هندوییزم په افغانستان کې

د افغانانو لږکۍ ډلې په افغانستان کې په هندوییزم عمل کوي، چې ویل کېږې تر ۲۰۲۱ کال پورې له ۳۰ څخه تر ۴۰ کسان وو او ډیریو یې د کابل او جلال اباد په ښارونو کې ژوند کاوو. افغان هندوان په قوم، پښتانه، هندکوان (هندکي)، پنجابي، یا سندي دي او په عمده توګه په پښتو، هندکو، پنجابي، سندي، دري او هندوستاني (هندي-اردو) خبرې کوي. [۱][۲]

افغان ولس د اسلامي فتوحاتو نه مخکې څو مذهبه و. په افغانستان کې د هندوانو مذهبي ځورونه، تبعیض او د مسلمانانو له خوا په زور اسلام ته د هندوانو اړول د دې لامل شوی چې افغان هندوان، د بودایانو او سیکانو په ګډون، له افغانستانه ووځي او تر ډېره هند ته کډه شي. [۳][۴]

په ۱۹۷۰ کلونو کې، د افغان هندوانو نفوس د ۸۰۰۰۰ او ۲۸۰۰۰۰ کسانو ترمنځ اټکل شوی و. یا په بل عبارت، د هغه وخت  نفوس له ۰.۷٪ څخه تر ۲.۵٪ پورې اټکل شوی و. خو وروسته دا نفوس د پرله پسې ځورونې، تبعیض او د اسلام د جبري منلو ترڅنګ د افغان جګړو له امله، په چټکۍ کم شو. [۵][۶]

مخینه

سمول

تر هندوکوانو هاخوا، د سیمې هندو-آریایي بومي اوسیدونکي، لکه پشه یې او نورستاني هم د لرغوني هندویزم د یو مذهب د پیروانو انګېرل کېږي، چې د قبیلوي کلتوري هویت پر مټ ګډ شوي دي. پښتانه، چې په افغانستان کې اکثریت قومي ډله ده (په رسمي توګه، کومه توکمیز سرشمیرنه نه ده شوې)، له پختا قبایلو څخه د ویدي نیکونو یوه برخه لري.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

"پختا، بهلاناس، وشانین، الینا او سیوا پنځه سرحدي قومونه وو. پختا په هغو غونډیو کې اوسېدل چې کروما ورنه سرچینه اخلي. زیمر دوی په اوسني ختیځ افغانستان کې په ګوته کوي او دوی د عصري پښتونو په توګه پېژني."

ګندهارا، چې د افغانستان سوېل ختیځ برخه یې تر پوښښ لاندې راوسلته، له ویدي دورې (له میلاد نه مخکې له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې) راهیسې د بودیزم تر څنګ د هندویزم مرکز هم و. د کابل شاهانو په دوران کې د هېواد په دې سوېل ختیځه سیمه کې د هندویزم وروستنۍ بڼه هم موجوده وه، چې د کابل په خیرخانه کې د برهمن معبد وموندل شو او په پکتیا ولایت کې د ګردیز د ګنیشا مجسمه وموندل شوه. زیاتره پاتې شوني د مرمرو مجسمو په ګډون، تر ۷مې – اتمې پېړۍ د کابل شاهانو تر دوران لرغونتیا لري. په ګردیز کې د ګنیشا مجسمه اوس د ۷- ۸ پېړۍ د ترک شاهانو دورې ته منسوبه ګڼل کېږي، خو د دوی د ځای ناستو هندو شاهانو (۹ -۱۰ پېړۍ) ته منسوبه نه ګڼل کېږي چې  همداسې ویل کېږي هم. لرغونتیا اساساً د لیکدود د تحلیل پر بنسټ ټاکل شوې ده، ځکه چې د دې مجسمې انځور پوهنه او لیکدود د فندقسان د بودايي معبد له آثارو سره خورا لوی ورته والی لري، چې هغه د همدې دورې لرغونتیا لري. د هندو شاهانو تر واکمنۍ لاندې هندویزم نوره وده هم وکړه، خو د غزنویانو په وخت کې د اسلام له ظهور سره، چې شاهانو ته یې ماتې ورکړه، له شدید زوال سره مخ شو. له دې سره، دا دین په افغانستان کې د یو مهم اقلیت په توګه تر ۲۱ پېړۍ پاتې شو، چې په دې وخت کې د پیروانو شمېر سلګونو ته راټیټ شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخچه

سمول

له تاریخ څخه مخکې زمانه او لرغونې زمانه (له میلاد نه مخکې ۳۳۰۰ – ۵۵۰)

سمول

دا چې هندوییزم کله په افغانستان کې پیل شو، په اړه یې کره معلومات نشته، خو تاریخپوهان وایي چې په لرغونو وختونو کې د هندوکش د سوېل سیمه ښایي د اندوس سیند د درې له تمدن (له میلاد نه مخکې ۳۳۰۰ - ۲۰۰۰) سره له فرهنګي اړخه په اړیکه کې وه.   

له میلاد نه مخکې شاوخوا ۲۰۰۰ – ۱۵۰۰ پورې، د دې سیمې هندو آرین اوسیدونکي (په عمده توګه د اوسني افغانستان ختیځ او سوېلي سیمې) د هندویزم پیروان وو. د دوی تر منځ مشهور یې ګندهاري او کمبوجا وو. پشه ئی او نورستاني د هندو-آریایی ویدي وګړو نننۍ بېلګې دي.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

پارسي، یوناني او موریان دورې (له میلاد نه مخکې ۵۰۰ – ۱۵۰)

سمول

زیاتره تاریخ پوهان په دې باور دي چې، له میلاد نه مخکې په ۳۳۰ کال کې د لوی سکندر او د هغه د یوناني پوځ له راتګ مخکې، افغانستان د لرغونو آریایانو استوګنځای و چې ورپسې هخامنشیان په کې استوګن شول. د سکندر له وتلو درې کاله وروسته، ورپستې د سیلوکي د سترواکۍ برخه شو . له میلاد نه مخکې په ۳۰۵ کې سیلوکي سترواکۍ، د سیلوکي- موریان په جګړې کې د هندوکش د سوېل سیمې کنټرول  هندي سترواکۍ "سنډروکوتس" ته له لاسه ورکړ.

سکندر دا سیمه له آریایانو څخه ونیوه او خپلې مېنې یې په کې جوړې کړې، خو سیلیوکاس نیکاتر هغوی د خپل منځیو ودونو او د ۵۰۰ فیلانو د ترلاسه کولو په شرط سنډروکوتوس (چندراګپتا) ته ورکړې. — Strabo

کلاسیکه دوره (له میلاد نه مخکې ۱۵۰ کال نه تر ۶۵۰ میلادي کال پورې)

سمول

کله چې د فاکسیان، سونګ یون او شوان ژانګ په نومونو چینايي سیلانیانو د پینځمې او اوومې زږدیزو پېړیو تر منځ له افغانستانه لیدنه وکړه، نو د افغانستان په اړه یې ګڼ شمېر سفرنامې ولیکلې چې په کې د افغانستان په اړه کره معلومات ساتل شوي وو. دوی وویل چې بودیزم په شمال کې د آمو سیند (اوکسوس سیند) او په سوېل کې د اندوس سیند تر منځ په بیلابیلو برخو کې پیروي کېده. خو دوی د هندویزم په اړه ډیر څه ونه ویل، که څه هم سونګ یون وویل چې  هپتالي واکمنانو بودیزم په رسمیت نه پېژنده، خو "د درواغو خدایانو تبلیغ یې کاوه او د دوی د غوښې لپاره څاروي وژل". [۳۱]

