هېواد وېبپاڼه

د هېواد وېبپاڼه په لومړي ځل کال ۲۰۰۰م زېږدي کې د انټرنټ په مټ په لیکه شوه . دغه پاڼه د سويډن له هېواده خپرېږي . پاڼه په پښتو او انگرېزي لیکنې خپروي ، تر څنگ ېې ويډيويي توکي هم لري .

د پاڼې بنسټگر سمول

د هېواد پاڼې بنسټ ايښودونکي درې افغان زده کړيالان دي . دغه درې زده کړيالان ښاغلی هېواد شېرزاد ، ښاغلی هارون وردگ ، او ښاغلی ننگيالی اباسين نومېږي . درېواړه په سويډن کې استوگنه لري .