هغه مشهور خلک چې له لويو ناکاميو وروسته کامیاب شوي

توماس اډیسن د یوې تجربې له امله له دندې ګوښه شوی!!!

په 1867 کې په ویسټرن یونین کې د کار کولو پرمهال، توماس اډیسن د شپې شفټ کې کار کاوه ترڅو هغه د خپلو اختراعاتو او مطالعاتو لپاره ډیر وخت ولري. یوه شپه هغه د بیټرۍ تجربه کوله کله چې د هغه د مالک میز د سلفوریک اسید د توئيدو له امله وسوځید.

بل سهار، اډیسن له دندې ګوښه شو، مګر د دندې په لټه کې، هغه پریکړه وکړه چې خپل بشپړ وخت اختراع ته وقف کړي، او دوه کاله وروسته یې د بریښنایی رایې ریکارډر Electric Vote Recorder په بڼه لومړی اختراع وکړه، او نن ورځ موږ هغه د نړۍ یو له مشهور اختراع کونکو څخه بولو او پيژنو.

يادونه: د برق مخترع هم اډېسن بلل کیږي.

د هیلري کيلنټن د ماهي پاکولو له دندې برطرفه شوې!!!

د متحده آیالاتو د پخوانۍ بهرنیوچارو وزیرې او د ديموکرات ګوند مخکښه غړې،هیلري کیلنټن په يوه مرکه ویلي:کله چې له ویلز کالج نه فارغه شوم،هغې او د هغې ځينو نورو ملګرو په الاسکا کې د لوښو وینځلو کار پیل کړ چې وروسته يې د ماهیانو د پاکولو کار پيل ،دا چې دوی په نسبت جاپاني کارګر ډير تیز او تکړه ول نو هیلري کلینټن له دندې ګوښه کړای شوه.

سټيو جابز د ايپل کمپنۍ له دندې شړل شوی!!

کله چې سټيو جابز څلویښت کلنۍ په عمر کې وو،نو د ايپل کمپنۍ له دندې منفک شوی وو،په ۲۰۰۵ کال کې د يوې وينا په ترڅ کې يې هغه وویل کله چې له ايپل کمپنۍ څخه وشړل شوم،ما فکر کولو چې نړۍ ما ته هيڅ هم ندي پاتې او هر څه مې له لاسه ورکړي. کله چې ۱۹۸۵ کې د ايپل کمپنۍ له دندې برطرفه کړای شو،هغه مکمل اوړی ډير په سخت بحراني وضعیت کې تیر کړ،چې بالاخره هغه د Next په نوم د کمپيوترو کمپنۍ جوړه کړه،کومه چې بیا وروسته ايپل کمپنۍ واخیسته،او تقریباً یوه لسیزه وروسته هغه بیرته ايپل کمپنۍ ته د آي فون،اي پيډ او داسې نورو پرمختللو وسایلو د جوړولو له نظریاتو سره ورغی.

د بل ګیټس ناکامي

څه د پاسه دوه لسیزې کیږي چې د نړۍ تر ټولو بډایه سړی بیل ګیټس دی

هغه هم په آسانۍ سره بریالی شوی ندی

لومړی یې د هاورډ پوهنتون څخه وویستل، وروسته یې له پاول الن سره سوداګري پیل کړه چې ناکام شو او استعفا یې ورکړه هغه یو ځل بیا د سوداګرۍ په نړۍ کې د خپل بخت و ازمایلو او دا ځل یې د کمپیوټر په اړه خپل نظریات درک کړل او په دې توګه مایکروسافټ کمپنۍ جوړه کړی.

ابراهام لینکن

ابراهام لینکن چې د امریکا یو له بریالیو ولسمشرانو څخه دی، له دندې خو ندی ګوښه شوی، خو داسې یو څه پېښ شول. د یو ځوان په توګه، هغه د پوسته خانه کې او هم کلرک یا منشي په توګه کار کړی،او کله چې د امریکا کورنۍ جګړه پیل شوه، هغه په ​​​​پوځ کې د کپتان په توګه دنده پیل کړه او وروسته یې د پرمختګ پر ځای تنزل وکړ او بالاخره ترې ګوښه شو. له دې وروسته يې څو ځله په سوداګريزه نړۍ کې د برياليتوب لپاره ناکامه هڅه وکړه او د سياست په ډګر کې هم څو ځلې په ټاکنو کې له ناکامۍ سره مخ شو، خو د خپلې مبارزې په دوام يې ولسمشر شو او د غلامۍ د ختمولو تاريخ جوړونکی ولسمشر پتوګه يې يې په تاریخ کې ځان ځای پیداکړ. اوپرا و نفری

چې د نړۍ له مشهور اینکرانو(ژورنالیستانو )څخه شمیرل کیږي،يو وخت د بالټي مور د يوه تلویزیون له لوري پدې خاطر له دندې ګوښه شوې وه ،چې هغه ژورنالستی وړ نده، خو هغه په یوه بل تلویزیون کې دنده پيدا او شهرت يې وموندل چې بالاخره يې پخپل نوم په يوه تلویزیون کې برنامه پيل کړه او د نړیوال شهرت څښتنه شوه،د معلوماتو په اساس هغه اوس د درې میلیارده ډالرو سرمايې درلودونکې ده.

سرچينې سمول

جاويد کريمي