هومينايډ (انسانيان)

هومينايډ « Hominidae  » چې د دې ټولګې د غړي لويو بیزوګیانو يا هومينيډز په نامه پېژندل کېږي، د بنسټيزو اصولو يوه ډلبندي شوې کورنۍ ده، کومه چې په پنځو جنسونو کې شته اته بېلګې رانغاړي، چې هغه دا دي: پونګو (the Bornean, Sumatran  او Tapanuli  بیزو)، ګوريلا (ختيځ او لوېديځ ګوريلا)، پان (چپانزي او بونوبو) او هومو، د کوم له ډلې چې اوس يوازې اوسني انسانان پاتې دي.

د لويو بیزوګیانو د ډلبندي کولو پر مهال د بېلا بېلو سمونونو له امله د وخت په تېرېدو سره د «هومينيډ» (hominid) د اصطلاح په کارېدو کې هم بدلون راغلی. د هومينيډ اصلي معنا يوازې انسانانو (هومو) او د دوی له منځه تلليو نژدې اړوندانو ته اشاره کوي. په هر حال، تر ۱۹۹۰ز کلونو پورې انسانان، شاديان او د هغوی پلرونه او نيکونه «هومونيډز» بلل کېدل. لومړی محدوده معنا اوس تر ډېره بريده د «هومينين hominin» په ډول فرض کړای شوې ده. ، په داسې حال کې چې له چمپانزي (پين) نه تر جلا کېدو وروسته د انسانانو د ډلې ټول غړي په کې شامل دي. په يو وېشتمه پېړۍ کې د «هومونيد» په اوسني معنا کې د انسانانو په ګډون ټول لوی بیزوګیان شامل دي. اوس هم ډول ډول کارول کېږي، ځينې پوهان او عام خلک د «هومينيډ» اصطلاح، په اصلي محدوده معنا سره کاروي، په عمومي توګه، علمي ادبياتو د يوې وېشتمې پېړۍ تر پيل پورې د دې اصطلاح دوديزه معنا کارولې ده.[۱]

د هومينيډز په انواعو کې، ډېر شته او له منځه تللي معلوم، يعنې فوسيل، جنسونه له انسانانو سره ډلبندي شوي، چپانزي او ګوريلا د هومينياني (Homininae) په فرعي کورنيو کې ډلبندي شوي دي؛ نور يې له اورانګونټان سره د پونګينای په فرعي کورنيو کې ډلبندي شوي.  د ټولو هومينيډز تر ټولو وروستي شريک نیکه نږدې څوارلس ميلیونه کاله مخکې ژوند کړی، هغه مهال، کله چې د اورانګوتان نيکونه د درې نورو جنسونو د نيکونو له نسل نه جلا شوي دي. د هومينايډ هغو نيکونو له دې وړاندې د « Hylobatidae» (ګيبونز) نه د اټکل له مخې له پنځلس نه تر شل ميلیونه کاله مخکې متنوع شوی او په يوه جلا نوع بدل شوي وو.[۲][۳][۴]

د انسانانو او نوور سترو بیزوګیانو تر منځ د نژدې جنتيکي اړيکې له امله، د ژويو د حقوقو ځینې مدافع سازمانونه، لکه: د«ګريټ اپ پروژه»، استدلال کوي چې، غیر انساني ستر بیزوګیان هم خلک دي او بايد د انسانانو حقوق ورکړل شي. نهه وېشت هېوادونو د دې لپاره چې ستر بیزوګیان له هر ډول علمي ازموينو نه خوندي کړي، څېړنيز بنديزونه يې لګولي دي. [۵]

تکامل سمول

د ميوسن په لومړيو کې (ميوسن يو زماني پړاو دی)، نږدې دوه ويشت ميلیونه کاله مخکې، له ختيځې افريقا نه په ونو او بوټو پورې د پخوانيو بیزوګیانو انواع نښتي و، بېلا بېل ډولونه يې د لرغوني تنوع يو اوږد تاريخ وړاندې کوي. له شلو کلونو نه پخوانيو پاتې شونو کې د لرغونې نړۍ  بیزوګیانو « Victoriapithecus» ته منسوبې ټوټې موندل شوې دي. ديارلس ميليونه کاله مخکې پورې چې د بیزوګیانو په نسب کې د کومو نسلونو په اړه فکر کېده، په هغوی کې « Proconsul, Rangwapithecus, Dendropithecus, Limnopithecus, Nacholapithecus, Equatorius, Nyanzapithecus, Afropithecus, Heliopithecus او Kenyapithecus» شامل دي، چې دوی ټول د ختيځې افريقا اړوند دي.

