هومو روډلفينسس

هومو روډلفينسس د ختيځې افريقا د ابتدايي پليستوسن (د ځمکپېژندنې څلورم پړاو يا کنګلي عصر) اړوند لرغوني انسان نوعه ده چې د شا اوخوا دوه ميليونه کاله مخکې له منځه تللې. له دې امله چې H. rudolfensis د ډېرو نورو «هومينين» سره په یو وخت کې موجود و، په همدې بنسټ دا بحث کېږي چې د دې انواعو «ليکټوټايپ» (د يوې نمونې د نوعې لپاره ټاکل شوې بڼه) د سر کاسه (جمجمه/کوپړۍ) KNM-ER 1470 او د سر د کاسې د نورو جزوي اړخونو سربېره کومې نمونې په باوري ډول دې انواعو ته منسوبېدای شي. هېڅ جسماني پاتې شوني په پرېکنده ډول H. rudolfensis ته نه شي منسوبېدای. د پايلې په توګه، د دوی د نوعي ډلبندۍ او سموالی دواړو په اړه د کوم پراخه اتفاق پرته بحث کېږي، ځينو په اصل کې دا انواع د A. rudolfensis په توګه د Australopithecus يا د  K. rudolfensis په توګه د Kenyanthropus له نوعې سره  اړيکه لرونکو په ډول وړانديز کړی دی، يا دا چې دا د خپلو معاصرو (په يو وخت کې اوسېدلو) او اناتومۍ له اړخه د H. habilis مترادف دی.

H. rudolfensis له H. habilis د لويې اندازې له پلوه توپير لري، خو دا دليل هم ورکول کېږي چې دا نسل په حقيقت کې د نارينه H. habilis نمونو څخه جوړ دی، او دا اټکل کوي چې H. habilis له جنسي اړخه دوه شکله او نارينه يې له ښځینه څخه ډېر غټ وو. له دې امله چې هېڅ بدني پاتې شوني يې په پرېکنده ډول نه دي پېژندل شوي، له همدې امله د بدن د اندازې اټکل يې تر ډېره بريده د H. habilis د ونې پر بنسټ شوی دی. د دې په کارولو سره، نارينه H. rudolfensis د منځنۍ کچې لوړوالی 160 سانتي متره (5 فوټه او 3 انچه) او وزن يې 60 کيلو ګرامه (130 پاونډه) و، او د ښځینه لوړوالی يې 150 سانتي متره (4 فوټه او 11 انچه) او وزن يې 51 کيلو ګرامه (112 پاونډه) و. د KNM-ER 1470 د ماغزو حجم شا او خوا 750 کيوبیک سانتي متره (46 کيوبيک انچه) و. د نورو ابتدايي هومو په څېر، د H. rudolfensis د ژامو غاښونه غټ او ډبلې ورۍ يې درلودې.

په ابتدايي «هومو» انواعو کې د Australopithecus د پخوانيو په پرتله د دماغو څرګنده وده ليدل کېده، د کومې تشریح چې په عام ډول د کلوري څخه د غني خوراک په مټ، يعنې د غوښې تر څنګ په خوراک کې د بدلون په توګه کېدای شي. که څه هم له وسايلو سره تړاو نه لري، د غاښونو اناتومي يې له استعمال څخه دمخه د بوټو يا غوښې د فايبر د يو څه پروسس کولو ښودنه کوي، په داسې حال کې له ميخانيکي اړخه يې بیا هم خولې کولای شول چې ستونزمن خوراک وژوي، چې د دې ښودنه کوي چې د وسيلې استعمال په غذايي رژيم ډېره اغېزه نه لري.

