تاريخچه : کمپيوټر يوه برقي دستګاه ده چې کولاى شي په ډير لږ وخت کې ډيرې ګرانې حسابي سونزې حل کړي . د دغه آلې په وسيله دجمعې ،تفريق ،ضرب اوتقسيم عملي تر سره کيږي کمپيوټر ته برقي ماغزه وايي . کمپيوټر هم زمونږ دمغزو په څېر کولاى شي د ډيرو هغو مسايلو لپاره چې کمپيوټر ته سپارل شوي دي دحل لارې او طريقې وړاندې کړي . او دا هم کولاى شي چې خپل اشتباهات په ګوته او هغه اصلاح کړي . د شطرنج لوبه هم په ښه توګه ترسره کوي کمپيوټر د حافظې له يو مرکز څخه برخمن دى . دغه مرکز د دې توان لري چې زيات اطلاعات زيرمه کړي . دحافظى بټنى ته په فشار ورکولو سره ټول هغه اطلاعات چې زيرمه شوي د اړتيا پرمهال د دويم ځل لپاره مو په واک کې واقع کيږي . لومړى ديوې موضوع دحل لپاره بايد کمپيوټر ته برنامه يا کړنلاره ورکړل شي . دلمړى ځل لپاره لمړۍ کمپيوټر دامريکۍ په (هاروارد) پوهنتون کې په ١٩٤٤ميلادي کال کې طرحه او جوړ شو دغه کمپيوټر پروفيسور هواردايکن او مرستندويانو يي جوړ کړ دماشينونو جوړولو نړيوال تجارتي شرکت (I.B.M) د دغه کمپيوټر په بشپړولو کې ډير تعاون درلود . دا کمپيوټر د (آي . بى . ايم هاورډ ) په نوم ونومول شو . له دغې اختراع راوروسته دکمپيوټر بيلابيل ډولونه ډيزاين شول نن ورځ داسې کمپيوټرونه جوړ شوي چې الوتکې فضايي بيړۍ ، راکټونه او توغندي له ځمکې نه کنټرول او رهبري کوي د الوتنو او توغولو په مهال يي د کمپيوټر په ذريعه سرعت او مسير ته تغير ورکول کيداى شي . موږ ددې خبرې د پوهيدو تلوسه لرو چې کمپيوټر اودانسان ماغزه څه توپير لري . سره له دې چې کمپيوټر دانسان دمغزو محصول دى کولاى شي د حيرانتيا وړ سرعت سره رياضى محاسبې ترسره کړي داسي قوي کمپيوټرونه شتون لري چې کولاى شى ٨٠ميلون رقمي عدد په يوه ثانيه کې جمع او ضرب کړي. کمپيوټر په زرګونو برقي برخې لري . که ووايو چې کمپيوټر جديد او عصري علم په بله بڼه اړولى دى نو مبالغه به مو نه وي کړى . دعصري او نوي کمپيوټرونه دانسان دمغزو په پرتله د ماشومانو دشيانو حکم لرى . کمپيوټرونه ددې توان لري چې په زياته اندازه اطلاعات زيرمه کړي خو هيڅوک نه توهيږي او ښايي دا حساب ونه لګولى شي چې دانسان ماغزه يا دماغ په کومه کچه اطلاعات زيرمه کولاى شي . هارډواير (Hard ware) ١- دکمپيوټر هغه برخې يا پروګرامونه چى فزيکي جوړښت لري او په لاس ورسره تماس حا صلولى شو هارډ واير Hard ware بلل کيږي . ٢- دکمپيوټر هغه برخې يا پروګرامونه چى مونږ په لاس ورسره تماس نشو حاصلولى سافټ واير Soft ware بلل کيږي .

                                             هارډواير Hard Ware

دکمپيوټر هغه برخې چې دهغه سره مونږ تماس پيداکولى شو هارډواير بلل کيږى مثال دکمپيوټر په مادربورډ کې ګوتې وهل ، دکمپيوټر له پارتس يعنى مانيتر يا نورو خصوصياتو سره يا دکمپيوټر په منځ کې له سيمانو سره لاس جنګول . د هارډواير داخلي او خارجي برخې (Enternal and External Parts Hard ware) دهارډواير هغه برخه د کومو سره چې مونږ لاس لګولى شو عبارت دي له :

دکمپيوټر برخې (Parts Of Computer) 

١- خارجي External ٢-داخلي Enternal ١- خارجي External : سى _ ډى _ روم ، فلاپى ، پاورکيبلي ، کيبورډ ، موس او داسى نور . ٢- داخلي Enternal : مادربورډ (Mather Bord) ،ماين بورډ (Main bord) ، C.P.U (Processor) ، پاور سپلى P.S (Powersupply) ، ريم (Ram) کارډونه ،ويجيا(Vge) ، سونډ کارډ (Sound card) ، موډيم کارډ (Modemcard) پاورسپلائي (Power Supply) پاورسپلائي دکمپيوټر د(System unit) هغه پرزه ده کوم چى سستيم يونټ نورو اجزاوو ته د هغوى د ضرورت مطابق دبرق جريان تهيه کوى دلومړى ځل لپاره ټول برق په پاورسپلائي کښى ذخيره کيږى او له هغى وروسته په مختلفو کيبلونو کښى تقسيميږى . دپاورسپلائي ډولونه (Type of power supply) : په دوه ډوله ده ١- Atx ٢- At ١- پرمختللى تخنيکونو کې بدلونونه Atx (Advane technalogy) : دعه پاورسپلائي د پنټم ون p1 او پنټم ټو P2 يا هم د پنټم تري P3 او پنټم فور P4 لپاره استعماليږى هر کله چې مونږ په Start شوي کمپيوټر کې Shut down کليک کړو نو کمپيوټر بايد چې خپله خاموشه شي په کوم کمپيوټر کي چى At پاورسپلائي وي هغه خپله نه خاموشه کيږي په بټن خاموشه کيږي هر کله چې په Shut down کليک کړو نو په سکرين دا لاندې مسيج راځي (Its now you safe to turn offyour computer) دAt پاورسپلائي کوم تار چې مادربورډ ته ځي هغه ٦-٦ يعنې ١٢ دولس غاښونه لري.