له ختيځې افريقا نه په ډېرو لرو سيمو کې، نور عام « non-cercopithecids» يعنې له بیزوګیانو پرته نور مرکزي انواع، د منځني ميوسيني عصر – د نميبيا په غارونو کې ميشت « Otavipithecus» او له فرانسې، هسپانيې او اتريش نه « Pierolapithecus» او « Dryopithecus»- د لومړيو او منځنيو ميوسين د یو څه ګرمو او معتدلو اقليمي حالتونو د پړاو پر مهال، په افريقا او د مديترانې په حوضه کې د نيکونو بیزوګیانو د بڼو د پراخو انواعو د شتون ثبوت دی. په لرو پرتو نويو ميوسن (هومنويد) کې تر ټولو وروستي يې د « Oreopithecus» په نامه دي، کوم چې د شمالي اټاليې له فوسيلونو نه د غني ډبرو سکرو له بسترونو نه دي او د دوی لرغونتيا نهه ميلیونه کاله مخکې ته سېږي.

ماليکولي شواهد څرګندوي چې، د ګبنز (د Hylobatidae کورنۍ) د «کوچنيو بیزوګیانو» سلسله نږدې له دوولس نه تر اتلس ميلیونه کاله مخکې له سترو بیزوګیانو نه جلا شوې وه او اورنګوتاس (د پنګيني فرعي کورنۍ) کورنۍ بيا دوولس کاله ميلیونه کاله مخکې له نورو سترو بیزوګیانو نه جلا شوې وه. داسې هېڅ پاتې شونی نه شته چې د ګيبنز د نيکونو يا نسب په څرګند ډول مستند کړي، کوم چې شونې ده، تر اوسه د نامعلومو ختيځو اسيايي هومينايډ اباديو کې پیدا شوي و، خو نږدې لس ميلیونه کاله مخکې د پروټو اورګوتنز پاتې شونو استازيتوب له هندوستان نه « Sivapithecus» او له ترکیې نه « Griphopithecus» کولای شي. د ګوريلا، چاپنيزي او انسانانو د وروستيو نږدې شريکو نيکونو استازيتوب په کينيا کې موندل کېدونکي « Nakalipithecus» پاتې شونو او په يونان کې موندل کېدونکو « Ouranopithecus» په مټ کېدای شي. مالیکولي شواهد د دې څرګندونه کوي چې، نږدې له اته نه تر څلور ميليونه کاله مخکې پورې، لومړی ګوريلا ګان (جنيس ګوريلا) او ورپسې چامپنزي (پان جينس) د انسانانو پر لور تلونکي نسل نه جلا شول. يواځيني نيوکليوټايډ پوليمورفزم د پرتلې کولو پر مهال د انسان ډي اين ای نږدې اته نوي اعشاريه څلور سلنه له چامپنزي سره سمون خوري، خو بيا هم، د ګوريلا او چامپنزي د پاتې شونو ثبت محدود دی، دواړه هم کمزوری خونديتوب، د باراني ځنګلونو خاورې اسيدي «تيزابي» خاصيت لري او هډوکی له منځه وړي  او هم په نمونه اخیستلو کې دوه زړی توب په دې ستونزه کې تر ټولو زياته ونډه لري.[۶][۷]

شونې ده چې نورو هومينز(hominins ) د افريقا د استوا خط د کرښې نه د باندې وچ چاپېريال غوره کړی وي او هلته له هوسيو، هايناس، فيلانو او نورو ډولونو سره مخامخ شوي وي، کوم چې د ختيځې افريقا سوانا، په ځانګړي ډول د ساحل او سيرينګيټي په سيمو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پاتې شوي وي. د استوا خط لنده ليکه نږدې اته ميليونه کاله مخکې راټوله شوې وه او له ګوريلا او چاپنزي نه د هومينن نسب د بېلېدو لپاره ډېر کم د پاتې شونو شواهد موجود دي، د کومو په اړه چې فکر کېده چې د هغه وخت په شا اوخوا کې سره جلا شوي وو. تر ټولو لومړي پاتې شوني، چې اړيکه يې له ځينې انساني نسب سره ده، هغه « Sahelanthropus tchadensis (7 Ma)» او « Orrorin tugenensis (6 Ma)» دي، له دې وروسته Ardipithecus (5.5–4.4 Ma) د « Ar. kadabba» او « Ar. ramidus» له انواعو سره وو.

ډلبندي سمول

اصطلاحات سمول

په تېرو څو لسيزو کې د سترو بیزوګیانو د ډلبندۍ په اړه څو ځلې بيا کتنه شوې، د دې بيا کتنو له امله د وخت په تېرېدو سره د «هومينيډ» ټکی هم بېلا بېل ډوله کارول شوی دی. د دې اصطلاح اصلي معنا يواځې د انسانانو او د هغوی د نژدې اړوندو لپاره ده – کومه چې اوس مهال د «هوميننن» نوې معنا ده. د ټاکسن هومينايډ معنا په کرار کرار بدله شوې ده، د کوم په پايله کې چې، د «هومينيډ» په نوي ډول کارول پيل شول، په کومو کې چې د انسانانو په ګډون ټول ستر بیزوګیان شامل دي.

