو ارتفاعاتو ته راښکته کيږي،


د واورين پړانګ عادت او چلند سمول

واورين پړانګ شرمناکه خواص لري ، په سباوون او ماښام کي ډير فعال وي چي ساينسپوهان دي فعاليت ته (Crepuscular Activity Pattern) وايي ،په دوامداره ډول د خپل اوسيدو د ساحي ښاوخوا ګزمي وهي چي کولي شي کيلو مترونه فاصلي په لنډ وخت کي طي کړي، چي ځيني وختونه يي نارينه د ښځينه سره يوځاي وليدل شي يا ښخينه يي د خپلو بچو سره وليدل شي. دوي ځيني نښي نښاني له ځانه پريږدي چي نارينه يي ښځينه او ښځينه يي نارينه پيدا کړي لکه: ځيني پاتي شوني يا د وروستيو پښو ځاپونه او يا هم بولي کوي د تيږو پرمخ تر څو د يوځاي کيدو ساحي او موقعتونه په نښه کړي. دوي د نورو پړانګانو په څير غړمبيلو توان نه لري د خپلي فزيالوژي مطابق اواز نه شي کولي د مرۍ څخه يي يو بل غير تيريکوونکي اواز (چف) په نوم جوړيږي. د انسان په خلاف تيري کوونکي نه ده چي تر او سه يي د انسان په خلاف د حملي کومه کره پيښه نه ده ثبت شوي خو امکان لري چي د خوړو په وخت کي چي پريشانه او غوصه وي د دفاع لپاره هڅه وکړي. دعموما ارام او عادي چلند لري ، دا يواځيني حيوان ده چي يوازي مستيدني په وخت کي له خپل بل جنس سره يوځاي کيږي. واورين پړانګ فشار ، ميو، چف ، غوريدنه او ژړا په څير اوازونه هم کولي شي بلکي ِړمبار نه شي کولي چي علت يي د دوي د ستوني د جوړښت ده. د هغوي د مرۍ څخه د يو غير اشغالي اواز د چف په نوم راوزي د (Siamese cat) په څير انګولا ناري وهي، کله چي د څه بوي پري ولګيږي نو انګولا کوي ډير هغه څه چي د دوي په اړه پيژندل شوي دي د نورو حيواناتو جذبول دي چي په ځانګړو حرکاتو سره يي کولاي شي، واورين پړانګ تل په حرکت کي وي د شپي په بيلا بيلو ځايونو کي خوبونه کوي ، مازديګر ناوخته او سهار وختي ډير فعال وي ځکه د دوي طبعي جوړښت داسي جوړ شوي ده چي دغه وخت کي يي ليدل لږ څه ستونزمن وي نو ښکار په اساني سره کوي، په ګړنګونو کي د قطارونو په شان تګ ښوښوي ،په چټکي سره حرکت کوي پراخه خاپړي لري او په خاپړو کي وړۍ هم لري چي دغه وړۍ د ګرم ساتلو ترڅنګ په ښکار کي هم ومرسته کوي ،د نسل پالني عادتونه يي نور حيواناتو سره ورته وي چي کولاي شي ۴ او هو ۵ بچي وزيږوي خو عموما ۱ او هم ۲ وي.

