هندل میرزا

ابوالنصیر محمد (زوکړه: د ۱۵۱۹ زکال د مارچ ۴مه – مړینه: د ۱۵۵۱ زکال د نومبر ۲۰مه) چې تر ډېره پورې د هندل (په چغتايي ژبه: «د هند نیونکی») په مستعار نوم پېژندل کېږي؛ مغولي شهزاده او د مغولي سترواکۍ د بنسټګر او لومړني مغولي سترواک، بابر تر ټولو کوچنی زوی و. همدارنګه د ګلبدن بېګم (د همایون نامې اثر لیکواله) مشر ورور او د دویم مغولي سترواک همایون میرنی کوچنی ورور و. سربېره پر دې نوموړی د دریم مغولي سترواک مغول اعظم، جلال الدین محمد اکبر تره او خصر و. [۱][۲]

د هندل اوږد مهاله پوځي ژوند د لس کلنۍ په عمر وروسته له هغه پیل شو، کله چې د لومړي ځل لپاره په بدخشان کې نایب السلطنت یا وایسرا وټاکل شو. دغه ځوان شهزاده ثابته کړه چې یو بریالی او زړور جنرال دی. له همدې امله د ۱۹ کلنۍ په عمر د سترواکۍ د شورا له خوا د خپل مشر ورور همایون پر وړاندې چې د دغې شورا له خوا ورته سپکاوی کېده، د مغولي تاج او تخت پیاوړی مدعي بلل کېده. له دې سره هم هندل د خپل یاغي میرني ورور کامران میرزا پر خلاف له همایون سره بیعت وکړ او په ۱۵۵۱ زکال کې د خپلې ناڅاپي مړینې تر مهاله هغه ته وفاداره پاتې شو؛ نوموړی د مغولو په ګټه د کامران میرزا د جنګیالیو سره په جګړه کې ووژل شو. له هغه څخه یې مېرمن او یوازنۍ لور رقیه سلطان بېګم پاتې شول چې لور یې بیا د ده له وراره اکبر سره واده وکړ او په دې سره نوموړې په ۱۵۵۶ زکال کې د مغولي سترواکۍ ملکه شوه. [۳][۴][۵]

لومړنی ژوند

سمول

ابوالنصیر محمد د ۱۵۱۹ زکال د مارچ په ۴مه په کابل کې د لومړني مغولي سترواک بابر او د هغه د مېرمنې دلدار بېګم په کورنۍ کې وزېږېد. بابر د هغه د زیږون د خبر له اورېدو وروسته په هغه د هندل (په ترکي ژبه: «د هند نیونکی») نوم کېښود ځکه دغه زوی یې هغه مهال چې خپله بابر د هند په فتح کولو پسې وتلی و؛ وزېږېد او په دې سره یې د هغه زیږون په نیک فال ونیو. بابر بیا د خپل دغه زوی زیږون د بابرنامې په نامه د خپلو خاطراتو په کتاب کې وستایه. د هغه له زیږون دوه کاله وروسته هغه او خور یې ګلبدن بیګم، مهام بیګم ته وسپارل شول چې د دوی پالنه وکړي. مهام بیګم د بابر مشره ښځه او د هندال د میرني ورور همایون مور وه. هغې خپل څلور ماشومان د زیږون پر مهال له لاسه ورکړي و او هیله یې لرله چې د هندل او د هغه د خور ګلبدن پالنه وکړي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

واده او شخصي ژوند

سمول

هندال په ۱۵۳۷ زکال کې له خپلې عمه لور سلطانم بیګم سره په اګره کې واده وکړ. هغه د محمد موسی خواجه لور او د مهدي خواجه کوچنۍ خور وه، موسی خواجه د بابر اوښی یعنی د هغه د خور خانزاده بیګم مېړه و. سلطانم له ماشومتوبه د هندال د عمه خانزاده بیګم له خوا چې ماشوم یې نه درلود په ډېره مینه را لویه شوې وه او هغه یې په راتلونکې کې د هیندال سره ګډ ژوند ته چمتو کړې وه. [۱۲][۱۳]