ډېر يو بل ته ورته ټکي په دې اړوندو ډلبنديو کې کارول شوي دي:

  • یو هومینايډ «hominoid» چې کله ناکله بیزو غړی دی: د ګيبون د اوسنيو شته غړيو (کوچني بیزوګیان، د Hylobatidae کورنۍ) او هومينايډز (انسان).
  • یو هومينيډ د Hominidae د کورنۍ غړی دی، چې هغه ستر بیزوګیان دي: اورنګوتانس، ګوريلا، چامپينزي او انسان.
  • يو هومينين د Homininae د فرعي کورنۍ غړی دي: ګوريلا، چامپينزي او انسانان (له اورنګوتين برته).
  • يو « homininan » د Hominini د قبيلې غړی دی: چمپينزي او انسانان.[۸]
  • يو هومينين، د ووډ او رچمن د (۲۰۰۰) په وړانديز عمل کولو سره، د Hominini د قبيلې د فرعي قبيلې Hominina غړی دی: دوی اوسني انسانان او د دوی نژدې اړوندان دي، Australopithecina په کې شامل دی، خو چمپينزي ورنه بهر د.[۹][۱۰]
  • يو انسان د يو هومو جينس غړی دی، له کوم نه چې اوسمهال شته نوع يواځې هومو دی او د همدې هومو په انواعو کې ساپينس يواځينۍ پاتې شوې نوع ده.

لاندې کليډګرام د مشهورو نومونو ښودنه کوي (تفصيلي کلاډوګرام په لاندې ډول دی):

سرچینې سمول

  1. Morton, Mary. "Hominid vs. hominin". Earth Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Andrew Hill; Steven Ward (1988). "Origin of the Hominidae: The Record of African Large Hominoid Evolution Between 14 My and 4 My". Yearbook of Physical Anthropology. 31 (59): 49–83. doi:10.1002/ajpa.1330310505. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Dawkins R (2004) The Ancestor's Tale.
  4. "Query: Hominidae/Hylobatidae". TimeTree. Temple University. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "International Bans | Laws | Release & Restitution for Chimpanzees". releasechimps.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Srivastava (2009). Morphology of the Primates And Human Evolution. PHI Learning Pvt. Ltd. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-203-3656-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chen, Feng-Chi; Li, Wen-Hsiung (2001-01-15). "Genomic Divergences between Humans and Other Hominoids and the Effective Population Size of the Common Ancestor of Humans and Chimpanzees". American Journal of Human Genetics. 68 (2): 444–456. doi:10.1086/318206. ISSN 0002-9297. PMC 1235277. PMID 11170892. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. B. Wood (2010). "Reconstructing human evolution: Achievements, challenges, and opportunities". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107: 8902–8909. Bibcode:2010PNAS..107.8902W. doi:10.1073/pnas.1001649107. PMC 3024019. PMID 20445105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wood; Richmond, B. G. (2000). "Human evolution: taxonomy and paleobiology". Journal of Anatomy. 197 (Pt 1): 19–60. doi:10.1046/j.1469-7580.2000.19710019.x. PMC 1468107. PMID 10999270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). In this suggestion, the new subtribe of Hominina was to be designated as including the genus Homo exclusively, so that Hominini would have two subtribes, Australopithecina and Hominina, with the only known genus in Hominina being Homo. Orrorin (2001) has been proposed as a possible ancestor of Hominina but not Australopithecina.Reynolds, Sally C.; Gallagher, Andrew (2012-03-29). African Genesis: Perspectives on Hominin Evolution. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107019959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Designations alternative to Hominina have been proposed: Australopithecinae (Gregory & Hellman 1939) and Preanthropinae (Cela-Conde & Altaba 2002); Brunet, M.; et al. (2002). "A new hominid from the upper Miocene of Chad, central Africa". Nature. 418 (6894): 145–151. Bibcode:2002Natur.418..145B. doi:10.1038/nature00879. PMID 12110880. S2CID 1316969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Cela-Conde, C.J.; Ayala, F.J. (2003). "Genera of the human lineage". PNAS. 100 (13): 7684–7689. Bibcode:2003PNAS..100.7684C. doi:10.1073/pnas.0832372100. PMC 164648. PMID 12794185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Wood, B.; Lonergan, N. (2008). "The hominin fossil record: taxa, grades and clades" (PDF). J. Anat. 212 (4): 354–376. doi:10.1111/j.1469-7580.2008.00871.x. PMC 2409102. PMID 18380861. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "GEOL 204 The Fossil Record: The Scatterlings of Africa: The Origins of Humanity". www.geol.umd.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)