ښکار او غذايي رژيم سمول

واورين پړانک غوښه خوړونکي حيوان ده چي د ښکار په کولو کي ډير فعال ده او يو له موقع نه ګټه اخيستونکي ښکاري ده خوسا شوي خواړه هم خوري د خپل وزن څخه (۲-۴) چنده غټ حيوان وژلي شي، اکثرا هماليايي (blue Sheep) (Tohr) مارخور (Argali) او اوښ يي خوراک ده ، غټو حيواناتو ښکار ته ډيره ترجيح ورکوي چي وزن يي د (۳۶-۷۵) کيلو ګرام پوري وي، د غاړي په چيچلو سره خپل ښکار وژني او د خوړلو څخه مخکي يي يو محفوظ ځاي ته انتقالوي د ښکار ټولو برخو د خوړلو توان لري او شايد چي د دوو هفتو لپاره ي هم وساتي، د ډيرو حيواناتو د وژلو وړتيا لري د دي ترڅنګ د نباتاتو د ځينو برخو څخه هم تعذيه کوي ، غذايي رژيم يي د اوسيدو د ساحي او وخت په اساس مختلف ده زيات وخت په ښکار باندي متقي وي يعني هرڅه چي په لاس ورغلل ترلاسه ښکار کوي يي، دوي په کراري سره خوراک کوي عموما له ( ۳-۴) ورځي نيسي ترڅو ښکار شوي حيوان وخوري دغه وخت په جريان کي د ښکار شوي حيوان سره نژدي پاتيږي او خپله غذا له ټولوونکو کاغانو او نورو حيواناتو څخه ساتي په هرو څو ساعتونو کي خوراک کوي ترڅو ځپل ښکار خلاص کړي په منځني ډول هرو (۸-۱۰ ورځو کي يو غټ حيوان ښکار کوي.

په هماليا کي زياتي اندازي سره هماليايي (Blue Sheep) او (Siberian Ibex) او قراقرم کي (Siberian Ibex) او ( Thorold’s Deer ) او منګوليا کي د اهميت وړ غذا ( Siberian Ibex ,Argali, Thorold’s deer) کله چي انساني ټولني سره په جنګ شي نو په کورنيو حيواناتو په ښکار هم لاس پوري کوي چي په منګوليا کي چي وحشي ښکار کم شي او انسان سره يي متقابل عمل عام شي نو تقريبا ۲۰٪ کورني پسونه د دوي د غذا برابروي ،

واورين پړانګ پروړاندی خطرونه سمول

په افغانستان کي واورين پړانګ ته لوي خطر انساني خنډونه دي ،د ښکار په شمول د غذايي رژيم کميدل او د کورنۍ حيواناتو ټکر ده هم په پام کي نيول شوي دي، او څو نو علتونه د وړين پوست او د بدن نوري برخي يي په مارکيټونو کي د پام وړ اندازه پيسو باندي پلورل کيږي ، په (۱۹۷۹) م کي روډينروک اټکل کوي چي په افغاني مارکيټونو کي هر کال له (۵۰ـ۸۰) پوري پوستکي يي توليد شوي وو ، اوسني ګرځندويان وايي چي وړۍ (Fur) مارکيټ يي کابل په ګوته کوي او لاتراوسه يي وړين پوستکي پکي پيدا کوي . او کوټونه يي شايد د (۱۰۰۰-۵۰۰) ډالر پوري ارزښت ولري دا هغه علتونه دي چي د دوي د ښکار او تهديد سبب ګرځي . د ژمي په موسم کي کله چي په غرونو کي د خوراک لپاره څه نه پيدا کيږي نو په کورنيو حيواناتو حملي کوي او تالا کوي يي چي د محلي ټولنو لپاره يو اقتصادي ضربه ده چي محلي خلک هم د دوي په مقابل کي غبرګون ښيي دا هم د دوي لپاره يو خطر بلل کيږي ،د واخان په دهليز کي په يو کال کي د وحشي ژوو مړينه په سلو کي (۱۱٪) واورين پړانګ تشکيلوي او ۸۹٪ نو وحشي ژوي جوړوي، د دوي د ښکار د نسلونو کميدل يو بل لوي ګواښ ده .

انسانانی جنګونه هم  د دوی لپاره يو ستر ګواښ ده  په ۱۹۷۰ کال د امو د سيند په ډيری برخو د Ibex   ، مارخور او يورال  لپاره ښی ساحی وی  ځو اوسنی سروی ښيی  چی د اوسيدو د ځای او ځنګلونو له منځه تلل د دوی او د دوی د ښکار په نوعو کی کموالي راغلی ده. چی 

ځينی ستر ګواښونه سمول

په لاندی ډول دي. • د اوسيدنځای تخريب • د اوسيدنځای ټوټه کيدنه • د ښکار د نوعو يی غیر قانونی ښکار کول • په مستقيم ډول وژل او لمنځه وړل • د انساني نفوس ډيريدل او غربت • د ساتلو لپار يی د هغی بچی نيول • جنګونه او نور فوځی فعاليتونه • د پاليسيو جوړوونکو ترمنځ د همغږۍ نه شتون • اقليمي تغيرات