د څېړنې تاریخ

سمول

لومړي فوسيلونه (پاتې شونی) يې په 1972ز کال کې د کينيا د «تکانا» جهيل (اوس د روډولف جهيل په نوم يادېږي) سره نږدې موندل شوي وو، او په راتلونکی کال کې د کينيا د لومړيو انسانانو د اصليت پېژندونکي (palaeoanthropologist) «رچرډ ليکي» د هغې تفصيلات وړاندې کړي وو. نمونې يې دا وې: يو لوی او نيږدې بشپړه د سر کاسه (KNM-ER 1470، ليکټوټايپ) چې د «برنارډ اينجينيو» له خوا موندل شوې وه، چې يو سيمه ييز اوسېدونکی و؛ د ښۍ پښې د ورانه هډوکی (KNM-ER 1472) چې د «J. Harris» له خوا موندل شوی و؛ د ورانه پورته برخې (تقريباً) یوه برخه (KNM-ER 1475) چې د فوسيلونو د راټولونکي «کامويا کيميو» له خوا موندل شوې وه؛ او يو بشپړ د چپ ورانه هډوکی (KNM-ER 1481) چې د «هارس» له خوا موندل شوی و. په هر حال، دا نه ده روښانه چې د ورنونو دا هډوکي د هماغو انواعو اړوند و، د کومو سره چې د سر دې کاسې تړاو درلود  که نه. «ليکي» دوی په هومو جينس کې ډلبندي کړل، ځکه نوموړي د سر د کاسې توټې بيا سره جوړې کړې، نو معلومه شوه چې د ماغزو لوی حجم او اوار مخ يې درلود، خو دوی يې کومې نوعې ته منسوب نه کړل. له دې امله هغه سيمه چې دوی پکې موندل شوي وو، هغه مهال، تر 2.9-2.6 ميليونه کاله پخوا تاريخ ته رسېده، «ليکي» باور درلود چې دا نمونې د ډېرو ابتدايي انسانانو د نيکونو دي. هغه مهال دې کار د انساني تکامل ستره بېلګه وننګوله، Australopithecus africanus شا اوخوا 2.5 ميلیونه کاله پخوا «هومو» پيدا کړی و، خو که چېرې په هغه وخت کې هم «هومو» له مخکې څخه موجود و، نو بيا به د دې په اړه جدي بيا کتنې ته اړتيا وای. په هر حال، په 1977ز کال کې دې سيمې ته شا او خوا دوه ميليونه کاله پخوانۍ نېټه ورکړل شوې وه (H. habilis او H. ergaster/H. erectus سره يو وخت)، او په ډېر دقيق ډول په 2012ز کال کې دوی ته 2.1-1.95 ميلیونه کاله پخوانی وخت ورکړل شو. دوی ته تر ټولو دمخه په 1975ز کال کې د لرغونو انسانانو د پېژندونکو «کولن ګروز» او «وراټيسلاو مزاک» له خوا «هبيليس» انواعو ته منسوب کړای شول. په 1978ز کال کې، د «ليکي» او انګريز انسان پېژندونکي «الن والکر» سره په يوه شریکه مقاله کې، «والکر» وړانديز کړی و چې دا پاتې شوني د Australopithecus سره اړيکه لري (او دا چې سر دا کاسه په ناسم ډول بیا جوړه شوې وه)، خو «ليکي» بیا هم باور درلود چې دوی د «هومو» پورې اړوند وو، په داسې حال کې چې دواړه موافق و چې دا پاتې شوني د «هيبيليس» سره اړيکه لري.[۱][۲][۳][۴][۵]