پرمختللى تکنالوجى کى بدلون Atx(Advance technalogy) : دغه پاورسپلائي دP1 او P2 ياهم د P3 دپاره استعماليږي هرکله چې مونږ په Start شوي کمپيوټر کې Shutdown کليک کړو نو کمپيوټر کې بيا دغه مسيج نه راځى خاموشه کيږي . د(A.T.X) پاورسپلائي کومه تړانګه چې مادربورډ ته ځي هغه ٢٠ غاښونه لري . پاورسپلائي دکمپيوټر يو له مهمو پرزو څخه ده کومه چې دکمپيوټر هغو ټولو برخو ته برق رسوي کومې چې برق ته ضرورت لري ځنى پاورسپلائي چې خپله C.P.U ته برق ورکوي او مانټير ته برق ورکوي په ځينو کي بيا دغه سهولت نه وي پاورسپلائي خپله کمپيوټر څخه زيات برق کنترولوي او يوازې (١٢٠) ولټه يا (٢٤٠) ولټه برقه دکمپيوټر سيستم ته پريږدي ترڅو په کمپيو ټر کى پرزه جات ونه سوځي .


                ميموري (Memory)

دميموري مخفف Ram دى دمعلوماتو (Data) د(Stors) کولو يا دثبت کولو لپاره يو موقتى ساحه ده داول ځل لپاره معلومات په (Ram) کې ثبت کيږى موقتى . وروسته د هارډ ډسک ، فلاپى ډسک ، سى ډي يا فلش ته انتقاليږى . که څه هم نن سبا په مارکيټ کې ډول ډول ريمونه راوتلى خو مونږ صرف يو څوريمونه تشرح کوو چې ډير مهم دى .

 ميمورى (Memory) :١- نه بدليدونکى ميموري (None volatile memory) 

٢-بيليدونکي ميمورى (Volatile memory) Ram(Random Acces Memory) له ځان سره د لنډ وخت لپاره ديو شي ساتل


١- بيليدونکي ميموري (Volatile Memory) : هغه معلومات چي په کمپيوټر کې ليکل شوي وي خو مګر محفوظ شوي يا Save شوي نه وي . دهغه ميموري ريم ډولونه چى بيليدونکى وى) (Type of volatile memory ram - Core Ram : دغه ډير پخوانى Ram و چې ډير ګران و هيڅ کوم يو کمال يي نه درلوده . ٢- کوم چې ډيټا يو څه وخت لپاره ساتي (Sam conductor) چې دا په دوه ډوله ده . ١- Dynamic Ram : دا رام Ram مارکيټ ته په لمړي ځل راوتلى و هرکله به چى دعه رام کوم شيان محفوظ يا کول نو هغه به ديومنټ نه وروسته ختميدل ياDelete کيدل نو ددى په خاطر دغه Ram استعمال نه شوو Static Ram کامياب شو. ٢- Static Ram : داهعه ډول دى کوم چى Data يا معلومات ديو وخت لپاره له ځان سره ساتى يعنى کله چى Data يا معلومات محفوظ هم نه شى دبرق دوجه نه يا کوم بل څه وجه نه کمپيوټر بند شى او يو څو دقيقې وروسته بيا چالان شي خو مګر که چيرې زيات وخت وروسته چالان شى نو بيا دمعلوماتو د ژوندي ساتلو امکان کم وي . نن سبا مارکيټ ته ډير قسمه Ram راوتلي دي کوم چى له همدغو فارمولو څخه جوړ شوي دي خو مګر کار له دي څخه ښه کوي . ٢- نه بليدونکى ميمورى (Non volatile Memory) : دا هغه ډول Ram دى چې شيان يا معلومات پکې مخفوظ نه وي يعنې يو شى پکى محفوظ کيداى نشي . Rom: يوازى دلوستلو ميموري (Red only Memory) : دکمپيوټر هغه حافظه ده چې صرف دلوستلو يا ليدلو لپاره استعماليږى . که چيرې په مادربورډ کې هارډسک نه وي هم کار کوي مګر صرف او صرف ميموري ساتي ، دغه ميموري د مادربورډ په بايوس Bios کې دکمپنۍ له طرف نه اينسټاليږي . کله چې مونږ دF1 يا F2 يا Del په بټن سره Setup ته داخيليږو هغه هم په Rom کې Bios په ذريعه ، پخوا به چې کله Bios خراب شول نو بيا به نه صحيح کيدل او مادربورډ به بيکاره شو . اوس په مارکيټ کې Bios بيا بيا اچول کيږي او جوړيږي او Change يعنې تبديل کيږي هم .

