هوسۍ يا د هوسۍ دوه مياشتنۍ مجله (په انگرېزي: Hosey bi-monthly Magaizne) له کابل نه د پښتو ژبې د خپرونې نوم و چې له ۱۳۸۲ ل. کال نه تر ۱۳۸۴ ل. پورې يې خپرونې کولې.

د هوسۍ خپرونې پوښۍ

مخينه

د دې مجلې لومړۍ گڼه په ١٣٨٢ (تله- لړم) کې چاپ شوه، دوه کاله يې خپرونې وکړې، ١٢ گڼې يې پر وخت چاپ شوې. وروستۍ گڼه يې په ١٣٨٤ (زمري- وږي) کې چاپ شوه.

دا مجله د افغانستان زياتو ولايتونو ته رسول کېده، چې د ځوانانو بېلابېلې ليکنې يې چاپولې. په هېڅ کوم ارگان پورې يې اړه نه درلوده او مالي مرسته هم خلکو ورسره کوله. څرنگه چې دې مجلې کوم دايمي مالي ملاتړ نه درلود، ځکه يې نو د مالي ستونزو له کبله خپرېدل وځنډېدل.

د لومړۍ گڼې سرليکنه يې

هر اوښتون او هره چار، د يوه مقصد له مخې کېږي، که څوک په خپل ژوند کې کوم مقصد ونه لري، بريالى کېږي نه. که يو ارمان، اقدام او کوښښ د عام ولس په گټه او د ملي ارزښتونو په رڼا کې وروزل شي، له شک پرته چې ټوليز (عمومي) ملاتړ به يې هم مل او ملگرى وي.

اوس مهال په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ گنگوسي تاوده دي او په نړيواله کچه تبليغات روان دي، چې په افغانستان کې به مطبوعات سل په سلو کې ازاد او خپلواک وي. خو که نړيوالو مطبوعاتي قوانينو ته پام وکړو او د پرمختللو هېوادونو خپرونې هم تر کتنې لاندې ونيسو، يوه يې هم سل په سلو کې خپلواکه او ازاده نه ده، خامخا به د دولت يا بل گوند د پاليسۍ يا ايډيولوژۍ سيورى ورباندې خپور وي.

په افغانستان کې لا اوضاع دېته نه ده تياره، چې مطبوعات دې د سانسور له زيندۍ څخه وژغورل شي. په کابل کې ځينې گونديزې خپرونې اوس هم روانې دي، چې پر ټنډه يې ليکل شوي: خپلواکه، ناپېيلې يا ازاده. خو زياتې دغسې خپرونې بيا د يوې ډلې له خوا کېږي، چې کوم مثبت مقصد يا ملي ارمان هم نه لري، ځکه په دغو ډلو کې هغه کسان گډون لري، چې لاسونه يې د ملت په وينو سره دي.

له ځينو ولايتونو څخه يوشمېر مجلې، جريدې او اوونيزې هم چاپېږي، چې بشپړه ملي مفکوره او ارمان يې په هره پاڼه او هره کرښه کې ښکاري، په کندهار، خوست، کونړ، ننگرهار، کابل، لغمان، پکتيکا، پېښور، کوټه او ځينو نورو بهرنيو هېوادونو کې د افغانانو له خوا ځينې داسې مجلې او جريدې چاپېږي، چې له مطبوعاتي معيارونو او ملي غوښتنو سره سمې ليکنې خپروي. دا په خپله زباتوي، چې فرهنگيالي لا ويده نه دي، بلکې په اغزنو حالاتو کې هم د خدمت جنډه هسکه ساتي.

موږ هوسۍ مجله هم په دې ارمان پيلوو، چې وکولاى شو، د ملي ارمان او هېوادنيو غوښتنو په يون کې يو گام واخلو، خو زموږ گام اخيستنه به د هوسۍ په کچه گړندۍ هم نه وي، ځکه انسان په وس پړ دى، خو بيا هم، په دې يون کې د خپلو هغو ملگرو او هملارو مننه کوو، چې زموږ له همکارۍ او مرستې څخه يې اوږې سپکې نه کړې. په ځانگړې توگه يار محمد شېرولي د ډېرې ستاينې او مننې وړ گڼو، چې زموږ مرسته يې کړې ده. دغه راز د لومړۍ گڼې لپاره دغو زمريانو هم د هوسۍ له ژوند سره وفا وکړه: تازه گل شينواري، فضل الله دوست، عبدالغفارهوتخېل او ډيپلوم انجنير عبدالمجيد.