KNM-ER 1470 د Olduvai له پاتې شونو ډېر ستر وو، له همدې امله د H. habilis sensu lato (په پراخه معنا) او H. habilis sensu stricto (په تنګه معنا) اصطلاحات د دې لپاره استعمال شوي وو، چې په ترتيب سره، ستر د انسان شکلونه پکې داخل يا ورڅخه وباسي. په 1986ز کال کې انګريز palaeoanthropologist «برنارډ وډ» په لومړي ځل وړانديز وکړ چې دا پاتې شوني د «هومو» د يوې جلا نوعې استازولي کوي، کومه چې له H. habilis او H. ergaster/H. erectus سره په يو وخت کې موجوده وه. په یو وخت کې موجود «هومو» انواع هغه مهال د انساني تکامل د غالبې نمونې سره په ټکر کې وو، کومه چې دا وه چې اوسنی انسان په يوه نېغه لیکه کې نېِغ په نېغه له H. ergaster/H. erectus څخه تکامل موندلی دی، کوم چې په خپل وار سره نېغ په نېغه له H. habilis څخه تکامل ته رسېدلي دي. په 1986ز کال کې، د روسي انسان پېژندونکي «ويليري اليکسيف» له خوا دا پاتې شوني په یو نوي نسل rudolfensis کې کېښودل شول (خو هغه د Pithecanthropus جينس استعمال کړ، کوم چې د ګرووز له خوا درې کاله وروسته په هومو کې بدل کړای شول). په 1999ز کال کې، «کينيډي» دليل وړاندې کړ، چې دا نوم ناسم و، ځکه چې اليکسيف يو holotype نه و ټاکلی (holotype د انواعو هغه بڼه ده چې یوه نوې نوعه په هغې بناء کېږي او نوم ورکول کېږي). په هر حال، پر مادي بنيادونو د دې نوعې صداقت هم تر بحث لاندې دی، ځينې استدلال وړاندې کوي چې H. habilis د نويو غېر انساني شاديانو په څېر له جنسي اړخه ډېر يو له بل سره متضاد و، په داسې حال کې چې د سر د لويو کاسو (کوپړيو) والا يې د "H. rudolfensis" په ډول ډلبندي کړای شوي دي، کوم چې په اصل کې د نارينه H. habilis استازولي کوي. په 1999ز کال کې، «ووډ» او حياتياتي انسان پېژندونکي «مارک کولارډ» د غاښونو د غوره کولو د ورته والي پر بنسټ rudolfensis او habilis د Australopithecus نوعې ته د لېږدولو وړانديز وکړ. په هر حال، دوی ومنله چې د غاښونو اناتومي د «هومينين» په منځ کې په لوړه کچه تغير موندونکې ده، او د کورنيو د شجرې د جوړولو پر مهال د تل لپاره د باور وړ نه وي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په 2003ز کال کې، د لرغونو انسانو د اصل او ودې پېژندونکي استراليايي «ډيوډ کيمرون» دا پايله تر لاسه کړه چې له هغې څخه مخکې australopithecine Kenyanthropus platyops د rudolfensis نیکونه وو، او دوی يې د K. rudolfensis په توګه ډلبندي کړل. هغه همدا راز باور درلود چې Kenyanthropus د «هومو» په پرتله له Paranthropus سره زياته اړيکه لري. په 2008ز کال کې، د سرکاسې بيا جوړېدو سره دا پايله تر لاسه شوه، چې په اصل کې دا په ناسمې طريقه سره بيا جوړه کړای شوې وه، که څه هم د H. rudolfensis په څېر ډلبندۍ سره يې موافقه شوې وه. په 2012ز کال کې د لرغوني انسان پېژدونکي برتانوۍ «مياوي لیکي»  د کينيا په « Koobi For» کې موندل شوي نابالغه نيمه څېره KNM-ER 62000 تشریح کړه؛ دې ته په کتنې سره چې دا له KNM-ER 1470 سره يو شمېر ورته والي لري او کوچنۍ ده، نوموړې دا H. rudolfensis ته منسوبه کړه، او له دې امله چې نابالغ نارينه او ښځینه هډکي سره نه شول جلا کېدای، د نابالغو H. rudolfensis او بالغو H. habilis نمونو تر منځ توپير د انواعو د توپير ملاتړ کوي. نوموړې همدا راز دې پايلې ته ورسېده چې د ژامې هډوکی KNM-ER 1802، کوم چې يوه مهمه نمونه ده، چې ډېر خله نورې نمونې د H. rudolfensis په توګه ډلبندي کولو کې کارول کېږي، په اصل کې دا يوې مختلفې (احتمالاً ناتشريح شوی) نوعې سره اړیکه لري، خو امريکايي لرغوني انسان پېژدونکی «Tim D. White» باور لري چې دا به له وخت مخکې وي، ځکه دا نه ده روښانه چې په ابتدايي «هومينز» کې د بدلون اندازه تر کومه پراخه ده. په 2013ز کال کې، موندل شوې 1.8 ملي امپيره جورجيايي ډمانيسي د سر کاسه (جمجې)، کومه چې د ابتدايي «هومو» سره ډېر ورته والي ښيي، د دې وړانديز لامل وګرځېده چې په افريقا کې د ابتدايي «هومو» ټولې هممهاله (همعصره) ډلې، د H. habilis او H. rudolfensis په ګډون، یوه نوعه دي او بايد H. erectus ته منسوبې کړای شي. تر اوسه په دې اړوند پراخه اتفاق نه شته چې rudolfensis او habilis د H. ergaster او د پخوانيو انواعو سره څه دول اړيکه لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. Leakey, R. E. F. (1973). "Evidence for an Advanced Plio-Pleistocene Hominid from East Rudolf, Kenya". Nature. 242 (5398): 447–450. Bibcode:1973Natur.242..447L. doi:10.1038/242447a0. PMID 4700897. S2CID 4294312.