 رام درې ډولونه لري ) (Three Types Of Rom 

١-Rom) EEP Rom (Electrical Erasable programmable ٢-Rom(Erasable Programmble Rom) EP ٣- P Rom(Programmable Rom) اوس په مارکيټ کې د دغه لاندې Rom استعمال جاري دى : ١- ډيم رام Dim Rom (Double in put Memory Rom) ٢- سيم رام Sim Rom (Single in put Memory Rom) پروسيسر (Processor) پروسيسر: لکه څرنګه چى دنوم نه يي معلوميږي پراسيس په انګليسى ژبه کى عملې ته وائي نو دا هم په کمپيوټر کې دعمليې او کار په کولو کې د تيزوالى (Speed) وظيفه په غاړه لري او په مادربورډ کې ځانته خاص ځاى لري او پروسيسر دوه ډولونه لري (Two Types of Processor) ١- Flot Processor ٢- Slot Processor ١- Slot Processor : دغه زوړ پروسيسر دى کوم چې په مادر بورډ کې د رام ډول لګيږى يعنې د رام ډول پکې ځاى پر ځاى کيږۍ . ٢- Flot Processor : دغه پروسيسر اوسنى کمپيوټر په مادربورډ کې استعماليږي . دغه پروسيسور په مادربورډ کې يو Chip لري چې په هغه Chip کې Pin وي دغه Chip کې پروسيسور د P2 او P1 لپاره استعماليږي يعنې نوى مادربورډ دپاره استعماليږي کله کله دغه پروسيسورپه P3 او P4 کې هم استعماليږي دغه Flot Processor ډير پرمختللى دى . ځنې وخت ددې په سر باندې پکۍ وي او ځنې وخت پکۍ نه وي . سائډ (طرف) کې يې يوه دسوړوالي IC وي . دغه Flot پر مختللى پروسيسور او P3 دپاره استعماليږي . هغه دوه دوه Ship لرى د P1,P2,P3,P4 يعنې دغو پروسيسور ته Socket processor هم ويل کيږي دP3 او P4 پروسيسور دوه Ship لري پروسيسور هم ډير قسمونه دي دښه پروسيسور کش ميمورى زياته وي او لږ ارزان قيمت يا خراب پروسيسور کش ميمورى زياته نه وي پروسيسورونه ډير قسمونه لرې چې مونږ دهغې جملې څخه څو پروسيسورونه تشيريح کوو

١- MMX Intel original Processor  : ددې پروسيسور کش ميمورى زياته وي ددې هم نور نور مختلف مختلف نومونه دي . ٢- Celoran Processor : ددې هم ډير زيات شکلونه او ډولونه دي . ددې کش ميمورى پروسيسور کم وي که چيرې د Intel ، Cash Memory اصلي Original يعنې تيزوالى ٩٠ يا ٩٥ وي نو ددې Celoran روغ قسمونه په لاندې ډول دې . ١- D,Celoran ٢- Cyrixc ٣- Pro Celoran که چيرې د Pro Celoran تيزوالى ٢٠٠٠ وي نو د Intel به ٤٠٠٠ وي يعنې ٤٠٠٠ سره برابر دى . ٣- MMX Processor : په دغه پروسيسور کې هم ډول ډول قسمونه شته مګر شارټ کټ يعنې لنډ بايد دکمپيوټر P1 ، P2 ، P3 ، P4 تيزوالى وګورو کوم چې له تشريحاتو سره مخکي راځي . (Pantium 1) د٦٠ نه تر ٢٣٣ پورې وي چې اوس دغه بالکل ختم دى که چيرې دکوم يو کمپيوټر پروسيسور د٦٠ نه تر ٢٣٣ په منځ کي و نو هغه P1 دى . (Pantium 2) د٢٦٦ نه تر ٤٥٠ پورى هغه ټول P2 دى . (Pantium 3) د ٤٥١ نه تر ١٠٠٠ پورې ټول P3 دى . (Pantium 4) د ١٠٠١ نه تر آخره پورې ټول P4 دى ولې چې P5 نشته او د P4 داخيري تيزوالى حد نشته صرف تر ٣٠٠٠ پروسيسور شته ددې څخه وروسته چې کوم کمپيوټر دى هغه پرکيفت وي يعنې نوى کمپيوټر د(Quality) په نوم راوځى يعنى P5 نه . په سيلران کي Celoran : په دغه پروسيسور کې د P1،P2، P3، او P4 تيزوالى په لاندې ډول دى : ١- Pentium 1 داد ٦٠ نه تر ٢٣٤ پورې وي . ٢- Pentium 2 د٢٣٤ نه تر ١٢٠٠ پورې هغه ټول P2 دى . ٣- Pentium 3 دا پروسيسور تر اوسه پورې په مارکيټ کې نشته . ٤- Pentium 4 د ١٢٠٠ نه تر اخره پورې ټول P4 دى په دغه پورته حساب بايد صرف ځان داسې پوه کړو چې که چيري کوم يو د سيلران پروسيسور مونږ معلومو د اينټل پروسيسور سره نو بيا به ددې پاسه حساب غوندې برابر کوۍ او که چيرې دسيلران پروسيسور تيزوالى ګورو نو لاندې ورته ځير شئ . دسيلران پروسيسور تيزوالى Speed of Celoran : د پاينټم يو Pentium 1 لپاره ٢٣٣ دپاينټم دوه Pentium 2 لپاره ٤٥٠-٦٢٣ دپاينټم درې Pentium 3 لپاره ٤١٥-١٠٠٠ دپاينټم څلور لپاره ١٠٠١-٣٠٠٠ که چيرې مونږ په يو مادربورډ کي يعنې دکمپيوټر په مادربورډ کي بيلابيل قسم Parts يعنى اواز Sound، Vga ، Hard disk، Card وغيره قسمونه Parts ولګوو هغه که دکومو بيلابيلو کمپنۍ وي نو هغه مادربورډ يا هغه کمپيوټر ته Compatible Computer ويل کيږي . دکمپيوټر زيرمه تون (Hard Disk)

 هارډسک يعنې دکمپيوټر زيرمه تون کوم چې دکمپيوټر په C.P.U  کې نصب شوى وي د مفروضاتو او معلوماتو (Data) دخوندي ساتلو لپاره استعماليږي يعنې هغه څه چې مونږ په کمپيوټر کې ترسره کوو او وروسته يي بيا په کمپيوټر کې نصب کوو هغه ټول چې مونږ يې په کمپيوټر Save يعنى محفوظ کوو همغه ذخيري (Hard Disk) کى Save  يعنى محفوظ کيږي .

Hard Dis يعنې دکمپيوټر زيرمه کلک دايروي شکل لري کوم چې په مقناطيس پوښل شوې تختې يا سطخې لري په کومو کې چي يو شمير نورې دايروي کرښې شته . دا دايروي شکله هم په مقناطيس پوښل شوي په ذخيره کې دننه يو دبل په سر اښودل شوي دي او په يو دقطۍ شکله فلزي قطۍ کې ځاى پرځاى وي دغه کلکې دايروي شکله جسم چې په مقناطيس پوښل شوې تختې لري دمعلوماتو دخوندي ساتلو لپاره استعماليږي . هر څومره چې هارډسک ډير دايروي شکلونه يعنې مقناطيسي تختې ولري نو په هغه کې هغومره زيات شيان زيرمه کيداى شي .


