والنشیا د والنشیا دخپلواکې ټولنې مرکز دی چې په هسپانیا کې دریمه درجه د ډیرو وګړو لرونکی ښار دی چې ۷۹۱.۴۱۳ وګړې پکې ژوند کوي. دا دهغه ولایت مرکز هم دی چې په همدې نامه یادیږي.  د دې ولایت پراخه ښاري سیمه ځانته نژدې ښارونه لري چې ۱.۶ میلیونه وګړي لري چې د مدیترانې د سمندر اروپایي اړخ ته خورا لویه ښاري سیمه بلل کیږي. والنشیا  دتوریا Turia ( په هسپانیا کې یو سیند دی) د سیند په غاړه د ایبرین Iberian Peninsula شبه جزیری په ختیځه څنډه د آلبوفرا Albufera د جهیل شمال ته په والنسیا په خلیج کې پروت دي. [۱][۲][۳]

والنشیا د روم د مستعمرې په توګه په ۱۳۸ م ز کې جوړ کړای شو. اسلامي واکمنۍ او کلتورمننې په ۸ میلادې پېړۍ کې دواړو یو ځاي د اوبو لګولو نوي سیستمونو او زراعتي محصولاتو پېژندنه وهڅوله. په ۱۲۳۸ ز کال کې د اراګونیس Aragonese عیسوي سوبه پېښه وه نو له همدې امله دا ځای د والنشیا سلطنت مرکز شو. د دې ښار وګړي په ۱۵ میلادي پېړۍ کې ډیر شول او د نورې لیبریني شبه جزیرې، ايټالوي بندرونو او د مدیترانې د سمندر له نورو سیمو سره تجارت پیل کړ او د پېړۍ په پای کې ستر اروپایي ښار شو. دا ځای د اتلنتیک د سمندر د پورته کېدو چې په مدیترانه کې یې نړېوالې سودا ګري زیانمنه کړه او هغې نا امنې له امله چې د بربري Barbary سمندري غلا څخه را منځته شوې وه د دې ښار اقتصاد فعالیت په ۱۶ پېړۍ کې په ۱۶۰۹ ز کال کې د  موریسکوس خلکو د شړلو په مهال یو بحران تجربه کړ. په ۱۸ پېړۍ کې دا ښار د ورېښمو د تولید عمده مرکز وګرځېد. دا ښار د هسپانېې د کورنۍ جګړې په مهال له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۷ پورې د هسپانوي حکومت یو تصادفي ناستځای شو.  

ددې ښار بندر د  اروپا  او مدیتراني د سمندر پنځم خورا بوخت کانتنري بندر دی. دا ښار د نړیوال کېدو او د نړۍ د ښارونو د څېړنې شبکې له خوا د ګاما د کچې درجه لرونکی ښار وپېژندل شو. د دې ښار تاریخې مرکز په هسپانیا کې یو له لویو مرکزوبلل کېږي چې په اټکلي ډول ۱۶۹ هکتاره یا ۴۲۰ جریبه ځمکه یې نیولې ده. د اوږده تاریخ له امله چې دا ښار یې لري، والنشیا ګڼ شمېر نمانځنې او عرفونه لري لکه د فالس Falles ( یو مذهبي نمانځنه ده) چې د  یونسکو له خوا په هسپانیا کې دتوریستانو دعلاقې وړ ملي جشنونو او نه لاس وهل شوو فرهنګي میراثونو په توګه اعلان شول. توریست جان ریبوJoan Ribó د کامپرومیس څخه له  ۲۰۱۵ ز کال را دېخوا دې ښار ښاروال پاتې شوی دی. [۴][۵][۶]

نوم سمول

د دې ښار لاتین نوم والینتیا و چې معنی یې ځواک یا زړه ورتوب دی چې دا نوم  له یوې جګړې وروسته درومیانو له خوا د پخوانیو رومي پوځیانو د زړه ورتوب د تصدیق کولو یو رسم بلل کېده.  رومي تاریخپوه لیوي Livy تشرېح ورکوي چې له زیږ د مخه په ۲ پېړۍ کې د والینشیا بنسټ ايښودنه د رومې عسکرو د مېشت کېدو له امله وه چې د ویریاتس Viriatus ( د لویستانیانو مشر چې د روم د سترواکۍ د خپریدو په وړاندې یې مقاومت کاوه) د لوستانیانی Lusitanian یاغیانو په وړاندې د لویستانیاني جګړې  په دریم یرغل کې جنګېدل. [۷]