سرچينې

سمول
  1. Goyal, Divya (28 July 2020). "Sikhs and Hindus of Afghanistan — how many remain, why they want to leave". The Indian Express.
  2. Ali, Tariq (2003). The clash of fundamentalisms: crusades, jihads and modernity. Verso. p. 20. ISBN 978-1-85984-457-1. نه اخيستل شوی 20 April 2008. The friends from Peshawar would speak of Hindu and Sikh Pashtuns who had migrated to India. In the tribal areas – the no man's land between Afghanistan and Pakistan – quite a few Hindus stayed on and were protected by the tribal codes. The same was true in Afghanistan itself (till the mujahidin and the Taliban arrived).
  3. Wink, André (2002). Al-Hind, the Making of the Indo-Islamic World: Early Medieval India and the Expansion of Islam 7Th-11th Centuries (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-0-391-04173-8.
  4. "Afghanistan". Brill's Encyclopedia of Hinduism 1. (2018). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/2212-5019_BEH_COM_9000000190. ISBN 978-90-04-17641-6. 
  5. Ruchi Kumar (19 October 2017). "Afghan Hindus and Sikhs celebrate Diwali without 'pomp and splendour' amid fear". Archived from the original on 26 October 2017. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
  6. Bagchi, Joymala. "Sikh Afghan Nationals Narrate Their Stories Of Fear, Suppression And Anxiety Faced In Kabul". businessworld.in. Archived from the original on 2020-07-27. نه اخيستل شوی 2020-07-27. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  7. UNESCO World Heritage Centre: Taxila
  8. Minahan, James B. (10 February 2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia (په انګليسي). ABC-CLIO. p. 217. ISBN 9781610690188. Historically, north and east Afghanistan was considered part of the Indian cultural and religious sphere. Early accounts of the region mention the Pashayi as living in a region producing rice and sugarcane, with many wooded areas. Many of the people of the region were Buddhists, though small groups of Hindus and others with tribal religions were noted.
  9. Weekes, Richard V. (1984). Muslim peoples: a world ethnographic survey (په انګليسي). Greenwood Publishing Group. p. 601. ISBN 9780313233920.
  10. Khanam, R. (2005). Encyclopaedic ethnography of Middle-East and Central Asia (په انګليسي). Global Vision Publishing House. p. 631. ISBN 9788182200654.
  11. "The Pashayi of Afghanistan" (په انګليسي). Bethany World Prayer Center. 1997. نه اخيستل شوی 11 April 2019. Before their conversion to Islam, the Pashayi followed a religion that was probably a corrupt form of Hinduism and Buddhism. Today, they are Sunni (orthodox) Muslims of the Hanafite sect.
  12. India: from Indus Valley civilisation to Mauryas By Gyan Swarup Gupta Published by Concept Publishing Company, 1999 ISBN 81-7022-763-1, ISBN 978-81-7022-763-2, page 199.
  13. Comrie, Bernard (1990). The World's Major Languages. Oxford University Press. p. 549.
  14. * Schmidt, Karl J. (1995). An Atlas and Survey of South Asian History, p.120: "In addition to being a center of religion for Buddhists, as well as Hindus, Taxila was a thriving center for art, culture, and learning."
    • Srinivasan, Doris Meth (2008). "Hindu Deities in Gandharan art," in Gandhara, The Buddhist Heritage of Pakistan: Legends, Monasteries, and Paradise, pp.130-143: "Gandhara was not cut off from the heartland of early Hinduism in the Gangetic Valley. The two regions shared cultural and political connections and trade relations and this facilitated the adoption and exchange of religious ideas. [...] It is during the Kushan Era that flowering of religious imagery occurred. [...] Gandhara often introduced its own idiosyncratic expression upon the Buddhist and Hindu imagery it had initially come in contact with."
    • Blurton, T. Richard (1993). Hindu Art, Harvard University Press: "The earliest figures of Shiva which show him in purely human form come from the area of ancient Gandhara" (p.84) and "Coins from Gandhara of the first century BC show Lakshmi [...] four-armed, on a lotus." (p.176)
  15. "Rigveda 1.126:7, English translation by Ralph TH Griffith".
  16. Arthur Anthony Macdonell (1997). A History of Sanskrit Literature. Motilal Banarsidass. pp. 130–. ISBN 978-81-208-0095-3.
  17. Kuwayama, Shoshin (1976). "The Turki Śāhis and Relevant Brahmanical Sculptures in Afghanistan". East and West. 26 (3/4): 407. ISSN 0012-8376. JSTOR 29756318.
  18. KUWAYAMA (Kyoto City University of Fine Arts), SHOSHIN (1975). "KHAIR KHANEH AND ITS CHINESE EVIDENCES". Orient. XI.
  19. Kuwayama, Shoshin (1976). "The Turki Śāhis and Relevant Brahmanical Sculptures in Afghanistan" (PDF). East and West. 26 (3/4): 375–407. ISSN 0012-8376. JSTOR 29756318.
  20. Hackin, Joseph (1936). Recherches Archéologiques au Col de Khair khaneh près de Kābul : vol.1 / Page 77 (Grayscale High Resolution Image). DAFA.
  21. "It is not therefore possible to attribute these pieces to the Hindu Shahi period. They should be attributed to the Shahi period before the Hindu Shahis originated by the Brahman wazir Kallar, that is, the Turki Shahis." p.405 " According to the above sources, Brahmanism and Buddhism are properly supposed to have coexisted especially during the 7th-8th century A.D. just before the Muslim hegemony. The marble sculptures from eastern Afghanistan should not be attributed to the period of the Hindu Shahis but to that of the Turki Shahis." p.407 in Kuwayama, Shoshin (1976). "The Turki Śāhis and Relevant Brahmanical Sculptures in Afghanistan". East and West. 26 (3/4): 375–407. ISSN 0012-8376. JSTOR 29756318.
  22. "Contained within a clay urn were a gold bracteate with the portrait of a ruler, three early drachms of the Turk-Shahis (Type 236, one of which is countermarked), and a countermarked drachm of the Sasanian king Khusro II dating from year 37 of his reign (= 626/7). The two countermarks on Khusro 's drachm prove that the urn could only have been deposited after 689" ALRAM, MICHAEL (2014). "From the Sasanians to the Huns New Numismatic Evidence from the Hindu Kush" (PDF). The Numismatic Chronicle. 174: 282–285. ISSN 0078-2696. JSTOR 44710198.
  23. Kim, Hyun Jin (19 November 2015). The Huns (په انګليسي). Routledge. pp. 62–64. ISBN 978-1-317-34091-1.
  24. Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 16. THE HINDU SHAHIS IN KABULISTAN AND GANDHARA AND THE ARAB CONQUEST". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. Archived from the original on March 10, 2021. نه اخيستل شوی July 22, 2017. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  25. UNESCO World Heritage Centre: Taxila
  26. Minahan, James B. (10 February 2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia (په انګليسي). ABC-CLIO. p. 217. ISBN 9781610690188. Historically, north and east Afghanistan was considered part of the Indian cultural and religious sphere. Early accounts of the region mention the Pashayi as living in a region producing rice and sugarcane, with many wooded areas. Many of the people of the region were Buddhists, though small groups of Hindus and others with tribal religions were noted.
  27. Weekes, Richard V. (1984). Muslim peoples: a world ethnographic survey (په انګليسي). Greenwood Publishing Group. p. 601. ISBN 9780313233920.
  28. Khanam, R. (2005). Encyclopaedic ethnography of Middle-East and Central Asia (په انګليسي). Global Vision Publishing House. p. 631. ISBN 9788182200654.
  29. "The Pashayi of Afghanistan" (په انګليسي). Bethany World Prayer Center. 1997. نه اخيستل شوی 11 April 2019. Before their conversion to Islam, the Pashayi followed a religion that was probably a corrupt form of Hinduism and Buddhism. Today, they are Sunni (orthodox) Muslims of the Hanafite sect.
  30. Richard F. Strand (31 December 2005). "Richard Strand's Nuristân Site: Peoples and Languages of Nuristan". nuristan.info. Archived from the original on 1 April 2019. نه اخيستل شوی 19 January 2012.
  31. "Chinese Travelers in Afghanistan". Abdul Hai Habibi. alamahabibi.com. 1969. نه اخيستل شوی August 9, 2012.