دکمپيوټر ذخيره يعنې هارډسک ټول يو شان نه وي . که هغه د ساخت له امله وي يا دزيات معلوماتو Data ساتلو له امله وي او ځينى Hard Disk يو (1 GB) ځينى (2 GB) ځينى (20 GB) او ځينى (100 GB) او ځينى (300 GB) او کيداى شي چې د (800) نه زيات GB هارډسک هم مارکيټ ته راشي هرڅومره چې هارډسک Hard Disk ډير جيبي GB هغومره زيات معلومات يعنې Data په کې ځائږي تاسې کولاي شئ چې په يو کمپيوټر کې په يو وخت کې دوه زيرمې يعنې دوه Hard Disk هم نصب کړئ . GB د Giga Bytes مخفف دي . هارډسک اختراع Hard Disk په ١٩٥٠ کال کې شوي ده کله چى هارډسک Hard Disk منځ ته راغى نو ډير په يو لوي سايز کي و تقريبا ٢٦ انچه وه مګر ډير کم ځاي يي درلوده د ٢٠٠٥ کال په اوږدو کې د Hitachi او Segat کمپنى مارکيټ ته 700 GB او 500 GB راوايستل شايد په آينده کې نور زيات ښکلي په زړه پوري هارډسک راووځي . هارډسک Hard Disk کله چې مونږ په Bios کې Hard Disk نصب يا Setting کوو نو اکثر I.D.E راځي يا Hdd راځي چې دواړه د هارډسک ډولونه دي . HDD-Hard Disk Drive IDE- Internal Disk Emalator دهارډسک چټک والى داکثر وخت مونږ په GB يا MB سره وئنو چې MB او GB لاندې تشيح شوى دى : GB يا Giaga Bayts او MB يا Mega Bayts په هارډډسک باندې اکثر وخت دهغه چټک والى ليکل شوى وي . Speed 5400 Rpm دامعنى لرى Rpm(Ram Per Meanut) دغه چټک والى (Speed) ته Baracuda هم وائي چې په (P4) پنتيم فور کې ځاى پر ځاى کيږي . يو بل Drive دى چې دهغه نوم سکزي (Sacsi) دى . دغه Drive دلپټاپ (Laptop) دپاره استعماليږي د دې تيزوالى هم ٧٢٠٠ دى . په کمپيوټر کې مونږ په يو ځاي څلور هارډډسکونه ځاى پر ځاى کولاى شو يا څلور سي ډي روم CD-Rom پکې ځاى پرځاى کړو نو دڅه شي څخه به چليږي نو بيا CD-Rom او درې هارډډسکونه يادرې CD-Rom يا دوه هارډسکه او دوه CD-Rom يعنى څلور اجزا وي به برابروو . Ram-Memory Bin هر کله چې مونږ دمادربورډ په کوم ځاى کې Ram ځاى پرځاى کوو هغه ځاى ته Mimory Bin وائي . که چيرې مونږ خپلهBin Memory چيک کوو نو بيا به دغه طريقه Apply کوو يعنې د ټولو نه ښه مکمله Virtual Memory دغه ده . دويريچول ميمورى کتل Virtual Memory : اول My Computer ته ځو بياRight Click کوو بياProperties ته ځو او بيا Perfrance ته ځو او په احر کي Virtual Memory ته ځو چى دلته دکمپيوټر Memory Bin معلوميږي . دمادربورډ چړکيدونکې ايشاري Pen Bright Pen دغه ايشارې د Cassing يعنې په هغه ټيم باندې لګيږي کوم کې چې مادربورډ لګيږي . دغه تارونه د مادربورډ نه Casing ته ځي . هغه تارونه چى بيل رڼا کوي په لاندې ډول دي: ١- PWR-Power Start Windows دغه سره وينډوز چالانيږى . د دې Led لګول ډير ضروري دى که چيرې دا Led ونه لګوو نو د کمپيوټر دچالانولو بټن به کار نه کوي . ١- PWP Led که چيرې دغه Led په کمپيوټر کې ولګوو نو کله چې په کمپيوټر کې کار کوو نو دغه Led بليږي . ٣- Hdd Led هرکله چې هارډ ډسک کار کوي نو دغه Led بليږي . ٤- Rst-Restart که چيرې دغه Led په مادربورډ کي ونه لګوو نو بيا به زمونږ کمپيوټر دوباره نه چالانيږي يعنې Restart به کار نه کوي . ٥- Speaker, Sound Card هر کله مو چې دغه Led لګولى وي نو کله چې کمپيوټر کې آواز راځي دغه Led به بليږي . دغه Pens د نري ، نري تارونو په شکل کې په Cassing کې وي . دغه تارونه په کمپيوټر کې د مادربورډ د کيسنګ Cassing سره وي . دغه تارونه کمپيوټر مادربورډ د پوښ (Cassing) سره ارتباط يا Related کوي . سيريل پورټPort Serial Serial Port کوم چې دکمپيوټر شاته لګيدلى وي . Serial Port سره له مادربورډ نه راوتلى وي په دغه Serial Port کې مونږ دغه لاندې شيان لګولى شو . يا ددې نه هم زيات Mouse , External Modem , Joy Sticks , Usb , Universal Bus , Advaced Usb , Web Came , Scanner Port , Printer Port په P1 ، P2 او P3 کى Usb Ports دوه وي او P4 کې Usb Port اته (8) وي . که چيرې مونږ غواړو چې په کوم کمپيوټر کې د Usb Port زيات کړو نو کولاى شو چې په مارکيټ کې Uab Port واخلو د مادربورډپه د ننه Slot کې يي ولګوو يعنې هغه يو Slot وي په هغه کې Usb Port نصب وي دUsb Port نه وروسته مونږ سره PS2 دي په کوم کې چې مونږ موس Mouse او کيبورډ Key Board لګوو . Ps2 Port : په Ps2 Port کې مونږه کيبورډ Key Bord او موس Mouse لګوو که چيرې زمونږ په کمپيوټر کې Ps2 پارټ کې څه سونزه وي نو Usb کې هم دغه Ps2 Port پيدا کيږي . د دې څخه وروسته مونږ Parallel Port دى په کوم کې چې مونږ پرينټر او داسې نورې الې لګولى شو . Parallel Port په کمپيوټر کې په دوو ډولونو دى : ١- کوچنى (Small)  : په کوچنى (Small) کې مونږ دغه لاندې پرزې لګولى شو . Sound Card , Vga Port , Serial Port , Usb Port , Joy Stics ٢- لوى (Long) : په لوى Long کې مونږ دغه لاندې پرزې لګولى شو . Scanner , Printer , Zip Drive چې دZip Drive سايز هميشه 100 MB وي .

