هاشم مهمند (هاشم مومند) (په انگرېزۍ: Hashem Mohmand) څو لسیزې یې د ژورنالیزم په ډګر کې فعالیت کړی و، د ازادۍ راډيو د پښتو او دري څانگو عمومي مشر و، په ۲۰۱۹م کال کې متقاعد شو.

هاشم مهمند

نوموړی په پښتو، دري، انگرېزي او جرمني ژبو پوهېږي.

مخينه

هاشم مهمند په ۱۳۲۷ هجري شمسي کال کې په کندهار کې زېږېدلی دی، چې اوس مهال د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې ژوند کوي.

زده کړې

هاشم مهمند خپلې لومړنۍ زده کړې تر یوولسم ټولګي پورې د کندهار په احمدشاه بابا لېسه کې کړي، چې دوولسم ټولګی یې د کابل په حبیبیه لېسه کې لوستلی دی.

نوموړی بیا په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوست. له ۱۹۷۲م کال وروسته یې هم په جرمني کې تحصیل ته دوام ورکړ.

په ۱۹۸۹م کال د امریکا د متحدو ایالتونو د انډیانا ایالت د بلومنګټن ښار په پوهنتون کې دیوه تحقیقاتي پروګرام په چوکاټ کې ۱۰ میاشتې زده کړې وکړې.

دندې

هاشم مهمند د افغانستان په پلان او د بهرنیو چارو وزارت کې هم د لنډ وخت لپاره دنده ترسره کړې ده.

هاشم مهمند له ۱۹۸۷م کال تر ۲۰۱۹م کال پورې په ازادې اروپا ازادۍ راډیو کې کار وکړ او د افغانستان د څانګې له موسسینو څخه ګڼل کېږي.

فرهنګي فعالیتونه

ښاغلی مهمند د جهاد په کلونو کې د خپلواکۍ وږمې د مجلې لس کاله مسوول مدیر و.

ځینې اثار یې ترجمه کړي او لیکلي هم دي، چې ځینې یې خپاره شوي دي.

کورنی ژوند

هاشم مهمند واده کړی، دوه ماشومان لري.