هدفمنده ټولنه

هدفمنده ټولنه داسې داوطلبانه مسکوني ټولنې ته ویل کېږي چې له پیله په داسې ډول طراحي یا ډیزاین شوې وي چې د ټولنیز انسجام او ډله‌ييز کار کچه په کې لوړه وي. د هدفمندې ټولنې غړي معمولاً یو ګډ ټولنیز، سیاسي، مذهبي یا معنوي لیدلوری لري، تر ډېره د ژوند د یوې بدیلې بڼې پیروي کوي او معمولاً یې شتمنۍ او مسؤولیتونه سره مشترک وي. هدفمنده ټولنه یوه ټولیزه یا ټولنیزه تجربه ګڼلی شو. د ګڼو هدفمندو ټولنو په ډله کې مشترکې یا ګډې کورنۍ، مشترکې ټولنې، ګډ ژوندونه، کلي، خانقاوې، کیبوتسیمونه، هوټریټونه، اشرمونه او ټولنیزه هستوګنه شاملېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

تاریخچه سمول

اشرمونه احتمالاً لومړنۍ هدفمندې ټولنې دي چې تر میلاد شاوخوا ۱۵۰۰ کاله مخکې رامنځته شوې دي، په داسې حال کې چې بودایي خانقاوې تر میلاد شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې رامنځته شوې. فیثاغورث تر میلاد مخکې په شاوخوا ۵۲۵ کال کې د ایټالیا په سوېل کې د روښان‌فکرۍ یو کمیون یا مشترکه ټولنه جوړه کړه. په اروپا، شمالي او سوېلي امریکا، استرالیا او نیوزلنډ کې د اټوپيانېزم یا ایډیالي ښارونو د جوړولو د فکري تحریک په دلیل سلګونه مدرنې هدفمندې ټولنې جوړې شوې. هدفمندې ټولنې د ژوند لپاره د ښې او پایدارې نړۍ د جوړولو لپاره اوټوپيايي جاه‌طلبي څرګندوي. له دې سره سره، د هدفمندې ټولنې د مترادفې کلمې په توګه د اوټوپيايي ټولنې اصطلاح له حقارت یا سپکاوي ډکه ګڼل کېږي او ډېری هدفمندې ټولنې ځانونه اوټوپیاوې یا ایډیالي ښارونه نه بولي. همدا راز د کمیون یا مشترکې ټولنې بدیله اصطلاح هم بې‌پرې نه ګڼل کېږي یا حتا د چپیانو یا هیپیانو له سیاست سره اړونده بلل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د حکومت ډول سمول

په هدفمندو ټولنو کې د حکومت تر ټولو معمول ډول (۶۴ سلنه) ډیموکراټیک دی او د اجماع یا رایو پر بنسټ پرېکړې په کې کېږي. د مراتبو د سلسلې یا زورواکۍ جوړښت پر ۹ سلنه ټولنو حاکم دی، ۱۱ سلنه بیا داسې دي چې حکومت یې د مراتبو د سلسلې او ډیموکراټیک جوړښت له ترکیبه جوړ دی او د ۱۶ سلنه ټولنو د حکومت ډول نامعلوم دی.[۱۱]

د سیمو له مخې سمول

د یوې هدفمندې ټولنې په توګه د شتمنیو له ۱۰۰ سلنه اشتراک یا ګډوالي سره د کمیون یا مشترکې ټولنې د ساده تعریف له مخې د هدفمندې ټولنې د بنسټ پرلیکه یا انلاین فهرست په ټوله نړۍ کې (د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې د ۲۸مې نېټې د شمېرو له مخې) ۲۲۲ کمیونونه یا مشترکې ټولنې په ګوته کوي. په دې ډله کې د خانقاوو او دیرونو په څېر ځینې مؤسسې مذهبي دي. ځینې نورې یې د انسان‌پېژندنې د فلسفې اړوندې دي چې یوه بېلګه یې کمفیل ټولنې دي چې له هغو ماشومانو او لویانو سره د زده‌کړو، کاروبار او ورځني ژوند په برخو کې مرستې کوي چې د ودې ناتواني، رواني ستونزې یا نورې خاصې اړتیاوې لري. ډېری کمیونونه د نوي عصر د غورځنګ برخه دي.[۱۲][۱۳][۱۴]

ډېری فرهنګونه په طبیعي ډول ګډ قبیلوي ژوندونه لري او د خپل ژوند بڼه د یوه پلان شوي کمیون یا مشترکې ټولنې په توګه په خپله نه ټاکي، که څه هم د ژوند وضعیت یې ښايي د یوه کمیون ډېرې ځانګړنې ولري.