موډيم (Modem) موډيم دانټرنيټ لاس ته راوړلو لپاره يو آله ده . دغه آله په کمپيوټر کې په PCI سلاټ کى لګيږي . موډيم په کمپيوټر کې دلګولو نه وروسته زمونږ کمپيوټر ته انټرنيټ ورکوي او انټرنيټ په وجه مونږ کولى شو چې له کمپيوټر نه بل ځاى ته ټيلفون وکړو . دموډيم انسټاليشن په کمپيوټر کې Cotrol Panel څخه کيږي او کنټرول پينل Control Panel کې له موډيم ايکن نه کيږي .


سـونډ کارډ (Sound Card) Sound Card مونږ سره په Ports کې هم وي او Slot کې هم د Port څخه مطلب کوم چې اول نه په مادربورډ Mother Board کې لګيدلى وي او د Slot نه مطلب دادى کوم چې مونږ د Card په زريعه په کمپيوټر کي ځاى پرځاى کوو Enternal-Slot External-Port External Port په ډوله دى . ١- Full Duplix ٢- Half Duplix ١- Full Duplix : دغه پرزه په يوه وخت کې دوه کارونه کولى شي . هم اوريدل او هم غږيدل کولاى شي . قيمت يې په مارکيټ کې Rs:1100 نه تر Rs:1300 پورى وي . ٢- Half Duplix : دا په يو وخت کې دوه کارونه نشي کولاى يا صرف اوريدل يا صرف غږيدل د ورلس قسم وي Input-Mic Out Put-Speeker د دې قيمت په مارکيټ کې Rs:300 نه تر Rs:400 پورى وي . Bulton Load Speeker کوم چې په P2 کې وي هغه هم Half Duplix وي . هميشه Sound درې ځايونه لري :


T.V Card , Modem Card , Lan Card , Jo Card , Sound Card او داسې نور که چيرې مونږ په کمپيوټر کې T.V Card ولګوو نو هرکله چې مونږ T.V اورو نو بيا د Speaker مزى Sound T.V کې لګوو . او هر کله چې مونږ بيا دکمپيوټر آواز اورو د Sound مزي بيرته خپل کمپيوټر Out Put کې لګوو که چيرې د دواړو آوازونه په يو Sound Computer يا Out Put باندې اوريدل غواړو نو بيا به د T.v Card دSound مزى ته را تير او دلته به يې ولګوو . کله چې په کمپيوټر کې کوم Card لګوو هغه ته IO کارډ وايو . په کمپيوټر کې مونږ ډير شمير کارډونه لګولى شو د مثال په ډول ١- T.V Card ٢- Moden Card ٣- Lan Card ٤- IO Card ٥- Sound Card Vga Card Vga Card په زريعه مونږ دخپل کمپيوټر رنګونه زياتولى شو ، وي – جى – اى Vga زمونږ کمپيوټر ته قسم قسم رنګونه ورکوي اما دلته د وي – جى – اى Vga تاريخ لنډ بيان کړى دى .


