هوموسټاسس (توازن)

په بيالوژي کې، هوموسټاټس ټينګ/ثابت داخلي، فيزيکي او کيمياوي حالاتو وضعيت دی چې د ژوند د نظامونو په مټ پايږي. دا د ژوند لپاره تر ټولو زيات کار کوونکی حالت دی چې ګڼ متغيرات پکې شامل دي، لکه د بدن تودوخه او د مايعاتو توازن، کوم چې له مخکې څخه د ټاکل شويو حدودو (هوموسټيټيک دايرې) په داخل کې ساتل کېږی. په نورو متغيراتو کې د ګڼ حجروي مايعاتو pH، د سوډيم، پوټاشيم او کلشيم ايون او تر څنګ يې هغه لکه د وينې د شوګر کچه شامل دي، دا اړتيا لري چې چاپېريال، خوراک، يا کار په سطحه بدلونونو ته له کتنې پرته په منظم ډول اداره شي. دا هر متغير په يو يا ډېرو تنظيمونو يا هوموسټاټس طريقو په مټ سمباليږي، کوم چې په شريکه ژوند جاري ساتي.[۱]

هومويوسټاټسس د بدلون د تطبيقي مقاومت په پايله کې منځ ته راوړل کېږي، کوم چې له مخکې څخه په تر ټولو غوره حالتونو کې وي او توازن د ډېرو انتظامي تګلارو په مټ جاري ساتل کېږي. په ټولو هومويوسټاټسس سمبالښت تګلارو کې د متغير د تنظيمولو لپاره لږ تر لږه درې يو په بل پورې تړلي عناصر/اجزاء موجود وي چې هغه دا دي: يو تر لاسه کوونکی، د سمبالښت يو مرکز او يو عملي کوونکی. تر لاسه کوونکی يوه حسي برخه ده، کوم چې په چاپېريال کې بدلون څاري او په وړاندې يې غبرګون ښيي، که هغه بهرنی وي که داخلي وي. په تر لاسه کوونکو کې حرارتي تر لاسه کوونکي او میکانيکي تر لاسه کوونکي شامل دي. د سمبالښت مرکزونو کې تنفسي مرکز او «رينن-انجيوټينسن» نظام شامل دي. عملي کوونکی هغه هدف دی چې عمل پرې تر سره شوی دی، تر څو بدلون بېرته عادي حالت ته راوګرځوي. په حجروي کچه، په عملي کوونکو کې هستوي تر لاسه کوونکي شامل دي، کوم چې د پورته تنظيم يا ښکته تنظيم په مټ د جين په څرګنداوي کې بدلون راولي او په منفي غبرګونونو تګلارو کې عمل کوي. د دې يوه بېلګه په ينه کې د صفراوي اسيدونو (تيزابيت) سمبالښت دی.[۲][۳][۴]

د رينن – انجيوټينسن نظام په څېر ځېنې مرکزونه، له يو څخه زيات متغيرات کنترولوي (سمبالوي). کله چې تر لاسه کوونکی محرک محسوسوي، هغه د سمبالښت/ادارې یو مرکز ته د کار د وړتياوو په استولو سره غبرګون ښيي. د سمبالښت مرکز د ټاکلي متغير لپاره د ساتنې حدود ټاکي – د منلو وړ لوړ او ښکته حدود – لکه د تودوخې درجه. د سمبالښت مرکز د يو مناسب ځواب په ټاکلو سره دې اشارو ته ځواب وايي او بيا يو عملي کوونکي ته اشارې (سيګنلونه) استوي چې شونې ده دا يو يا زيات اعضاء وی، يو غړی وي يا يوه غده وي. کله چې اشاره تر لاسه او تر عمل لاندې ونيول شي، له دې وروسته تر لاسه کوونکي ته منفي غبرګون ورکول کېږي، کوم چې د لا زياتو اشارو ورکولو لپاره اړتيا دروي.[۵]

د «کينابينويډ» تر لاسه کوونکی ۱ بڼه (CB1) چې په «پري سايناپټيک نيوران» (د عصب حجره) کې موقعيت لري، یو داسې تر لاسه کونکی دی چې کولای شي په «پوسټ سينيپټک نيوران» کې د فشار لرونکي نيورو ټرانسميټر (لېږدونکی عصب) د وتلو مخه ونيسي، دا د «اینډوکانا بينويډز (ECs) لکه انانډامايډ (N-arachidonoylethanolamide; AEA) او 2-arachidonoylglycerol (2-AG) له لارې د يو «ريټروګريډ» اشاره ورکولو د پروسې په مټ فعاليږي، په کوم کې چې دا مرکبات د «پوسټ سينيپټک نيورونز» په مټ جوړيږي او له هغې څخه خارجيږي او هوميوسټاسس (توازن) د تر لاسه کولو لپاره نيورو ټراسميټر (عصبي لېږدونکي) د خارجولو د بېرته بدلون لپاره له CB1 تر لاسه کوونکو سره د بيا یو ځای کېدو په موخه پري سينيپټک پای ځای ته بېرته راځي.[۶]