هوسۍ به ملي گټو ته په پام سره ليکنې خپروي او ټولو هېوادنيو ملي ارزښتونو ته درناوى لري، په مجله کې به د تعصب لرونکو، کرکجنو ليکنو او پاروونکو جملو سمونه کېږي. هوسۍ د ټولو ده، هرڅوک يې په ښه والي کې رغنده رول لوبولاى شي.

پيل

په افغاني ټولنه کې د رښتيني او صادقانه خدمت معيار نه دى څرگند، د استاد الفت خبره ده ’موږ خپل خدمتگاران نه پېژنو، خو باداران ډېر ښه پېژنو...‘البته موږ د دې فلسفې ژورو ته نه ځو او دا ادعا هم نه کوو چې گواکې موږ کوم ستر خدمت کړى او بايده ده دا ټولنه راشي او زموږ د درناوي لپاره دوه لاسي سلام راته وکړي، بلکې دلته غواړو په دې ټولنه کې ځينو ترخو حقايقو ته کتنه وکړو، چې ډېرې لږې اشارې ورته شوې دي. په دې ټولنه کې يوه ستره بدمرغي دا ده که ډېر صادقانه کار کوې، ډېرې خبرې درپسې کېږي، که لږ کار کوې، لږې او که هېڅ کار نه کوې، هېڅوک څه نه درپسې وايي. ستونزه په همدې کې ده چې زموږ ملي- کلتوري اشخاص که د صادقانه کار او زيار لپاره ملاوې تړي، لومړى د خپل ډگر د ملگرو له لوري له گڼو غبرگونونو سره مخ کېږي چې ځينې يې کار مثبت او ډېر نور يې منفي گڼي. حال دا چې زموږ همدغو رښتينو او صادقو ’خدمتگارانو‘ اکثره وخت سره له دې چې په خپل ډگر کې د ملت لپاره خپله انرژي کارولې ده، له خپل جېب څخه هم مصارف کوي او غواړي چې ټولنې ته څه ورکړي، داسې ټولنې ته چې لږ تر لږه يې د مثبت کار يادونه هم نه کوي، دا ښاغلى به په کور کې د خپل څراغ لپاره تېل هم نه لري، خو کوښښ به کوي چې خپلې خوارې ټولنې ته رڼا وروبخښي، بيا هم د استاد الفت خبره رااخلو: ’د چا په کور کې چې هره ورځ پسونه او چرگان حلالېږي، له هغه سره ارو مرو يا د لېوانو قدرت ملگرى دى، يا د گيدړانو چل او فرېب‘... ځينې کلتورپال اشخاص چې صادقانه کار کوي، د ټولنې له خوا ډېر نهيلي شوي دي، ځکه دوى د ټولنې د نيمگړتياوو او خرافاتو په ليدلو ځورېږي او کله چې غواړي دا حقايق راوسپړي او د حل لارې چارې يې په گوته کړي، خلک يې نه يوازې دا چې لارښوونې نه مني، ان چې د خپل منطق او خپل استدلال لړۍ رانښلوي، چې هېڅوک يې هم ورسره گز او مېچ نه شي کولاى. قلموال خو زيات مهال د خپل کار په بدل کې په ’تکفير‘، ’تطمېع‘ ، ’خرڅ شوي‘، ’د شهرت غوښتونکي‘ او نورو تورونو هم تورنېږي، ځکه اکثره مهال يوشمېر خلک کوښښ کوي په دوى کې يوازې او يوازې نيمگړتياوې پيدا او په هر مجلس کې پسې منفي تبليغ وکړي. يو به د دې لپاره په خپرونو کې نيمگړتياوې لټوي چې ځان نورو ته پوه او وړ وښيي او د ځان لپاره د بنډار او خبرو يوه زمينه برابره کړي، ځينې نور بيا له دې هڅې دا موخه لري چې د خپرونو د ځينو مسوول چلوونکو د غندنې لپاره يوه زمينه لاسته ورشي، دا ځکه چې په