د خطر د کمولو لاری چاری سمول

1. د واورين پړانګ د اوسيدنځای ساتل او د ښکار د نوعو ساتل چی د ا په اتومات ډول د نورو وحشي ډولونو د ساتلو سبب هم ګرځی. 2. د واورين پړانګ او د هغوی د نورو نوعو په اړه د علمی څيړنو زياتوالی. 3. د واورين پړانګ په مهمو ځايونو کی د څړ او څړ ځايونو اداره کول. 4. په غرونو کی د چاپيريال د ذده کړو او عامه پوهاوی ترسره کول. چی داکولی شي د واورين پړانګ په وړاندی د خلکو منفی احساس کم کړی . 5. د سمييز پوهاوی لوړونه د واورين پړانګ د وضيعت ، ويش، چاپيريال او چلند په اړه ، د سمييزو ټولنو د ظرفيت لوړونه د واورين پړانګ د خوړونکو نوعو په اړه تر ځو ښه اداره يی وشی. 6. د چاپيريال د قانون پلي کول. 7. د واورين پړانګ د خوړونکو نوعو د ښکار کنټرول. 8. د ځايي ټولنو لپاره د طبعي سرچينو د مديريت له لاری د کار فرصتونه رامنځ ته کول کوم چی په اتوماتيک ډول د واورين پړانګ او د هغه د ښکار د نوعو د ويجاړولو او د لمنځه وړلو کچه راکمی . 9. داسی پروژو په لاره اچول چی په خپل خان متقی ټولنی وروزو ، چی داړ کولی شی د بديل په توګه عمل وکړی د طبعی زيرمو د استعمال په مقابل کی کوم چی د واورين پړانګ د اوسيدو ځاي کی وجود لری ،

د واورين پړانګ د ساتنه او اداره سمول

د چاپيريال ساتنی ملی اداره له ۲۰۰۶ کال څخه په افغانستان کی د واورين پړانګ د ساتنی برخه کی فعاليتونه ترسره کوی چی دغه فعاليتړنه عبارت دی له پاليسی او قانون،سرحدونو کنټرول،څړنيز فعاليتونه،د وحشی ژوو د سوداګری څارنه ، د ټولنی ښکيلتيا او د ټولنيز او حکومتی جوړښتونو رامنځ ته کول دی ،د افغانستان په شمال واخان کی د ۶۵ ځنګل ساتونکو ټولنو روزل او ګمارل او چاپيريال ساتنی پروګرامونه جوړول د ټولنی ظرفيت لوړول له هغه فعاليتونو څخه دی چی د واورين پړانګ د ساتنی په موخه اچول شوی دی د افغانستان د جمهوری رياست فرمان دی چی د استوګنځای ورانول ،قاچاق ،د وحشي ژوو غيرقانونی تجارت او د واورين پړانګ د تخريب او زيانمنيدا مخه ونيسی کوم چي اوس د افغانستان د ساتل ښوو نوعو په ليست کی دی او د تعليمي پروګرامونو او رسنيو له لاری افغان ملی پوليسو او سرحدی پوليسو لپاره اعلان شوی دی

پاليسی او قانون سمول

د وارين پړانګ لپاره پاليسی جوړول مشکله ده د چاپيريال ساتنی ملی اداره اوس په دی باندی کار کوی چی د لوی پامير وحشی ژوی وژغوری او وساتی ،چی تقريبا ۵۷۶۶۴ هکتاره ده چی اوس تقريبا ۲۴۸۵۱ هکتاره د پوښښ لاندی ده آو همدارنګه د واخان هم د کنټرول لاندی ده تر څو د واورين پړانګ او نورو وحشی ژوو ساتنه پکي وشی .

