هرم (جمع: اهرام)، هغه اريانوونكي لرغوني جوړښتونه دي، چې د نن ورځې ساينس او ټكنالوجي يې ځان پورې اريانه كړې ده، او تردې دمه پورې څوك پدې ندي توانېدلي، چې دا مالومه كړي، چې آيا دا د انسانانو كار ؤ، او كه د كوم بل خلايي مخلوق. اهرام د هغو درې ضلعي څو مخيزه جوړښتونو څڅه عبارت دى، چې د يوځاى كېدو محور يې په يوه ټكي باندې ولاړ وي. د اهرام بنسټ كېداى شي، چې څوضلعي وي، يا به څلور ضلعي وي، او يا هم درې ضلعي.

یو څلورگوټ هرم

ډېرى لوديځ زمكپوهان او انسانپوهان پدې گروهه دي، چې دا ودانۍ د انسان جوړونه نه ده، بلكه د كوم بلې سيارې د مخلوق جوړونه ده.

دا اهرام د لرغونې پير د ساينسي پرمختگ يو ښه ثبوت گڼلې شو. ددې ډبرينو جوړښتونو شكلونو په تېرو ۱۰۰۰ كلونو څخه راپدېخوا د نړۍ پوهان، فيلسوفان، صوفيان او ستورپوهان لپاره د بحث او مباحثې يوه گرمه موضوع جوړه شوې ده. ددې پوهانو د بحث اصل موضوع د مصر نامتو هرم چيوپس دى. د ډبرو دا غونډۍ له زرگونو كلونو څخه راپدېخوا د انساني ذهنونو او ادراكو لپاره يوه نه حل كېدونكې معما او چلېنج جوړ شوې.

لرغوني څلي

د اهرامو شكلونه د ځينو لرغونو تمدنونو لخوا جوړ شوي دي، چې موږ به يې په لڼډ ډول راواخلو:

چين

آرنۍ ليکنه: چينايي اهرام

د چين په هېواد كې هم ډېر اهرام ترسترگو كېږي، چې د جوړښت له مخې د مصر اهرامو ته ورته دي، دا اهرام پراخه او لوړ دي. د (Qin) لومړنې امپراتور سېركا ۲۲۱زېږد كال (د نن ورځېXi'an ښار) هم د يوه ستر هرم لاندې ښخ كړاى شوې ؤ. په همدې راتلونكې پېړيو كې د حان كورنۍ په درځنونو سلطنتي واكمن د همدې ډول اهرامو لاندې ښخ كړاى شول.

مصري اهرام