هريپور (پاکستان)

(انګلیسي: Haripur د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د تاسيس نيټه ۱۸۲۲  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هيواد پاکستان   د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمینه د
Map
کورډېناټونه: ۳۳°۵۹′۳۹″شمال ۷۲°۵۶′۰۰″ختیځ / 33.994166666667°شمال 72.933333333333°ختيځ / 33.994166666667; 72.933333333333   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه هريپور ولسوالۍ   د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 520 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 49318 (۲۰۱۰)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 1177107[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د هريپور ښار

هريپور د خيبر پښتونخوا په شمالي برخه کې د هزاره ډويژن لومړنی صنعتی ښار دی چې اکثره صنعتي پارکونه يې د حطار په نامه انډسټريل اېريا ده. د هریپور سیمه وروسته د ایبټ اباد نه د صوبی یو تر ټولو زرغونه سیمه چی گڼ څنگلونه د اوبو ډیمونه او صنعتی پارکونه لری چی د سیمی ښکلا یی څو چنده کړی. په هریپور کی د آسیا په سطحه لوی د اوبو د بریښنابند چی د تربیله ډیم په نامه یادیږی په تحصیل غازی کی واقع ده.د سنټرل جیل په نامه مشهوره بندیخان لری چی د ریلوی روډ په څو کیلومتری کی واقع ده. او د خانپور په نامه پو ښکلی ډیم لری چی خلک پکی لامبی او هم د برق په جوړولو کی مهم رول لری.د سیمی په سظحه لوی روغتون لری چی د هر ډول مریضانو وړیا معاینه پکی کیږی. هریپور پخوا د ایبټ اباد ضلع سره يه یونوم یادیده چی بیا وروسته بیله ضلع شوه.شاهراه ریشم له هریپور ایبټ اباد،مانسهری او گلگت څخه تیریږی او تر چین پوری رسیږی. په هریپور کی میشته قومونه عبارت دی له پښتانه،اعوان،مغل،قریشی او ځینی نور. پښتانه له دود سره سم د ضلع په غرنیو سیمو کی اوسیږی. دافغان مهاجرینو یو لوی تعداد د هریپور د نفوس یوه برخه ده چی د نوموړی علاقی په کاروبار کی مهم رول لری. او د سیمی سره بی دریغه مینه لری. د اوسیدا څو لویی کالونی لری چی عبارت دی له tip کالونی Kangra کالونی او khalabut کالونی.

  1. پیوستون : 1177107  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported