هېپارخوس (په یوناني ژبه: Ἵππαρχος, Hipparkhos; ، له میلاد نه مخکې د ۱۹۰ کال نه تر ۱۲۰ کال پورې) یو یوناني ستورپوه، جغرافیه پوه او ریاضي پوه و. هغه د مثلثاتو بنسټګر ګڼل کېږي، خو د شپې او روځې د کره اعتدال د کشف له امله شهرت لري. هېپارخوس د بیتیانا په نیکایا کې زیږېدلی و او ښایي د یونان په روډس ټاپو کې مړ شوی وي. هغه د ۱۶۲ او ۱۲۷ کلونو مخکې له میلاد نه د فعال ستورپوه په توګه شهرت درلود.  [۲][۳][۴]

هېپارخوس
(پخوانۍ يوناني: Ίππαρχος)
(لاطینی: Hipparchus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېپارخوس
هېپارخوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (پخوانۍ يوناني: Ἵππαρχος د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۰۱۹۰ ق.م
مړینه کال 120 ق م   د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) يوناني لهجه [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ستورپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هېپارخوس د لرغونی زمانې د ستور څېړنې تر ټولو برلاسې څېره د ځینو له انده د لرغونی زمانې تر ټولو ستر ستورپوه ګڼل کېږي. هغه لومړنی کس و چې د لمر او سپوږمۍ د حرکت لپاره یې دقیق او عددي ماډلونه لا تر اوسه پاتې دي. ښايي د دې لپاره نوموړي له مشاهداتو او شاید له ریاضي تخنیکونو څخه کار اخیستی وی چې د پېړیو په اوږدو کې د بابلیانو او د آتن د میتون (پنځمه پېړۍ مخکې له میلاد نه)، تیموخاریس، اریستیلوس، د ساموس اریستارخوس، او ایراتوستینس له خوا راټول شوي. [۵][۶][۷]

نوموړي مثلثات پراخ کړ او د مثلثاتو جدولونه یې جوړ کړل، او هغه د کروی مثلثاتو زیاتې پوښتنې حل کړې. هغه په خپل مثلثات او لمریزو او قمري تیوریو سره، نوموړی ښایي لومړی کس وي چې د کسوف (لمر نیونې) د وړاندوینې لپاره د باوري میتود وړاندې کړل.  

د نوموړي په نورو مشهورو لاسته راوړنو کې د ځمکې د حرکت کشف او سنجش، په لوېدیځه نړۍ کې د ستورو د لومړی جامع کتلاګ (نوملړ) تالیف، اوښایي د اسطرلاب (ستوری موندونکی) اختراع، همدارنګه د اسطرلاب کره چې هغه د ډېرو ستورو د کتلاګ د جوړولو په وخت کې کارولی. زیاتره هېپارخوس ته د "د ستورپوهنې پلار" هم ویل کېږي، چې هغه ته دا لقب لومړی د ژان بابټیسټ جوزف ډیلامبر له لوري ورکړل شو. [۸][۹][۱۰]

ژوند او کار سمول

هېپارخوس د بیتینیا په نیکایا (په یوناني ژبه: Νίκαια) کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د ژوند کره نیټې یې ناڅرګنده دي، خو بطلیموس هغه ته د ۱۴۷ څخه ۱۲۷ کلونه مخکې له میلاد نه د ستورپوهنې مشاهدات اړوند ګني او د دې ځینې یې په روډس کې ترسره شوي چې د ۱۶۲ کال مخکې له میلاد نه پخواني مشاهدې ښایي د هغه له خوا ترسره شوې وي. د هغه د زیږون نیټه (شاوخوا ۱۹۰ مخکې له میلاد نه) د ډیلامبر له خو د اثارو د شواهد پر بنسټ محاسبه شوی دی.

هېپارخوس باید له میلاد نه مخکې له ۱۲۷ کال وروسته یو څه وخت ژوند کړی وي ځکه چې نوموړي د هغه کال څخه خپل مشاهدات تحلیل او خپاره کړل. هېپارخوس د اسکندریه او بابل څخه معلومات ترلاسه کړل، خو دا نه ده څرګنده چې کله یا په ریښتیا هم هغه له دې ځایونو څخه لیدنه کړې ده. داسې انګېرل کېږي چې د روډس په ټاپو کې مړ شوی وي، چې په هغه ځای کې نوموړي د خپل وروستي ژوند ډېره برخه تېره کړې ده.

په بیتینیا کې په دویمه او دریمه پېړۍ کې، د هغه په ویاړ سکې جوړې شوې چې د هغه نوم پې لیکل شوی و  لري او هغه له یوې کرې سره ښیي.  [۱۱]

د هېپارخوس مستقیم کار نسبتاً لږ تر عصري زمانې پورې پاتې دی. که څه هم هغه لږ تر لږه څوارلس کتابونه لیکلي، یوازې د اراتوس د ستورپوهنې د مشهور شعر په اړه د هغه تبصره د وروستیو نقل کونکو له خوا ساتل شوې ده. ډېری هغه څه چې د هېپارخوس په اړه پېژندل شوي د لومړۍ پېړۍ د سترابو له جغرافیې او د پیلني له طبیعي تاریخ، د بطلیموس د دویمې پېړۍ له المجسطي؛ او په څلورمه پېړۍ کې د نوموړي په اړه نورې سرچینې چې د اسکندریې د پاپس او تیون له خوا د المجسطي په اړه د هغوی تبصرې دي، څخه لاس ته راځي.[۱۲]

هېپارخوس لومړی کس و چې د هیلیوسینتریک (لمر مرکز په توګه) نظام یې محاسبه یې کړ، خو هغه خپل کار پرېښود ځکه چې د هغه وخت د ساینس له خوا په بشپړ دایروي لازمي ګڼل کیده. که څه هم د هېپارخوس هم عصرو، د سیلیوکیا سیلیوکس، د هېلیوسینتریک ماډل پلوی پاتې شو، د هېپارخوس د هییلو سینتریزم رد د ارسطو د نظریاتو له خوا ملاتړ شو او نږدې ۲۰۰۰ کاله برلاسی نظر پاتې شو تر هغه چې د کوپرنیک هیلیوسنتریزم د بحث موضوع شوه. [۱۳]

د هېپارخوس یوازینی پاتې  شوی اثر Τῶν Ἀράτου καὶ Εὐδόξου φαινομένων ἐξήγησις  ("د ادوکوس او اراتوس د پدېدو په اړه تبصره") دی. دا د ایدوکسوس د اثر پر بنسټ د اراتوس د مشهور شعر په اړه په دوه جلدو کتابونو کې یوه ډېره نیوکه کونکې تبصره ده. هېپارخوس د خپلو لویو اثارو یو لیست هم ترتیب کړی چې ظاهرا یې د څوارلس کتابونو یادونه کړې ده، خو دا یوازې د وروستیو لیکوالانو د سرچینو پر بنسټ پېژندل شوي. د هغه مشهور د ستورو کتلاګ د بطلیموس له لوري په خپل کتلاګ کې مدغم شوی و او ښایي د بطلیموس د ستورو له عرض البلد څخه د دوه او دوه پر دریمې درجې تفریق سره تقریبا په بشپړ ډول بېرته ترتیب شوی وي. ظاهراً لومړی مثلثاتي جدول د هېپارخوس له خوا ترتیب شوی، چې له امله یې اوس د "مثلثات پلار" ګڼل کېږي. [۱۴]

بابلي سرچینې سمول

د یونان پخواني ستورپوهانو او ریاضي پوهانو تر یوې کچې د بابل د ستورپوهنې تر اغېز لاندې وو، د بېلګې په توګه د میتونیک دوران او ساروس دوران دوراني اړیکې ښایي د بابلي سرچینو څخه اخیستل شوي وي ("د بابل ستورپوهنې کتابونه" وګورئ). داسې بریښي چې هېپارخوس لومړنی کس و چې د بابل د ستورپوهنې له پوهې او تخنیکونو یې په سیستماتیک ډول ګټه پورته کړه. په څلورمه پېړۍ کې ایودوکسوس او په دریمه پېړۍ کې تیموخاریس او اریستیلوس له وړاندې په د لمر مدار د ۳۶۰ برخو (درجو، یوناني: موریرا) په ۶۰ قوسي دقیقو و ثانیو وېشلی و او هېپارخوس دې دود ته دوام ورکړ. دا یوازې د هېپارخوس په وخت کې و (-دوهمه پېړۍ) چې دا وېش د ټولو ریاضیکي دروانونو لپاره (شاید د هېپارخوس د هم عصر هایپسیکلس له خوا) معرفي شو. برعکس، ایراتوستینس (دریمه پېړۍ) یو ساده ۶۰ درجه سیسټم وکارو چې یوه دایره یې په ۶۰ برخو ووېشله. هېپارخوس د بابلي ستورپوهنې کیوبېت (cubit) واحد (په اکادي ژبه کې ammatu، په یوناني ژبه کې πῆχυς pēchys) هم وکارو  چې د ۲ درجې، یا ۲.۵ درجې (لوی کیوبېت) و.  [۱۵][۱۶]

ښایي هېپارخوس د بابل د ستورپوهنې د مشاهداتو نوملړ ترتیب کړی وي. ، د ستورپوهنې یو تاریخپوه، جې. جې تومر وایي چې په المجسطي کې د کسوف/خسوف اسناد او د نورو بابلي مشاهدات په اړه د بطلیموس پوهه د هېپارخوس په لاس د ترتیب لیست اخیستل شوې ده. د بابلي سرچینو څخه د هېپارخوس استفاده، د بطلیموس د نظریاتو له امله، تل په عمومي ډول پېژندل شوي، خو د هېپارچوس یوازینی پاتې شوی متن پوره معلومات نه وړاندې کوي تر څو پرېکړه وکړو چې آیا د هېپارخوس پوهه (لکه کیوبېت او ګوتو کارول، درجې او دقیقې، یا د ساعت ستورو اند) د بابلیانو د کړنو پر بنسټ ولاړه او کنه. خو فرانز ژاویر کوګلر په ډاکه کړه چې د تقارن (د ستورو نږدې والی) او د لمر څخه د واټن دورې چې بطلیموس یې هېپارخوس ته اړوند ګني لا دمخه د بابل په نجومي جدولونو کې کارول شوي وو، په ځانګړې توګه د هغو متنونو ټولګه چې نن ورځ د " System B " په نوم یادېږي (چې کله ناکله کډیننو ته منسوب ګڼل کېږي). [۱۷][۱۸]

د هېپارخوس د قمري مدار دوره (۵۴۵۸ میاشتې = د تقاطع د نقطو ۵۹۲۳ دروې) هم څو ځله د بابل په اسنادو کې څرګند شوي دي. خو یوازینی دا ډول تابلو چې په واضح ډول تاریخ لري، د هېپارخوس څخه وروسته دی، نو د لېږد سمت د ټابلوګانو په واسیله نه ټاکل کېږي. [۱۹]

