بیاټریکس پوټر

(له هیلین بیاټریکس پوټر نه مخ گرځېدلی)

هیلین بیاټریکس پوټر (زېږون د ۱۸۶۶ کال د جولای ۲۸- مړینه د ۱۹۴۳ کال د ډیسمبر ۲۲) یوه انګریزه لیکواله، انځورګره، د طبیعي علومو عالمه او د ژوندانه د چاپېریال یوه ساتونکې وه. هغه له څارویو سره د خپلو ماشومانه کتابونو له امله ډېره مشهوره ده، لکه د پیټر سوی (Peter Rabbit) په نوم داستان، کوم چې په ۱۹۰۲ کال کې د هغې د لومړني سوداګریز اثر په توګه خپور شو. د هغې کتابونه په تېره بیا ۲۳ داستانونه (23 Tales) یې ۲۵۰ میلیونه کاپي پلورل شوي دي. پوټر چې یوه متشبثه وه د کرکټر په سوداګرۍ کې تر ټولو مخکښه وه. په ۱۹۰۳ کال کې پیټر سوی لومړنی داستانی کرکټر و چې د انحصاري حق لرونکي نانڅکي په توګه جوړ شو، چې په دې سره دا تر ټولو زوړ جواز لرونکی کرکټر وګرځېده.[۱][۲][۳][۴][۵]

پوټر چې په یوه لوړه-منځني-کلاس کورنۍ کې زېږیدلې وه، د حاکمې ښځې له خوا یې زده کړه تر لاسه کړه او له نورو ماشومانو څخه په بېله توګه سره را لویه شوه. هغې بې شمېره اهلي څاروي درلودل او رخصتۍ به یې په سکاټلنډ او د لیک په ولسوالۍ کې تېرولې او له منظرو، بوټو او څارویو سره به یې مېنه کوله او هغه یې ټول له نږدې لیدل او نقاشي به یې ایستلي. د پوټر مطالعه او د قارچونو نقاشي کول د دې لامل شو چې د قارچ په پېژندنه کې د هغې پراخ درناوی وشي. پوټر په دیرش کلنۍ کې د ماشومانو لپاره خپل تر ټولو زیات مشهور کتاب «د پیټر د سوی داستان» په خپله چاپ کړ. له هغه وروسته، نوموړې خپل ټول وخت د ماشومانو د کتابونو پر لیکلو او انځورګري باندې تېر کړ.

پوټر څه باندې ۶۰ کتابونه ولیکل، چې تر ټولو مشهور یې د ماشومانو ۲۳ داستانونه دي. له کتابونو څخه د تر لاسه شوي عاید او هغه میراث نه چې له خپلې یوې ترور څخه يې تر لاسه کړل، پوټر په ۱۹۰۵ کال کې د لیک په ولسوالۍ کې ساوري ته نږدې د هیل ټاپ فارم وپېره. په را وروستیو لسیزو کې، هغې نور فارمونه هم واخیستل تر څو وکولای شي د همدې غونډیو خپله بېسارې منظره خوندي وساتي. په ۱۹۱۳ کال کې چې هغه ۴۷ کلنه وه، له یوه معتبر سیمه ییز وکیل، ویلیام هیلیز سره یې واده وکړ چې په هاکس هیډ کې یې دفتر درلود. پوټر همداشان د هیرډویک پسونو یو روزونکی او یوه مرفه بزګر و چې د ځمکې له ساتنې سره یې زیاته لېوالتیا درلوده او په دې برخه کې یې جایزه هم ګټلې وه. هغې لیکلو او انځورګري ته ادامه ورکړه او د بریتانوي ناشر وارن لپاره یې تر هغه وخته پورې د خپلو ماشومانو د کتابونو له مخې فرعي توکي طراحي کول تر څو چې د ځمکې د مدیریت دندو  او د هغې د سترګو د لید کمزورتیا د دې لامل شوه چې نور له دې کار څخه لاس په سر شي.[۶]

پوټر د ۱۹۴۳ کال د ډیسمبر په ۲۲ نېټه د سینه بغل او زړه ناروغۍ له امله ساوري ته نږدې په خپل کور کې په ۷۷ کلنۍ کې ومړه، چې خپل ټول ملکیت یې ملي صندوق ته پرېښود. هغه د زیاترو هغو ځمکو په ساتنې سره چې اوس مهال د لیک ولسوالۍ ملي پارک جوړوي، اعتبار لري. د پوټر کتابونه په زیاترو ژبو سره په ټوله نړۍ کې پلورل کېږي او د هغې داستانونه په سندرو، فلمونو، باله (یو ډول نڅا) او انیمیشنونو کې ویل کېږي او د هغې ژوند په دوو فلمونو او یوه تلویزیوني سریال کې انځور شوی دی.