دهسپانیا د مسلمان سلظنت د واکنۍ په مهال ، دې ښارته د کلمې په کلمې ژباړې له مخې  د مدینه الطرب چې معنی د خوښۍ ښاردی  لقب او دا چې داښار د سیند په غاړه پروت و نو د د مدینه التراب یا د ریګ د ښارلقب ورکړل شو. دا روښانه نه ده چې د بالانسیا نوم د ټول نوم Balansiyy نوم د والنشیا طایفې ( د موري طایفې سلطنت په هسپانیا کې) ټول سلطنت ته ورکړل شو که یواځې ښار ته. د غږ د تدریجی بدلونونو له امله د Valentiaپه Valencia [baˈlenθja] اوښتې، (د تلفظ  په وخت کې دریدونکی حالت یا هغه حالت چې د تلفظ زور په پوزه راځي). د  Valencian ( والنشین) کلمه کې e په شد سره ادا کیږي او  è د /e/ په مقابل کې /ɛ/  کې ښیي خو د València د دې قاعدې یوه استثنا ده è د/e/ په ډول تلفظ کیږي. د "València"  املاء د AVL د ( والنشیا د ژبو اکادمي) د یوه رسم په توګه تر بحث وروسته منظوره شوه او د "València"   له ۲۰۱۷ ز کال څخه را په دېخوا د دې ښار يواځينی نوم پاتې شوی دی. [۸][۹]       

جغرافیه سمول

موقعیت سمول

د ایبرین شبه جزیرې په غاړه، د مدیترانې د بحر سهیل ته او د والنشیا خلیج ته مخامخ ته والنشیا د توریا د سیند Turia River ښکتنۍ برخه کې په یو سیلابي دښته کې چې د خورا حاصل خېزو خړود راټولېدو له امله جوړه شوې پرته ده او له بحرڅخه ۶.۴ کیلومتره ( ۴ میله) لرې د توریا د سیند په جزیره باندې موقعیت لري.  [۱۰]

د البوفرا Albufera جهیل چې د طبعي ښار سویل ته په ۱۲ کیلومترې ( ۷ میل) کې پروت دی او د ښاروالۍ یوه برخه ده په اصل کې د تروو اوبو یو جهیل و خو له بحر څخه د نښلتوب له جلا کېدو دا جهیل د تازه اوبو په جهیل واووښت او زیاتېدونکي ډول کوچنی شو. د دې له چاپېر یال څخه د شولو د نیالګیو او وریجو کرلو اوکبانو د ښکار لپاره ګټه اخیستل کیږي [۱۱]

د ښار شورا ۱۹۱۱ کې د هسپانیا له پاچا دا خلیج د۱.۰۷۲.۹۸۰ پیستاس په بدل کې وپېره او نن ورځ د البوفرا طبیعي ذخېرې یوه برخه ده چې پراخوالی یې ۲۱.۱۲۰ هکتاره یا ۵۲.۲۰۰ جریبه ده. په ۱۹۷۶ ز کال کې دا ځای د کلتوري، تاریخي او ایکولیجیکي ارزښت درلودلو له امله یو طبیعي پارک اعلان شو.  [۱۲]

