هربرټ الکساندر سایمون

هربرټ الکساندر سایمون (زوکړه: د ۱۹۱۶ زکال د جون ۱۵مه – مړینه: د ۲۰۰۱ زکال د فبروری ۹مه) د سیاست په برخه کې امریکایي عالم و چې چارو یې په کمپیوټري علومو، اقتصاد او ادراکي ارواه پوهنې اغېز درلود. د هغه لومړنۍ څېړنیزه لیوالتیا په سازمانونو کې د پرېکړې کولو اړوند وه چې تر ډېره پورې د «محدود عقلانیت» او «رضایت مندۍ» اړوند نظریاتو له امله پېژندل کېږي. نوموړي په ۱۹۷۸ زکال کې د اقتصادي علومو په برخه کې د نوبل یادګاري جایزه او په ۱۹۷۵ زکال کې یې د کمپیوټري علومو په برخه کې د ټورېنګ جایزه ترلاسه کړه. د هغه څېړنو د څو علمي څانګو څخه د محتوا لرونکي طبیعت له امله پام ځانته واړه او د ادارکي علومو، کمپیوټري علومو، عامه ادارې، مدیریت او سیاسي علومو برخو ته یې پراختیا ومونده. نوموړي له ۱۹۴۹ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د خپل مسلکي ژوند ډېره برخه په کارنګي ملون پوهنتون کې تېره کړه، په دغه پوهنتون کې یې د کمپیوټري علومو پوهنځی جوړ کړ چې په نړۍ کې له دغه ډول لومړنیو پوهنځیو څخه و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د یادونې وړ ده چې سایمون د مصنوعي ځیرکتیا، اطلاعاتي پروسس، پرېکړې کولو، ستونزې حل کولو، د تنظیم د تیوري او پېچلو سیسټمونو د څانګو په څېر د معاصرو علمي څانګو یو له پام وړ مخکښانو څخه و. نوموړی یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د پیچلتیا معماري یې تحلیل کړه او د قدرت د وېش د قانون د توضېح کولو په موخه یې د ترجیحي اړوندتیا میکانیزم وړاندې کړ. نوموړي په ۱۹۷۵ زکال کې له الن نیول سره یوځای د مصنوعي ځیرکتیا او انساني ادراک په برخه کې د اساسي مرستو له امله د کمپیوټري ماشینرۍ د ټولنې (ACM) له خوا د ټورینګ جایزه ترلاسه کړه. [۷][۸]

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

هربرټ الکساندر سایمون د ۱۹۱۶ زکال د جون په ۱۵مه د ویسکانسین په میلواکي کې وزېږېد. د سایمون پلار، آرتور سایمون (۱۸۸۱ – ۱۹۴۸ زکال) د برېښنا انجینر او یو یهودي و چې په ۱۹۰۳ زکال کې وروسته له هغه متحده ایالاتو ته کډه شو چې د دارمشتات له تخنیکي پوهنتون څخه یې د انجینرۍ سند ترلاسه کړ. مخترع آرتور همدارنګه د اختراعاتو د ثبت یو له خپلواکو وکیلانو څخه و. د سایمون مور، ادنا مارګریت مرکل (۱۸۸۸ – ۱۹۶۹ زکال) یوه پیاوړې پیانو غږونکې وه چې له برانشوایګ، پراګ او کلن څخه یې یهودي، لوتري او کاتولیک اجداد لرل. د سایمون اروپايي اجداد پیانو غږونکي، زرګران او د انګورو د باغونو لرونکي و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سایمون د میلواکي په دولتي ښوونځیو کې زده کړې وکړې، همالته یې له علومو سره لیوالتیا پیدا کړه او ځان یې یو ملحد معرفي کړ. سایمون په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال د میلواکي ژورنال مدیر مسئول ته د ملحدینو د مدني آزادیو اړوند یو لیک ولېږه. دی د ډیری ماشومانو پر خلاف د خپلې کورنۍ له خوا له دغه لیدلوري سره مخ کړای شو چې انساني چلن باید په علمي ډول ولوستل شي. د مور کشر ورور یې، هارولډ مرکل (۱۸۹۲ – ۱۹۲۲ زکال) چې د ویسکانسین – مډیسون په پوهنتون کې یې د جان آر کامنز تر نظر لاندې اقتصاد لوستی و؛ په ده باندې یو له لومړنیو اغېز کوونکو کسانو څخه و. سایمون د هارولډ د کتابونو په مرسته د اقتصاد او ارواه پوهنې او همدارنګه د ټولنیزو علومو له موضوعاتو سره بلد شو. سایمون، نورمان آنجل د لوی وهم (The Great Illusion) په نامه د هغه د اثر او هنري جورج د پرمختګ او بې وزلۍ (Progress and Poverty) تر عنوان لاندې د اثر له امله په ځان باندې له لومړنیو اغېزمنو کسانو څخه بلل. نوموړی په عالي لیسه کې د زده کړو پر مهال د بحث کوونکو په ډله کې شامل شو او دلته یې د «د باور، نه د ځپلو پر مټ» د جورج د واحدو مالیاتو د مفهوم په ګټه استدلال کاوه. [۱۳][۱۴]