بیوګرافي

سمول

د ژوند لومړي کلونه

سمول

د پوټر کورنۍ له دواړو خواوو د مانچسټر له سیمې څخه وه. هغوی د انګریزانو له یوموټي کوونکو له ډلې وو چې د پروټسټان له ډلو سره مخالف، په ۱۹مه پېړۍ کې په انګلستان کې د پراخ اغېز لرونکي او د خدای (ج) وحدانیت یې مانه او د تثلیث ډوکتورین یې رداوه، پورې تړلې وه. د پوټر پلرنی نیکه، ایډمونډ پوټر، چې د ډیربي شایر د ګلوسوپ و په انګلستان کې د کالیکو د چاپ د اثارو تر ټولو ستر څښتن و چې وروسته یې د مجلس د استازي په توګه هم خدمت وکړ.[۷][۸][۹]

د پوټر پلار، روپرټ ویلیام پوټر (۱۸۳۲-۱۹۱۴)، د یوموټي کوونکي فیلسوف جیمز مارتینیو له خوا د مانچیسټر په کالج کې ورزول شو. هغه وروسته بیا په لندن کې د مدافع وکیل په توګه زده کړې وکړي. روپرټ د وکالت په کار کې لګیا و، چې د حقونو د تساوي او قباله لیکلو په برخه کې یې تخصص درلود. هغه له هیلن لیچ (۱۸۳۹- ۱۹۳۲) سره د ۱۸۶۳ کال د اګسټ په ۸ مه نېټه د هایډ یونټارین چپل په ګي کراس کې واده وکړ. هیلن د جاني اشټون (۱۸۰۶ – ۱۸۸۴) او جان لیچ لور وه، چې د سټالبریج یوه بډایه د پنبې سوداګر او د کښتۍ جوړونکی و. د هیلن لومړي د تره زامن خور او ورور هریټ لوپټون (د اشټون کورنۍ نوم) او ټوماس اشټون وو، چې د هایډ لومړنی بارون اشټون و. د ۲۰۱۴ کال په جولای کې رپوټ ورکړل شو چې پوټر په شخصي توګه یو شمېر نقاشي شوي انځورونه په خپل لاس د ارټور او هریټ لوپټون دوو لورانو ته ورکړي دي، چې دا دواړه د هم د بیاتریکس پوټر او د ولز د شهزادګۍ کاترین د تره لوراني وي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د پوټر والدینو د لندن د ویسټ بروپټون د ۲ بولټون په باغونو کې راحت ژوند وکړ، چېرې چې هیلن بیاتریکس د ۱۸۶۶ کال د جولای ۲۸مه نړۍ ته سترګې وغوړولې او د هغې ورور والټر بیرټرام د ۱۸۷۲ کال د مارچ په ۱۴مه وزېږیده. دا کور د نازي المان د هوايي بمباریو له امله ونړیده. د بوسفیلډ لومړنی ښوونځی اوس په هغه ځای کې جوړ شوی چې یو وخت هلته دا کور پرې ودان و. د ښوونځي د ودانۍ پر دیوال باندې شین رنګه لوحه کې لیکل شوي چې دا ځای د پوټر پخوانی کور و. دواړه والدین یې له هنري اړخه ښه استعداد لرونکي وو، او روپرټ بیا یو ماهر اماتور عکاس و. روپرټ د ونډو په بازار کې پانګوونه کړې وه او د ۱۸۹۰ کال په لومړۍ لسیزه کې ډېر بډایه و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

بیاتریکس پوټر د دریو حاکمه ښځو له خوا روزل شوې وه، چې وروستۍ یې اني موري (د کارټر کورنۍ نوم) و، چې یوازې دری کاله له پوټر څخه مشره او پوتر ته به یې په جرمني ژبه تدریس ورکاوه او همداشان به یې له یوې ښځې سره د ملګرې په توګه عمل کاوه. هغه او پوټر د ژوند په اوږدو کې له یوه بل سره ملګرې پاتې شوي او د اني اتو زامنو د پوتر زیاتره انځوریز لیکونه هم تر لاسه کړي و. همدا اني وه چې وړاندیز یې وکړ چې کېدای شي دا لیکونه د ماشومانو لپاره ښه کتابونه واوسي.[۱۹][۲۰]