ګڼ غوړ غېز اشباع شوي اسيدونه (PUFAs) له اوميګا-۳ څخه اخستل شوي غوړ دي (ډوکوسائيکسيونک اسيد DHA  او ايکوساپنټينک اسيد EPA) يا له اوميګا-۶ څخه (اراچيډونک اسيد ARA) دي کوم چې له «فاسفوليبيد» پردې څخه جوړ شوي دي او د «پريکوربينويډ» (ECs) د مخکينۍ مادې په توګه کار ځينې اخستل کېږي، کوم چې د بدن د هوميوسټاسس په کره نظم کې د پام وړ اغېزې لري.[۷]

د نوم رېښه

سمول

د هوميوسټاسس ټکی له دوه ټکو څخه جوړ شوی دی چې هغه هوميو او بل يې سټاسس دی، له يوناني څخه نوې لاتينې ژبې ته راغلی چې هوميو يې د «ورته/يوشان» معنا لري  او سټاسس يې د «د تل لپاره د ولاړ» معنا لري او دا په شريکه سره د «يو شان پاتې کېدو» معنا منځ ته راوړي.[۸][۹]

تاريخ

سمول

د کورني چاپېريال د تنظیم تصور فرانسوي فيزيولوجست «کلاډ برنارډ» په ۱۸۴۹ز کال کې تشریح کړ او په ۱۹۲۶ز کال کې «والټر بريډفورډ کيننن» د هوميوسټاسس ټکی وضع کړ. په ۱۹۳۲ز کال کې، يو برتانوي فيزيالوجسټ «جوزف بارکرافټ» لومړی هغه څوک و چې ويې ويل د لوړو دماغو عمل تر ټولو زیات ثابت داخلي چاپېريال ته اړتيا لري. په همدې بنسټ د «بارکرافټ» په اند «هوميوسټاسس» نه يواځې دا چې د دماغو له خوا تنظيمېدو-بلکې هوميوسټاسس د دماغو په خدمت کې و. هوميوسټاسس تقريباً يوه ځانګړې بيالوژيکي اصطلاح ده کومه چې د «برنارډ» او «کيننن» له خوا وړاندې شويو تصوراتو ته اشاره کوي، کومه چې د داخلي چاپېريال د پايښت اړوند ده، په کوم کې چې د بدن حجرې اوسېږي او پايږي. د سايبرنيټک اصطلاح د «ترموسټات» په څېر تخنيکي سمبالښت په نظام باندې کېږي، کوم چې د هوميوسټيټک تګلارې په توګه کار کوی، خو ډېر ځله د دې تعريف د هوميوسټاسس د بيالوژيکي اصطلاح په پرتله په ډېرې پراخې کچې سره کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ژونديو

سمول

د ټولو ژونديو موجوداتو ميټابولیکې پروسې يواځې په ځانګړو بدني او کيمياوي چاپېريال کې تر سره کېږي. په هر ژوندي موجود کې او له دې سره چې ايا کيمياوي پروسې د حجرې په داخل کې منځ ته راځي او که په هغو منځنيو مایعاتو کې چې په حجرو کې لامبو وهي، دې ته په کتنې سره شرايط بدلون مومي. په انسانانو او نورو تي لرونکو کې تر ټولو مشهور هوميوسټټيک طريقه هغه تنظيمونکي دي، کوم چې له حجرو څخه دباندې مايع (يا «داخلي چاپېريال») جوړښت ثابت اومستقل ساتي، په ځانګړي ډول د تودوخې درجې، pH، اسموللاليټي او د سوډيم، پوټاشيم، ګلوکوز، کاربن ډای اکسايډ او اکسيجن د غلاظت په اړوند. په هر حال، ډېری نورې هوميوسټيټک تګلارې، په کومو کې چې د انسان د فيزيالوژۍ ډېرې اړخونه رانغښتي دي، په بدن کې نورې هستې اداره کوي. چېرته چې د متغيراتو کچه له اړتيا څخه زياته لوړه يا ښکته وي، دا ډېر ځله په ترتيب سره د هايپر- يا هايپو – مختاړی لري، لکه «هايپر ترميا» او «هايپوترميا»، يا «هايپرټينشن» او «هايپوټينشن».