خانزاده بېګم د هغوی د واده په ویاړ لوی مراسم جوړ کړل چې په همایون نامه کې په تفصیل سره شرح شوي دي. دغه مراسم چې د «عرفاني اختر» په نوم یې شهرت درلود هغه لوی جشن و چې د ګلبدن بېګم په خبره «تر ټولو لوی او سرګرم کوونکي» مراسم و او د دغه سلطنت له ګوټ ګوټ څخه پکې بې شمېره میلمنو او امیرانو ګډون وکړ. د ګلبدن په خبره له دې وړاندې د بابر د هېڅ زوی لپاره دغه ډول د واده مراسم نه و نیول شوي. مهدي خواجه د خپلې خور مېړه هندل ته پریمانه جهیز ولېږه او خانزاده بېګم هم ورته پریمانه ډالۍ ورکړې. [۱۴]

په ۱۵۴۱ زکال کې هغه مهال چې د همایون او حمیدې بانو بېګم (د مغول اعظم مور) د واده اړوند خبرو اترو جریان درلود، هندل او حمیدې په کلکه سره د واده له دغه واړندیز سره مخالفت وکړ، په ډېر احتمال سره له دې امله چې دوی دواړو له یو بل سره عاشقانه اړیکه لرله. داسې ښکاري چې حمیده په هندال مینه وه په داسې حال کې چې د هغو اړوند یوازې ضمني شواهد شتون لري. په همایون نامې نومي کتاب کې د هندال خور او د حمیدي نږدې ملګرې، ګلبدن بیګم لیکلي چې حمیده یې په دغو ورځو کې د خپل ورور په ماڼۍ او آن د خپلې مور دالدار بېګم په ماڼۍ کې په مکرر ډول لیدلې وه. د حمیدي پلار شیخ علي اکبر جامي د هندل له مذهبي لارښوونکو څخه و. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د سلطنت استازولي

سمول

د لومړي ځل لپاره هندل د افغانستان په بدخشان کې د مغولي سترواکۍ نایب السلطنت وټاکل شو، دغه مهال نوموړي یوازې لس کاله عمر درلود. د هندل میرنیو وروڼو همایون او کامران میرزا له یو بل سره په مشورې ځوان شهزاده متقاعد کړ چې د بدخشان حکومت ونیسي. له ۱۵۲۵ زکال څخه تر ۱۵۲۶ زکال پورې په هند باندې له برید وروسته بابر بیاځلي نوموړی ته په ۱۹۲۵ زکال کې د لنډ مهال لپاره بدخشان په جایزه کې ورکړ. یوولس کلن هندل په ۱۵۳۰ زکال کې د خپل پلار د مړینې پر مهال د کابل نایب السلطنت و او وروسته یې د کندهار د نایب السلطنت په توګه هم خدمت وکړ. [۱۹]

همدغه کال وروسته له هغه چې همایون واک ته ورسېد، هندل ته د مالوا د قوماندانۍ سربېره د بابر د خوښې وړ الوار سیمه ورکړل شوه. له دې سربېره همایون هغه ته د نورو سیمو سربېره د غزني او میوات ولایتونه د هغه د جاګیرې سیمې په توګه وسپارل، په داسې حال کې چې کامران ته یې قندهار وسپاره. له دې سره هندل هڅه وکړه څو د کامران د بغاوت څخه د مخنیوي په موخه هغه په بدخشان کې ښکېل وساتي. هغه مهال چې مغولانو په ۱۵۴۱ زکال کې هند بیاځلي ونیو د دغې فتحې یو په دریمه برخه هندل ته اړوند وه. [۲۰]