وي – جى – اى Vga ډير قسمونه لري د ډيرو قسمونو څخه يو څو قسمونه ما په نظر کې نيولى دى د وي – جى – اى Vga په اړه مخکې پاڼو کي هم ډير زيات معلومات راځي په لاندې لنډ ډول سره ترې يادونه کوو . د وي – جى – اى Vga تاريخ (History Of Vga) : د ټولونه لومړي مونږه MDA او ورپسې Cga او بيا Ega اود هغه نه وروسته Vga دټولونه وروسته بيا Super Vga مارکيټ ته راغله او د دې څخه وروسته بيا Agpمارکيټ ته راغله ، په کومو کې چې هرڅه کيدل يعنې هر کيدل يعنې هر يو پرګرام لکه Auto Cad ، Archit، Hom 3D رنګونه يي لرل د دې نه مخکې چې کوم Vga وه هغه نومونه په لاندى ډول دي ١- Monohrame Display Adoptor په دې کې صرف تور او سپين رنګونه وو . ٢- Color Graphic Adoptor په دې کې عکس داسې ليدل کيده لکه چې په پنسل دې جوړ کړى وي . ٣- Enhanced Display Adoptor په دې کې صرف ١٦ رنګونه وو . ٤- Vedio Display Adoptor . ددې رنګونه لږ نور هم ښايسته شول . کله چې مونږ د کمپيوټر Vga چيک کوو نو بيا په Start مينو کې Run ته ځو . هلته په Run کې DX Diag ليکو د لږ صبر نه وروسته بيا په چارټ کې په Display کليک کوو. شپاړس رنګ دنارمل موډ لپاره (16 Color , Normal Mode ) شپاړس زره رنګ د ګراپک موډ لپاره (16000 Colors , Graphic Mode ) دموس Mouse څخه کار اخستل موس ان پټ يو ډيواس دى د Mouse په زريعه مونږ کولاى شو چې د کمپيوټر په پردې باندې ايکن Icon ، ابشن Option او مينو Menu کليک کړو مونږ کولاى شو چې دموس په ذريعه هغه چارې تر سره کړو کومې چې موس ته ضرورت لري که چيرې د په وخت مونږ وغواړو چې دمينوګانو څخه يوه مينو خلاص Open کړو نو لمړى بايد مونږ دموس Mouse نښه هغه مينو سره يوسو کومه مينو کې چې مونږ کار لرو نو په هغه مينو باندې کيڼ Left طرف کليک کړو نو هغه مينو به خلاص Open شي که څه هم موس پرځاى مونږه دکي بورډ Keybord څخه هم کار اخيستلى شو يعنې هغه کارونه کوم چې مونږ دموس په مرسته ترسره کوو پرته دموس څخه د کي بورډ Keybord په مرسته يې هم تر سره کولى شو . مګر موس خپل کار زر تر سره کوي يعنې که چيرې مونږ دموس کارونه د کيبورډ Keybord په واسطه تر سره کوو نو د کيبورډ چټکتيا به لږ يا ورو Slow وي . ځکه چې موس چې کمې خواته وړې همغې خواته کار کوي . دموس چټکتيا هم کولاى شو پخپله غوره کړو . موس هم دکمپيوټر له ميشنرۍ څخه کار اخلي او خپله دنده تر سره کوي که چيرې تاسې غواړئ چې يو نوى Mouse موس کمپيوټر کې نصب کړې نو کولاى شو چې دکمپيوټر هارډواير Hardware په زريعه دا کار وکړو . نن سبا داسې موس Mouse هم شته چې ليزر دى او دهغه موس Mouse د کارولو دپاره په کمپيوټر کې يو کارډ نصب کيږي دکارډ نصبولو کار ته مونږ د هارډواير Hardware کار وايو نن سبا داسې موس په مارکيټ کي هم شته چې په هغه موس کي Calculater يعنې حسابولو مشين او يو شمير نور شيان هم پکې شته . او ښايي چى داسې موس مارکيټ ته راووځي په هغه کې ټول کيبورډ Keybord موجود وي داسې کى بورډ Keybord خو له پخوا راوتلى کومو کې چې Mous موس موجود وي لکه د Laptop کمپيوټرونو . موس Mouse دوه قسمه دى د USB او PS2 . د USB ماوس له USB Port نه کار اخلي او د PS2 ماوس له سيريل Port نه کار اخلي


لکه څرنګه چې په شکل کې هم ښکاري موس درى بټنو نه لري چې ورته ښي بټن ، کيڼ يا چپ بټن او رولر وايې . اول چې کله موس جوړ شو نو هغه له لرګيو څخه جوړؤ او په ١٩٧٣ کال کې داسې موس بازار (مارکيټ) ته راووتل چې په هغه کى توپ (Ball) وه د پخواني هغه دلرګيو او دليپ ټاپ په کي بورډ Keybord کې دماوس برسيره نور موس Mouse په درې قسمه دي . ١- دتوپ موس (Ball Mouse) ٢- شعاع موس (Lizer Mouse) ٣- وايرلس موس (Wirelless Mouse)

لمړى: دتوپ موس (Ball Mouse) : داهغه موس Mouse دى کوم چې په دي کې دننه يو توپ (Ball) غوندې وړوکى کروي جسم نصب وي . کله چې مونږ موس Mouse خوځوو نو هلته په سکرين کې دموس Mouse نښه يعنې کرسر Caurser خوځيږي دوهم : شعاع موس (Laser Mouse) : داهم ساده غوندې موس (Mouse) دى کوم چې په لاندې برخه کې د توپ پرځاى شعاع لري او د هغه شعاع په مرسته زمونږ په کمپيوټر کې کرسر Caurser کار کوي دغه قسم موس Mouse ته Optical Mouse وايي . دريم : وايرلس موس (Wireless Mouse) : دغه موس Mouse هم مونږ له ډيرو ستونزو خلاص کړي يو . ځکه چې دغه موس Mouse لاين نلري او بغير دلاين تار نه کار کوي ددې Mouse د استعمال لپاره مونږ په کمپيوټر کې يو کارډ نصب کوو او بيا هغه کارډ ددې Mouse په استعمال کولو کي مونږ سره مرسته کوي سي- ډى – روم CD- Room سي ډي روم CD-Room هغه يوه آله ده کوم چې دکمپيوټر د C.P.U په مخکينۍ برخه کې نصب شوى وي ددې مشين يعنې CD-Room فعاليدل د پاورسپلائي Power Supply څخه کيږي . CD-Room پخپله ددوو لاينونو په زريعه فعاليږي چې يو لاين هغه ته د Power Supply څخه د برق ورکولو لپاره راغلى وي او بل لائن دمادربورډ څخه دمعلوماتو داخيستلو لپاره د CD-Room نه د رانقل کولو د پاره استعماليږي . په خپله CD-Room د Computer Disc مخفف دى او مونږ کولاى شو چې ددې Computer Disc په مرسته ډير څه کمپيوټر ته نقل او ډير څه کمپيوټر نه CD ته رانقل کړو دکمپيوټر CD ته دمعلوماتو نقل کولو کې مونږ CD Writer او CD Reader استعمالوو کوم چې د CD-Room سره په شکل کې يو ډول وي خو مګر په کارکولو کې ورسره توپير لري د Compact Disk په وسيله مونږ کولاي شو چې دکمپيوټر سافټ واير او هارډواير لپاره دکار شرايط برابر کړه په خپله يو CD-Room کولاى شي چې په منځنى حالت کې په CD کې دننه (٧٠٠) ميګابايټه معلومات (Data) وساتي ولې چې په منځنى ډول په يوه سي ډي CD کې (٧٠٠) ميګابايټه معلومات ځايږي . په هره يوه تCD کې فرق موجود وي ځينې سي ډي CD کې ددي څخه کم معلومات ځايږي او ځينې کې ددې مقدار څخه زياته هم ځايږي چې په مختلفو نومونو ياديږي CD, DVD, VCD , MP3, MP4 چې په ځينو کې کم مواد خوندي کيږي او په ځينو کې زيات . په لومړي ځل کله چې CD-Room جوړ شو اوله درجه 2x بيا 6x بيا 8x بيا 10x بيا 12x او اوس تقريباً 64x هم راوتلي هر څومره چې د لوړې درجې والا CD-Room سي ډي روم وي همدومره کار ښه او دنورو په پر تله په چټکۍ سره کار کوي .


