هوایي انډول

هوایي انډول ته هوایي تعادل یا لیویټېشن هم وایي. لیویټېشن (Levitation) د انگرېزۍ ژبې تکی دی چې د لاتین levitas څخه اخیستل شوی دی او مانا یې د یوه شي د انډول ساتل په هوا کې پرته د میخانیکي قوې څخه (پورته نیول) ده.

مقناطیسي انډول

کله چې سلطان محمود غزنوي پر هند برید وکړ نو یو عبادت ځای کې یې یو بُت ولید چې د ښه انډول سره په هوا کې ولاړ و. بُت په هیڅ څه شي تړل شوی نه و او په څه یې ډډه هم نه وه وهلې. چار د حیرانتیا وه. وروسته له څه انده سلطان حکم وکړ چې د عبادت ځای یو دېوال دې وران شي. د دېوال د لوېدو سره بُت راولوېد او ټوټې ټوټې شو. د دېوال د ورانولو سره په ډاگه شوه چې بُت د مقناطیسي ساحې په مرسته ولاړ و.

د هوایي انډول لاس ته راوړنه سمول

هوایي انډول په فزیک کې د پیاوړې مقناطیسي ساحې د لوړ غږ د څپو، پړاس او غاز څخه په لاس راتلی شي. ددغه چار ښه بېلگه به په چین کې الوتونکی اورگاډی وي چې د مقناطیسي انډول په الواک جوړ شوی دی.

سرچينې سمول

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب
  • د ویکيپیدیا پاڼې