هولوسين په انګلیسي (Holocene چې تلفظ یې /ˈhɒl.əˌsiːn, ˈhɒl.oʊ-, ˈhoʊ.lə-, ˈhoʊ.loʊ-/ HOL-ə-seen, HOL-oh-, HOH-lə-, HOH-loh- دی) د ځمکپوهنې (جیولوژۍ) اوسنی پړاو دی په بله وینا موږ د ځمکپوهنې په هولوسين پړاو کې ژوند کوو. نوموړی پړاو له اوس څخه شاوخوا ۱۱۶۵۰ تقويمي یا تصحیح شوې کاله مخکې (شاوخوا ۹۷۰۰ م.ز کال) د ورستي کلنګلیز پړاو له پای ته رسېدو څخه را وروسته پیل شو، د کنګل د تختو د ویلې کېدنې ښکارنده هم په هولوسين کې پېښه شوه. هولوسين او پلیټوسین په ګډه کواټرنري پړاو جوړوي په بله وینا کواټرنري پړاو د هولوسين او پلیټوسین په مجموعې مشتمل دی. هولوسين د اوسني تودې دورې په نامه چې MIS 1 بلل کېږي، هم پېژندل کېږي. ځینې پوهان هولوسين پړاو، په پلیټوسین پړاو کې د دوه کنګلیزو پړاوونو (interglacial) ترمنځ یو پړاو ګڼي چې پلنډرین انټرګلاسیکل (Flandrian interglacial) پړاو بلل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

هولوسين د انساني نوعو په چټکۍ سره د ډېرښت، ودې او د ټول لیکلي انساني تاریخ، د ټکنالوجۍ انقلابونو، د سترو مدنيتونو پراختيا او اوسني ښاري ژوند ته د حالت بدلون په ګډون په نړيواله سطح د بشري اغېزو سره مطابقت لري. په لیتوسفیر یا هایدروسفیر او اتموسفیر د انسانانو د ورستیو اغېزو په ګډون، په ځمکې او ایکوسیتمونو ېې د بشر د معاصرې دورې اغېزې به د نوعو د د تکامل په راتلونکي د پام وړ اغېز ولري. د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د ځمکپوهنې نړیوالې ټولنې د ځمکپوهنې د نړیوالې اتحادیې (International Union of Geological Sciences)  په وړاندیز هولوسين پړاو د هوا د حالاتو په بنسټ درې وړو پړاوونو: ګرینلنډین (له ۱۱۶۵۰ کلونو مخکې څخه تر ۸۲۰۰ کلونو مخکې پورې)، نارتګریپیان (له ۸۲۰۰ کلونو مخکې څخه تر ۴۲۰۰ کلونو مخکې پورې) او مېګلیان (له ۴۲۰۰ کلنو مخکې څخه تر اوسه پورې) ووېشه، لکه څرنګه چې د قشر پېژندې په اړه د نړیولا کمېسیون (International Commission on Stratigraphy) له لوري وړاندیز شوي دي. تر ټولو ړومبنی پړاو ګرینلېنډین د مخکني کنګلیز پړاو وروسته د هوا د تودېدو له وجې مشهور دی. نارتګریپیان پړاو د سمندرونو په بهیرونو کې د کنګل د تختو د ویلې کېدنې په پایله کې د رامنځته شوې ګډوډۍ له امله د ډېرې سړېدنې په واسطه پېژندل کېږي. د هولوسين تر ټولو وروستی پړاو اوسنی مېګالیان دی، دا پړاو له شديدې وچکالی سره چې تر ۲۰۰ کاله پورې وغزېدله، پیل شو.[۶]

رېښه

سمول

دا کلمه د دوو لرغونو یوناني کلیمو څخه اخیستل شوې ده. هولوس (ὅλος) چې د "ټول" لپاره یوناني لغت دی. سین چې له یوناني کلیمي کاینوس ((καινός)) څخه مشتق شوې ده او د "نوي" په معنا ده. مفهوم یې دا دی چې دا پړاو "په بشپړ ډول نوی" پړاو دی. د سین ('-cene') پسوند د سینوزوییک دورې د ټولو پړاوونو لپاره کارول کېږي.[۷][۸][۹]