په اګره کې پاڅون او د سترواک توب ادعا

سمول

په ۱۵۳۸ زکال کې همایون له اګرې څخه راپورونه ترلاسه کړل چې د هغه کوچني میرني ورور، هندل، اګرې ته له رسېدو ډیر ژر وروسته شیخ بهول وژلی، د ده سره یې له وفادارۍ لاس اخیستي، هلته یې د ده د حاکمیت ټولې واګې په خپل کې اخیستې او دغه چاره لامل ګرځېدلې ځان سترواک اعلان کړي. په پیل کې سترواک همایون په دغه خبر باور ونکړ او هغه یې بې بنسټه او ناممکنه وباله، خو ډېر ژر یې دې ته پام شو چې وخت له لاسه وتونکی دی. همایون بنګال ته ننوت او د ګور پر لوري مخکې ولاړ، هندل میرزا د دې پر ځای چې یاغیان کنټرول کړي او له لوی پوځ سره خپله اړیکه وساتي له فرصت څخه په ګټنې یې خپل ځای پریښود او له اجازې پرته اګرې ته ولاړ. د هغه غیابت او د هندو بیګ مړینې شیرشاه سوري وهڅاوه له ګنګا سیند څخه په تېریدو بنارس ونیسي، هغه یوسف بیګ ته ماته ورکړه او جونپور یې کلابند کړ؛ ورته مهال یې د همایون د ټولو پوځونو اړیکه له یوبل سره پرې کړه. هیندل چې دغه مهال شل کلن و د خپلو یو شمېر سلاکارانو له خوا ګمراه شوی و او دې ته هڅول شوی و چې د خپلې جاه طلبۍ په موخه هر څه قرباني کړي، هغه اګرې ته په رسېدو ښار ته ننوت او د سترواک ماڼۍ یې ونیوله. خپل اوامر یې په داسې توګه صادرول چې ګویا بشپړ واکمن دی او داسې ښکارېده چې تاج او تخت ته د رسېدو پر لور دی. [۲۱][۲۲]

مړینه

سمول

له همایون سره د اختلافاتو له حل وروسته د ۱۵۵۱ زکال د نومبر په ۲۰مه نېټه په داسې حال کې چې هندل او همایون دواړو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې خپل پوځونه ځای پر ځای کړي و، د دواړو وروڼو دې ته پام شو چې کامران میرزا په دغه شپه هوډ لري د خلیلو او پښتنو سرتېرو په مرسته د دوی په سلطنتي کمپ برید وکړي. د شدیدو امنیتي تدابیرو سربېره د شپې د لومړنۍ نیمايي له تېرېدو وروسته برید وشو. سترواک د کمپ په پورتنۍ برخه او هندل هم د کمپ په لاندنۍ برخې کې جګړه کوله. جګړه په ډېر شدت سره پیل شوه او د یو څه مهال لپاره یې په ډېرې ګرمۍ دوام وکړ. هر چا د خپل اړوندې برخې څخه دفاع کوله، خو په یو شمېر برخو کې دښمنان وتوانېدل د دوی کمپ ته دننه شي. ډیر مخکښ کسان وژل شول. هر څه ګډوډ و او دوست او دښمن دواړه په یو بل کې ګډ شوي و، ورته مهال د شپې تیارې هم هر څه په ځان کې پوښلي و؛ خو ډیر ژر سترواکۍ پلوي بریالي شول. [۲۳]

برید کوونکي وتښتېدل خو هندل په جګړه کې له منځه تللی و. جوهر وايي «هغه مهال چې نښته پای ته ورسېده اعلیحضرت (همایون) د خپل ورور هندل پوښتنه وکړه، هېچا جرائت ونکړ د هغه ځواب ووايي». همایون له لوړ ځایه څخه په چیغه غږ وکړ؛ خو بیا هم دلته شته درې سوه کسانو د هغه ځواب ورنکړ. سترواک، عبدالوهاب ته امر وکړ چې لاړ شي او د شهزاده احوال ورته راوړي. وهاب د شهزاده په لټون پسې ولاړ خو د سلطنتي ځواک د یو افسر له خوا وویشتل شو چې ګمان یې کړی و د بریدګرو افغانانو څخه کوم یو دی. له دې وروسته یې میر عبدالحی ولېږه؛ هغه په خپل مالیخولیايي هوش سره خپل مطلب د دوه بیته شعر په ویلو وړاندې کړ. سترواک خپلې خونې ته ننوت او د ویر پر ټغر کښېناست، تر هغه چې امیران یې ورته راغلل او هغه ته یې تسلي ورکړه او ورته یې وویل چې ستاسو د ورور شهادت دې مبارک وي هغه د خپل سترواک په خدمت کې شهادت ته ورسېد. [۲۴]

