هدایت شوی تکامل

هدایت شوی تکاملDE )  )په پروتین تنظیم او طراحي کې کارېدونکې یوه تګلاره ده چې د طبیعي ټاکلو پروسه د دې لپاره نقل کوي، ترڅو پروتین یا نیوکلیک اسیدونه د کاروونکي له خوا ټاکل شوې موخې ته ورسوي. په دې کې د متجینیسیس بیاځلي دورو ته د جین تابع کول (د ډولونو د ټولګې رامنځته کول)، ټاکنه (د دې ډولونو څرګندول او د خوښې فعالیت سره غړي جلا کول) او پراخول (راتلونکې دورې لپاره یوه بېلګه رامنځته کول) ونډه لري. دا په ویوو (په ژوندي موجوداتو کې) یا په ویترو (په حجرو کې یا په آزاد ډول محلول کې) کې ترسره کېدای شي. هدایت شوی تکامل د دواړو هم د پروتین انجینرۍ لپاره د بدلیدونکو پروتینونو منطقي دیزاینولو بدیل په توګه او هم په کنترول شوي لابراتواري چاپېریال کې د تکاملي بنسټیزو اصولو د آزمایښتي تکامل څېړنو لپاره کارول کېږي.[۱]

تاریخچه سمول

هدایت شوې تکامل په 1960 لسیزه کې د "سپیګیل من مونستر" په ازمایښت کې د RNA مالیکولونو له تکامل څخه سرچینه اخلي. دا مفهوم تر ټاکلو فشارونو لاندې د باکتریاوو د تکامل له لارې، چې په جینوم کې یې د یوه واحد جین تکامل غوره کړی و،د پروتین تکامل ته غځول شوی ده.    [۲][۳][۴]

په 1980 لسیزه کې د فاژ ښودنې (د باکتریا تخریب) لومړنیو تخنیکونو یواځې یوه  پروتین ته د اوښتونونو او ټاکلو په نښه کولو اجازه ورکړه. دې د پرمختللو نښلوونکو پروتینونو ټاکل په کار واچول، مګر لاهم د انزایمونو کتلیستی فعالیت د ټاکلو لپاره غوره نه وو. د انزایمونو بشپړوونکي مېتودونه په 1990 لسیزې کې  پرمختګ وکړ، پراخ ساینسي لیدلوري ته یې تخنیک رامخته کړ. ياده څانګه د جین د تغییراتو ټولګې د جوړولو او د دوی د فعالیت د کتلو په برخه کې د نویو مېتودونو په رامنځته کېدو سره په ګړندیتوب پراختیا ومونده. د هدایت شوي تکامل مېتودونو پراختیا په 2018 کې فرانسیس آرنولډ د انزایمونو تکامل ، جورج سمیټ او ګریګوري وینتر ته د فیژ ښودنې لپاره، په کیمیا کې د نوبل جایزې په ورکولو سره و ویاړل شوه.  [۵][۶][۷][۸][۹]

اصول سمول

هدایت شوې تکامل په لابراتواري چاپېریال کې د طبیعي تکامل د دوران تقلید دی. د تکامل د پېښېدلو لپاره درې څيزونه اړین دي: د کاپی کوونکو ترمنځ توپی، دا چې بدلون د ټاکنې د عمل په سبب د وړتیایي توپیرونو لامل کېږي بله دا چې نوموړی بدلون ارثي دی.[۱۰]

په( DE )کې، یو واحد جین د موتا جنیسیس تکاملي دورو، ټاکنې یا کتنې او پراخېدو سره رامنځته کېږي. د دې دورو پړاوونه، له یوې دورې څخه راتلونکي ته د تدریجي پرمختګونو ترلاسه کولو لپاره د نمونې په توګه د يوه غوره ډول په کارولو معمولاً تکرارېږي.  

د هدایت شوي تکامل په ازمایښت کې د بریا احتمال په مستقیمه توګه د ټولې ټولګې په کچې پورې اړه لري، داسې چې د لا ډیرو اوښتونکو ارزونې سره د خوښې وړ ځانګړتیاوو درلودونکي پیداکولو امکان ډېرېږي.  [۱۱]