دې ټولنه کې اوس هم زيات عقده يي کسان موجود دي، چې په دې توگه هڅه کوي، خپل زړه ته يو سکون ومومي. البته دلته موږ د هغو خپرونو پر ستونزو رڼا اچوو، چې تر شا يې نه کومه موسسه ولاړه ده او نه هم بله مرستندويه ټولنه لري. زياتره مهال مو کلتورپاله ځوانان چې شپه او ورځ پر ځان يوه کوي او کومه خپرونه راباسي، وروسته په ټولنه کې داسې لمانځل کېږي چې ته وا کومه ستره درغلي يې کړې او يا يې هم د چا حق تر پښو لاندې کړى دى. که يو کس يې صادقانه خدمت يادوي، لس نور يې غندي، که يو کس يې د کار مثبت اړخونه راسپړي، لس نور يې منفي ټکي يادښتوي او يو مهال يې وريادوي، خو دا نيوکې او دا گوتنيونې کاشکې د ښه نيت له مخې وي، ځکه د ښه نيت له مخې که واى، خو څوک به ځان اصلاح او خپلې نيمگړتياوې به ليرې کړي. اصلي خبره دا ده چې موږ ډېر لږ شمېر صادق خدمتگاران لرو، چې په ټولنه کې مو د فرهنگي او ادبي زيار لپاره کار کوي، خو موږ افغانانو په خپل دې لوى شمېر سره نه يو توانېدلي چې د دوى زړونه وساتو، حال دا چې ځانونه تر نورو کم نه گڼو، بلکې غواړو چې له سيالو هېوادونو سره هم سيالي وکړو. موږ خو رښتيا هم په دې وياړو چې پنځه زره کلن تاريخ لرو او په نړۍ کې مو نوم او نښان شته، خو اوسنۍ نړۍ زموږ همدا ’حال‘ ته ډېر ارزښت ورکوي، په نړۍ کې تر ټولو وروسته پاته او له پرمختگ څخه بې برخې خلک گڼل کېږو، څوک مو هېواد د القاعده ځاله گڼي، څوک د ترياکو کندو، هغه هېوادونه چې ’زموږ په وړاندې وزېږېدل او رامنځته شول‘ تر موږ ځواکمن او په کلتوري ډگر کې مخکښ گڼل کېږي، نو نن گورو موږ د همدغو (بې تاريخه) هېوادونو مقابله نه شو کولاى، سر ځنې ټکوو. د ’اکثريت‘ دعوه خو هر ځاى په دنگه غاړه کوو، خو زيات وخت مو د وړو ډلو د لاسوهنو او د پښو د دربي له کبله په زړه کې وېرې غزونې کړي او همدا اوس يې هم هرڅه يې راڅخه لوټلي دي.(البته په دې خبره دې څوک خوا نه بدوي). هغه چې موږ ورباندې نازېدو، کله چې يې خپل ځان د واک تر لوړ پلاز پورې رسولى، بيا د نورو شوى او ان چې زموږ پرضد يې هڅې کړې دي. نن موږ وينو چې ځينې ډلې که هرڅنگه ځان ته پانگه او فنډ پيدا کوي، خو د خپلې ژبې د بډاينې او پرمختيا لپاره ټلويزيوني چينلونه جوړوي او ان چې په ټوله نړۍ کې يې خلک ويني، د خپل کلتور او خپلې ژبې د بډاينې او غنا لپاره ډېرې گټورې هڅې پيلوي، موږ چې د نړۍ په هره برخه کې پراته يو او ستر پانگوال په موږ کې شته، تر اوسه نه يو توانېدلي چې يو پښتو ټلويزيوني چينل دې ولرو، د ملي ارزښتونو د ساتنې دعوه هم کوو، خو د ساتنې او د گاونډيو هېوادونو له يرغلونو يې د ژغورنې ځواک نه لرو. دلته به د خپلواکو او بې پرې خپرونو د چلوونکو ځينې ستونزې په بېل- بېل ډول راواخلو.

