هیلینا ګټریج
هیلینا ګټریج (8 اپریل ۱۸۷۹ – 1 اکتوبر 1960) یوه ښځمنپاله، د ښځو د رایې ورکولو پلوې، د سوداګريزې اتحاديې غړې او د کاناډا د برتانوي کولمبيا په وانکوور کې د ښاري حکومت لومړنۍ ښځینه غړې وه. هیلینا په برتانوي کولمبیا کې په داسې وخت کې د ښځو د حقوقو لپاره غږ پورته کونکې مخکښې په توګه پېژندل کېده، کله چې لا جنسيتي برابري لا په يو ټولنيز خوځښت او بحث نه و بدل شوی.[۱]
هیلینا د ویکټورین انګلستان د لندن په «باټريسي» کې زیږدلې، او د ګټریج کورنۍ دويمه لور وه. په څوارلس کلنۍ کې، د ټولنیز طبقاتي وېش او جنسيتي توپيري چلند له امله نورو زده کړو ته د هیلینا د لاس رسي مخه ونیول شوه. د زده کړو تر لاسه کولو په موخه هيلینا په همدې کال کې کور پریښود او په تدریجی توګه یې له کورنۍ سره اړیکه له لاسه ورکړه. له 1893 څخه تر 1911ز کال پورې، نوموړې په داسې حال کې چې په لندن کې يې د خياطې په توګه کار کاوه، تر څو خپل ځآن وپالي او د زده کړو لپاره پيسې پيدا کړي، هيلينيا په انګلستان کې د ښځو رايې حق په خوځښت کې په فعال ډول ښکېله وه. نوموړې د ښځو ټولنیز او سیاسي ګوند (WSPU) سره یو ځای شوه، کوم خوځښت چې هغې ته پراخه سیاسی تجربه او مهارت ورکړل، او همدې د نوموړې د سياسي ملک بنسټ کېښود. [۲][۳]
د 1911ز کال په سپتمبر کې، هیلینا د کاناډا د لېرې لوېدیځ برخو ته ولاړه. هغه په سملاسي ډول په وانکوور کې د ښځو د رایې حق په خوځښت کې په فعال ډول ښکېله شوه، او د خپل وخت زیاته برخه یې هلته د له اقتصادي ستونزو سره د مخ ښځو په مرسته کې تېراوه. په 1932ز کال کې د مشترک المنافع همکارۍ فدراسيون (CCF) غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته، هیلینا د ستر رکود (ستر بحران) مالي ضربې ته د ځواب په توګه په برتانوي کولمبيا کې د سوسیالیستي پالیسیو لپاره پر کمپاین کولو تمرکز زيات کړ. په 1937ز کال کې، هغه د وینکوور ښار سیمه يیزې شورا ته د لومړۍ ښځینه غړې (کونسلرې) په توګه وټاکل شوه. د خپل کار پر مهال، هيلينا د دولت له مرستې څخه برخمن ټولنيز استوګنځای خپل لومړيتوب وګرځاوه. د هغې ډیرې تګلارې د سوسیالیستي پای په لور وې. هیلینا په 1939ز کال کې بیا ټاکنې وګټلې؛ خو په 1940 او 1941ژ کې یې ماتې وخوړه.[۴][۵][۶]
د فعال سیاسی مسلک په لرلو سربېره، هیلینا په ټولنیزو کارونو کې هم شامله وه. هغه په لیمون کریک کې له 1942څخه تر 1945ز کال پورې د جاپاني الاصله کاناډایانو نفوس لپاره ملاتړې کارمنده شوه. د هغې د تقاعد په کلونو کې، هیلینا د سیاسي صحنې څخه د لیرې کیدو سره سره د ښځو د حقوقو اړوند مسائلو کې بوخته وه.[۷][۸]
د کارګرو په فعاليت کې د مشرتابه، په برتانوي کولمبيا کې د برار معاش پرمختګ کې د ونډې، په وانکوور کې د ښاري حکومت د لومړۍ ښځينه غړې د ټاکل کېدو، او د ژوند په اوږدو کې د ښځو د حيثيت د لوړولو لپاره د هغې د ژمنتيا لپاره، د هیلینا ګټریج ډېره ښه يادونه کېږي.
