واندا جندر

جندر، جندر وانډه د دېره اسماعيل خان ولسوالۍ یو کلی دی. په دغه کلي کې مروت پښتانه اوسېږي. دا یو ووړ کلی دی. د پوهې کچه د دغه کلي ډېره ټيټه ده. یوازې د بنیادي زدکړو دوه درې ښونځي پکې شتون لري. د دغه ځای خلک له ډېرو بنیادي هوساینو له نشتوالي سره مخ دي. د کلي په منځ کې مشهور ځای تړه ده. دا یوه ستره کنده ده جې باراني اوبو لپاره د ډنډ په توګه کارول کېږي. دا اوبه خلک څښلو او نورو اړتیاوو لپاره کاروي.