اسټرالیا سمول

په استرالیا کې ډېری هدفمندې ټولنې د هیپيانو له غورځنګ او هغو کسانو سره رامنځته شوې چې د کوچنیو کورنیو لپاره د ټولنیزو بدیلونو په لټه کې وو. یوه ډېره پخوانۍ ټولنه چې په دوامدار ډول موجوده ده، «د مورا مورا کوپراتیف ټولنه» ده چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې د شمېرو له مخې یې د غړو شمېر ۴۷ دی. دغه ټولنه چې د ویکتوریا ایالت د مېلبورن ښار په ۶۵ کیلومترۍ کې د «ټولبیونګ» غره پر سر په ۶۰۰ تر ۸۰۰ متره ارتفاع کې واقع ده، په ۱۹۷۴ کال کې له جوړېدو راهیسې له عمومي برېښنا څخه استفاده نه کوي. د «پيټر» او «سانډرا کاک» په ګډون یې بنسټ اېښودونکي غړي لا هم دلته مېشت دي. [۱۵]

جرمني سمول

په جرمني کې ګڼې هدفمندې ټولنې ځانونه کمیون بولي او دلته د سیاسي کمیونونو یوه شبکه موجوده ده چې شاوخوا ۳۰ ډلې یې غړې دي. جرمني د هدفمندو ټولنو اوږدمهالی دود لري او ریښې یې هغو ډلو ته رسېږي چې په نولسمه پېړۍ کې یې د لبنس د اصلاحاتو له اصولو څخه الهام اخیستی دی. تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د وایمار د جمهوریت پر مهال شاوخوا ۱۰۰ هدفمندې ټولنې جوړې شوې چې اکثرو یې اشتراکي اقتصاد درلود. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې هغه ټولنې یو ځل بیا فعالې شوې چې ځانونه یې کمیون بلل او پیل یې په برلین کې له کمیون ۱ سره وشو، تر هغه وروسته کمیون ۲ وه چې دا هم په برلین کې وه او ورپسې هم کمیون ۳ وه چې دا په وولفسبورګ کې وه.[۱۶]

د جرمني د کمیون په کتاب کې کمیونونه د لاندې ټولنې په توګه تعریف شوي دي:[۱۷]

  • چې ګډ ژوند او ګډ کار وکړي؛
  • چې مشترک اقتصاد ولري، یعنې ګډه شتمني او ګډ ملکیتونه (ځمکه، ودانۍ، د تولید وسایل) ولري؛
  • چې پرېکړې په ګډه وکړي – معمولاً د اجماع له لارې تصمیمونه ونیسي؛
  • چې هڅه وکړي د مراتبو سلسله او د مراتبو د سلسلې جوړښتونه کم کړي؛
  • چې د کور کارونه، د ماشومانو پالنه او نور مشترک کارونه په ګډه وکړي؛
  • چې د ښځو او نرینه‌وو تر منځ یې برابري موجوده وي؛ او
  • چې د سرچینو په شریکولو او سپما سره د ژواک‌چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسي.

روسیه سمول

د روسیې په سترواکۍ کې غوڅ اکثریت روسي کروندګرو خپلې ځمکې د یوې داسې مشترکې ټولنې له لارې په اختیار کې لرلې چې د یوه ځايي یا کلیوال حکومت او کوپراتیف په توګه یې عمل کاوه. تر شوروي مخکې په روسیه کې د دواړو جنسونو د خانقايي ټولنو ډېر پراخ او اغېزناک دود هم یو ډول جمعي ژوند بللی شو. په روسیه کې د کمونېزم تر ختمېدو وروسته خانقايي ټولنې بیاځلي دود، باجمعیته او د روسیې په ټولنه کې څه ناڅه اغېزناکې شوې. د روسیې د چلند بېلابېلې بېلګې – ټولوکا، پوموچي، ارټل – هم د مشترکو دودونو پر بنسټ ولاړې دي.[۱۸][۱۹]

بریتانیا سمول

اوټوپین سوشلېست «جان ګوډوین ارمبي» په نولسمه پېړۍ کې د د مشترک ژوند یو مدافع و چې تر دې وړاندې چې پر یوه وحدت‌پال راهب بدل شي، کمونېستي کلیسا یې جوړه کړه.[۲۰]

په لندن کې د سیمون ټولنه د ټولنیزې همکارۍ یوه بېلګه ده چې په لندن کې د بې‌کورۍ یا اواره‌ګۍ د کمولو لپاره جوړه شوې ده. دغه ټولنه خواړه برابروي او بې کوره او داوطلب خلک کار په کې کوي. دوی چې څه ناڅه بېدیا مېشتي دي، په واټونو کې هغه کافې اداره کوي چې د خپلو پېژندل شویو غړو تر منځ او عموماً خلکو ته خواړه توزېع کوي.[۲۱]