هغې او د هغې ځوان ورور والټر بیرترام (۱۸۷۲ – ۱۹۱۸) د خپلې پراخې کورنۍ نه بهر له څو ملګرو سره را لوی شول. د هغوی والدین هنري خلک و، له طبیعت سره یې لېوالتیا درلوده او د هېواد له څنډو به یې خوند اخیست. د ماشومانو په توګه، پوټر او بیرترام بې شمېره کوچني څاروي د اهلي څارویو په توګه درلودل چې له نږدې به یې لیدنه کوله او زیاتره به یې د هغوی رسامۍ ایستلې. د هغوی د ښوونځي په ټولګۍ کې، پوټر او بیرترام ډول ډول اهلي څاروي لکه موږک، سوی، هیج هاګ او څو دانې څمڅلکي د نناګیو او نورو حشراتو له کلکسیون سره یو ځای ساتل او د هغوی به یې رسامي کوله او په اړه به یې مطالعه کوله. پوټر د وړو څارویو پالنې ته خپل وخت ورکړی و، چې زیاتره به یې هغوی له خپل ځان سره په اوږدو رخصتیو کې وړل. د هغې د ژوندانه د لومړۍ پنځلس کلنۍ دورې پر مهال، پوټر د دوبي رخصتۍ په ډالګویس کې تېرولې، چې د سکاټلنډ د پیرت شایر په ټای سیند سیمه کې یوه ملکیت و. هلته هغې داسې یوه سیمه ترسیم او کشف کړه چې د هغې تخیل او مشاهده یې تغذیه کوله. د هغې لومړنی طراحي شوی کتاب له همغو رخصتیو څخه دی چې د هغې په ۸ کلنۍ یعنې ۱۸۷۵ کې کېښل شوی او اوس هم د لندن د ویکټوریا او البرټ موزیم کې شته چې د هغوی له خوا ډیجیټلي شوی هم دی. پوټر او د هغې ورور په هېواد کې زیاته ازادي درلوده او همدا دواړه ماشومان د طبیعي تاریخ ماهره زده کوونکي شول. په ۱۸۸۲ کال کې، کله چې ډالګویس نور په لاسرسي کې نه و، نو پوټر خپله لومړۍ دوبنۍ رخصتي د لیک وینډرمیر ته نږدې د ورای کاسټل کې په لیک ولسوالۍ کې تېره کړه. پوټر دلته له هارډویک راونزلي سره وکتل چې د ورای مرستیال و او بیا وروسته د ملي خیریه بنسټ (National Trust) بنسټ اېښودونکی منشي شو، چې د ښار له څنډو او له کلیوالي ژوند سره د هغه لېوالتیا د پوټر لپاره الهام بښونکې شوه او د هغې پر ژوند یې تلپاتې اغېزه وښندله.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

سمول
  1. "Free online Dictionary of English Pronunciation – How to Pronounce English words". howjsay.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. . Leap Into the Surprising, Art-Filled Life of Beatrix Potter in a New Exhibition. Smithsonian.
  3. . Introducing Beatrix Potter. V&A Museum
  4. . How Beatrix Potter Invented Character Merchandising. Smithsonian.
  5. . Peter Rabbit blazed a trail still well trod. The Times.
  6. (په 22 April 2002 باندې). Peter Rabbit Turns 100. Publishers Weekly.
  7. Lear 2007, p. 10
  8. Lear 2007, p. 9
  9. Lear 2007, pp. 10–14
  10. (په 22 July 2014 باندې). Mandrake-The Duchess of Cambridge is related to Potter, who once gave the Middleton family her own original hand-painted illustrations.
  11. Taylor, Judy (1996). "Beatrix Potter – Artist, Storyteller". Frederick Warne. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ جنوري ۲۰۱۴. لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. (په 21 July 2014 باندې). Cumbria author Beatrix Potter link to Prince George revealed.
  13. Lear 2007, pp. 13–24
  14. "Beatrix Potter's London". Londonist.com. 26 January 2016. خونديځ د اصلي څخه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lear 2007, p. 21
  16. Lear 2007, pp. 35–36
  17. Rupert Potter was a member of the Photographic Society, later Royal Photographic Society from 1869 until 1912. Information from Michael Pritchard, Director-General / www.rps.org Archived 2 April 2014 at the Wayback Machine., 13 May 2014.
  18. Lear 2007, p. 19. Rupert came into his father's estate over the course of several years, 1884, 1891 and 1905. The Potters were comfortable but they did not live exclusively on inherited wealth; Lane, (1946) The Tale of Beatrix Potter 1946, p. 1
  19. Lear 2007, p. 55
  20. Lear 2007, p. 142; Lane, 1978, The Magic Years of Potter Potter. Lane depicts Potter's childhood as much more restricted than either or Potter's two later biographers. Taylor, Beatrix Potter: Artist Story Teller, Ch 1.; Lear, 2007, pp. 25–48; Beatrix Potter, The Journal of Beatrix Potter: From 1881–1897.
  21. Lear 2007, p. 31, pp. 37–44, p. 458nn15
  22. Judy Taylor, Joyce Irene Whalley, Anne Stevenson Hobbs and Elizabeth Battrick, (1987) Beatrix Potter, 1866–1943: The Artist and Her World, pp.9–17, 35–48; Lear, pp. 25–48.
  23. Lear 2007, pp. 26–8, 51
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lear 2007, pp. 51–2
  26. Potter, The Journal, 1885–1897
  27. Lear 2007, pp. 52–3