د تنوع رامنځته کول سمول

د هدایت شوي تکامل دوران په  ترسره کولو کې لومړی ګام د بدل شوو جینونو د يوې ټولګې نسل دی. د تصادفي تسلسل لپاره د تسلسل فضا خورا پراخه ده (د 100 امینو اسید پروتین لپاره 10130 ممکنه لړۍ) او د وظیفوي پروتینونو په سبب خورا لږ نفوس لري. نه تجربي او نه طبیعي تکامل، کله هم د ډېرو لړیو نمونې اخیستنې ته نږدې کېدلای شي. د طبیعي تکامل د نمونې بدل شوي ترتیبونه د وظیفوي پروتین لړیو ته نږدې دي او دا په DE کې لا د مخه د یوه وظیفوي جین بدلولو سره نقل کېږي. ځینې محاسبې وړاندیز کوي، چې دا په بشپړ ډول د امکان وړ ده چې د ټولو عملي (مثلا ًوظیفوي او ساختماني) موخو لپاره، په ځمکه د ژوند د تکامل په لړ کې د پروتین د تسلسل ځای په بشپړ ډول سپړل شوی دی.    [۱۲][۱۳]

پیل شوی جین د تصادفي نقطوي اوښتون (د کیمیاوي میوتیجنونو یا غلطۍ پروون PCR په واسطه) او ننوتلو او حذفېدلو (د ټرانسپوسنس په واسطه) سره بدلېدلای شي. د جین بیا یوځای کیدل د څو لړیو (معمولاً له ٪70 څخه ډېر د لړیو تشخیص)  د DNA ګډوډولو په واسطه تقلید کېدلای شي، ترڅو د ګډوډ شوي پلار یا مور جینونو ترمنځ د ترتیب ځای ساحو ته ورشي. په پای کې د جین ځانګړې سیمې د جوړښت او دندې پیژندنې پربنسټ د ډېر متمرکز چلند لپاره په سیستماتیک ډول تصادفي ترتیب کېدلای شي. د مېتود په پام کې نیولو سره، تولید شوې ټولګه به د دندییز (وظیفوی) ډولونو په تناسب چې په کې شامل دي، توپیر ولري. ان که یو ژوندی موجود د خوښې جین څرګندولو لپاره وکارول شي، یوازې د هغه جین له بدلولو سره د ژوندي موجود پاتې جینوم ورته پاتې کېږي او د تکامل ازمايښت لپاره له پامه غورځول کېدای شي (د يو ثابت جینیتیکی چاپېریال چمتو کولو تر حد پورې).  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د وړتیایي توپیرونو پیدا کول سمول

ډېری اوښتونونه زیان رسوونکي دي او له همدې امله د اوښتل شوو ټولګه تر ډېره د لږ فعالیت لرونکي ډولونه لري. نو ځکه، د فعالیت اندازه کولو لپاره په لوړه کچه د يو آزمایښت تر سره کول حیاتي رول لري، ترڅو د ګټورو اوښتونونو سره نادره ډولونه ومومي، هغه چې د خوښې وړ ځانګړتیاوو ته پراختیا ورکوي. د دندییزو ډولونو جلا کولو لپاره د مېتود دوه اصلي وېشنې شته دي. د ټاکنو سیستمونه د جین پایښت لپاره په مستقیم ډول د پروتین دنده جوړوي، په داسې حال کې چې د کتنې (سکرینینګ) سیستمونه په يواځې توګه هر ډول تحلیل کوي او د يو ډول يا یو د خوښې وړ فعالیت د مختلفو ډولونو د نفوس ترتیب کولو لپاره د کمیتي حد ټاکلو اجازه ورکوي. دواړه ټاکنې او کتنه (سکرینینګ) په ژوندیو ژونکو یا حجرو (په ویوو تکامل کې) یا په مستقیم ډول په پروتین یا RNA کې پرته له کومو ژونکو څخه (په ویترو تکامل کې) ترسره کېدای شي.  [۲۰][۲۱][۲۲]

د ویوو تکامل په ترڅ  کې، هره ژونکه یا حجره (معمولاً باکتریا یا خمیره) د پلازمېد سره چې د ډولونو د ټولګې متفاوت غړی لري، بدلېږي. په دې توګه، یوازې د خوښې جین د ژونکو ترمنځ توپیر لري، نور ټول جینونه ورته ساتل کیږي. ژونکې پروتین په خپل سایتوپلازم او یا هم په هغه سطحه کې چېرې چې د هغه دنده ازمویل کېدای شي، څرګندوي. د دې بڼې غوره والی په ژونکییز(حجروي) چاپېریال کې د ځای ځایګی د ټاکلو له امله ده، دا چاره په ځانګړي توګه، هغه مهال چې اوښتل شوې پروتین او یا RNA په ژوندیو اورګانیزمونو کې کارول کېږي، ګټوره ده. DE کله چې د ژونکو پرته ترسره کېږي، د ویټرو ټرانسکرپشن ژباړې کې ښکېل وي، ترڅو پروتین یا RNA په آزاده بڼه په محلول او یا هم په جلا شوو مصنوعي مایکروډروپلټونو کې تولید کړي. دا مېتود په ټاکلو شرایطو کې د خورا متفاوت کېدو له ګټې څخه برخمن دی، کوم چې کولای شي بېلابېلې دندې پرمخ يوسي (د بېلګي په توګه تودوخه، محلل) او ژونکو ته زیان اړونکي او یا هم زهرجن پروتین څرګند کړي. سربیره پردې، په ویترو اوښتون کې ازمایښتونه کولای شي، خورا لویې ټولګې را منځته کړي (تر 1015 پورې) دا ځکه چې، د ټولګې DNA ته (ډېری وخت په ډېرې کمې کچې څخه پرته) په ژونکو کې دننوتلو اړتیا نشته.     