عمومي کتنه

سمول

د ستراتیګرافۍ (قشر پېژندنې چې د جیولوژۍ یوه ځانګه ده) د نړیوال کمېسیو له خوا دا منل شوې ده چې هولوسین له اوس څخه تقریباً ۱۱۶۵۰ تقويمي کاله مخکې (۹۷۰۰ م.ز کال) پیل شوی دی. د کواټرنري سټراتیګرافۍ فرعي کمیسیون (SQS) هولوسین ته په اشارې کولو کې د ‘وروستني‘ اصطلاح کارول ناسم بولي او د ’معاصر ‘ اصطلاح ښایي د اوسنیو پروسو لپاره وکارول شي. نوموړی کمېسیون د دې یادونه هم کوي چې د فلانډري اصطلاح باید د هولوسین لپاره د معادل په توګه وکارول شي، که څه هم چې د منسوخ کېدو په حال کې ده. په هر ترتیب، د ستراتیګرافۍ په اړه نړیوال کمېسیون، هولوسین هغه پړاو بولي چې د پلېستوسین او په ځانګړې بڼه د وروستي ګنګلیز پړاو په تعقیب سره پیل شوی دی. د وروستي کنګلیز پړاو لپاره سیمه ییز نومونه په شمالي امریکا کې ویسکونسینان، په په اروپا کې ویچیسیلیان، په برتانیا کې ډېوېنسیان، په چیلي کې لیانقوینهو (Llanquihue) او په نیوزیلنډ کې اوتیران شاملوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هولوسین د اقلیمي نوساناتو پر بنسټ په پنځو مهالنیو انټروالونو یا کرونوزونونو وېشل کېدای شي: [۱۶]

  • پري بوریال (۱۰ کیلو کاله ـــ ۹ کیلو کاله مخکې له اوس څخه [BP ka])
  • بوریال (۹ کیلو کاله ـــ ۸ کیلو کاله له اوس مخکې )
  • اتلانتیک (۸ کیلو کاله ـــ ۵ کیلو کاله له اوس مخکې)
  • سب بوریال ( ۵ کیلو کاله ــ۲.۵ کیلو کاله له اوس مخکې)
  • سب اتلانتیک ( ۲.۵ کیلو کاله ـــ تر اوسه)
  • یادښت: د [BP ka] معنا له اوس (چې ۱۹۵۰ ز کال د حاضر حال یا اوس په توګه منل شوی دی) څخه مخکې کیلو کال دی، یعنې له ۱۹۵۰ز کال څخه ۱۰۰۰ کاله مخکې (دC14  رادیوکاربني کلونه چې دقت او صحت یې له ستندرد سره نه دی سنجول شوي)

ځمکپوهان چې په بېلابېلو سیمو کې کار کوي  د سمندر په سطحو کې، په خټینو خندقونو کې او د کنګلونو په هستو کې د بېلابېلو مېتودونو په واسطه نمونې په داسې توګه تر مطالعې لاندې نیسي چې د بایټ-سرناندر د سلسلې ثبوت او اصلاح ته هم پکې کتنه کوي. دا د اقلیمي دورو یوه طبقه بندي ده چې په ابتدایي ډول د خوسا شویو خزو (peat mosses) په خندقونو کې د نباتاتو د پاتې شونو په واسطه تعریفېږي. که څه هم د 14C د تاریخ اېښودنې دغه مېتود ته یو وخت لېوالتیا لږ وه ځکه چې له ادعا کېدونکو زماني کرونوزونونو سره یې سمون نه درلود، خو اوس څېړونکو د یوریشیا او شمالي امریکا په بېلابېلو برخو کې یو عمومي سمون موندلی دی. دغه طرحه د شمالي اروپا لپاره تعریف شوې وه، حال دا چې د اقلیم د بدلون په اړه ادعا دا وه چې په لا پراخه کچه واقع کېږي. د یادې طرحې دورې له هولوسین نه مخکې د وروستي کنګلیز پړاو یو څو وروستني نوسانونه شاملوي او ورپسې د نږدې ماقبل التاریخ دورې اقلیمونه طبقه بندي کوي.[۱۷][۱۸][۱۹]

د لرغوني ژوند پېژندونکو (Paleontologists) د هولوسین لپاره په سیمو کې د ژوو د خورېدو هېڅ پړاوونه نه دي تعریف کړي. که چېرې فرعي وېشونه اړین وي، معمولاً د انسان د تکنالوژيکي پرمختګ دورې، لکه د تیږې منځنۍ دوره، د تیږې نوې دوره او د ژېړ (برونز) دوره کارول کېږي. په هر حال، هغه مهالني پړاوونه چې په دغو اصطلاحاتو کې اشاره ورته شوې ده، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د یادو تکنالوژیو له ظاهرېدو سره په تړاو، یو له بله توپیر لري.[۲۰]

د ځینو پوهانو له نظره، یو دریم وېش، چې انتروپوسین دی، اوس پیل شوی دی. دا اصطلاح د اوسني وخت د انټروالونو د ښودلو لپاره کارول کېږي، په کوم کې چې زیات شمېر په جیولوژیکي توګه د پام وړ حالتونه او پروسې، د انسانانو د فعالیتونو له امله بدلې شوې دي. 'انتروپوسین' ('Anthropocene'ـــ هغه اصطلاح چې پاول جې. کروتزن او ایوګین ستورمر په ۲۰۰۰ ز کال کې رامنځته کړه) په رسمي توګه د یو جیولوژیکي واحد په توګه نه ده تعریف شوې. د ستراتيګرافۍ په اړه د نړیوال کمیسیون د کواټرنري سترتیګرافۍ اړوند فرعي کمیسیون یو کاري ټیم لري تر څو تشخیص کړي چې نوموړی د واحد په توګه وبلل شي او که نه. د ۲۰۱۹ز کال په مې میاشت کې، د یاد کاري ټیم غړو انتروپوسین ته د رسمي کرونو-ستراتیګرافیک واحد په توګه رایه ورکړه او د شلمې پېړۍ د نیمایي ستراتیګرافیک سېګنالونه یې ورته د قاعدې په توګه ونیول. د دقیقو معیارونو په اړه لا هم پرېکړو ته اړتیا ده، له کومو وروسته چې باید اړوندې سپارښتنې هم د کاري ټیم د اصلي بدنې (په نهایت کې د ځمکپوهنې د علومو نړیوالې اتحادیې) له خوا تایید شي.[۲۱][۲۲]

ځمکپوهنه

سمول

هولوسین د ځمکپوهنې یو پړاو دی چې له پلېستوسین څخه راوروسته په مستقیم ډول پیل شوی دی. هغه قاره یي حرکتونه چې سرچینه یې صفحه یي تکتونیکي حرکتونه دي، د یوازې ۱۰۰۰۰ کلونو په یوه محدوده کې له یو کیلومتر څخه لږ دي. په هر ترتیب، د کنګلونو ویلې کېدل د هولوسین په لومړنۍ برخه کې د شاوخوا ۳۵ مترو (۱۱۵ فټو) په اندازه او د هولوسین په وروستۍ برخه کې د ۳۰ نورو مترو په اندازه د سمندرونو د سطحې د لوړېدو لامل شوي دي. سربېره پر دې، د شمالي عرض البلد شاوخوا ۴۰ شمالي درجو څخه پورته ډېرې سیمې د پلېستوسین د کنګلونو د وزن له امله تر فشار لاندې وې او له کنګل نه د راوروسته د پلېستوسین او هولوسین پړاوونو په وروستیو کې له کنګلیز پړاو-وروسته د بیا راګرځېدو (post-glacial rebound) له کبله تر ۱۸۰ مترو (۵۹۰ فټو) پورې جګې شوې دي او لا تر اوسه هم د جګېدو په حال کې دي.[۲۳]

د سمندرونو د سطحې جګېدلو او د وچې لنډ مهاله ټیتېدلو په هغو سیمو باندې د سمندرونو یرغل ته لاره هواره کړه چې اوس له سمندرونو څخه لرې پرتې دي. د بېلګې په توګه، د وېرمونټ او مشیګان په شان ځایونو کې له هولوسین پړاو څخه پاتې سمندري فوسیلونه موندل شوي دي. له لوړو عرض البلدونو د لنډ مهالو هغه سمندري یرغلونو نه پرته د هولوسین فوسیلونه چې د کنګلونو تر فشار لاندې راتلو سره تړاو لري، په عمده ډول د سواحلو په بسترونو، سېلابي دښتو او د غارونو په رسوبي تیږو (cave deposits) کې موندل کېږي. د هولوسین سمندري رسوبات، د ټیټو عرض البلدونو د سواحلو د خطوطو په امتداد کې نادر دي ځکه د دغې دورې په بهیر کې د سمندر د سطحې لوړېدل د ګنګل څخه پرته د نورو سرچینو درلودونکو له ټولو احتمالي تکتونیکي جګېدونو څخه زیاتېږي.[ مرجع ته اړتیا ده ][۲۴]

