هډپوهنه
هډپوهنه (په انگرېزي: Osteology) د هډوکو ساينسي زده کړه ده. دا زده کړه د وگړپوهنې (په امريکا کې) او لرغونپوهنې (په اروپا کې) د زده کړو يوه وړه څانگه هم جوړوي. هډپوهنه د هډونو، هډوانيزو توکو، د غاښونو د جوړښت، مورفولوژۍ، کړنو، د ناروغيو، رنځپوهنې، د هډجوړېدنې د بهير (له کرپندوکي نه)، د هډوکو د کلکوالي او غښتلتيا، او همدا راز هډوکو ته اړونده د نورو موضوعگانو د زده کړې يو بشپړ ډگر دی. په ورځيني ژوند کې دا پوهه د ساينسپوهانو لخوا په انساني پاتې شونو کې د عمر، مړينې، د جنس، ودې برار او بيالوژيکي پرمختگ په څرک لگولو کې کارېږي.
لارې چارې
په يوې عامې شننې کې دا ټکي شامل دي:
- د هډوانيزو عناصرو د شتون يوه پنځېدنه
- د غاښونو اړونده يوه پنځېدنه
- د زړښت مالومات، چې د ايپيفيزيال د پخېدو پر بنسټ، د غاښونو د رژېدو او زړېدو پر بنسټ رابرسېدرېږي
- د جنسيت مالومات، چې د هډونو د مورفولوژۍ پر بنسټ رامېنځ ته کېږي
- د درزونو او نورو مېټريکي مالومات
- توکم
- غېر مېټريکي نښې نښانې
- رنځپوهنه او/يا کلتوري بدلونونه
- ټافونومي، including weathering, gnawing, butchery, burning and related processes
کارېدنه
Osteological approaches are frequently applied to investigations in disciplines such as forensic science, physical anthropology and archaeology, and has a place in research on topics including:
- روغتيا
- ډيموگرافي
- خواړه
- ناروغي
- د چار د پرمخ بېولو چلندبېلگه
- فيزيک
- د پخوانيو نسلونو جنېټېک
- د نسلونو مهاجرت
- لرغونې چگړې
- ټولنيزه بې عدالتی
- د ناپېژندل شويو پاتې شونو پېژندنه
- جنايي پلټنې
- جنگي جرايم
سرچينې
- Bass, W M. 2005. Human Osteology: A Laboratory and Field Manual. 5th Edition. Columbia: Missouri Archaeological Society.
- Buikstra, J. E and Ubelaker, D. H. (eds.) 1994. Standards for Data Collection from Human Skeletal Remains. Arkansas Archeological Survey Research Series No. 44.
- Cox, M and Mays, S. (eds.) 2000. Human Osteology in Archaeology and Forensic Science. London: Greenwich Medical Media.