نن سبا په مارکيټ کې ډير ښه سي ډي روم CD-Room راوتلى چې په هغه کې DVD ،CDRW او داسې نور کارونه کيږى . پخوابه مونږه له Compact Disc په مرسته کمپيوټر هارډواير او سافټ واير برابراوه نن سبا ددې سره سره چې دکمپيوټر هارډوائراو سافټ وائر ته پکار راشي خلک دغه Compact Disc څخه دساز (Music ) په اوريدلوکې هم کاراخلي يعنې کمپيوټرته دCD نه Music کاپي کول اويا هم له کمپيوټرنه CD ته کاپې کول . که چيري اوغواړوزمونږCD Room (Compact Disc) څخه ډائيرکټ ډيټا سټارټ نه کړو. يعني دCD نه لومړې بايد شيان دکمپيوټر هارډسک ته کاپي شي او بيا بايد وکارول شي ترڅوCD-ROM اوCD دډير استعمال څخه بچ پاتې شي .

پرنټر Printer پرنټرعام طورباندې يومشين دى دکوم په زريعه چې مونږکولاى شوهغه ضروري ليکل يامعلومات چې دکمپيوټرپه ذخيره کې پراته وي اوعواړوچې دکمپيوټردذخيرې څخه يي کاغذته انتقال کړودپرنټر په زريعه مونږ کولاى شوچې دکمپيوټردذخيرې څخه هغه ليکل شوي معلومات چې مونږ ورته ضرورت لرو پخپله کاغذ ته انتقال کړو . څرنګه چې پرينټرونه ډير قسمونه لري مګر له ډيرو قسمونه څخه يي يو څو مهم پرينټرونه په لاندې ډول دي . ١- ډسک جيټ پرينټر (Deskjet Printer) داهغه پرينټر دي کوم چې د پرينټ کولو نه وروسته ښه نتيجه لري يعنى خلک ددې نتيجه ښه بولي مګر په دغه کې تور او سپين Black and White او رنګين Colour رنګونه هم اچول کيږي مګر ددې پرنټر پرنټ تيزوالى (Speed) نه لري ليکل يا کومه بله ډيټا يا معلومات يا عکسونه کاعذ ته ورو ورو چاپ (پرنټ) کوي . ٢- ډاټ ميټرکس پرينټر (Dot Matrix Printers) دغه پرنټر په داسې شکل جوړ شوى دى لکه (Type Writer) د ټايپستى ماشين ، د ټايپسټى ماشين په شان ځکه دى چې د ډاټ ميټرکس پرينټر کې داسې يو تړانګه (Ribon) وي کوم چې په ټايپستى (Type Writer) کې وي يعنې صرف ددې تړاګې (Ribon) شکل د ټايپستى ماشين په شان دي او په هغه تړانګه تور رنګ وهل شوى وي هر کله چې پرنټر چاپ کوي يعنې پرنټ شروع کيږي نو هغه د تورې تړانګې لاندې په کاغذ باندې ليکل پرنټ کوي هرکله چې ددې پرنټ وګورو نو دغه نقطې نقطې وي يعنې د ګراف قسم ددې قسم پرنټر د رنګ مصرف ډيره کم وي په کومو دفترونو کې چې پرنټ کيږي هلته دا ډول پرنټر استعماليږي لکه د برق بيلونه د ټيلفون بيلونه . ٣- ليزر پرنټر Laser Printer : دا هغه پرنټر دى د کوم په ذريعه چې مونږ کولاى شو چې خپل کار زر وکړو په دغه پرنټر کې چې کوم رنګ استعماليږى هغه د تورو پوډرو په شان وي په دغه پرنټر کې يو ګول پائپ وي دغه پائپ ته Drum ويل کيږى هر کله چې مونږ پرنټ کوو يا کله چې پرنټ شروع کيږي نو ددې Drum په مرسته کيږي . په Laser Printer ليزر پرنټرو کې داسې پرنټرونه هم شته چې هغه په يوه دقيقه کې زيات شمير صفحې چاپ کوي ددې پرنټرونو قيمتونه هم زيات وي او هم ددې پرنټرونو نتيجه ډيره ښه وي . او داسې Laser هم شته چې په يوه دقيقه کې صرف څلور صفحې چاپ کولى شي برعکس يي تر اوسه پورې داسې Laser هم شته چې په يو رنګ باندې په يوه دقيقه کې ٢٠٠ صفحې چاپ کولى شي چې دا په يوه ساعت کې . ١٢٠٠٠ صفحې جوړوي . او په رنګه Laser کې داسي ليزر شته چې په مختلفو رنګونو باندې جوړې صفحې په يوه کې ٦٠ چاپ کولى شې چې په يوه ساعت کې ٦٣٠٠ صفحې جوړيږي . ددې د رنګ ډبي ته Toner وائي او کله کله ورته د Drum اصطلاح هم کارول کيږى . په نړۍ کي Laser پرنټر د Xerox مشهورې کمپنى لخوا په ١٩٧١ کې بازار ته وړاندې شو ورپسى I.B.M کمپنى Laser په عنوان دI.B.M په ماډل ٣٨٠٠ په ١٩٧٦ کې بازار ته وړاندې شو . د کمپيوټرونو د عام استعمال لپاره په Laser Printer په ١٩٨٤ کال کې د H.P کمپنى له طرفه داسې پرنټر وړاندى شو چې 8 PPM يعنې (8 Pages Per Mint) وو (په يوه دقيقه کې يي ٨ صفحې چاپ کولي شې )


