هایډروترمل سوری

هایډروترمل سوری د سمندر په تل کې یو سوری یا چاک دی چې د ځمکې د مرکزي حرارت په مرسته ګرمې شوې اوبه ترې راوځي. دا سوري معمولاً د اورغورځونې یا اتشفشان فعالو ځایونو ته نږدې موندل کېږي او دا هغه ځایونه دي چې هلته په پراخېدونکو مرکزونو، سمندري حوضو او تفت‌ځایونو کې ټکټونیکي تختې سره جلا کېږي. د هایډروترمل زېرمې هغه ډبرې او د منرالي ډبرو زېرمې دي چې د هایډرترمل سوریو د عمل په پایله کې رامنځته شوې دي.[۱]

د هایډروترمل سوريو د شتون دلیل دا دی چې ځمکه هم له جیولوژيکي نظره فعاله ده او هم په سطحه او په پوړ کې دننه ډېره اندازه اوبه لري. هایډروترمل سوري ښايي تر سمندر لاندې د تورو دودکشو او سپینو دودکشو په نامه شکلونه رامنځته کړي. د سمندر د نورو ژورو ځایونو په نسبت د هایډروترمل سوریو شاوخوا ځایونه له بیولوژیکي پلوه ډېر ښېرازه دي او تر ډېره هلته داسې پېچلي موجودات ژوند کوي چې د سوریو په مایعاتو کې له بهېدونکو کیمیاوي موادو څخه تغذیه کېږي. کیموسنتېټیک باکتریا او ارشیا د غذایي ځنځیر بنسټ جوړوي او د لویو لوله‌يي چینجیو، دوه پټيزو سېپۍ ته ورته چینجیو، لیمپېټونو او شرمپ په څېر بېلابېل ارګانېزمونه ترې استفاده کوي. داسې انګېرل کېږي چې د مشتري په سپوږمۍ «اروپا» او د زحل په سپوږمۍ «انسلاډوس» کې فعال هایډروترمل سوري شته او داسې ګومان هم کېږي چې یو وخت په مریخ کې هم لرغوني هایډروترمل سوري موجود وو.[۲][۳][۴]

تور دودکش او سپین دودکش سمول

ځینې هایډروترمل سوري داسې دودکشونه جوړوي چې استوانه‌يي ډوله شکلونه لري. دغه دودکشونه د سوري په مایعاتو کې له حل شویو منرالي موادو څخه جوړېږي. کله چې بشپړې ګرمې اوبه د سمندر له نږدې کنګل اوبو سره لګېږي، منرالي مواد رسوب کوي او داسې ذرات رامنځته کېږي چې د دغو استوانه‌يي شکلونو د لوړېدو لامل کېږي. د دغو دودکش ډوله شکلونو ځینې جوړښتونه ښايي ۶۰ متره لوړوالی ولري. د دغو جوړښتونو یوه بېلګه «ګوډزیلا» وه چې د ارام سمندر په تل کې «اورګان» ته نږدې وه او په ۱۹۹۶ کال کې یې تر نړېدو وړاندې اندازه ۴۰ مترو ته رسېدلې وه.[۵][۶]

تور دودکش یا ژور سمندري سوری د هایډروترمل سوري یو ډول دی چې د سمندر په تل کې په عمومي ډول په بتیال ساحه کې (چې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ مترو پورې ژوره فریکونسي لري) او د دې تر څنګ په لږ ژورو ځایونو او د ابیسل ساحې په ډېرو ژورو ځایونو کې پیدا کېږي. دا سوري د تورو جوړښتونو او دودکش ډوله شکلونو په څېر ښکاري چې ورېځې ته ورته تور مواد خارجوي. تور دودکش معمولا د لوړې کچې سلفر یا سلفایډ لرونکي منرالي مواد خارجوي. کله چې بشپړې ګرمې اوبه د ځمکې تر پوړ لاندې د سمندر له تل څخه تېرېږي (ښايي د اوبو تودوخه څه باندې ۴۰۰ سانتیګراد درجو ته ورسېږي)، دغه هایډروترمل سوري په ځمکه کې د سلګونو مترو په پلنوالي سره رامنځته کېږي. دا اوبه د سلفایډونو په ګډون ګڼ هغه محلول منروالونه لري چې د ځمکې په پوړ کې موجود دي. کله چې د سمندر له سړو اوبو سره ټکر کوي، ډېری منرالي مواد لاندې کېني او د هر سوري پر سر دودکش ته ورته شکلونه جوړوي. هغه فلزي سلفایډونه چې لاندې ناست دي یا زېرمه شوي دي، کېدای شي د وخت په تېرېدو سره د سلفایډونو پر لویو زېرمو واوړي.[۷][۸]