سایمون په ۱۹۳۳ زکال کې د شیکاګو پوهنتون ته ولاړ او د لومړنیو اغېزو په لټون کې یې پرېکړه وکړه څو د ټولنیزو علومو او ریاضیاتو په برخه کې زدکړې وکړي. سایمون د ژوند پوهنې په برخه کې له زده کړو سره لیوالتیا لرله، خو د رنګونو د لیدو او لابراتواري چارو په برخه کې یې د سترګو د کمزورتیا له امله دغې څانګې ته شاه کړه. سایمون په ډېر لږ عمر کې دې ته متوجه شو چې رنګونه په سمه توګه نه شي تشخیص کولای او د ده له خوا د نړۍ درک له واقعي نړۍ سره یو شان نه دی. په کالج کې د زده کړو پر مهال هغه پر سیاسي علومو او اقتصاد تمرکز وکړ. د سایمون یو له پام وړ لارښوونکو څخه اقتصادي سنجش کوونکی او ریاضیکي اقتصاد پوه هنري شوالتز و. سایمون د سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس (۱۹۳۶ زکال) او دوکتورا (۱۹۴۳ زکال) سندونه د شیکاګو له پوهنتون څخه ترلاسه کړل، چېرې چې نوموړي د هارولډ لاسول، نیکولاس راشفسکي، روډولف کارنپ، هنري شوالتز او چارلز اډوارډ مریام تر نظر لاندې زده کړې وکړې.[۱۵][۱۶] [۱۷]

مسلک سمول

سایمون وروسته له هغه چې د لیسانس سند یې ترلاسه کړ، د ښاري مدیریت په برخه کې یې د څېړنیز مرستیال په توګه دنده ترلاسه کړه چې د برکلي په کالیفورنیا پوهنتون کې په عملیاتي څېړنیزې ډلې واوښته او ده هم هلته له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۲ زکال پورې کار وکړ. د شیکاګو له پوهنتون سره په همغږۍ نوموړي په برکلي کې د خپل کاري دوران پر مهال د دوکتورا ازموینې د پست پر مټ ورکړې او بیا یې له ازموینې څو ساعته وروسته په خپل پای لیک کار پیل کړ.

سایمون له ۱۹۴۲ زکال څخه تر ۱۹۴۹ زکال پورې د سیاسي علومو د برخې ښوونکی و او همدارنګه یې په شیکاګو کې د ایلینوی د ټکنالوژۍ د انستیتیوت د مشر په توګه خدمت وکړ. په دغه ځای کې د دندې پر مهال نوموړي په هغو سیمینارونو کې ګډون ته مخه کړه چې د کاولز کمیسیون د کارکوونکو له خوا جوړېدل او هغه مهال په کې ټریګوه هاولمو، ژاکوپ مارشاک او تیالینګ کوپمانس ونډه اخیسته. مارشاک له سایمون څخه د هغې څېړنې په ترسره کولو کې مرسته وغوښته چې دغه مهال یې له سام شور سره «د اټومي انرژۍ د راتلونکو اقتصادي اغېزو» اړوند پیل کړې وه. [۱۸]

سایمون له ۱۹۴۹ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د پنسلوانیا په پتسبورګ کې د کارنګي ملون پوهنتون د علمي پلاوي غړی و. دی په ۱۹۴۹ زکال کې د کارنګي د ټکنالوژي په انستیتیوت کې د صنعتي مدیریت د پوهنځي ښوونکی او رئیس وټاکل شو چې په ۱۹۶۷ زکال په کارنګی ملون پوهنتون واوښت. له دې وروسته سایمون په همدغه پوهنتون کې د ارواه پوهنې او کمپیوټر ساینس په پوهنځیو کې هم تدریس کاوه او ځینې وختونه به نور پوهنځیو ته هم د تدریس په موخه ورتله. [۱۹][۲۰][۲۱]

شخصي ژوند او لیوالتیاوې سمول

سایمون په ۱۹۳۸ زکال کې له ډورټیا پیا سره واده وکړ. دوی دواړو ۶۳ کاله ګډ ژوند وکړ. نوموړی په ۲۰۰۱ زکال کې په پریسبي روغتون (UPMC Presbyterian) کې د جراحۍ له عملیاتو سره مخ شو څو د هغه له خېټې څخه یو سرطاني تومور وویستل شي. په داسې حال کې چې دغه عملیات بریالي و، خو د هغو د عوارضو له امله ومړ. دوی دواړو د کاترین، پیټر او باربارا په نومونو درې ماشومان لرل. مېرمن یې د مړینې څخه یو کال وروسته په ۲۰۰۲ زکال کې مړه شوه.

سایمون له ۱۹۵۰ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې ریاضیکي اقتصاد ولوست او په دغه موده کې یې له ډیوېډ هاوکینز سره یوځای د «مثبتو حل لارو د ویکټورونو او د هغو د دخولي – خروجي ماټریکسونو» اړوند د هاوکینز - سایمون قضیه کشف او اثبات کړه. نوموړي همدارنګه د تجزیې منلو او تقریبي تجمع قضیې رامنځته کړې. په سازمانونو کې د دغو قضایاو د کارولو په پیل سره سایمون تر ۱۹۵۴ زکال پورې دا تشخیص کړه چې د یوې مسئلې د حل تر ټولو غوره لار هم له کمپیوټري پروګرامونو سره د هغو ورته والی دی چې له امله یې د انساني ادراک له شبیه سازۍ سره د هغه لیوالتیا را وپارېدله. په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د دغې چارې په تاسیس سره نوموړی د عمومي سیسټمونو د څېړنو د ټولنې یو له لومړنیو غړو څخه شو.

سایمون پیانو غږونکی و او له هنر سره یې پریمانه لېوالتیا لرله. نوموړی د رابرټ لپر او ریچارډ راپاپورت نږدې ملګری و. راپاپورت په کارنګي ملون پوهنتون کې د سایمون سپارښت شوی انځور نقاشي کړ. دی همدارنګه یو لیواله غرختونکی و. هغه د خپلو پراخو علایقو د څرګندولو په موخه د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د یوې مودې لپاره د لیسانس زده کړو زده کړیالانو ته د فرانسې د انقلاب اړوند تدریس وکړ. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. (په 20 March 2009 باندې). Guru: Herbert Simon.
  2. Artinger, Florian M.; Gigerenzer, Gerd; Jacobs, Perke (2022). "Satisficing: Integrating Two Traditions". Journal of Economic Literature (په انګلیسي ژبه کي). 60 (2): 598–635. doi:10.1257/jel.20201396. hdl:21.11116/0000-0007-5C2A-4. ISSN 0022-0515. S2CID 249320959 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 1978". NobelPrize.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Edward Feigenbaum (2001). "Herbert A. Simon, 1916-2001". Science. 291 (5511): 2107. doi:10.1126/science.1060171. S2CID 180480666. Studies and models of decision-making are the themes that unify most of Simon's contributions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Simon, Herbert A. (1978). Assar Lindbeck (المحرر). Nobel Lectures, Economics 1969–1980. Singapore: World Scientific Publishing Co. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Heyck, Hunter. "Herbert A. Simon - A.M. Turing Award Laureate". amturing.acm.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Simon, H. A., 1955, Biometrika 42, 425.
  8. B. Mandelbrot, "A Note on a Class of Skew Distribution Functions, Analysis and Critique of a Paper by H. Simon", Information and Control, 2 (1959), p. 90
  9. Herbert A. Simon: The Bounds of Reason in Modern America by Hunter Crowther-Heyck, (JHU 2005), page 25.
  10. Simon 1991, p.3, 23
  11. Simon 1991 p.3
  12. Simon 1991 p. 20
  13. Velupillai, Kumaraswamy. Computable Economics: The Arne Ryde Memorial Lectures. New York: Oxford University Press, 2000.
  14. Velupillai, Kumaraswamy. Computable Economics: The Arne Ryde Memorial Lectures. New York: Oxford University Press, 2000.
  15. Augier & March 2001
  16. Simon 1991 p. 64
  17. Simon 1991 p. 39
  18. "Herbert A. Simon – Biographical". nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Simon 1991 p. 136
  20. "Princeton University, Department Of Philosophy, Faculty Since 1949", at philosophy.princeton.edu accessed 2014-Oct-13
  21. "Herbert A. Simon – Biographical". nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 20 March 2009 باندې). Guru: Herbert Simon.
  23. "Home - Carnegie Mellon University Libraries". د اصلي آرشيف څخه پر July 18, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "PR_Robert_Lepper_Artist_Teacher.pdf" (PDF). Archived from the original on June 26, 2006. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  25. "Herbert A. Simon – Biographical". nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)