متحد ایالتونه سمول

په امریکا کې د اوټوپيايي ټولنو اوږد تاریخ موجود دی چې په ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰یمو کلونو کې د هیپي غورځنګ د کمیونونو د رامنځته کېدو لامل شو. یو هغه کمیون چې په هیپي غورځنګ کې یې ډېر رول درلود هغه «کالیفلاور» و. دا د اوټوپیايي یا ایډيال ژوند یو کوپراتیف و چې د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو تر منځ په سنسفرانسېسکو کې فعال و، د ازادي مینې او کپيټلېزم ضد ارزښټونو پر بنسټ رامنځته شوی و.[۲۲]

که څه هم د اکثرو امریکايي کمیونونو عمر لنډ دی، خو ځینو یې تر ۵۰ کلونو ډېر فعالیت کړی دی. په متحدو ایالتونو کې بروډرهوف په ۱۹۵۴ کال کې، ټوین اوکس په ۱۹۶۷ کال کې او کوینونیا فارم په ۱۹۴۲ کال کې رامنځته شو. ټوین اوکس د یوه غیر مذهبي کمیون یوه نادره بېلګه ده چې څه باندې ۳۰ کاله فعال پاتې شوی دی.[۲۳][۲۴]

سرچينې  سمول

  1. Shenker, Barry (1986). Intentional Communities (Routledge Revivals) : Ideology and Alienation in Communal Societies (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. doi:10.4324/9780203832639. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-83263-9. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pitzer, D. E. (1989). "Developmental communalism: An alternative approach to communal studies". Utopian Thought and Communal Experience: 68–76. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Metcalf, William James (2004). The Findhorn book of community living. Forres, Scotland: Findhorn Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781844090327. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Butcher, A. A. (2002). Communal Economics (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rubin, Zach (31 August 2020). ""A Not-so-silent Form of Activism": Intentional Community as Collective Action Reservoir". Humanity & Society (په انګلیسي ژبه کي). 45 (4): 509–532. doi:10.1177/0160597620951945. ISSN 0160-5976. S2CID 225187879. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The Communal Idea in the 21st Century (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. 28 September 2012. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23625-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Metcalf, Bill (2012). "Utopian Struggle: Preconceptions and Realities of Intentional Communities". RCC Perspectives (8): 21–30. ISSN 2190-5088. JSTOR 26240431. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Obadia, Julienne (2020). "Assembly by Aggregation: Making Individuals in the Face of Others in an American Intentional Community". Anthropological Quarterly. 93 (1): 1387–1420. doi:10.1353/anq.2020.0016. ISSN 1534-1518. S2CID 226716773. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Communal Idea in the 21st Century (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. 28 September 2012. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23625-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 7 September 2021 باندې). Could you handle life in a commune?. www.standard.co.uk.
  11. Fellowship for Intentional Community. 2005. Communities Directory. 4th Edition. Rutledge, Missouri, USA. کينډۍ:ISBN.
  12. "Commune Directory – List of Communes". FIC Online Communities Directory. Fellowship for Intentional Community. 28 January 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۹. We use commune only when referring to communities that share their income and resources completely, or nearly so الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Welcome to the Intentional Communities Directory". directory.ic.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . At Camphill Kimberton, crafting a different way to live.
  15. "Moora Moora Co-operative Community". arachnoid.net.au (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Kommuja-Netzwerk". kommuja.de (په الماني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Voß 1996, pp. 17–26.
  18. Horrox, James. "Rebuilding Israel's Utopia", Zeek: A Jewish Journal of Thought and Culture, October 2007
  19. Horrox, James. "A Living Revolution: Anarchism in the Kibbutz Movement", pp. 87–109
  20. Trahair, R.C.S (1999). Utopias and Utopians: An Historical Dictionary. Westport: Greenwood Press. د کتاب پاڼي 27–28. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-313-29465-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Simon Community". The Simon Community. 2014-03-21. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۴. We are a community of homeless people and volunteers living and working together in a spirit of love, acceptance, tolerance and understanding. We aim to reach out to support and campaign for people who are experiencing homelessness, and particularly those for whom no other provision exists الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kanter, Rosabeth Moss (January 1, 1972). Commitment and Community: Communes and Utopias in Sociological Perspective. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-14576-4. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2006-06-11 باندې). Extreme Makeover, Commune Edition. The New York Times.
  24. "Twin Oaks Intentional Community". www.twinoaks.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)