د سپین دودکش سوري راڼه منرالونه خارجوي، د بېلګې په توګه هغه منروالونه چې باریم، کلسیم او سیلیکان په کې ګډ وي. د دغو سوریو د لوګي تودوخه له دې امله کمه ده چې د تودوخې له سرچینې څخه لرې واقع دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د هایډروترمل سوریو بیولوژي سمول

ژوند په دودیز ډول د لمریزې انرژۍ په مرسته پر مخ روان دی، خو د سمندر د تل موجودات یا ارګانېزمونه د لمر رڼا ته لاسرسی نه لري، له همدې امله باید د هایډروترمل سوریو تر څنګ پراته موجودات په ګردجنو کیمیاوي رسوباتو کې له موجودو خوراکي موادو او هغو هایډروترمل مایعاتو څخه استفاده وکړي چې په کې اوسېږي. تر دې مخکې سمندرپوهان په دې باور وو چې د دغو سوریو شاوخوا ژوندي موجودات یا ارګانېزمونه د سمندر په تل کې د نورو موجوداتو په څېر په سمندري واورو تکیه دي یا پايي. په دې توګه دوی د نباتاتو په ژوند او بالاخره په لمر پورې تړلي پاتې کېږي. د دغو سوریو شاوخوا ځینې موجودات دغه باران یا واورې ته ورته شیان مصرفوي، خو یوازې د داسې سیستم په شتون سره به د ژوند بڼې ډېرې کمې وي. د هایډروترمل سوریو په ساحو کې د ژوندیو موجوداتو تراکم د سمندر د تل په پرتله له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ ځله ډېر دی.[۱۴]

کشف او اکتشاف سمول

په ۱۹۴۹ کال کې د ژورو اوبو یوې څېړنې وښوده چې د سره سمندر په مرکزي برخو کې ګرمې مالګینې اوبه موجودې دي. ورپسې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې یوې بلې څېړنې په دې سیمه کې د ګرمو مالګینو اوبو – چې ۶۰ سانتي ګرېد یا ۱۴۰ فارنهایټ درجې کېږي - او اړوندو اوسپنه لرونکو مَټو شتون تایید کړ. د دې څېړنې له مخې ګرمو محلولونو تر سمندر لاندې له فعالو فرعي چاکونو څخه سرچینه اخیسته. دا چې اوبه ډېرې زیاتې مالګینې وې، له دې امله د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره مناسبې نه وې. مالګینې اوبه او اړوندې اوسپنه لرونکې مټې دا مهال د قېمتي او اساسي فلزاتو د سرچینې په توګه تر څېړنې لاندې دي.[۱۵]

