همګان مجله

همګان مجله دا په فراه ولایت کې یوه فعاله چاپېدونکې (دوه میاشتنۍ) مجله ده، چې په ۱۳۸۷ کال کې د همګان د علمي او فرهنګي خپلواکې ټولنې له لوري د محمدهمایون ذهین په مسوولیت رامنځته شوې ده. په فراه سربېره په هرات او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم وېشل کېږي. ۱۴ تنه په کې په کار بوخت دي.