کورنۍ مخینه
سمولد هیلینا پلار، چارلیس هینري ګټریج په 1854ز کال کې د «میچیلډیور» په یو کلي «همپشیر» کې چې له لندن څخه شاوخوا یو ساعت لرې واټن کې موقعيت لرې زېږېدلی و. هغه د پښانو له یوې کورنۍ څخه و او د خپل پلار د کسب په سمبالولو سره يې دا دود پر ځای وساته. د شل کلنۍ په عمر کې، هغه «میچیلډیر» پریښودو او لندن ته د کار پیدا کولو لپاره ولاړ. هغه وروسته په 1876ز کال کې د یو کارګر له لور، «سوفیا ریچرډسن» سره واده وکړ. سوفیا، د هیلینا مور په 1858ز کال کې د لندن په «میریلیبون» ولسوالۍ کې زیږیدلې وه. دوی دواړه د «بټرسي» په «وانډسورت» سیمه کې میشت شول، او چارلس د ځایي پښ سره کار وموند. د هغوی لومړۍ لور په 1877ز کال کې وزیږیده او د هغوی دويمه لور هیلینا روز (چې په کورنۍ کې په نیل پیژندل کیده) د 1879ز کال د اپریل په اتمه نېټه وزیږده، تر څنګ يې دوی نور څلور وروڼه خوېندې درلودل. [۹]
چارلیس د یو کارګر په توګه په «چیلسیا» کې کار وموند او د ګټریج کورنۍ له «بیټرسي» څخه وکوچیده. په حال، دا مهال چيلسي د بيا رغېدو په حال کې و، او د ښار په څنډو کې د اوسېدونکو خلکو يوې نوې طبقې چې په ښار کې يې کار کاوه، په دې سیمه کې ځمکې اخيستې او ابادولې. د ګوتریج کورنۍ د نويو خلکو او سوداګريو په راتګ سره د کوچ کولو ښکار وه، او باید په هرو دوه یا دریو کلونو کې له مرکز څخه تللې وای، تر څو خپل ځای د ډول او سنګار دوکانونو او حرفوي دفترونو ته خوشې کړي. د «کاډوګان» کورنۍ په چیلسي کې د ځمکې اصلي څښتنان وو، او د ښار په ویجاړولو او بیارغونه کې یې د پانګونې د ډېرو شرکتونو مشري کوله. د هیلینا ماشومتوب د چیلسي د بنسټیز بدلون له امله د دوی د دوامداره ځای بدلولو سره تعريف شوی دی. دا کورنۍ په پرله پسې ډول د ويجاړونکو څخه د تېښتې په موخه په حرکت کې وه.[۱۰]
هیلینا له خپلې کورنۍ سره بشپړه اړيکه پرې شوه، يوازې له خپلې خور «ايميلي» سره يې اړيکه درلوده. اصلاً دا د هغې وراره «توماس چارلس ګټریج» و چې د دې کورنۍ ژوند یې یاد و، ځکه چې هغه د خپل نيا او نیکه سره ژوند کولو ته لیږل شوی و. [۱۱]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړه
سمولد چيلسي له بيا رغونې وروسته، دا ښار د ډبرو د سکرو له دود ډک شو. په لارو کوڅو کې د ژويو او انساني کثافاتو د بوی له امله د ژوند فضا ناخوښه وه او د ګټریج کورنۍ د دوامداره کوچ سره مخ وه. د دې شرایطو له امله، هیلینا د عصري کیدو، د ټولنیز نظم اړتیا او د باور له لاسه ورکولو قوي احساس درلود. په 1879ز کال کې، کله چې هیلینا وزیږیده، د ننکيو د ناروغۍ (مینه ګیرو) د 64 پیښو خبر ورکړل شوی و. په تېزۍ سره د ناروغۍ د خپرېدو په درېیم کال، په ټول هېواد کې يوه جدي وبا پیدا شوې وه. نس ناستی، شری، سره تبه، او ټوخی نورې وژونکې ناروغۍ وې چې د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې لامل وګرځېدې (په سلو کې اويا د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو لپاره). هیلینا یو دوه میاشتینی ورور د ټوخي له امله له لاسه ورکړ. د حفظ الصحې او هایجین اقداماتو نيشتوالي د هیلینا د ماشومتوب يوه ځانګړتيا وه. [۱۲]
له 1886 څخه تر 1892ز کال پورې، هیلینا تر دیارلس کلنۍ پورې د Holy Trinity Church په ښوونځي کې زده کړه وکړه. هغې اساسي لوست، لیک، حساب، تاریخ او شاعري ولوستل. زده کونکو ته په دوامداره توګه یادونه کیده چې دوی د خپلو زده کړو له امله د «کاډوګان» کورنۍ پوروړي دي. په دې توګه، په تنکي عمل کې د طبقاتي توپير مفکوره له هيلينا سره پیدا شوه. د طبقاتي توپیر پایله د هغې په ژوند کې په ديارلس کلنۍ کې نوره هم څرګنده شوه، کله چې هغه نوره بايد له دې امله ښوونځي ته نه وای تللی، ځکه چې زده کړې یوازې د امتیاز لرونکو طبقو لپاره د لاسرسي وړ وې، چا چې د خصوصي ښوونځيو وس درلود.[۱۳]
پر طبقاتي توپير سربېره، جنسیتي تبعیض هم نورو زده کړو ته د هيلينا د لاسرسي مخه ونيوله. د 1890ز لسیزې په وروستیو کې په لندن کې د یوې کاري طبقې کورنۍ لپاره، د نجونو زده کړه لومړیتوب نه و. د ګټریج کورنۍ پریکړه وکړه چې د لوڼو پر ځای د خپلو زامنو تعلیم تمویل کړي. دې پریکړې په ځوانې هیلینا کې د ښځمنپالنې تخم وکرو او په دې ډول يې د هغې ژوند ته د دې ژمنتيا ځانګړتيا ورکړه، تر څو هغه تعصبات او ناوړه چلندونه بدل کړي، چې ښځې ورسره مخ وې. [۱۴]
سرچينې
سمول- ↑ "Gutteridge, Helena Rose (1879–1960) | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. بياځلي په 2020-03-11.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 38–47. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 46–47. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ "Co-operative Commonwealth Federation | The Canadian Encyclopedia". www.thecanadianencyclopedia.ca. بياځلي په 2020-03-11.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 193–233. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 240–259. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 223–232. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 4–5. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 6–11. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 28. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ Howard, Irene (1992). The Struggle for Social Justice in British Columbia. Vancouver: UBC Press. pp. 15. ISBN 0-7748-0425-4.
- ↑ "Gutteridge, Helena Rose (1879–1960) | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. بياځلي په 2020-03-11.
- ↑ "Gutteridge, Helena Rose (1879–1960) | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. بياځلي په 2020-03-11.