هينري وارډ بيچر

هينري وارډ بيچر (۲۴ جون ۱۸۱۳ – ۸ مارچ ۱۸۸۷) يو امريکايي ټولنپال مذهبي مشر، ټولنيز سمونپال او ويناوال و چې د مريتوب د ختمولو د خوځښت په ملاتړ، د خدای پر مينه ټينګار او په ۱۸۷۵ز کال کې د زنا د محاکمې له امله يې شهرت موندلی و. له عيسی مسيح سره پر مينه د هغه بلاغي (ويناوالۍ) ټينګار هغه څه دي چې تر اوسه يې د مسيحيت مرکزي جريان تر اغېز لاندې دی.

هينري وارډ بيچر
(انګلیسي: Henry Ward Beecher د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هينري وارډ بيچر
هينري وارډ بيچر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ جون ۱۸۱۳[۱][۲][۳][۴]
مړینه 8 مارچ 1887 (74 کاله)[۱][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
خبريال
دينپوهنه
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هينري وارډ بيچر
هينري وارډ بيچر

هنري وارډ بيچر د «لايمين بيچر» زوی و، پلار يې يو کالوينيسټ (مسيحي مذهبي فرقه ده) مذهبي مشر و چې په خپل وخت کې يو له مشهورو مبشرينو (د مسيحيت مبلغ) وګرځېد، د هغه ګڼ ورونه خوېندې مشهور استادان او فعالين شول. تر ټولو زيات د يادولو وړ يې «بيچر سټو» ده، چا چې د مريتوب د ختمولو په اړوند د خپل ناول « Uncle Tom's Cabin» له امله شهرت تر لاسه کړ. هينري وارډ بيچر د «انډيانا» په «انډياناپولس» او «لارنسبرګ» کې د پادري په توګه تر خدمت مخکې، په ۱۸۳۴ز کال کې د «ايمهرسټ» کالج څخه فارغ او په ۱۸۳۷ز کال کې د «لين» الاهياتو له ښوونځي فارغ شو.

په ۱۸۴۷ز کال کې، بيچر د نيويارک د بروکلين په «پلای ماوت» کليسا کې لومړی کشيش وټاکل شو. هغه ډېر ژر د ويناوالۍ په حلقه کې د خپلې نا اشنا ويناوالۍ طريقې له امله شهرت خپل کړ، په کوم څه کې چې هغه طنز، لهجې او عاميانه ژبې څخه کار اخيست. د کيشيش د دندې په اوږدو کې، هغه د الاهياتو داسې اند درلود چې د خدای پر مينه يې پر هر څه د پاسه ټينګار کاوه. په ټولنيز سمون، په ځانګړي ډول د مريتوب د ختمولو په خوځښت کې هم د هغه لېوالتيا وده وکړه. په هغو کلونو کې چې کورنۍ جګړې ته يې لاره هواره کړه، هغه د دې لپاره پيسې راټولولې چې زنداني مريان وپيري او وسلې – کوم ته چې د بيچر اینجيلونو نوم ورکړل شوی و، د مريتوب ختمولو هغو پلويانو ته واستوي چې په کنساس کې يې جګړه کوله. هغه د کورنۍ جګړې پر مهال اروپا ته ولاړ او د اتحاديې په ملاتړ يې ويناوې کولې.

له جګړې وروسته بيچر د ټولنيز سمون د هڅو ملاتړ وکړ، لکه د ښځو د رايې ورکولو حق او د نشه يې توکو مخنيوی. هغه همدا راز د چارلس ډاروين د تکامل نظريې ملاتړ هم وکړ او ويې ويل چې دا د عيسايي عقايدو سره په مخالفت کې نه ده. د هغه په اړه په پراخه کچه داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې هغه زناکار دی او په ۱۸۷۲ز کال کې «وډهل» او «کلافلن ويکلي»  له «اليزابت ريچارډ ټيلټن» سره د هغه د اړيکې په اړه يوه لیکنه خپره کړه، څوک چې د هغه د ملګري او پخواني همکار «تيوډور ټلټن» مېرمن وه. په ۱۸۷۴ز کال کې، ټيلټن د بيچر پر ضد د جرمي خبرو اترو د تور عريضه وکړه. له دې وروسته د محاکمې په پايله کې منصفه پلاوی د هغه په اړه پرېکړه کې ژر بريالی نه شو او دا هغه محاکمه وه چې په هغه پېړۍ کې يې په ډېره زياته پیمانه خبرونه خپاره شوي وو.[۷]

