هم مهاله تکامل

په بیولوژي کې هم‌مهاله تکامل هغه وخت پېښېږي، چې دوه يا ډېر ډولونه د طبیعي انتخاب(ټاکنې) د پروسو له لارې په متقابل ډول د یو بل پر تکامل اغېز ولري. یاده اصطلاح، ځينې وختونه په يو ډول کې د دوو بېلابېلو صفتونو لپاره، چې د یو بل تکامل اغېزمنوي کارول کېږي، لکه: د جین کلتور هم‌مهاله تکامل (gene-culture coevolution) د دوه ګوني وراثت نظریه، چې له مخې يې د انسان چلند د دوو بېلابېلو او متقابلو تکاملي بهیرونو محصول دی.

چارلس ډاروین، د ډولونو په اړه کتاب کې، چې ۱۸۵۹ ز کې خپور شو، د ګل‌لرونکو بوټو او حشتراتو تر منځ د دوه‌ګونو اغېزو يادونه کړې. که څه هم هغه د هم‌مهاله تکامل کليمه نه ده کارولې، هغه یادونه کړې، چې څنګه بوټي او حشرات د متقابلو تکاملي بدلونونو له لارې تکامل کولی شي. په ۱۸۰۰ ز لسیزه کې طبیعت‌پالونکو(نیچرالېستانو) د ډولونو تر منځ د دوه اړخیزه اغېزو د څرنګوالي نور مثالونه، چې په تکامل کې د متقابل بدلون لامل کېدی شي، مطالعه کړل. د ۱۹۴۰ ز لسيزې  له پيل سره د بوټو پتالوژستانو (د بوټو د ناروغيو متخصصینو) ځينو اصلاحي(سموونکو) پروګرامونو ته پراختیا ورکړه، چې د انسان په وسیله د هم‌ مهاله تکامل بېلګې وې. د بوټو د نویو ډولونو(ویراټيو) پراختیا، چې د ځينو ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري، د پټوجنونو(ناروغۍ زېږنده) د نفوس له چټک تکامل سره مرسته کوي، چې د مقاومو بوټو د دفاع پر وړاندې بريالي شي. په ورته حال کې دا چاره، د مقاومو بوټو د نویو وېراټيواو ډولونو پراختیا ته اړتیا لري او د بوټو او کرنیزو ناروغیو ترمنځ د متقابل تکامل یوه دوره رامنځته کوي، چې تر نن پورې دوام لري.

د ۱۹۶۰ ز لسيزې له منځنۍ برخې څخه وروسته، هم‌مهاله تکامل د مطالعاتو د اصلي موضوع په ټوګه چټکه پراختیا ومونده. دنیېل اېچ جانزن (Daniel H. Janzen) د مېږیانو او عکاسي ونو(acacias) تر منځ هم‌مهاله تکامل وښود (لاندې یې وګورئ)، پاول آر.اېرلېچ (Paul R. Ehrlich) او پيټر.اېچ راوين (Peter H. Raven) وويل چې د بوټو او پتنګانو تر منځ هم‌مهاله تکامل ښايي په دواړو ډلو کې د ډولونو تر منځ تنوع کې مرسته کړې وي. اوس مهال د هم‌مهاله تکامل نظري زیربنا بنسټونو په ښه توګه پراختیا موندلې، د نمونې په توګه: د هم‌مهاله تکامل د موزائیک جغرافیې تیوري(نظریه) (geographic mosaic theory)، دا په ډاګه کوي چې: هم‌مهاله تکامل د اړینو بدلونونو په لېږد کې د پام ‌وړ رول لري. د نمونې په توګه: د  تکثر په برخه کې تكامل يا په پلوئیدونو(ploidy) یعنې په یوه حجره کې د کروموزومونو پوره سيټ کې بدلون رامنځته کول. په دې وروستيو کې داسې يادونه شوې ده چې، هم‌مهاله تکامل کولی شي، د ایکولوژیکو ټولنو پرجوړښت او دندو اغېز ولري او په مشترک ډول توافق کوونکې ډلې ،لکه: بوټي او د دوی پولېنېټوران( pollinators ) یعنې هغه حشرات، چې د ونو او بوټو ترمنځ نباتي ګرد لېږدوي او د انتاني نارغيو ډينامیک هم اغېزمن کړي.  [۱][۲][۳]

په تکاملي اړیکه کې هر یو له دوو لورو څخه  یو پربل انتخابي فشارونه واردوي، چې په پایله کې د یو بل تکامل اغېزمنوي. هم‌مهاله تکامل، ډېر ډولونه لري، چې مېچولیزم (mutualism) یعنې مشترک ډول توافق کوونکې، کوربه پرازیت (host-parasite) او د ډولونو تر منځ د ښکارچي ښکار(predator-prey) اړیکه، له نورو ډولونو سره یا د ډولونو تر منځ سيالي په کې شامل دي. په ډېرو برخو کې ټاکنیز فشار، د ډولونه تر منځ یوه وسله‌واله لوبه رامنځته کوي. د دوو ډولونو تر منځ کټ مټ ځانګړی یا دوه په دوه تکامل یوازنی امکان نه دی. د څوګونو ډولونو هم‌مهاله تکامل، چې ځینې وخت د صنفي یا منتشر تکامل په نوم هم یاديږي، په ډېرو ډولونو کې څو ډولونه ښايي، یو یا يوه ډله اوصاف په بل ډول کې د اوصافو له ټولګې سره په متقابل ډول تکامل ته ورسوي، لکه څنګه چې د ګل‌لرونکو بوټو او نباتي ګرد(دوړې) لېږدوونکو حشراتو، لکه: مچۍ، مچانو او پالپونکو تر منځ پېښ شوي دي. د ډولونو تر منځ د هم‌مهاله تکامل د میکانیزمونو په اړه ځانګړې فرضیې شته، چې په وسیله یې د ډولونو ګروپونه، په هم‌مهال ډول تکامل ته رسېږي.  [۴]

هم‌مهاله تکامل، په لومړي سر کې یو بیولوژیکي مفهوم دی، خو څېړونکو د انالوژي په وسیله، په نورو علومو، لکه: کمپيوټرساینس، ټولنپوهنې او ستورپوهنې په برخه کې کارولی دی.

ګډ ژوند (مېچولیزم)

سمول

هم‌مهاله تکامل، د دوو يا ډېرو ډولونو تکامل دی، چې په متقابل ډول پر یو بل اغېز کوي او ځینې وختونو د ډولونو تر منځ یوه متقابله اړیکه رامنځته کوي. دا ډول اړیکې کولی شي بېلابېل ډولونه ولري. [۵][۶]

ګل‌لرونکي بوټي

سمول

ګلان یو څه په ناڅاپي ډول په فوسیلي آثارو کې راڅرګند شوي او تنوع یې موندلې ده، چې په پایله کې يې هغه څه راڅرګند کړي، چې د چټک تکامل د څرنګوالي په سبب ډاروین « له کرکې څخه ډکه معما نومولې»، هغه په پام کې نیولي وو، چې ایا هم‌مهاله تکامل یو وضاحت اوسېدلی شي. هغه د لومړي ځل لپاره هم‌مهاله تکامل، د ډولونو په سرچينه کې یو امکان وباله او دې نظریې ته یې تر ډېره د اورکېدوس ( Orchids)  یعنې پېچلو ګلانو لرونکي بوټی ته په باروروۍ کې پرمختګ ورکړ.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

حشرات او د حشراتو په وسیله  ګرده شوي ګلان

سمول

د حشراتو (انتوموفیل) په وسیله ګرده‌شوي مډرن ګلان، په څرګند ډول له حشراتو سره همغږي کېږي، چې ګرده‌کول تضمین کړي او په مقابل کې یې هغوی ته شات او ګرده د مزدوري(پاداش) په توګه ورکړي. دغو دوو ډلو، سلګونه میلیونه کاله پخوا، له یو بل سره تکامل موندلی او د متقابل عمل یوه پېچلې شبکه یې رامنځته کړې ده. هغوی یا له یو بل سره تکامل کړی یا وروسته په ځينو پړاوونو کې، په احتمالي ډول له وړاندې توافق شوو سره راغونډ شوي او په متقابل ډول له یو بل سره توافق ته رسېدلي دي. [۱۲][۱۳]