د هندل جسد لومړی جوی شاهي او له څه مودې وروسته په کابل ښار کې د بابر بڼ ته راولېږدول شو او هلته د خپل سترواک پلار، بابر د پښو لوري ته خښ کړای شو. هغه د مړینې پر مهال ۳۲ کاله عمر درلود. غزنی چې د هندل جاګیره سیمه وه، د هغه وراره جلال الدین اکبر ته وسپارل شو او همدارنګه ورته د هغه لښکر او شتمني هم ورکړل شوه. ورته مهال د هغه لور رقیه سلطان بېګم اکبر ته کوژده شوه. [۲۵]

سرچينې

سمول
  1. Babur (Emperor of Hindustan) (1970). Susannah Beveridge, Annette (ed.). Bābur-nāma (Memoirs of Bābur), Volume 1. Oriental Books Reprint Corporation. p. 758.
  2. Balabanlilar, Lisa (2012). Imperial identity in the Mughal Empire : Memory and Dynastic politics in Early Modern South and Central Asia. London: I.B. Tauris. p. 112. ISBN 978-1-84885-726-1.
  3. Lal, Muni (1978). Humayun. Vikas Publ. House. p. 182. ISBN 978-0-7069-0645-5.
  4. Gulbadan, p. 142
  5. Burke, S. M. (1989). Akbar: The Greatest Mogul. Munshiram Manoharlal. p. 142. ISBN 978-81-215-0452-2.
  6. Persian texts (2009). Three memoirs of Humayun. Translated by Thackston, W. M. Costa Mesa, Calif.: Mazda Publishers. p. 4. ISBN 9781568591780.
  7. Husain, Maneka Gandhi, Ozair (2004). The complete book of Muslim and Parsi names. New Delhi: Penguin Books. p. 171. ISBN 9780143031840.
  8. Moin, A. Azfar (2012). The millennial sovereign : sacred kingship and sainthood in Islam. Columbia University Press. p. 89. ISBN 978-0-231-16036-0.
  9. Lal, Ruby (2005). Domesticity and power in the early Mughal world. Cambridge University Press. pp. 113, 121. ISBN 978-0-521-85022-3.
  10. Schimmel, Annemarie (2004). The Empire of the Great Mughals: History, Art and Culture. Reaktion Books. p. 144.
  11. Faruqui, Munis D. (27 August 2012). Princes of the Mughal Empire, 1504–1719. Cambridge University Press. p. 26. ISBN 978-1-107-02217-1.
  12. Prasad, Ishwari (1956). The life and times of Humayun. Orient Longmans. p. 57.
  13. Gulbadan, p. 38
  14. Gulbadan, p. 126
  15. Eraly, p. 65
  16. Diana Preston and Michael Preston (2010). A Teardrop on the Cheek of Time: The Story of the Taj Mahal. Random House. p. 39. ISBN 978-1-4464-2146-8.
  17. Eraly, p. 526
  18. Wade, Bonnie C. (1998). Imaging Sound : an Ethnomusicological Study of Music, Art, and Culture in Mughal India. Univ. of Chicago Press. p. 62. ISBN 978-0-226-86841-7.
  19. Balabanlilar, Lisa (2012). Imperial identity in the Mughal Empire : Memory and Dynastic politics in Early Modern South and Central Asia. London: I.B. Tauris. pp. 112, 116. ISBN 978-1-84885-726-1.
  20. Erksine, William (1854). A History of India Under the Two First Sovereigns of the House of Taimur, Báber and Humáyun, Volume 2. Longman, Brown, Green, and Longmans. p. 222.
  21. Erskine, p. 151
  22. Erskine, p. 159
  23. Erksine, p. 402
  24. Erksine, p. 403
  25. Erksine, p. 403