په ۱۸۶۳ز کال کې د هغه د پلار له مړينې وروسته، بيچر بې شکه «په ټول هېواد کې تر ټولو زیات مشهور مبلغ» و. د ولسي پاملرنې په برخه کې د بيچر د اوږدې مودې دندې له امله ژوندليک ليکونکې «ډيبي ايپل ګيټ» د هغه ژوندليک ته چې دې ليکلی و، د امريکا تر ټولو مشهور سړي نوم ورکړ.[۸][۹]

د ژوند لومړي کلونه سمول

بيچر د کانکټيکټ په «ليچفيلډ» کې زېږېدلی و، د بوسټن د يو پريسبيټرين مبشر د ۱۳ بچيانو څخه په اتم شمېره کې و. د هغه په خوېندو وروڼو کې لیکواله هيريټ بيچر سټو، تعليم پوهه کاترين بيچر او توماس کي. بيچر، همدا راز فعالين هر يو چارليس بيچر او ايزابيلا بيچر هوکر شامل وو، د هغه پلار «په امریکا کې له بل هر سړي د زياتو دماغ پلار» په نوم شهرت پيدا کړ. د بيچر مور «روکسانا× هغه مهال مړه شو چې هينري درې کلن و او د هغه پلار له «هيريټ پوټر» سره واده وکړ، څوک چې هينري د «سختې» او د خفګان د بريدونو ښکار شوې په توګه تشريح کړې ده. بيچر همدا راز د ماساچوسټ په «ويتينزويل» کې د يو څه وخت لپاره د ښوونځي استادي هم کړې.[۱۰][۱۱]

د بيچر کور د «د ټوکو ټکالو او جديت يو نا اشنا او په زړه پورې ګډوله وه». دا کورنۍ بې وزله وه او لايمين بيچرد سينما، نڅا، ډېرو افسانو او د کليزو يا کرسمس په مراسمو بنديزونو لګولو سره خپلو بچيانو ته «د دعاييه ناستو، درسونو او مذهبي خدماتو يو دروند مهال ويش» ورکړی و. د دې کورنۍ په مصروفيتونو کې د کيسو ويل او پلار ته غوږ اېښودل شامل وو، کله به چې هغه سرينده غږوله.[۱۲][۱۳][۱۴]

له ماشومتوب څخه په خبرو کې د بيچر ژبه بندېده. هغه د ځيرکو «بچير» ماشومانو په منځ کې يو کم هوښیار او کم ژمن بلل کېدو. هغه ته د کمزوري فعالیت له امله سزاوې ورکول شوې وې، لکه دې ته اړ کېدل چې د انجونو په برخه کې د څو ساعتونو لپاره کېني او د «ډنس» خولۍ په سر کړي (ښونځيو کې له کاغذ جوړه خولۍ چې د سپکاوي لپاره کارېده). په څوارلس کلنۍ کې، هغه د «ماونټ پليسنټ کلاسيکل انسټيټيوټ» کې د ويناوالۍ روزنه پيل کړه، کومه چې د «مساچوسټس» په «ايمهرسټ» کې د ليليې يو ښوونځی و، په دې ځای کې نوموړي له يو سمايرنا يوناني «کانسټينټاين فونډولایک نيول» سره وليدل. دوی يو ځای په ایمهرسټ کالج کې زده کړې وکړې، دلته يې د ژوند تر پايه د ملګرتيا او ورورولۍ د مينې پاللو د ژمنې تړون لاسلیک کړ. د ۱۸۴۸ز کال د اکتوبر په شا او خوا کې يونان ته له ستنېدو وروسته فونډولايک د کولرا ناروغۍ له امله مړ شو او بيچر په خپل درېيم زوی د هغه نوم کېښود.[۱۵][۱۶][۱۷]