په لوړه کچه، د ډېرو بریالیو حشراتو څو ګروپونه، په ځانګړې ډول هايمينوپتېرا (Hymenoptera ) یعنې هغه مچۍ، د شاتو مچۍ او مېږیان، او لپيدوتېرا ( Lepidoptera)یعنې پتنګان او ډېری د ډاپتېرا ( Diptera) یعنې د مچانو ډولونه او کولېپتېرا (Coleoptera) یعنې پالپونکې، له ۱۴۵ څخه تر ۶۶ میلیونه کاله مخکې،  د کرېتسوس (Cretaceous ) یعنې د  جیولوژیکي دورې په بهیر کې له ګل‌لرونکو بوټو سره هم‌مهاله تکامل کړی. د اوسنیو اړینو ګرده‌لېږدوونکې مچیو لومړنۍ مچۍ، د کرېتسوس دورې په لومړیو کې راڅرګندې شوې، دشاتو د مچیو یوه ډله خویندې د ګل‌لرونکو بوټو سره هم‌مهاله تکامل ته رسېدلې دي، لکه:  څنګه چې لپيدوتېرا هم تکامل کړی. پر دې سربېره، د مچیو اصلي کلادیو (clades) یعنې د داسې موجوداتو یوه ډله چې باور دی، د ټولو موجوداتو یو ګډ نیکه دی، د لومړي ځل لپاره د کرېتسوس دورې په لومړیو او وروستیو کې د ایوډیکوټ (eudicots) له تطبیقي وړانګو سره، چې د ټولو نطفو څلورمه برخه جوړوي، هم‌مهاله وده کړې او کله چې انجیوسپرمونه(نطفې) په ځمکه کې په غالبو بوټو بدلې شوې، څرګند شول. [۱۴][۱۵]

داسې برېښي، چې د ګلانو لږ تر لږه درې جنبې د ګل‌لرونکو بوټو او حشراتو تر منځ تکامل ته رسېدلې دي، ځکه هغوی د دغو موجوداتو تر منځ د اړیکو وسیله دي. تر هرڅه وړاندې ،ګل د ښه بوی په وسیله له ګرده‌افشان سره اړیکه جوړوي، حشرات له دغه بوی څخه د ګلانو د لرې‌والي او هغوی ته نږدې‌والی ټاکي، د ناستې ځای او په پای کې د خوړو په توګه ترې کار اخلي. په دویم قدم کې، ګلان حشرات د کرښو له لارې د نېکتار(نباتي شیرې)، شاتو او رنګونو له پاداش سره، په ځانګړي ډول هغه رنګونه چې د دوی سترګې ورسره حساسیت ښیي ، لکه:  آبي او بنفشه وړانګو سره جذبوي، خو د دې خلاف د الوتونکو په وسیله ګرد افشاني شوي ګلان، بیا سور یا نارنجي رنګ لري. درېيم - ځینې ګلان، لکه اوکېدوس (orchids) د ځينو ځانګړو حشراتو له ښځينه‌وو څخه پېښې(تقلید) کوي، چې نران د دروغي جوړه کېدلو په موخه وغولوي.

یوکا (yucca  ) او یوکا وېپل ( Yucca whipple )یعنې د ګلانو ډولونه، په منحصر ډول د يوکا پتنګانو په وسیله، چې ژوند یې ورپورې تړلی دی، ګرده افشاني کېږي. پتنګ د ګردې له راټولولو سره په ورته وخت کې د بوټي دانې خوري. ګرده داسې تکامل ته رسېدلې، چې ډېره سرېښناکه وي او کله چې پتنګ د بل ګل لور ته حرکت کوي، د خولې په شاوخوا برخو کې يې پاتې کېږي. یوکا د پتنګانو لپاره داسې ځای چمتو کوي، چې خپلې هګۍ د ګل په ژورو برخو کې له ځواکمنو ښکاريانو څخه خوندي واچوي. [۱۶][۱۷]