که يوه هسته د هوميوسټيټک په طريقې سره کنترول کېږي (اداره کېږي)، نو د دې مطلب دا نه دی چې د هغې ارزښت په روغتیا کې په ټوله معنا ثابت او مستحکم دی. د بېلګې په ډول، د بدن بنيادي د تودوخې درجه، د دماغو د هايپوتيمس کې د تودوخې درجه د سينسر (حسي) سره د هوميوسټيټيک تګلارې په مټ اداره کېږي. خو بيا هم، د تنظيمونکي برابرونکې نقطه په منظم ډول بيا جوړېږي. د بېلګې په ډول، د ورځې په اوږدو کې په انسانانو کې د بدن د تودوخې درجه بدلون مومي (يعنې د شپې ورځې په ترتيب واقع کېږي)، په داسې حال کې چې د شپې له مخې تر ټولو ښکته د تودوخې درجه وي، او په ماسپښين کې تر ټولو لوړه درجه وي. د تودوخې د درجې نور عادي بدلونونو کې د مياشتيني عادت (حيض) جریان شامل دی. د تودوخې درجې د تنظيمونکو برابرونکې نقطې د عفونيت پر مهال بيا جوړيږي، څو تبه توليد کړي. ژوندي موجودات د دې وړتيا لري چې تر يو بريده د بدلون موندونکو حالاتو سره برابرښت پيدا کړي، لکه د هماهنګۍ د پروسې له لارې په لوړو سيمو کې د تودوخې د بدلونونو او د اکسيجن د کچې د بدلون پر مهال.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

هوميوسټاسس په بدن کې هر کار نه اداره کوي. د بېلګې په ډول له سينسر (احساسونکي) څخه عملي کونکي ته اشارې (که هغه د عصب له لارې وي او که د هارمونونو له لارې) د سينسر (احساسونکي) په مټ تر لاسه کېدونکې د ناسم لوري په خوا او د سختوالي په اړه معلوماتو د رسولو لپاره په ترتيب کې ډېر زیات متغير وي. په همدې ډول د عملي کوونکي غبرګون د تېروتنې د په شا کولو لپاره په لوړه کچه د برابرښت اړتيا لري – په حقيقت کې دا بايد د هغې تېروتنې په تناسب سره (خو په مخالف لوري) په مخالف لوري کې وي، کومه تېروتنه چې داخلي چاپيريال ته ګواښ پېښوي. د بېلګې په ډول، په تي لرونکو کې د شرياني وينې فشار د هوميوسټيټک په طريقې سره اداره کېږي، او د داخلي «کيرويډ» شيريانونو په پيل کې aortic arch او carotid sinuses په ديوالونو کې د غزېدلو عملي کوونکو په مټ اندازه کېدای شي. حسيات د حسي اعصابو په مټ د دماغو «ميډولا اوبلونګاټا» ته پيغامونه استوي، له کوم څخه چې دا څرګندېږي چې د وينې فشار لوړ شوی که راغورخېدلی دی او اوس څومره دي. له دې وروسته ميډولا اوبلونګاټا د خپلواک اعصابي نظام سره تړلي موټر يا بهرني عصبي نظام په مټ په بېلا بېل ډول اغېز کونکو غړيو کې پیغامونه تقسيموي، د کوم فعالیت چې په پايله کې بدلون مومي، تر څو د وينې په فشار کې تېروتنه مخ په شا بوځي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. Gordon., Betts, J. Anatomy and physiology. DeSaix, Peter., Johnson, Eddie., Johnson, Jody E., Korol, Oksana., Kruse, Dean H., Poe, Brandon. Houston, Texas. p. 9. ISBN 9781947172043. OCLC 1001472383.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  2. Martin, Elizabeth (2008). A dictionary of biology (6th ed.). Oxford: Oxford University Press. pp. 315–316. ISBN 978-0-19-920462-5.
  3. Biology Online (27 October 2019). "Homeostasis". Biology Online. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2020. بياځلي په 27 October 2019.
  4. Kalaany, NY; Mangelsdorf, DJ (2006). "LXRS and FXR: the yin and yang of cholesterol and fat metabolism". Annual Review of Physiology. 68: 159–91. doi:10.1146/annurev.physiol.68.033104.152158. PMID 16460270.
  5. Marieb EN, Hoehn KN (2009). Essentials of Human Anatomy & Physiology (9th ed.). San Francisco: Pearson/Benjamin Cummings. ISBN 978-0321513427.
  6. Lovinger, David M. (2008), "Presynaptic Modulation by Endocannabinoids", in Südhof, Thomas C.; Starke, Klaus (eds.), Pharmacology of Neurotransmitter Release, Handbook of Experimental Pharmacology (in انګليسي), vol. 184, Springer Berlin Heidelberg, pp. 435–477, doi:10.1007/978-3-540-74805-2_14, ISBN 9783540748052, PMID 18064422
  7. Freitas, Hércules Rezende; Isaac, Alinny Rosendo; Malcher-Lopes, Renato; Diaz, Bruno Lourenço; Trevenzoli, Isis Hara; Reis, Ricardo Augusto De Melo (26 November 2018). "Polyunsaturated fatty acids and endocannabinoids in health and disease". Nutritional Neuroscience. 21 (10): 695–714. doi:10.1080/1028415X.2017.1347373. ISSN 1028-415X. PMID 28686542. S2CID 40659630.
  8. کينډۍ:Dictionary.com
  9. کينډۍ:MerriamWebsterDictionary
  10. Cannon, W.B. (1932). The Wisdom of the Body. New York: W. W. Norton. pp. 177–201.
  11. Cannon, W. B. (1926). "Physiological regulation of normal states: some tentative postulates concerning biological homeostatics". In A. Pettit (ed.). A Charles Riches amis, ses collègues, ses élèves (in فرانسوي). Paris: Les Éditions Médicales. p. 91.
  12. Zorea, Aharon (2014). Steroids (Health and Medical Issues Today). Westport, CT: Greenwood Press. p. 10. ISBN 978-1440802997.
  13. Smith, Gerard P. (2008). "Unacknowledged contributions of Pavlov and Barcroft to Cannon's theory of homeostasis". Appetite (in انګليسي). 51 (3): 428–432. doi:10.1016/j.appet.2008.07.003. PMID 18675307. S2CID 43088475.
  14. Riggs, D.S. (1970). Control theory and physiological feedback mechanisms. Baltimore: Williams & Wilkins.
  15. Hall, John (2011). Guyton and Hall textbook of medical physiology (12th ed.). Philadelphia, Pa.: Saunders/bich er. pp. 4–9. ISBN 9781416045748.
  16. Milsum, J.H. (1966). Biological control systems analysis. New York: McGraw-Hill.
  17. Marieb EN, Hoehn KN (2009). Essentials of Human Anatomy & Physiology (9th ed.). San Francisco: Pearson/Benjamin Cummings. ISBN 978-0321513427.
  18. Tortora, Gerard J.; Anagnostakos, Nicholas P. (1987). Principles of Anatomy and Physiology (Fifth ed.). New York: Harper & Row, Publishers. pp. 315–316, 475, 657–658. ISBN 978-0-06-350729-6.
  19. Khan Academy. "Homeostasis". Khan Academy. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 October 2019. بياځلي په 13 July 2018.
  20. Swedan, Nadya Gabriele (2001). Women's Sports Medicine and Rehabilitation. Lippincott Williams & Wilkins. p. 149. ISBN 978-0-8342-1731-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 May 2020. بياځلي په 11 October 2019.
  21. Weschler, Toni (2002). Taking Charge of Your Fertility. New York: HarperCollins. pp. 52, 316, 361–362. ISBN 978-0-06-093764-5.
  22. Tortora, Gerard J.; Anagnostakos, Nicholas P. (1987). Principles of Anatomy and Physiology (Fifth ed.). New York: Harper & Row, Publishers. pp. 315–316, 475, 657–658. ISBN 978-0-06-350729-6.
  23. Kluge, Matthew J. (2015). Fever: Its Biology, Evolution, and Function. Princeton University Press. p. 57. ISBN 9781400869831.
  24. Garmel, Gus M. (2012). "Fever in adults". In Mahadevan, S.V.; Garmel, Gus M. (eds.). An introduction to clinical emergency medicine (2nd ed.). Cambridge: Cambridge University Press. p. 375. ISBN 978-0521747769. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 December 2019. بياځلي په 11 October 2019.
  25. West, Bruce J (2006). Where Medicine Went Wrong: Rediscovering the Path to Complexity. Studies of Nonlinear Phenomena in Life Science. Vol. 11. New Jersey: World Scientific. doi:10.1142/6175. ISBN 978-981-256-883-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 March 2022. بياځلي په 23 January 2019.
  26. Longo, Giuseppe; Montévil, Maël (2014). Perspectives on Organisms. Lecture Notes in Morphogenesis. Springer. doi:10.1007/978-3-642-35938-5. ISBN 978-3-642-35937-8. S2CID 27653540.
  27. Shannon, Claude E.; Weaver, Warren (1963). The mathematical theory of communication (4. print. ed.). Urbana: University of Illinois Press. ISBN 978-0252725487.
  28. Rucker, R. (1987). Mind tools: the mathematics of information. Harmondsworth: Penguin Books. pp. 25–30.
  29. Koeslag, Johan H.; Saunders, Peter T.; Wessels, Jabus A. (1999). "The chromogranins and counter-regulatory hormones: do they make homeostatic sense?". Journal of Physiology. 517 (3): 643–649. doi:10.1111/j.1469-7793.1999.0643s.x. PMC 2269385. PMID 10358106.
  30. Tortora, Gerard J.; Anagnostakos, Nicholas P. (1987). Principles of Anatomy and Physiology (Fifth ed.). New York: Harper & Row, Publishers. pp. 315–316, 475, 657–658. ISBN 978-0-06-350729-6.