تخنيکي چارې

زموږ اکثره خپرونې د چلوونکو له خوا برابرېږي، په دې مانا چې د چاپ او کمپوزولو ټول پړاوونه يې چلوونکي ترسره کوي، زموږ گڼې خپلواکې خپرونې فنډ نه لري چې د هر کار لپاره بېلابېل اشخاص وټاکي او معاش ورکړي، يو چلوونکى اړ دى په خپله په ليکوالو پسې لاړ شي ليکنې راټولې کړي، د کمپوزونې لپاره يې خوارۍ وگالي او ټولې ليکنې له سره وگوري، تصحيح يې کړي بيا د چاپ لپاره په خپله منډې ووهي، دغه راز تر چاپ وروسته د خپرونې د وېش لپاره په خپله لاس په کار شي. په شپو- شپو پر خپلې خپرونې کار وکړي، خو نه يوازې امتياز ونه لري، بلکې ډېره نوره قرباني هم بايد په يوازې سر ورکړي، دا ځکه چې که چېرې دى په دې بهير کې يوه لټي هم وکړي، خپرونه يې بندېږي او هېڅوک به يې هم همکاري ونه کړي، حال دا چې د خپرونې کمپوزول د کمپيوټر کار، تصحيح کول د تصحيح کال، وېش د وېشونکي او نور کارونو د نورو اشخاصو دي، چې بايد ترسره يې کړي. زموږ د ځينو خپرونو چلوونکي خپله زياته برخه انرژي په تخنيکي کارونو لگوي، چې د مرستې لپاره يې څوک نه وروړاندې کېږي، دا ځکه چې موږ که لږ څه په ځان کې موندلي بيا مو هڅه کړې چې له نورو ملگرو او د خپلې کړۍ له يارانو څخه د بېلتون او جلاوالي لپاره پلمې ولټوو. چې دا ستونزه په هر ولايت کې شته.

وټيزې ستونزې

د يوې خپلواکې خپرونې چلوونکي اړ دي د چاپ لپاره لگښت په خپله برابر کړي، چې دا په خپله يوه غټه ستونزه ده، د خپرونې يو چلوونکى چې لا يې د کارونو فشار او ستړيا نه وي ليرې شوې بيا اړ دى چې يوه بله ستړې هم وگالي. هر مهال له نورو د اقتصادي مرستو تمه لرل خو ناشونې خبره ده خو هغه کسان چې شتمني ورسره ده او جېب يې ډک دى، په زړه کې يې د خپل کلتور د پالنې او رغونې غم نه شته، که وي هم شمېره يې ډېره کمه ده. خو موږ وينو چې ځينې خپرونې که د ځينو مرستندويو ټولنو مالي ملاتړ لري، په پاڼو کې يې د لوستلو لپاره څه نه موندل کېږي، يا هم د موسساتو په خپرونو کې د ټولنې لپاره گټور مطالب نه شته، يوازې د دوى کاري رپوټونه او ځينې محاسبې خپرېږي. يو مهال يوه فرهنگي شخصيت غوښتل خپلې مجلې ته د يوه ملي تجار مرسته راجلب کړي، کله چې هغه ته ورغلى و، ښاغلي تجار ورته ويلي وو: ’اته ورځې مخکې له حج څخه راغلى يم او په همدې خوشحالي غواړم يوه ستره مېلمستيا او ټنگ ټکور جوړ کړم، چې دوه لکه افغانۍ لگښت پرې راځي، ستا د مجلې چاپول او نه چاپول په ما پورې اړه نه لري‘. د نړۍ په يوه هېواد کې هم دا نه شته چې يو مسوول چلوونکى دې هم ليکنې په خپله برابرې کړي، هم يې د کمپيوټر چارې پرمخ بوځي او هم ورته پانگه برابره کړي او يا يې په خپل لگښت سره چاپ کړي. په بهرمېشتو افغانانو کې هم دا ربړه ليدل کېږي، هلته هم هغه کسان چې يو څه د خپل کلتور د پالنې احساس لري، دومره اقتصادي پشتوانه نه لري او هغه کسان چې مالي پشتوانه لري هغوى نه غواړي چې خپلې پيسې بېځايه!! ولگوي. موږ يوازې د گوتو په شمېر داسې کسان لرو چې د سپېڅلي احساس تر څنگ دې شتمني هم ولري، د دغه وړ کسانو کار ټولنې ته معلوم دى.