ټاکنه سمول

په مفهومي توګه د نښلولو فعالیت لپاره ټاکنه اسانه ده. په نښه کړل شوی مالیکول په قوي ملاتړ سره  غیر متحرک کېږي، د بیلابیلو پروتینونو ټولګه پرې اچول کېږي، کمزوري نښلوونکي له منځه وړل کېږي او پاتې نښلېدلي ډولونه د دوی د جینونو د  جلا کولو لپاره رغول کېږي. په یوه غیر متحرک اشتراکي نهی کوونکي پورې د یوه انزایم نښلولو څخه د فعالو کتلستونو د جلاکولو په موخه هم ګټه پورته شوې ده.  په هرحال، دا تګلاره یوازې د واحد کتلستی بدلون لپاره ټاکل کېږي او د سبسټریټ نښلولو یا هم  ریښتیني سبسټریټ عکس العمل لپاره غوره بڼه نه ده. د  انزایم فعالیت د حیاتی میتابولیت ترکیبولو او یا هم د زهرو په له منځه وړلو سره د ژونکې د پایښت لپاره اړین کېدای شي، نو د ژونکو پایښت د انزایم د فعالیت دنده ده. دا ډول سیسټمونه په ټولیزه توګه یوازې د ژونکو د بدلون موثریت د جریان په لارې پورې  محدود وي. یاد سیستمونه بیا د  سکرینینګ (کتنې) په پرتله د مالی او بشري سرچینو له اړخه خورا کم  لګښت لري، له بله اړخه معمولاً يې سمبالول یوه ستونزمنه چاره ده، د مصنوعي تولیداتو خطر یې شته او په ټولګه کې د شته فعالیتونو د ساحې په اړه هېڅ معلومات نه ورکوي.[۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې سمول