ولانشیا سمول

ولانشیا د مدیترانې اقلیم (Köppen: Csa) لرونکی ښار دی چې ژمي یې نرم اودوبي يې وچ اوسوځند وي. د Siegmund/Frankenberg د اقلیم د طبقه بندۍ له مخې، والنشیا یو نسبي ګرم اقلیم لري. اعظمي حد ورښتونه په منې کې وي ، دا د کال له هغه وخت سره برابر ده چې د سختوبارانونودورې په لوړه ارتفاع کې دفشار ټیټ سیستمونه چې د مدیتراني په لویديځې څنډې کې معمول دي اغیزمنوی د خو بیا هم په دې ښار کې د ورښتونو کلنی تغیر د پام وړده.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په دې ښار کې د ورځې له مخې د تودوخې منځنۍ کچه ۱۸.۳ سلسیوس( ۶۴.۹ فارنهایت) او په شپه کې ۱۳.۸ سلسیوس ( ۵۶.۸ فارنهایت درجې) ده. د جنورۍ په میاشت کې چې خورا سړه مياشت ده په عمومي توګه د ورځې له مخې د تودوخې لوړه کچه د ۱۴ تر ۲۰ سلسیوس درجې   ( ۵۷ تر ۶۸ فارنهایت )، او د تودوخې ټيټه کچه د شپې له مخې ۵ تر ۱۰ سلسیوس درجې( ۴۱ تر ۵۰ فارنهایت ) درجې ده. په خورا تودو میاشتو جولای او اګست کې د ورځې له مخې د تودوخې لوړه کچه په عمومي توګه ۲۸ تر ۳۲ سلسیوس (۸۲ تر ۹۰فارنهایت درجې وي او په شپه کې ۲۱ تر ۲۳ سلسیوس ( ۷۰ تر ۷۳ فارنهایت درجې وي). د مارچ میاشت بیا د اقلیم د تغیر میاشت ده او د تودوخې کچه ډېری وخت له ۲۰ سلسیوس (۶۸ فارنهایت درجې ) څخه ډیريږي چې د ورځې له مخې د تودخې منځنۍ کچه ۱۹.۳ سلسیوس( ۶۶.۷ فارنهایت درجې وي) او په شپه کې ۱۰ سلسیوس ( ۵۰ فارنهایت درجې) وي. دسمبر، جنوري اوفبروري په دې ښارکې خورا سړې میاشتې دي چې په ورځ کې د تودوخې منځنۍ کچه ۱۷ سلسیوس ( ۶۳ فارنهایت درجې) او د شپې له مخې ۸ سلسیوس ( ۴۸ فارنهایت) درجې وي. د واورې اوریدل په دې ښار کې نهایتا کم دي او د ۱۹۶۰ ز کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۱ په ځمکه د واورې غونډېډل خوار نوې پېښه ده.  [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Acadèmia Valenciana de la Llengua. "Els gentilicis valencians" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. World Urban Areas Archived 3 May 2018 at the Wayback Machine. – Demographia, 04.2018
  3. Áreas urbanas +50, Ministerio de Fomento de España Archived 26 August 2014 at the Wayback Machine..
  4. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Districte 1. Ciutat Vella" (PDF). Oficina d'Estadística. Ajuntament de València (په كتالونیه و هسپانوي ژبه کي). 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 5 اپریل 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 16 فبروري 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2010 باندې). Listado de Fiestas de Interés Turístico de La Comunitat Valenciana Declaradas Por La Conselleria de Turisme.[مړه لينکونه]
  7. A. E. Astin (1989). The Cambridge Ancient History. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 140. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-23448-1. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Agustí Galbis (19 June 2009). "La ciutat de Valencia i El nom de "Madinat al-Turab"". Del Sit a Jaume I "Bloc en els artículs d'Agustí Galbis (په كتالونیه ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Generalitat Valenciana (14 February 2017). "DECRET 16/2017, de 10 de febrer, del Consell, pel qual s'aprova el canvi de denominació del municipi de Valencia per la forma exclusiva en valencià de València. [2017/1189]" (PDF) (په كتالونیه و هسپانوي ژبه کي). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Puncel Chornet 1999.
  11. Clemente Meoro 2008، ص. 1.
  12. Francisco de P. Momblanch y Gonzálbez (1960). Historia de la Albufera de Valencia. Excmo. Anuntamiento. د کتاب پاڼې 301. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788484840701. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pérez Cueva, Alejandro J. (1994). Conselleria de Vivienda, Obras Públicas y Vertebración del Territorio (المحرر). Atlas climático de la Comunidad Valenciana: 1961-1990 (الطبعة 1ª). Valencia: Generalitat Valenciana. د کتاب پاڼې 205. OCLC 807093628. د کتاب نړيواله کره شمېره 84-482-0310-0. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Guía resumida del clima en España (1981-2010)". Agencia Estatal de Meteorología (په هسپانوي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kottek, M.; Grieser, J.; Beck, C.; Rudolf, B.; Rubel, F. (10 July 2006). "World Map of the Köppen-Geiger climate classification updated". Meteorol. Z. 15 (3): 259–263. Bibcode:2006MetZe..15..259K. doi:10.1127/0941-2948/2006/0130. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mapa topográfico de España del Instituto Geográfico Nacional". مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Die Klimatypen der Erde Archived 14 November 2021 at the Wayback Machine. - Pädagogische Hochschule in Heidelberg
  18. "La gota fría: dónde, cuándo y cómo se produce". Nueva Tribuna. 13 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Rivera, Antonio (20 January 2012). "El clima de Valencia". Las Provincias. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Se cumplen 60 años de la última nevada en València". La Vanguardia. 11 January 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "L'efecte Foehn, fogony o "ponentà"" (په كتالونیه ژبه کي). VilMeteo (Meteo Villarreal). 5 February 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "València: València - Valores extremos absolutos - Selector - Agencia Estatal de Meteorología - AEMET. Gobierno de España" (په هسپانوي ژبه کي). AEMET. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)