د د هېپارخوس د اعتدال قمري حرکت چې د قمري څلور فرضیو په وسیله نشي حل کېدای، کله ناکله د هغه د لمر څخه د وآټن حرکت د تشریح کولو لپاره وړاندیز کېږي. هغه حل چې دقیق ۵۹۲۳/۵۴۵۸ تناسب یې را منځ ته کړی د زیاتره تاریخ پوهانو له خوا رد شوی که څه هم هغه د دې ډول نسبتونو د تشخیص لپاره یوازینی لرغونی تصدیق شوی میتود کاروي، او دا په اتومات ډول د تناسب څلور عددي صورت او مخرج وړاندې کوي. هېپارخوس په پیل کې (المجسطي ۶.۹) د ۱۴۱ کال مخکې له میلاد نه خپل کسوف/خسوف  د ۷۲۰ کال مخکې له میلاد نه د بابلي کسوف/خسوف سره وکارو ترڅو د ۷۱۶۰ د تقارن میاشتو = د ۷۷۷۰ د اعتدال میاشتو لږ دقیق تناسب ومومي، هغه په ساده ډول په ۱۰ د تقسیم له لارې ۷۷۷ = ۷۱۶ لاس ته راوړ. (هغه د ۳۴۵ کلنو د دورې له تناسب څخه ۴۲۶۷ تقارن میاشتې = ۴۵۷۳ د اعتدال میاشتې وموندله او هغه یې په ۱۷ تقسیم کړ ترڅو ۲۵۱ تقارن میاشتې = ۲۶۹ د اعتدال میاشتې معیاري تناسب ترلاسه کړي. که چېرې هغه اعتدال د دې تحقیقاتو لپاره د اوږد مهاله اساس په لټه کې وي نو کولای یې شو د ۱۴۱ کال (مخکې له میلاد نه) ورته خپل کسوف/خسوف د ۱۲۴۵ کال (مخکې له میلاد نه) د سپوږمي ختو د بابل کسوف/خسوف سره وکاروي، چې د ۱۳۶۴۵ تقارن میاشتې = ۲/۱+۱۴۸۸۰۷ د اعتدال میاشتې ≈ ۲/۱+۱۴۶۲۶ تعادل میاشتې یو انتروال دی. په ۲/۵ له تقسیم وروسته په کره توګه ۵۴۵۸ تقارن میاشتې = ۵۹۳۵ لاس ته راځي. که څه هم دا پخپله د حیرانتیا خبره نه ده، ښکاره اصلي نیوکه دا ده چې وختي کسوف/خسوف نه دی تایید شوی، او په دې اړه هېڅ اجماع نشته چې آیا د بابلیانو مشاهدې په دومره لرې وخت کې ثبت شوې او کنه. که څه هم د هېپارخوس جدولونه په رسمي ډول یوازې ۷۴۷ کال مخکې له میلاد ته رسېدل، یعنې د هغه له دورې څخه ۶۰۰ کاله وړاندې، جدولونه د کسوف/خسوف له مسئلې مخکې وړاندې وختونو کې غوره وو ځکه لکه څنګه چې پدې وروستیو کې لیدل شوي، د پخوا په پرتله د هغوی کارول په راتلونکي کې ستونزمن نه دي. [۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۴ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  2. C. M. Linton (2004). From Eudoxus to Einstein: a history of mathematical astronomy. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-82750-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. G J Toomer's chapter "Ptolemy and his Greek Predecessors" in "Astronomy before the Telescope", British Museum Press, 1996, p. 81.
  4. Stephen C. McCluskey (2000). Astronomies and cultures in early medieval Europe. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-77852-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Emma Willard, Astronography, Or, Astronomical Geography, with the Use of Globes: Arranged Either for Simultaneous Reading and Study in Classes, Or for Study in the Common Method, pp 246
  6. Denison Olmsted, Outlines of a Course of Lectures on Meteorology and Astronomy, pp 22
  7. Jones, Alexander Raymond (2017). Hipparchus. Encyclopedia Britannica, Inc. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Popular Astronomy, Simon Newcomb, pp 5
  9. University of Toronto Quarterly, Volumes 1-3, pp 50
  10. Histoire de l'astronomie ancienne, Jean Baptiste Joseph Delambre, Volume 1, p lxi; "Hipparque, le vrai père de l'Astronomie"/"Hipparchus, the true father of Astronomy"
  11. "Ancient coinage of Bithynia". snible.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. G. J. Toomer, "Hipparchus" (1978); and A. Jones, "Hipparchus."
  13. "Hipparchus of Nicea". World History Encyclopedia. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Modern edition: Karl Manitius (In Arati et Eudoxi Phaenomena, Leipzig, 1894).
  15. For more information see G. J. Toomer, "Hipparchus and Babylonian astronomy."
  16. Bowen A.C., Goldstein B.R. "The Introduction of Dated Observations and Precise Measurement in Greek Astronomy" Archive for History of Exact Sciences Vol. 43, No. 2 (1991) pp. 104"
  17. Hoffmann, Susanne M. (2017), Hoffmann, Susanne M. (المحرر), "Befunde", Hipparchs Himmelsglobus: Ein Bindeglied in der babylonisch-griechischen Astrometrie? (په الماني ژبه کي), Wiesbaden: Springer Fachmedien, د کتاب پاڼي 661–696, doi:10.1007/978-3-658-18683-8_6, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-658-18683-8, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Franz Xaver Kugler, Die Babylonische Mondrechnung ("The Babylonian lunar computation"), Freiburg im Breisgau, 1900.
  19. Aaboe, Asger (1955), "On the Babylonian origin of some Hipparchian parameters", Centaurus, 4 (2): 122–125, Bibcode:1955Cent....4..122A, doi:10.1111/j.1600-0498.1955.tb00619.x الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). On p. 124, Aaboe identifies the Hipparchian equation 5458 syn. mo. = 5923 drac. mo. with the equation of 1,30,58 syn. mo. = 1,38,43 drac. mo. (written in sexagesimal) which he cites to p. 73 of Neugebauer's Astronomical Cuneiform Texts, London 1955.
  20. Pro & con arguments are given at DIO volume 11 number 1 Archived 26 April 2015 at the Wayback Machine. article 3 sections C & D.
  21. See demonstration Archived 2 April 2015 at the Wayback Machine. of reverse use of Hipparchus's table for the eclipse of 1245 BCE.