د ۱۹۷۶ کال په جون میاشت کې د سکرېپس سمندرپوهنیزې مؤسسې ساینس پوهانو د «ګالاپاګوس» چاک په اوږدو کې د سمندر له تل څخه د عکس اخیستلو سیستم وکاراوه او د ګالاپاګوس چاک په اوږدو کې یې تر سمندر د لاندې هایډروترمل سوریو لومړني شواهد ترلاسه کړل. په ۱۹۷۷ کال کې د سکرېپس مؤسسې ساینس پوهانو د هایډروترمل سوریو په اړه لومړنۍ ساینسي مقالې خپرې کړې. څېړونکي «پېټر لونډسیل» د ځنځیري کمرو په مرسته اخیستل شوي عکسونه خپاره کړل او د دوکتورا زده‌کوونکي «کاټلین کرین» نقشې او د تودوخې د غیر معمول‌والي معلومات خپاره کړل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ګالاپاګوس چاک د سمندر د تل هایډروترمل سوریو په شاوخوا کې کیموسینتیټیک ایکوسیستمونه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۷ کې هغه مهال ولیدل شول چې د ساینس د ملي بنسټ له‌خوا د تمویل شویو سمندري ځمک‌پوهانو یوه ډله د کلام‌بېک سایټونو ته ستنه شوه. د دغې سمندرلاندې څېړنې اصلي څېړونکی د اوریګون ایالتي پوهنتون استاد «جک کورلیس» و. د سټنفورډ پوهنتون څېړونکو «کورلیس» او «ټجیرډ وان انډیل» د ۱۹۷۷ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه په «ډي.اېس.وي الوین» کې د ځمک‌لاندې اوبو د اکتشاف پر مهال د یوې داسې څېړنیزې دستګاه په مرسته چې د اوبو تل ته ښکته کېده او «ووډس هول د سمندر پېژندنې مؤسسې» اداره کوله، سوري او ایکوسیستمونه ولیدل او بېلګې یې واخیستې. نور هغه څېړونکي چې په دې څېړنیز سفر کې یې ونډه لرله، له ووډس هول مؤسسې څخه «ریچارډ (ډيک) ون هرزن» او «رابرټ بالارډ» وو، له اوریګون ایالتي پوهنتون څخه «جک ډیمونډ» او «لویس ګورډون» وو، د ماساچوسېټ د ټکنالوژۍ له انستېتیوت څخه «جان اډمونډ» او «تانیا اټواټر» وو، د متحدو ایالتونو د ځمک‌پېژندنې له ادارې څخه «ډيو وېلیمز» او له سکرېپس مؤسسې څخه «کاټلین کرین» و. دغه ټيم د سوریو، ارګانېزمونو او د سوریو د ترکیبي مایعاتو په اړه خپلې موندنې په ساینس ژورنال کې خپرې کړې. په ۱۹۷۹ کال کې د «جي فریډریک ګراسل» په مشرۍ د بیولوژي د پوهانو یوه ډله همدغه ځای ته ستنه شوه تر څو د هغو بیولوژیکي موجوداتو څېړنه وکړي چې دوه کاله وړاندې کشف شوي وو.[۲۰][۲۱][۲۲]