  2. Tobias, P. V. (1980). ""Australopithecus afarensis" and A. africanus: Critique and an alternative hypothesis". Palaeontologica Africana. 23: 3–4. hdl:10539/16335.
  3. White, T. D.; Harris, J. M. (1977). "Suid Evolution and Correlation of African Hominid Localities". Science. 198 (4312): 20. Bibcode:1977Sci...198...13W. doi:10.1126/science.331477. JSTOR 1744153. PMID 331477. S2CID 26551330.
  4. Walker, A.; Leakey, R. E. F. (1978). "The Hominids of East Turkana". Scientific American. 239 (2): 64–65. Bibcode:1978SciAm.239b..54W. doi:10.1038/scientificamerican0878-54. JSTOR 24960354. PMID 98842.
  5. Mcdougall, I.; Brown, F. H.; Vasconcelos, P. M.; Cohen, B. E. (2012). "New single crystal 40Ar/39Ar ages improve time scale for deposition of the Omo Group, Omo-Turkana Basin, East Africa". Journal of the Geological Society. 169 (2): 213–226. Bibcode:2012JGSoc.169..213M. doi:10.1144/0016-76492010-188. S2CID 128606182.
  6. Kaplan, M. (2012). "Fossils point to a big family for human ancestors". Nature News. doi:10.1038/nature.2012.11144. S2CID 87482930.
  7. Argue, D. (2017). "Homo rudolfensis". Encyclopedia of Evolutionary Psychological Science. Springer International Publishing. pp. 1–4. doi:10.1007/978-3-319-16999-6_3434-2. ISBN 978-3-319-16999-6.
  8. Wood, B. (1985). "Early Homo in Kenya, systematic relationships". In Delson, E. (ed.). Ancestors: The hard evidence. Alan R. Liss. ISBN 978-0-8451-0249-7.
  9. Valerii P. Alexeev, 1986, The Origin of the Human Race. Progress Publishers, Moskou
  10. Groves, C.P. 1989. A Theory of Human and Primate Evolution, Clarendon Press, Oxford
  11. Kennedy G.E. 1999. "Is 'Homo rudolfensis' a valid species?" Journal of Human Evolution 36: 119-121
  12. Wood, B. (1999). "Homo rudolfensis Alexeev, 1986: Fact or phantom?". Journal of Human Evolution. 36 (1): 115–118. doi:10.1006/jhev.1998.0246. PMID 9924136.
  13. Wood, B.; Collard, M. (1999). "The Human Genus". Science. 284 (5411): 65–71. Bibcode:1999Sci...284...65.. doi:10.1126/science.284.5411.65. PMID 10102822.
  14. Cameron, D. W. (2003). "Early hominin speciation at the Plio/Pleistocene transition". HOMO. 54 (1): 1–28. doi:10.1078/0018-442X-00057. PMID 12968420.
  15. Bromage, T. G.; McMahon, J. M.; Thackeray, J. F.; Kullmer, O.; Hogg, R.; Rosenberger, A. L.; Schrenk, F.; Enlow, D. H. (2008). "Craniofacial architectural constraints and their importance for reconstructing the early Homo skull KNM-ER 1470". The Journal of Clinical Pediatric Dentistry. 33 (1): 43–54. doi:10.17796/jcpd.33.1.8168115j12103nut. PMID 19093651.
  16. Leakey, M.; Spoor, F.; Dean, M. Christopher; Feibel, Craig S.; Antón, Susan C.; Kiarie, Christopher; Leakey, Louise N. (2012). "New fossils from Koobi Fora in northern Kenya confirm taxonomic diversity in early Homo". Nature. 488 (7410): 201–204. Bibcode:2012Natur.488..201L. doi:10.1038/nature11322. PMID 22874966. S2CID 4431262.
  17. Margvelashvili, A.; Zollikofer, C. P. E.; Lordkipanidze, D.; Peltomäki, T.; Ponce de León, M. S. (2013). "Tooth wear and dentoalveolar remodeling are key factors of morphological variation in the Dmanisi mandibles". Proceedings of the National Academy of Sciences (in انګليسي). 110 (43): 17278–83. Bibcode:2013PNAS..11017278M. doi:10.1073/pnas.1316052110. ISSN 0027-8424. PMC 3808665. PMID 24101504.
  18. Lordkipanidze, D.; Ponce de León, M. S.; Margvelashvili, A.; Rak, Y.; Rightmire, G. P.; Vekua, A.; Zollikofer, C. P. E. (2013). "A Complete Skull from Dmanisi, Georgia, and the Evolutionary Biology of Early Homo". Science (in انګليسي). 342 (6156): 326–331. Bibcode:2013Sci...342..326L. doi:10.1126/science.1238484. ISSN 0036-8075. PMID 24136960. S2CID 20435482.
  19. Tattersall, I. (2001). "Classification and phylogeny in human evolution". Ludus Vitalis. 9 (15): 139–140. خوندي شوی له the original on 2021-04-15. بياځلي په 2020-06-08. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)