الوتونکي او د الوتونکو پهوسیله ګرده شوي ګلان
سمول

مچ‌خوړونکی مرغه او الوتونکي، خوښوونکو ګلانو، چې د الوتونکو له خوا ګرده کېږي، یوه متقابله اړیکه رامنځته کړې، ګلان د الوتونکو د خوړو له رژیم سره سم د مناسبو شاتو لرونکي دي، چې رنګ یې دالوتونکو د بڼې او ليد سره سمون لري. دا په ډاګه شوې ده چې، د مچ خوړوونکي مرغه د تولید مثل وخت د ګلانو د سپړلو له موسم سره هم‌مهاله دی. د الوتونکو په وسیله ګرده افشاني شوي، د حشراتو په وسیله له ګرده شوو ګلانو سره د ځانګړنو له مخې ډېر توپير لري. دا ګلان د حشراتو په وسیله ګرده شوو ګلانو په پرتله ښکلي، پېچلي او ننداره ورکوونکي دي. په ټولیز ډول، توافق پر دې دی چې، بوټو لومړی له حشراتو سره تکاملي اړیکې رامنځته کړې او الوتونکي خوښوونکي ډولونه وروسته ورڅخه بېل شوي دي. د دغه اختلاف لپاره په کافي اندازه علمي ملاتړ نه شته دی. د حشراتي ګردې او الوتونکو تر خوښولو پورې، د الوتونکو خوښوونکو ګلانو د ډولونو په فينو ټایپ کې نسبي تنوع تر سترګو شوې ده، د شاتو د مچۍ په وسیله ګرده، په ګرده افشانۍ کې د ارجیحت لور ته له بدلون سره تړلی شو.    [۱۸]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Nuismer, Scott (2017). Introduction to Coevolutionary Theory. New York: W.F. Freeman. p. 395. ISBN 978-1-319-10619-5. Archived from the original on 2019-05-02. نه اخيستل شوی 2019-05-02.
  2. Thompson, John N. (2013-04-15). Relentless evolution. Chicago. ISBN 978-0-226-01861-4. OCLC 808684836.
  3. Guimarães, Paulo R.; Pires, Mathias M.; Jordano, Pedro; Bascompte, Jordi; Thompson, John N. (October 2017). "Indirect effects drive coevolution in mutualistic networks". Nature (په انګليسي). 550 (7677): 511–514. Bibcode:2017Natur.550..511G. doi:10.1038/nature24273. ISSN 1476-4687. PMID 29045396. S2CID 205261069.
  4. Thompson, John N. (2005). The geographic mosaic of coevolution. Chicago: University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-11869-7. OCLC 646854337.
  5. Futuyma, D. J. and M. Slatkin (editors) (1983). Coevolution. Sinauer Associates. pp. whole book. ISBN 978-0-87893-228-3. {{cite book}}: |author= has generic name (help)
  6. Thompson, J. N. (1994). The Coevolutionary Process. University of Chicago Press. pp. whole book. ISBN 978-0-226-79759-5.
  7. Cardinal, Sophie; Danforth, Bryan N. (2013). "Bees diversified in the age of eudicots". Proceedings of the Royal Society B. 280 (1755): 20122686. doi:10.1098/rspb.2012.2686. PMC 3574388. PMID 23363629.
  8. Friedman, W. E. (January 2009). "The meaning of Darwin's 'abominable mystery'". Am. J. Bot. 96 (1): 5–21. doi:10.3732/ajb.0800150. PMID 21628174. Archived from the original on 2016-12-15. نه اخيستل شوی 2021-12-02.
  9. Thompson, John N. (1994). The coevolutionary process. Chicago: University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-79760-1. نه اخيستل شوی 2009-07-27.
  10. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species (1st ed.). London: John Murray. نه اخيستل شوی 2009-02-07.
  11. Darwin, Charles (1877). On the various contrivances by which British and foreign orchids are fertilised by insects, and on the good effects of intercrossing (2nd ed.). London: John Murray. نه اخيستل شوی 2009-07-27.
  12. Lunau, Klaus (2004). "Adaptive radiation and coevolution — pollination biology case studies". Organisms Diversity & Evolution. 4 (3): 207–224. doi:10.1016/j.ode.2004.02.002.
  13. Pollan, Michael (2003). The Botany of Desire: A Plant's-eye View of the World. Bloomsbury. ISBN 978-0-7475-6300-6.
  14. "Coevolution of angiosperms and insects". University of Bristol Palaeobiology Research Group. Archived from the original on 20 December 2016. نه اخيستل شوی 16 January 2017.
  15. Cardinal, Sophie; Danforth, Bryan N. (2013). "Bees diversified in the age of eudicots". Proceedings of the Royal Society B. 280 (1755): 20122686. doi:10.1098/rspb.2012.2686. PMC 3574388. PMID 23363629.
  16. Pellmyr, Olle; James Leebens-Mack (August 1999). "Forty million years of mutualism: Evidence for Eocene origin of the yucca-yucca moth association". Proc. Natl. Acad. Sci. USA. 96 (16): 9178–9183. Bibcode:1999PNAS...96.9178P. doi:10.1073/pnas.96.16.9178. PMC 17753. PMID 10430916.
  17. Hemingway, Claire (2004). "Pollination Partnerships Fact Sheet" (PDF). Flora of North America: 1–2. نه اخيستل شوی 2011-02-18. Yucca and Yucca Moth
  18. Kay, Kathleen M.; Reeves, Patrick A.; Olmstead, Richard G.; Schemske, Douglas W. (2005). "Rapid speciation and the evolution of hummingbird pollination in neotropical Costus subgenus Costus (Costaceae): evidence from nrDNA ITS and ETS sequences". American Journal of Botany. 92 (11): 1899–1910. doi:10.3732/ajb.92.11.1899. PMID 21646107. S2CID 2991957.