په ايمهرست کې د خپلو کلونو د تېرولو پر مهال، بيچر د خپلې عامې وينا لومړۍ ازموينه درلوده او هغه سمندر ته د تګ خپل لومړی خوب څنډې ته کېښود او په مذهبي اړخ کې شامل شو. نوموړي د خپلې راتلونکې مېرمنې «یونس بلارډ» سره وليدل، څوک چې د يو مشهور ډاکټر لور وه او دوی د ۱۸۳۲ز کال د جنورۍ په دويمه نېټه کوژدن وکړه. هغه د «فرينولوجي» (هغه علم چې د دماغو د پیاوړتيا د معلومولو لپاره انساني کوپړۍ مطالعه کوي) په شبهه علم کې هم ليوالتيا پيدا کړه، دا هغه هڅه وه چې د شخصيت خصوصيات د انسان د کوپړۍ له ځانګړتياوو سره وتړي، نوموړي له «اورسن سکواير فاولر» سره ملګرتيا پیدا کړه، څوک چې د دې اند تر ټولو مشهور امريکايي ملاتړی شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بيچر په ۱۸۳۴ز کال کې د ايمهرسټ کالج څخه فارغ شو او بيا يې د «اوهايوو» له سنسنياټي څخه د باندې په «لين» الاهياتو ښوونځي کې زده کړې وکړې. د لین مشري د بيچر پلار کوله، څوک چې د ماريکا تر ټولو مشهور مبلغ وګرځېد. د زده کوونکي هسته د مريتوب د پوښتنې په اړوند سره وېشل شوې وه، ايا په کرار کرار د ازادۍ د يوې بڼې ملاتړ دې وشي، لکه لايمين بيچر چې کول، يا د سملاسي ازادۍ غوښتنه وښيي. بيچر په دې لانجه کې تر ډېره بريده روښانه دريځ درلود، د سخت دريځو زده کوونکو سره يې خواخوږي وه، خو نه يې غوښتل چې د خپل پلار څخه دفاع وکړي. هغه په ۱۸۳۷ز کال کې فارغ شو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د مذهبي چارو لومړي وختونه سمول

د ۱۸۳۷ز کال د اګست په درېیمه نېټه، بيچر له «يونس بلارډ» سره واده وکړ او دواړه د انډيانا کوچني او بې وزله ښار «لانسبرګ» ته وکوچېدل، په دې ځای کې بېچر ته د پريسبيټيرين کليسا د لومړي کشيش د دنندې پر مخ وړلو وړانديز شوی و. نوموړي په ملي کچه په لومړي ځل خپل شهرت هغه مهال تر لاسه کړ، کله چې هغه د پريسبيټيرينزم د «نوي مکتب فکر» او «زاړه مکتب فکر» تر منځ د درز په پيدا کولو کې ښکېل شو، کوم چې د اصلي ګناه او مريتوب د موضوع پر سر سره وېشل شوي وو؛ د هينري پلار لیمن د نوي مکتب فکر يو مخکښ ملاتړی و. له دې امله چې هينري د نوي مکتب فکر پر دريځ ولاړ و، د زاړه مکتب فکر واکمنو پريسبيټريانو د کشيش په توګه د هغه له ټاکلو سره مخالفت وکړ، د دې لانجې په پايله کې لويديځ پريسبيټيرين کليسا په سيالو مذهبي ټولنو ووېشله.[۲۸][۲۹][۳۰]