ساتنه سمول

د هایډروترمل سوریو ساتنه په تېرو ۲۰ کلونو کې د سمندر پوهنې په برخه کې د تودو بحثونو موضوع وه. ویل کېږي چې ښايي دغو خورا نادرو جوړښتونو ته تر ټولو ډېر زیان ساینس پوهانو رسولی وي. که څه هم د هغو څېړونکو د چلند په اړه د هوکړه‌لیکونو د رامنځته کېدو هڅې شوې دي چې د دغو سوریو په اړه څېړنې کوي، خو لا هم په دې اړه کوم نړیوال رسمي او جبري تړون نه‌شته.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Colín-García, María (2016). "Hydrothermal vents and prebiotic chemistry: a review". Boletín de la Sociedad Geológica Mexicana. 68 (3): 599–620. doi:10.18268/BSGM2016v68n3a13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 13 April 2017 باندې). Conditions for Life Detected on Saturn Moon Enceladus. New York Times.
  3. (په 11 March 2015 باندې). Spacecraft Data Suggest Saturn Moon's Ocean May Harbor Hydrothermal Activity. NASA.
  4. Paine, M. (15 May 2001). "Mars Explorers to Benefit from Australian Research". Space.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Perkins, S. (2001). "New type of hydrothermal vent looms large". Science News. 160 (2): 21. doi:10.2307/4012715. JSTOR 4012715. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kelley, Deborah S. "Black Smokers: Incubators on the Seafloor" (PDF). د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Douville, E; Charlou, J.L; Oelkers, E.H; Bienvenu, P; Jove Colon, C.F; Donval, J.P; Fouquet, Y; Prieur, D; Appriou, P (March 2002). "The rainbow vent fluids (36°14′N, MAR): the influence of ultramafic rocks and phase separation on trace metal content in Mid-Atlantic Ridge hydrothermal fluids". Chemical Geology. 184 (1–2): 37–48. Bibcode:2002ChGeo.184...37D. doi:10.1016/S0009-2541(01)00351-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Colín-García, María (2016). "Hydrothermal vents and prebiotic chemistry: a review". Boletín de la Sociedad Geológica Mexicana. 68 (3): 599–620. doi:10.18268/BSGM2016v68n3a13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Spiess, F. N.; Macdonald, K. C.; Atwater, T.; Ballard, R.; Carranza, A.; Cordoba, D.; Cox, C.; Garcia, V. M. D.; Francheteau, J.; Guerrero, J.; Hawkins, J.; Haymon, R.; Hessler, R.; Juteau, T.; Kastner, M.; Larson, R.; Luyendyk, B.; Macdougall, J. D.; Miller, S.; Normark, W.; Orcutt, J.; Rangin, C. (28 March 1980). "East Pacific Rise: Hot Springs and Geophysical Experiments". Science. 207 (4438): 1421–1433. Bibcode:1980Sci...207.1421S. doi:10.1126/science.207.4438.1421. PMID 17779602. S2CID 28363398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Boiling Hot Water Found in Frigid Arctic Sea". LiveScience. 24 July 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Scientists Break Record By Finding Northernmost Hydrothermal Vent Field". Science Daily. 24 July 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cross, A. (12 April 2010). "World's deepest undersea vents discovered in Caribbean". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Colín-García, María (2016). "Hydrothermal vents and prebiotic chemistry: a review". Boletín de la Sociedad Geológica Mexicana. 68 (3): 599–620. doi:10.18268/BSGM2016v68n3a13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ramirez-Llodra, E; Keith, DA (2020). "M3.7 Chemosynthetic-based-ecosystems (CBE)". In Keith, D.A.; Ferrer-Paris, J.R.; Nicholson, E.; Kingsford, R.T. (المحررون). The IUCN Global Ecosystem Typology 2.0: Descriptive profiles for biomes and ecosystem functional groups. Gland, Switzerland: IUCN. doi:10.2305/IUCN.CH.2020.13.en. S2CID 241360441 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-8317-2077-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Degens, E. T. (1969). Hot Brines and Recent Heavy Metal Deposits in the Red Sea. Springer-Verlag. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  16. Kathleen., Crane (2003). Sea legs: tales of a woman oceanographer. Boulder, Colo.: Westview Press. OCLC 51553643. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813342856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  17. "What is a hydrothermal vent?". National Ocean Service. National Oceanic and Atmospheric Administration. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Crane, Kathleen; Normark, William R. (10 November 1977). "Hydrothermal activity and crestal structure of the East Pacific Rise at 21°N". Journal of Geophysical Research. 82 (33): 5336–5348. Bibcode:1977JGR....82.5336C. doi:10.1029/jb082i033p05336. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lonsdale, P. (1977). "Clustering of suspension-feeding macrobenthos near abyssal hydrothermal vents at oceanic spreading centers". Deep-Sea Research. 24 (9): 857–863. Bibcode:1977DSR....24..857L. doi:10.1016/0146-6291(77)90478-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Dive and Discover: Expeditions to the Seafloor". www.divediscover.whoi.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په December 5, 2011 باندې). The Deep-Sea Find That Changed Biology. NPR.org.
  22. Corliss, John B.; Dymond, Jack; Gordon, Louis I.; Edmond, John M.; von Herzen, Richard P.; Ballard, Robert D.; Green, Kenneth; Williams, David; Bainbridge, Arnold; Crane, Kathy; van Andel, Tjeerd H. (16 March 1979). "Submarine Thermal Springs on the Galápagos Rift". Science. 203 (4385): 1073–1083. Bibcode:1979Sci...203.1073C. doi:10.1126/science.203.4385.1073. PMID 17776033. S2CID 39869961. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Devey, C.W.; Fisher, C.R.; Scott, S. (2007). "Responsible Science at Hydrothermal Vents" (PDF). Oceanography. 20 (1): 162–72. doi:10.5670/oceanog.2007.90. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  24. Tyler, P.; German, C.; Tunnicliff, V. (2005). "Biologists do not pose a threat to deep-sea vents". Nature. 434 (7029): 18. Bibcode:2005Natur.434...18T. doi:10.1038/434018b. PMID 15744272. S2CID 205033213. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Johnson, M. (2005). "Oceans need protection from scientists too". Nature. 433 (7022): 105. Bibcode:2005Natur.433..105J. doi:10.1038/433105a. PMID 15650716. S2CID 52819654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Johnson, M. (2005). "Deepsea vents should be world heritage sites". MPA News. 6: 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)