هزاره جات
هزارهستان (رومي شوې بڼه: Hazāristān)، يا هزاره جات (رومي شوې بڼه: Hazārajāt) د افغانستان په مرکزي لوړو کې يوه ډېره غرنۍ سيمه ده، چې د بابا د غرونو تر منځ د هندوکش په لوېدیځو څنډو کې پرته ده. دا سیمه د هزاره قوم ټاټوبی دی چې د دې سیمي اکثریت نفوس تشکیلوي. هزاره جات په یوه توکمیزه او مذهبي سیمه دلالت کوي. [۱][۲]
هزاره جات اساساً د بامیانو، دایکندي، غور او د غزني، اروزګان، پروان، میدان وردګو او نورو ولایتونو څخه را منځ ته شوی دی. په هزاره جاتو کې تر ټولو زیات نفوس لرونکي ښارونه بامیان، یکاولنګ (بامیان)، نیلي (دایکندي)، لعل و سرجنګل (غور)، سنګ ماشه (غزنی)، ګیزاب (ارزګان) او بهسود (میدان وردګو) دي. د کابل، ارغنداب، هلمند، فراه، هريرو، مرغاب، بلخ او کندز سيندونه له هزاره جاتو څخه سرچينه اخلي.
ریښه پونه او کارول
سمولپه لومړي ځل د "هزاره" نوم په شپاړسمه پېړۍ کې د بابرنامې په کتاب کې را څرګند شو چې د مغل سترواک بابر له خوا لیکل شوی. په ۱۳۳۳ کال کې، کله چې مشهور جغرافيه پوه ابن بطوطه خراسان ته ورسېد، د هېواد ګوټ ګوټ ته يې سفرونه وکړل، خو د هزارستان په نوم يې کوم ځای نه دی ثبت کړی.[۳]
هزاره وګړي او د شاوخوا سیمو خلک د هزاره ګانو د تاریخي ځمکو د تشخیص لپاره د "هزاره جات" یا "هزارستان" نومونه کاروي. "هزاره جات" د "هزاره" او او دري پسوند د "جات" ترکیب دی. د جات پسوند په جنوبي، مرکزي او لوېدیځه اسیا کې د ځمکې سره د ترکیبي کلمې د جوړولو لپاره کارول کېږي.[۴][۵][۶]
عرب جغرافیه پوه مقدسي (۹۴۵/۹۴۶ - ۹۹۱) هزاره جاتو ته د "غرجستان" یا "غرج الشار" ("غرج" د "غره" معنی) نوم ورکړ چې د ملکانو له خوا اداره کېده.[۷][۸]
جغرافیه
سمولنقشه اخیستنه
سمولهزاره جات د افغانستان په مرکزي لوړو، د کوه بابا د غرونو او د هندوکش د لوېدیځو څنډو تر منځ پراته دي. د دې سیمې پولې د تاریخ په اوږدو ضیمه او بدلې شوې دي. خو د دې سیمې فزیکي حدود په شمال کې د بامیانو حوزې، په سویل کې د هلمند سیند سرچینو، په لویدیځ کې فیروزکوه، او په ختیځ کې د د اونی کڼدو ته رسېږي. سیمه ایزه خاوره یې غرنۍ ده او د سفید کوه او سیاه کوه غرونو په لور غزېدلې ده، چې هلته لوړې څوکې د ۱۵۰۰۰ فوټه (۴۶۰۰ متره) او ۱۷۰۰۰ فوټه (۵۲۰۰ متر) تر منځ لوړوالي ته رسېږي. د بابا غره لړۍ دواړو خواوو ته پرله پسې درې لري. د دې لړۍ شمال خوا یې په تونده بڼه ښکته کېږي، چې له ټیټو غونډیو او کوچنیو نیمه وچو میدانونو سره یوځای کیږي، پداسې حال کې چې سویل خوا د هلمند درې او د بهسودو غرنۍ ولسوالۍ ته غځېږي. [۹][۱۰]
شمال لوېديځ هزاره جات د غور ولسوالي تر پوښښ لاندې راولي، چې د خپلو غرنيو استحکاماتو له امله اوږد شهرت لري. د لسمې پېړۍ جغرافيه پوه استخري ليکلي چې غرنۍ غور "يوازينۍ سيمه وه چې د اسلامي سيمو له خوا محاصره وه او تر اوسه هم د کفارو په لاس کې وه". د اسلام د منلو په وړاندې د غور د اوسېدونکو اوږد مقاومت دې سیمې ته د ته په سخت لاس رسي دلالت کوي. د ځینو مسافرینو په وینا، ټوله سیمه د یوې کلا په څېر ده چې د منځنۍ آسیا په لوړو کې پرته ده: له هر لوري سیمې ته د رسیدو لپاره باید له لوړو او تندو غرونو تېر شئ. د غور د اوسېدونکو ژبه د د هوارو سیمو د اوسېدونکو له ژبې سره دومره توپير لري چې د دواړو تر منځ ژباړونکي ته اړتیا وي. [۱۱][۱۲]
د هزاره جاتو شمال ختیځه برخه د لرغوني بامیانو سیمه ده، چې د بودیزم مرکز او د ورېښمو د لارې مهم کاروانسرای و. دا ښار ۷۵۰۰ فوټه (۲۳۰۰ متر) لوړوالی لري، چې شمال لوري ته د هندوکش او سوېل لوري ته د بابا غره له خوا کلابند شوی دی. هزاره جات د خراسان (کوشان) د لوی جغرافيائی یوه سیمې ګڼل کېده، چې خلاصو پولو یې د کاسپین سمندر او آکسوس سیند ترمنځ پراخه سیمه پوښلې وه او د اوسني شمالي ایران او افغانستان زیاتر برخه یې هم تر پوښښ لاندې وه. [۱۳]
اقلیم
سمولهزاره جات یوه غرنۍ سیمه ده او د غرنیو کڼدونو یوه لرۍ یې د ختیځې څنډې په اوږدو کې غځېدلې ده. له دې ډلې یو د سالنګ کنډو دی په کال کې شپږ میاشتې د واورې له امله بند وي. بل یې د شیبر کنډو دی چې په خپله په ټیټه ارتفاع کې، په کال کې یوازې دوه میاشتې د واورې له امله بنده وي. بامیان د سیمې سړه برخه ده چې سخت ژمی لري.[۱۴][۱۵]