که څه هم د هنري بيچر «لارنسبرګ» کليسا له ساينوډ (مذهبي ټولنه) څخه خپله خپلواکي اعلان کړه، څو هغه د دې کليسا د کشيش په توګه راستون کړي، د ۱۸۳۷ز کال له بحران وروسته بې وزلۍ هغه اړ کړ چې نوې دنده وګوري. په ۱۸۳۹ز کال کې «بينکر سمويل ميرل» «بيچر» ته د انډيانابولس څخه د ليدنې بلنه ورکړه، او هغه ته د ۱۸۳۹ز کال د مۍ مياشتې په ديارلسمه نېټه د پريسبيټرين دويمې کليسا د پادري د دندې وړانديز وشو. د خپل مهال د نورو ليکوالانو لپاره غېر عادي وه، خو بيچر به د دعوت پر مهال په خپلو ويناوو کې له طنز، ټوکو او غېر رسمي ژبې کار اخيست، تر څنګ يې کليواله ژبه او لهجه هم کاروله. د هغه تبليغ ستره بريا وه، له دويمې پريسبيټيرين څخه يې د ښار ستره کليسا جوړه کړه، هغه همدا راز په نږدې «ټيري هوټ» کې د تبليغ د يوې بريالۍ مذهبي غونډې (هغه غونډه چې خلک مسيحي دين منلو او د ګناه اعتراف ته رابولي) مشري وکړه. په هر حال، د زیات پور له امله بيچر يو ځل بيا اړ شو چې په ۱۸۴۷ز کال کې د نوې دندې په لټه کې شي، هغه د سوداګر «هينري باون» دا بلنه ومنله چې د نيويارک په بروکلين کې د يوې نوې «پلای ماوت» ټولنيزې کليسا مشري ومني. په ملي کچه د بيچر شهرت مخ په وده و هغه د درسونو حلقې ته لاره پیدا کړه، په هېواد کې يو له تر ټولو مشهورو ويناوالو وګرځېد او په دې اړوند يې زيات فيس (مزد) تر لاسه کاوه.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb156056400 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb156056400 — سرليک: Бичер, Генри Вард — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume IV, 1891
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb156056400 — دوتنه: Lyman Abbott — سرليک: Beecher, Henry Ward — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Henry Ward Beecher
  5. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb156056400 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. Henry Ward Beecher (1885). Evolution and Religion. Pilgrim Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Scharnhorst, Gary (2008). Kate Field : the many lives of a nineteenth-century American journalist. Syracuse, N.Y.: Syracuse University Press. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0815608745. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Michel Kazin (July 16, 2006). "The Gospel of Love". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Applegate 2006، صص. 29–31.
  11. Applegate 2006، ص. 264.
  12. Applegate 2006، صص. 28–29.
  13. Applegate 2006، صص. 19–20, 27–28.
  14. Applegate 2006، ص. 28.
  15. Hibben, Paxton; Lewis, Sinclair, Henry Ward Beecher: An American Portrait, Kessinger Publishing, 2003, p. 32
  16. Goldsmith 1999، ص. 9.
  17. Applegate 2006، ص. 42.
  18. Wikisource:Appletons' Cyclopædia of American Biography/Beecher, Lyman
  19. Benfey 2008، ص. 68.
  20. Applegate 2006، صص. 84, 90.
  21. Applegate 2006، صص. 69–71.
  22. Applegate 2006، صص. 96–97.
  23. "Henry Ward Beecher". Columbia Electronic Encyclopedia, 6th Edition. (2013). Columbia University Press. 
  24. Applegate 2006، ص. 134.
  25. Applegate 2006، ص. 118.
  26. Applegate 2006، صص. 104–05, 115–18.
  27. Applegate 2006، ص. 110.
  28. Applegate 2006، صص. 154–56.
  29. Applegate 2006، صص. 121–22.
  30. Applegate 2006، صص. 141–150.
  31. Applegate 2006، ص. 218.
  32. Applegate 2006، صص. 193–96.
  33. Applegate 2006، صص. 166, 174–76, 179.
  34. Applegate 2006، ص. 173.
  35. Applegate 2006، صص. 160–61.
  36. Applegate 2006، ص. 157.