هضم د غټو ماليکولونو ټوټه کېدل په کوچنيو او اوبو کي منحلو ماليکولونو باندي ترڅو د ويني پلازما ته جذب شي . په ځينو ژونديو موجوداتو کي ، دغه کوچني ماليکولونه د کوچنيو کولمو په واسطه د ويني جريان ته جذبېږي. هضم د کټابوليزم د عمليې يو شكل ده چي د غذا د ټوټه کېدو پر اساس پر دوو برخو وېشل شوى ده، ميخانيکي او کيمياوي. د غټو برخو ټوټه کېدل پر کوچنيو ټوټو کوم باندي چي هضمي انزايمونه اغېز وکړاى شي ميخانيکي هضم وايي. په کيمياوي هضم کي غذا د انزايمونو په واسطه پر کوچنيو برخو وېشل کېږي ترڅو د بدن د استفادې وړ وګرځي. د انسان په هضمي سستم کي، خوراک خولې ته داخلېږي او د ژوولو په واسطه ميخانيکي هضم پيلېږي. او د لاړو په واسطه غذا لندېږي. لاړي يو ډول مايع ده چي د لعابيه غدواتو په واسطه افرازېږي، چي د خولې د امايلېز په نوم انزايم لري کوم چي د نشايستې هضم پيلوي. لاړي همدارنګه مخاط هم لري چي د غذا لندولو دنده لري، لاړي هايدروجن کاربونيټ لري چي د امايلېز انزايم لپاره مناسب في ايچ برابروي. د ژوولو او د نشايستې له هضم نه وروسته غذا د کوچنيو سريښناکه ټوټو په شکل لمړى مرۍ ته ځي او بيا د مرۍ د دوراني حرکاتو په واسطه معدې ته ښکته کېږي. د معدې جوس په معده کي د پروټينونو هضم پيلوي. د معدې جوس په خپل تركيب کي هاىدرو کلوريک اسيد او پيپسين لري، خو په ماشومانو کي رينين هم لري. څرنګه چي لمړني دوه شايد د معدې ديوال ته زيان ورسوي، نو ددې لپاره د معدې ديوال مخاط افرازوي تر څو د کيمياوي موادو په وړاندي يوه لزوجه محافظوي طبقه جوړه کړي. په عين حال کي چي د پروټينو هضم پيلېږي، د پريسټالسيس حرکاتو په واسطه د خوړو ميخانيکي مخلوط کېدل صورت نيسي . کوم چي د عضلاتي حرکاتو څپې دي چي د معدې په ديوال حرکت کوي. دا حرکات ددې لامل کېږي چي خواړه له هضمي انزايمونو سره لاډېر ګډ شي. له يو څه وخت وروسته (معمولا په انسانانو کي له يو نه تر دوه ساعته) خواړه په يوه غليظه مايع باندي بدلېږي چي د چيم په نوم ياديږي. کله چي پيلوريک سپينکټر خوله خلاصه وي، نو خواړه اثنا عشر ته داخلېږي چېرته چي د پانکراس له هضمي انزايمونو او د ځيګر له صفرا سره ګډېږي. او بيا وړو کولمو ته ځي. په وړو کولمو کي هم هضم دوام لري. کله چي خواړه مکمل هضم شي نو د ويني جريان ته جذبېږي. 95% جذبېږي. غذايي مواد په وړو کولمو کي اوبه او منرالونه په غټو کولمو کي جذبېږي. فاضله مواد د مقعد له لاري خارجېږي. هضمي سيستم هضمي سيسټم مختلف شکلونه لري. چي په اساسي ډول په دوه شکله وېشل شوى دى. داخلي او بهرنى هضم. بهرنى هضم په ځينو فنجيو کي ليدل كېږي. په دغه پروسه کي انزايمونه د ژوندي موجود بهر ته افرازېږي، چي هلته غذا ټوټه کوي او يوه برخه يې د وجود داخل ته جذبېږي. ژوي يو تيوب لري چي په هغه کي داخلي هضم صورت نيسي . کوم چي زيات اغېزمن ده ځكه چي زياتره ټوټه شوي مواد جذبېدلاى شي . ځيني ژوندي موجودات چي نږدې ټولي غڼي په کي شاملي دي، خارج الحجروي محيط ته توکسين او انرايمونه افرازوي. ترڅو غذا بلع کړي. په نورو کي چي غذايي مواد د بدن په داخل کي وي، هضم په کڅوړي ته ورته جوړښت کي ترسره کېږي. د ځينو ځانګړو غړو په واسطه دا عمليه پر مخ ځي.