سرچينې

سمول
  1. کينډۍ:MerriamWebsterDictionary
  2. کينډۍ:Dictionary.com
  3. Walker, Mike; Johnsen, Sigfus; Rasmussen, Sune Olander; Popp, Trevor; Steffensen, Jorgen-Peder; Gibrard, Phil; Hoek, Wim; Lowe, John; Andrews, John; Bjo Rck, Svante; Cwynar, Les C.; Hughen, Konrad; Kersahw, Peter; Kromer, Bernd; Litt, Thomas; Lowe, David J.; Nakagawa, Takeshi; Newnham, Rewi; Schwander, Jakob (2009). "Formal definition and dating of the GSSP (Global Stratotype Section and Point) for the base of the Holocene using the Greenland NGRIP ice core, and selected auxiliary records" (PDF). Journal of Quaternary Science. 24 (1): 3–17. Bibcode:2009JQS....24....3W. doi:10.1002/jqs.1227. Archived (PDF) from the original on 2013-11-04. نه اخيستل شوی 2013-09-03.
  4. Fan, Junxuan; Hou, Xudong. "International Chronostratigraphic Chart". International Commission on Stratigraphy. Archived from the original on January 13, 2017. نه اخيستل شوی June 18, 2016.
  5. Oxford University Press – Why Geography Matters: More Than Ever (book) – "Holocene Humanity" section https://books.google.com/books?id=7P0_sWIcBNsC Archived 2019-12-31 at the Wayback Machine.
  6. Amos, Jonathan (2018-07-18). "Welcome to the Meghalayan Age a new phase in history". BBC News. Archived from the original on 2018-07-18. نه اخيستل شوی 2018-07-18.
  7. The name "Holocene" was proposed in 1850 by the French palaeontologist and entomologist Paul Gervais (1816–1879): Gervais, Paul (1850). "Sur la répartition des mammifères fossiles entre les différents étages tertiaires qui concourent à former le sol de la France" [On the distribution of mammalian fossils among the different tertiary stages which help to form the ground of France]. Académie des Sciences et Lettres de Montpellier. Section des Sciences (په فرانسوي). 1: 399–413. Archived from the original on 2020-05-22. نه اخيستل شوی 2018-07-15. From p. 413: Archived 2020-05-22 at the Wayback Machine. "On pourrait aussi appeler Holocènes, ceux de l'époque historique, ou dont le dépôt n'est pas antérieur à la présence de l'homme ; … " (One could also call "Holocene" those [deposits] of the historic era, or the deposit of which is not prior to the presence of man ; … )
  8. "Origin and meaning of Holocene". Online Etymology Dictionary. Archived from the original on 2019-08-08. نه اخيستل شوی 2019-08-08.
  9. "Origin and meaning of suffix -cene". Online Etymology Dictionary. Archived from the original on 2019-08-08. نه اخيستل شوی 2019-08-08.
  10. Gibbard, P. L.; Head, M. J. (2020-01-01), Gradstein, Felix M.; Ogg, James G.; Schmitz, Mark D.; Ogg, Gabi M. (eds.), "Chapter 30 - The Quaternary Period", Geologic Time Scale 2020 (په انګليسي), Elsevier, pp. 1217–1255, ISBN 978-0-12-824360-2, نه اخيستل شوی 2022-04-21
  11. Clayton, Lee; Moran, Stephen R. (1982). "Chronology of late wisconsinan glaciation in middle North America". Quaternary Science Reviews. 1 (1): 55–82. Bibcode:1982QSRv....1...55C. doi:10.1016/0277-3791(82)90019-1.
  12. Svendsen, John Inge; Astakhov, Valery I.; Bolshiyanov, Dimitri Yu.; Demidov, Igor; Dowdeswell, Julian A.; Gataullin, Valery; Hjort, Christian; Hubberten, Hans W.; Larsen, Eiliv; Mangerud, Jan; Melles, Martin; Moller, Per; Saarnisto, Matti; Siegert, Martin J. (March 1999). "Maximum extent of the Eurasian ice sheets in the Barents and Kara Sea region during the Weichselian" (PDF). Boreas. 28 (1): 234–242. doi:10.1111/j.1502-3885.1999.tb00217.x. S2CID 34659675. Archived (PDF) from the original on 2018-02-12. نه اخيستل شوی 2018-02-11. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  13. Eyles, Nicholas; McCabe, A. Marshall (1989). "The Late Devensian (<22,000 BP) Irish Sea Basin: The sedimentary record of a collapsed ice sheet margin". Quaternary Science Reviews. 8 (4): 307–351. Bibcode:1989QSRv....8..307E. doi:10.1016/0277-3791(89)90034-6.
