هدايت الله خان بنگش

(له هدایت الله خان بنگش نه مخ گرځېدلی)

ښاغلی هدایت الله خان بنگش په دریم نوامبر ۱۹۵۴ ع کال کی د پښتونخوا د کوهاټ ولسوالئ د ټل په کلی کی زیږیدلی دی. لومړنئ او منځنئ زده کړی یی د ټل په لیسه کی تر سره کړی دی د«ایل ایل بي لا» ډگری یی په ۱۹۸۱ ع کال کی د خیبر دحقوقو له پوهنځی څخه او دماسټرئ ډگری یی په ۱۹۸۴ ع کال کی د پیښور له پوهنتون څخه د سیاست او بین المللی اړیکو په څانگه کی لاس ته راوړی دی . د سیاست په ډگر کی په هغه باندی د باچاخان د عدم تشدد د غورځنگ پوره اثر ؤ اوددی غورځنگ پلوی ؤ چی لدی امله دخپلی زده کړی په دوران کی دوه واری د پیښور پوهنتون د پښتنو پوهیدونکو د اتحادی مشر او عمومی منشی ټاکل شوی ؤ. ښاغلی هدایت الله خان بنگش په ۱۹۸۴ ع کال کی جرمنی ته راغی او خپلی نوری زده کړی یی دجرمنی د بوخم ښار په روهر پوهنتون کی دسیاسی علومو په څانگه کی بشپړی کړی دی او په همدی کال کی د پښتنو ټولنیز ولسواک گوند{د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند} غړی شو، او اوس د پښتنو ټولنیز ولسولیز گوند Pashtoons Social Democratic Party لوی منشی دی.