هزاره جات د هغو سیندونو سرچینه ده چې له کابل، ارغنداب، هلمند، هريرو، مرغاب، بلخ او کندز څخه تېرېږي. د پسرلي او دوبي په میاشتو کې په افغانستان کې تر ټولو زرغون څړځایونه په کې پراته دي. طبیعي جهيلونه، شنې درې او غارونه په باميانو کې لېدل کېږي. [۱۶][۱۷]
تاریخچه
سمولمخکې له دې چې صفاریان دا سیمه په اسلام مشرفه کړي او د خپلې سترواکۍ خه یې کړي، په پرله پسې توګه د هخامنشیانو، سلیوکیانو، موریایانو، کوشانانیانو او هپتالیانو له خوا اداره کېده. ورپسې د غزنویانو او غوریانو تر واک لاندې وه چې وروسته د ډهلي د سلطنت لاس ته ولوېده. په دیارلسمه پېړۍ کې د چنګیز خان او د هغه د مغلي لښکرو تر یرغل لاندې راغله. په راتلونکو لسیزو کې، قرلقیان د یوې سیمه ایزې کورنۍ په بڼه راڅرګند شول چې د څو لسیزو په اوږدو کې خپل اختیاره واکمني را منځ ته کړه. وروسته دا سیمه د تیموریانو، د مغل سترواکۍ او دراني سترواکۍ برخه شوه. د هزاره جات تر واک لاندې راوستل، په ځانګړې توګه د بامیانو کلا، د یرغلګرو لپاره ستونزمنه ثابته شوې وه او "ماتې مفوهم یې ځانه ته غوره کړ". [۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ DISAPPEARING PEOPLES?: INDIGENOUS GROUPS AND ETHNIC MINORITIES IN SOUTH AND CENTRAL ASIA, p.156 ("Some people prefer to call the area Hazaristan, using the more modern "istan" ending.")
- ↑ Khazeni, Arash. "HAZĀRA i. Historical geography of Hazārajāt". Encyclopedia Iranica. نه اخيستل شوی September 15, 2011.
- ↑ Battuta, Ibn (2004). Travels in Asia and Africa, 1325–1354 (reprint, illustrated ed.). Routledge. p. 179. ISBN 978-0-415-34473-9. نه اخيستل شوی 2010-09-10.
- ↑ Bellew, H.W. (1880). The Races of Afghanistan: Being a Brief Account of the Principal Nations Inhabiting that Country. Calcutta: Thacker, Spink & Co. p. 114.
- ↑ Mousavi, S. A. (1998). "1: Who are the Hazaras?". The Hazaras of Afghanistan: an historical, sultural, economic and political study. Abingdon: Routledge (خپور شوی 2018). ISBN 9781136800160. نه اخيستل شوی 26 January 2020.
Hazarajat is a composite name made up of Hazara and the Farsi-Arabic plural suffix, jat [...].
- ↑ Mousavi, S.A. (1998). The Hazaras of Afghanistan: An Historical, Cultural, Economic and Political Study. Richmond, Surrey UK: Curzon Press. p. 34. ISBN 0-7007-0630-5.
- ↑ Ḥamd-Allah Mostawfi, Nozhat al-qolub, tr. Guy Le Strange, London 1919. pp 415–16
- ↑ S. A. Mousavi, The Hazaras of Afghanistan, London, 1998, p. 39.
- ↑ Khazeni, Arash. "HAZĀRA i. Historical geography of Hazārajāt". Encyclopedia Iranica. نه اخيستل شوی September 15, 2011.
- ↑ Wilfred Thesiger "The Hazaras of Central Afghanistan," The Geographical Journal 71/3, 1955, pp. 313.
- ↑ W. Barthold, An Historical Geography of Iran, Princeton, 1984, p. 51.
- ↑ W. Barthold, An Historical Geography of Iran, Princeton, 1984, p. 52.
- ↑ Khazeni, Arash. "HAZĀRA i. Historical geography of Hazārajāt". Encyclopedia Iranica. نه اخيستل شوی September 15, 2011.
- ↑ Anonymous, Ḥodud al-ʿālam, tr. Minorsky, London, 1937; reprinted, 1982, p. 105.
- ↑ Johannes Humlum, La geographie de l'Afghanistan, Copenhagen, 1959, p. 64 Archived 2023-05-20 at the Wayback Machine..
- ↑ Ḥamd-Allah Mostawfi, Nozhat al-qolub, tr. Guy Le Strange, London 1919, p. 212
- ↑ S. A. Mousavi, The Hazaras of Afghanistan, London, 1998, p. 71.
- ↑ W. Barthold, An Historical Geography of Iran, Princeton, 1984, p. 82
- ↑ J. P. Ferrier, Caravan Journeys and Wanderings in Persia, Afghanistan, Turkestan, and Beloochistan, London, 1856, p. 221
- ↑ "Johannes Humlum, La geographie de l'Afghanistan, Copenhagen, 1959, p. 87". Archived from the original on 2023-05-20. نه اخيستل شوی 2023-05-20.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help)