تورونه او شکونه

د خپلواکو خپرونو چلوونکي په ټولنه کې له بېلابېلو شکونو سره مخ کېږي، که خپرونه په ښه معيار او ښه سکښت سره راوباسې، يوشمېر کسان د شک په رنگ او ترخو لړلې خبرې ورته کوي، ځينې خو دا خبره هم پسې غوټه کوي، چې ښايي دې چلوونکي له چا څخه پانگه اخيستې وي، چې په دې ښه معيار يې مجله خپره کړې ده. ته که په سلو مخونو کې مجله چاپوې، خامخا به په دې کې لس ليکنې داسې وي چې په لوستلو يې سړي ته زياته گټه رسېږي، خو که چېرې په دې سلو مخونو کې يوه مجله لږه کږه غوندې وه، يا کومه ليکنه د ځينو لوستونکو په طبعه برابره نه وه، دا ټول زحمتونه دې هېڅ دي، په دې ټولنه کې د گڼو کسانو خولې خلاصېږي او په ډېرو ترخو الفاظو دې د کار غندنه کوي. هسې خو هم د هر چا په جېبونو کې ټاپې شته، يا د ’تکفير‘ ټاپه درباندې لگوي يا د کومې بلې مذهبي او سياسي ډلې، چې دا ستونزه په دې ’روڼاندې‘ زمانه کې هم ورکه نه شوه. داسې هم نه ده چې سړى دې ټولې خپرونې په يوه ليکه کې ودروي، ځکه ځينې داسې خپرونې هم شته چې کومه ټاکلې موخه او تگلاره نه لري، کله له يوه داسې کس څخه ملي اتل جوړوي چې د ملت په وينو يې لاسونه سره دي، کله د يوه خاين او جنايتکاره پر گناهونو د پرده اچولو کوښښ کوي، چې دا ډول درغلۍ د خلکو له سترگو پټې نه دي او دا خپرونې هم خلکو ته معلومې دي.

فکري مبارزه

د خپرونې چلوونکي دي په ټولنه کې د خپلو اهدافو او تگلارې د خپراوي لپاره د ځينو منفي فکره کسانو په وړاندې مبارزه وکړي چې يوه اندازه انرژي يې دلته لگېږي. حال دا چې ولس بايد د خپرونې روحيه وگوري، هغه خپرونې دې ولولي چې غوښتنې يې منعکسوي او په خپلو بېځايه هڅو دې خپرونو ته ستونزه نه پيدا کوي. تر اوس مهاله پورې په هېواد کې داسې کومه اداره نه شته چې د خپلواکو او بې پرې خپرونو دفاعيه ځواک ورسره وي او د دوى دفاع وکړي، که داسې ادارې وي، د پښتو خپرونو لپاره په کې ځاى نه شته او دروازې يې د پښتو خپرونو په وړاندې تړلې دي. نو زموږ د گڼو خپرونو چلوونکي چې په خپله سيمه او ولايت کې له وسلوالو گواښونو، ننگوونو او چيلنجونو سره مخ کېږي، اړ دى چې په خپله مبارزه وکړي او له ځانه دفاعيه ځواک جوړ کړي، چې د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره چا کومه گټوره هڅه ونه ليده.