  1. Lutz S (December 2010). "Beyond directed evolution--semi-rational protein engineering and design". Current Opinion in Biotechnology. 21 (6): 734–43. doi:10.1016/j.copbio.2010.08.011. PMC 2982887. PMID 20869867. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cobb RE, Chao R, Zhao H (May 2013). "Directed Evolution: Past, Present and Future". AIChE Journal. 59 (5): 1432–1440. doi:10.1002/aic.13995. PMC 4344831. PMID 25733775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mills DR, Peterson RL, Spiegelman S (July 1967). "An extracellular Darwinian experiment with a self-duplicating nucleic acid molecule". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 58 (1): 217–24. Bibcode:1967PNAS...58..217M. doi:10.1073/pnas.58.1.217. PMC 335620. PMID 5231602. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hall BG (July 1978). "Experimental evolution of a new enzymatic function. II. Evolution of multiple functions for ebg enzyme in E. coli". Genetics. 89 (3): 453–65. doi:10.1093/genetics/89.3.453. PMC 1213848. PMID 97169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smith GP (June 1985). "Filamentous fusion phage: novel expression vectors that display cloned antigens on the virion surface". Science. 228 (4705): 1315–7. Bibcode:1985Sci...228.1315S. doi:10.1126/science.4001944. PMID 4001944. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Chen, Keqin; Arnold, Frances H. (1991). "Enzyme Engineering for Nonaqueous Solvents: Random Mutagenesis to Enhance Activity of Subtilisin E in Polar Organic Media". Bio/Technology (په انګلیسي ژبه کي). 9 (11): 1073–1077. doi:10.1038/nbt1191-1073. ISSN 0733-222X. PMID 1367624. S2CID 12380597. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kim, Eun-Sung (2008-11-27). "Directed Evolution: A Historical Exploration into an Evolutionary Experimental System of Nanobiotechnology, 1965–2006". Minerva (په انګلیسي ژبه کي). 46 (4): 463–484. doi:10.1007/s11024-008-9108-9. ISSN 0026-4695. S2CID 55845851. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Packer MS, Liu DR (July 2015). "Methods for the directed evolution of proteins". Nature Reviews. Genetics (په انګلیسي ژبه کي). 16 (7): 379–94. doi:10.1038/nrg3927. PMID 26055155. S2CID 205486139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Nobel Prize in Chemistry 2018". NobelPrize.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Voigt CA, Kauffman S, Wang ZG (2000). "Rational evolutionary design: the theory of in vitro protein evolution". Evolutionary Protein Design. Advances in Protein Chemistry. 55. د کتاب پاڼي 79–160. doi:10.1016/s0065-3233(01)55003-2. PMID 11050933. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780120342556. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dalby PA (August 2011). "Strategy and success for the directed evolution of enzymes". Current Opinion in Structural Biology. 21 (4): 473–80. doi:10.1016/j.sbi.2011.05.003. PMID 21684150. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lipovsek D, Plückthun A (July 2004). "In-vitro protein evolution by ribosome display and mRNA display". Journal of Immunological Methods. 290 (1–2): 51–67. doi:10.1016/j.jim.2004.04.008. PMID 15261571. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dryden DT, Thomson AR, White JH (August 2008). "How much of protein sequence space has been explored by life on Earth?". Journal of the Royal Society, Interface. 5 (25): 953–6. doi:10.1098/rsif.2008.0085. PMC 2459213. PMID 18426772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kuchner O, Arnold FH (December 1997). "Directed evolution of enzyme catalysts". Trends in Biotechnology. 15 (12): 523–30. doi:10.1016/s0167-7799(97)01138-4. PMID 9418307. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sen S, Venkata Dasu V, Mandal B (December 2007). "Developments in directed evolution for improving enzyme functions". Applied Biochemistry and Biotechnology. 143 (3): 212–23. doi:10.1007/s12010-007-8003-4. PMID 18057449. S2CID 32550018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Jones DD (May 2005). "Triplet nucleotide removal at random positions in a target gene: the tolerance of TEM-1 beta-lactamase to an amino acid deletion". Nucleic Acids Research. 33 (9): e80. doi:10.1093/nar/gni077. PMC 1129029. PMID 15897323. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Stemmer WP (August 1994). "Rapid evolution of a protein in vitro by DNA shuffling". Nature. 370 (6488): 389–91. Bibcode:1994Natur.370..389S. doi:10.1038/370389a0. PMID 8047147. S2CID 4363498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Crameri A, Raillard SA, Bermudez E, Stemmer WP (January 1998). "DNA shuffling of a family of genes from diverse species accelerates directed evolution". Nature. 391 (6664): 288–91. Bibcode:1998Natur.391..288C. doi:10.1038/34663. PMID 9440693. S2CID 4352696. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Reetz MT, Carballeira JD (2007). "Iterative saturation mutagenesis (ISM) for rapid directed evolution of functional enzymes". Nature Protocols. 2 (4): 891–903. doi:10.1038/nprot.2007.72. PMID 17446890. S2CID 37361631. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hartl DL (October 2014). "What can we learn from fitness landscapes?". Current Opinion in Microbiology. 21: 51–7. doi:10.1016/j.mib.2014.08.001. PMC 4254422. PMID 25444121. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Badran AH, Liu DR (February 2015). "In vivo continuous directed evolution". Current Opinion in Chemical Biology. 24: 1–10. doi:10.1016/j.cbpa.2014.09.040. PMC 4308500. PMID 25461718. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kumar A, Singh S (December 2013). "Directed evolution: tailoring biocatalysts for industrial applications". Critical Reviews in Biotechnology. 33 (4): 365–78. doi:10.3109/07388551.2012.716810. PMID 22985113. S2CID 42821437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Willats WG (December 2002). "Phage display: practicalities and prospects". Plant Molecular Biology. 50 (6): 837–54. doi:10.1023/A:1021215516430. PMID 12516857. S2CID 4960676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Leemhuis H, Stein V, Griffiths AD, Hollfelder F (August 2005). "New genotype–phenotype linkages for directed evolution of functional proteins". Current Opinion in Structural Biology. 15 (4): 472–8. doi:10.1016/j.sbi.2005.07.006. PMID 16043338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Verhoeven KD, Altstadt OC, Savinov SN (March 2012). "Intracellular detection and evolution of site-specific proteases using a genetic selection system". Applied Biochemistry and Biotechnology. 166 (5): 1340–54. doi:10.1007/s12010-011-9522-6. PMID 22270548. S2CID 36583382. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)