  14. Denton, G.H.; Lowell, T.V.; Heusser, C.J.; Schluchter, C.; Andersern, B.G.; Heusser, Linda E.; Moreno, P.I.; Marchant, D.R. (1999). "Geomorphology, stratigraphy, and radiocarbon chronology of LlanquihueDrift in the area of the Southern Lake District, Seno Reloncavi, and Isla Grande de Chiloe, Chile" (PDF). Geografiska Annaler: Series A, Physical Geography. 81A (2): 167–229. doi:10.1111/j.0435-3676.1999.00057.x. S2CID 7626031. Archived from the original (PDF) on 2018-02-12. نه اخيستل شوی 2022-07-26. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  15. Newnham, R.M.; Vandergoes, M.J.; Hendy, C.H.; Lowe, D.J.; Preusser, F. (February 2007). "A terrestrial palynological record for the last two glacial cycles from southwestern New Zealand". Quaternary Science Reviews. 26 (3–4): 517–535. Bibcode:2007QSRv...26..517N. doi:10.1016/j.quascirev.2006.05.005.
  16. Mangerud, Jan; Anderson, Svend T.; Berglund, Bjorn E.; Donner, Joakim J. (October 1, 1974). "Quaternary stratigraphy of Norden: a proposal for terminology and classification" (PDF). Boreas. 3 (3): 109–128. doi:10.1111/j.1502-3885.1974.tb00669.x. Archived (PDF) from the original on February 16, 2020. نه اخيستل شوی September 15, 2013. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  17. "Peat bogs as sources of proxy climatic data: past approaches and future research". Climate change and human impact on the landscape. (1993). Dordrecht: Springer. 47–56. DOI:10.1007/978-94-010-9176-3_5. ISBN 978-0-412-61860-4. 
  18. Viau, André E.; Gajewski, Konrad; Fines, Philippe; Atkinson, David E.; Sawada, Michael C. (1 May 2002). "Widespread evidence of 1500 yr climate variability in North America during the past 14 000 yr". Geology. 30 (5): 455–458. Bibcode:2002Geo....30..455V. doi:10.1130/0091-7613(2002)030<0455:WEOYCV>2.0.CO;2.
  19. Schrøder, N.; Højlund Pedersen, L.; Juel Bitsch, R. (2004). "10,000 years of climate change and human impact on the environment in the area surrounding Lejre". The Journal of Transdisciplinary Environmental Studies. 3 (1): 1–27.
  20. "Middle Ages | Definition, Dates, Characteristics, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). Archived from the original on 2021-06-11. نه اخيستل شوی 2021-06-04.
  21. Pearce, Fred (2007). With Speed and Violence. Beacon Press. p. 21. ISBN 978-0-8070-8576-9.
  22. "Working Group on the "Anthropocene"". Subcommission on Quaternary Stratigraphy. International Commission on Stratigraphy. January 4, 2016. Archived from the original on February 17, 2016. نه اخيستل شوی June 18, 2017.
  23. Gray, Louise (October 7, 2009). "England is sinking while Scotland rises above sea levels, according to new study". The Daily Telegraph. Archived from the original on 2022-01-11. نه اخيستل شوی June 10, 2014.
  24. Lajeuness, Patrick; Allard, Michael (2003). "The Nastapoka drift belt, eastern Hudson Bay: implications of a stillstand of the Quebec-Labrador ice margin in the Tyrrell Sea at 8 ka BP" (PDF). Canadian Journal of Earth Sciences. 40 (1): 65–76. Bibcode:2003CaJES..40...65L. doi:10.1139/e02-085. Archived from the original (PDF) on 2004-03-22.