د خلکو غوښتنې

که خپرونه دې يو وخت په ښه سکښت او رنگه پښتۍ راووته خلک يې يو څه هرکلى کوي، خو بل وخت دې اقتصادي ستونزې لاسونه- پښې تړي، خلک بيا بېل ډول غبرگون ښيي ان چې کله خو يوه نيمه ترخه خبره هم کوي، چې دا ځل د مجلې صحافت او سکښت ته ولې د پخوا په شان پام نه دى شوى. که کوم وخت ستونزې درباندې گڼې شوې او ونه توانېدې مجله پر وخت راوباسې بيا هم خلک بېلابېل تورونه درباندې تړي، دوى که هرڅنگه کېږي مجله پر وخت غواړي، دېته نه گوري چې يوه مجله په څومره خوارۍ چاپېږي. ځينې کسان خو ځان ته تر خپل حد زيات حق مني او د يوې خپرونې چلوونکي ته وايي: ’تاسو ما ته پلانۍ گڼه نه ده رالېږلې، بايد چې ما ته هره گڼه پر وخت راولېږئ‘ حال دا چې دې ځوان به نه په خپرونه کې گډون لري، نه به همکاري ورسره کوي. که په خپرونه کې د ښځو برخه ولرې، د ماشومانو برخه نه وي، خلک يې غواړي، که چېرې سياسي ليکنې ډېرې خو اقتصادي ليکنې کمې وي، د اقتصاد مينه وال د اقتصادي ليکنو پر خپراوي ټينگار کوي، که چېرې ادبي برخه ولرې خو لنډې کيسې په کې کمې وي، گڼ ځوانان بيا دا غوښتنه لري چې بايد کيسې په کې ډېرې راشي. لوستونکي دېته حساب نه کوي، چې په دې خپرونه کې څوک- څوک کار کوي او چلوونکى يې که زيات زيار وباسي نو ښايي يوه سياسي ليکنه وکړي، چې په هغه معيار او کيفيت بيا اقتصادي ليکنه نه شي کولاى، لوستونکي دېته حساب نه کوي چې د ښځو برخې ته په منظم ډول ليکنې برابرول څومره ستونزمن کار دى، يا هم که کومه خپرونه هرې برخې ته پاڼې بېلکې کړي، څومره بېخوندي رامنځته کېږي، ځکه چلوونکى به اړ وي چې که چا ليکنې راونه لېږلې، نود ښځو، ماشومانو، اقتصاد او نورو برخو ته په خپله ليکنه وکړي، چې دا کار په خپرونه کې کليشه يي ليکنې زياتوي، که څوک يوازې د ماشومانو برخه په پام کې ونيسي، د هغوى په روحيه او سليقه ليکنې برابرول ډېر ستونزمن کار دى.

چاره

زموږ هغه هېوادوال چې مالي توان او اقتصادي حالت يې ښه وي، په کار ده چې خپل هېواد او خپل ويجاړ کلتور په پام کې ونيسي، له خپرونو سره دې په دې نيت مرسته وکړي، چې د خپل کلتور رغونه غواړي، دوى دې د خپرونو پر اشخاصو حساب نه کوي، د خپرونې پر منځپانگې دې حساب وکړي او هغو خپرونو ته دې دا مرستې برابرې کړي، چې افغاني روحيه ولري او يو څه په کې د لوستلو وړ مواد وي. شتمن خلک که ليکنې او په تول پوره مطالب په بيه نه شي رانيولاى په خپلو پيسو يوه ښه مجله چاپولاى شي چې په ټولنه کې به يې خلک دا قرباني ستايي او که نن يې څوک نه يادوي، کلونه وروسته به يې دا ټولنه په ښو يادوي. زموږ فرهنگپاله ځوانان دې په خپلو کې واړه او ذوقي اختلافونه پرېږدي، د يوه لوى ارمان لپاره دې کار وکړي، د خپل ملي او افغاني ارمان پر لار دې واړه اختلافونه په هېڅ کې وشمېري، هڅه دې وکړي، چې په رښتيني ډول خدمت وکړي. د خپرونو د زياتوالي پر ځاى دې د يووالي په مرسته يوه خپرونه تقويه شي چې هم د بېځايه مصارفو مخه نيول کېږي هم به کار د څو کسانو ترمنځ ووېشل شي او حجم به يې کم شي.