په سرحدونو کی د انتقال په برخه کی فعاليتونه: د افغانستان دولت په ۲۰۰۶ کی ( Urumqi) په کنفرانس کی ګډون وکړ کوم چی د دری نورو ګاونډيو هيوادونو پاکستان ، چين او تاجکستان هم شامل وو ،چی د تاران د سرحد په ټاکلو کی کی سره موافق شول که څه هم د دوی ترمنځ کوم رسمی تړون نه دی لاسليک شوی چی په دی کی د افغانستان د واخان دهليز هم شامل وو، د دی په تعقيب په دغه برخه کی يو بل کنفرانس په ۲۰۰۶ کال په دوشنبه کی داير شو،د چاپيريال ساتنی ملی اداره په فعال ډول سره کوشش کوی په هغه هيوادونو کی چی واورين پړانګ وجود لری او د اوسيدو ځای يی شته امر ورته کوی چی د هغوی ساتنه وکړی او د خطر څخه يی خوندی کړی،

د ټولنی ښکيلتيا: واورين پړانګ د واخان په دهليز کی د رينجر د پروګرامونو له لاری په مستقيم ډول ساتل کيږی أه ۲۰۰۸ کال څخه ۵۶ ټولنيز رنجرونه او ۱۰ دولتي رنجرونه ګمارل شوی چی په دوامداره ډول د واورين پړانګ او نورو وحشی ژوو ساتنه کوی چی دغه رنجرونه د محلی ټولن څخه استخدام شوی دی په هغو ساحو کی چی مقرر شوی دی په ومقرر ډول وګزمی کوی ،د چاپيريال ساتنی ملی اداری د واخان په ۱۵ ښونځيو کی د (WCAاو WPA) په مرسته د چاپيريال ساتنی پروګرامونه په لاره اچولی دی چی د واورين پړانګ په ساتنه باندی ټينکار کوی ، د تحقيق فعاليتونه: د چاپيريال ساتنی ملی اداره او د وحشی ژوو د ساتنی ټولنه ډیری سرويګانی ترسره کړی دی تر څو دواورين پړانګ د عادتونو ، د ژوند د وران ،د ښکار د نوعو او اووسيدنځای په اړه معلومات ترلاسه شی و ښه نونه يی په ۲۰۱۲ کال کی په پامير کی يو سروي ترسره شوه چی د واورين پړانګ د ښکار ډولو نو سروی شول لکه يورال پسونه . Ibex او ماکوپولو پسونه. د واورين پړانګ په اړه څيړنه کول د ساتنی د ننګونو په کمولو کی مرسته کوی .د واورين پړانګ د اوسنی حالت د اوسيدنځای او نفوس نقشه کول اقتصادی ارزښت ټاکی ،او ساينسی تحقيق قوی کوی ، د وحشی ژوو د ساتنی سوداګری: په بازارونو کی د وحشی ژوو د محصولاتو څارنه او کنټرول او همدارنګه په سرحدونو کی د هغی کنټرول تر ټولو مهم ده ، د هغوی غير قانونی سوداګری څخه مخنيو ی وشی تر څو د هغوی خونديتوب شی ،هغه وحشی ژوی چی کم پيداکيدونکی وی او يا د انقراص د حالت سره مخ وی بايد په نړواله کچه د هغوی د توليداتو څارنه وشی ،

سرچینې سمول

١• تڼيوال ، محمد ظريف، (۱۳۸۹هـ ش). دافغانستان عمومي جغرافيه. دمومند خپرندويه ټولنې تخنيکي څانګه کابل. ٢• ځلاند ، وسيم الله ،(۱۳۹۲هـ ش). د وحشي ژوند ليکچر نوټ .سيد جمال الدين افغاني پوهنتون.دکرنې پوهنځي. 3• Akbar, Ghulam & Anwar Maqsood . (2011). Wildlif of Western Himalayan Region of Pakistan. Instant print System . Islamabad. 4• Mammal Survey Report .(2007). Status of mammals in Wakhan Corridor, Afghanistan . wildlife Conservation Society . Accessed: 17.01.2013,18:34(6:34pm) 5. Islamic Republic of Afghanistan. NSLEP.Year,2014-2020,pages 10-14. B 6. Mongolia .NSLEP. Year,2014-2021, pages 105,107-109.