سکينر Scanner د سکينر په مرسته مونږ کولاى شو چې کمپيوټر ته زمونږ په لاس ليکل شوې ليکنه يا نور څه مطالب يعنې عکس او يا نور معلومات داخل کړو سکينر زمونږ ډير ضروري کارونه سرته رسوي د مثال په ډول که چيرې کوم يو ملګري ته يا کوم يو دفتر ته په لاس ليکلى خط لاسليک او بل څه عکس يا نور معلومات د اي ميل E- Mail له لارې ليږو نو کولاى شو چې د سکينر له لارې يې لومړى سکين Scan کړو او بيا يې اي ميل E- Mail کې وليږو . که چيرې د کمپيوټر په کومه ريسومي Resume يا CV کې زمونږ عکس په کار وي يا کوم بل شي ته زمونږ عکس يا لاسليک پکار وي نو کولى شو چې د سکينر Scanner له لارې کمپيوټر ته Scan کړو يعنې د Scan په ذريعه زمونږ ډير ضرورتو نه رفع کيږي نن سبا چې کوم Scanners سکينرونه مارکيټ ته راځي زمونږ کمپيوټر سره د USB Port له لارې رابطه کيږي .


فلاپي ډرائو Floppy Drive فلاپي ډرايو Floppy Drive د ټيپ ريکارډر په قسم وي کوم چې د خارج طرف نه په C.P.U کې لګيدلى وي ددې Floppy Drive په بهرنى ساحه کې يو بټن لګيدلې وي کوم چې ددې په زور ورکولو سره ننوتلى ډسک Floppy Disk بهر راوځي فلاپي ډسک Floppy Disk د معلوماتو د يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته د وړلو لپاره ښه وسيله برابروي فلاپى ډرائيو دلومړي ځل لپاره د I.B.M کمپنى وايل شورټ په لاس جوړ شو او ددې فلاپى ډرائو د جوړولو کار په ١٩٧٠ کال کې سرته ورسيده او مارکيټ ته هم په کال ١٩٧٠ کې راووت په اول ځل يعنې لومړي جوړ کړى شوى فلاپي ډسک Floppy Disk سايز ٨ انچه و او 80 KB ځاى په کې و کله چې مونږ په فلاپي ډسک باندې کار کوو ځينې وخت Floppy Disk صحيح کار نه کوي او مونږ ته بار بار دغه لاندې پيغام راکوي . د فارمټ Format نه مطلب دا چى ټول Disk صفا کول . که چيرې مونږ په OK کليک کړو هم Floppy Disk نه صفا کيږي او روغيږي هم نه . هر کله چې Floppy Disk مونږ ته دغه پيغام راکړ ددې مطلب دا دى چې زمونږ Floppy Disk باقى پاتې کار نه ورکوي ځکه چې Floppy Disk ته ډير زر وايرس Virus داخليږي . که چيرې مونږ خپل Floppy Disk صفا کول غواړو نو په مارکيټ کې د يو ډول ماشينو نو په ذريعه صفا کيږي نن سبا د Floppy Disk استعمال ډير کم دى ددې پرځاى خلک د Flash Drive استعمال کوي کوم چې د Floppy Disk په پرتله ډير ښه کار کوى په Floppy Disk کې ډيټا يعنې معلومات ديو څه مودې نه وروسته خرابيږي او له منځه ځي مګر په Flash Drive کې ډيټا يعنې معلومات يو څه موده نه بلکې د ډير زيات وخت دپاره خوندي پاتې کيږي . نو ځکه وايو چې Floppy Disk څخه د Flash Drive استعمال ښه دى . فلش ډرائو Flash Drive Flash Drive د معلوماتو د ذخيره کولو لپاره يوه ښه آله ده کوم چې Usb Port له لارې کمپيوټر سره وصل کيږي . هرکله چې مونږ Flash Drive د Usb Port له لارې کمپيوټر سره وصل کړو نو ددې Flash Drive يو ايکن Icon به په ماى کمپيوټر My Computer کې راشي لکه څرنګه چې د D Drive او C Drive ايکن Icon په My Computer کې موجود وي همدارنګه د Flash Drive ايکن يعنې نشان هلته راځي کوم چې د هغه ايکن له لارې مونږ دفلش ډرائو نه په اسانه شيان يعنې فايلونه يا فولډرونه کاپي کولو شو يا يې له Flash Drive نه بل ځاى ته کاپي کولي شو يا يې له بل ځاي نه همدغه Flash Drive ته نښلولى (Past) کولاي شو . په مارکيټ کې نن ورځ Flash Drive ښه په آسانى سره پيداکيږى پخوا به په مارکيټ کې Flash Drive پيداکول ډير مشکل وو او بيا به چې پيداشو ددې Flash Drive سائز يعنې ذخيري به فرق لرلو نن ورځ په مارکيټ کې د کوم سائز والا چې غواړو شته د 2 GB نه زيات هم شته Flash Drive د ١٩٩٧ او ١٩٩٨ کال په مينځ کې مارکيټ ته راغلل لمړى چي کله مارکيټ ته راغلل نو ددې سائز ډير وړوکى و يعنى صرف 8 MB او 16 MB ځاى درلوده بيا ورپسې 32MB او 64 MB هم راووتل د Flash Drive د ښه استعمال نه وروسته مارکيټ ته نور د ښه سائز Flash Drive يعنى 256 MB راووتل چې نن ورځ په کې 80 GB نه هم زيات راغلل


سافټ وائير Software د کمپيوټر هغه برخه ده چې فزيکى ساختمان نه لري او هغه لمس کيدلى نه شي ، رانيول کيدلى نه شي . بلکې يو پروګرام وي چې د کمپيوټر هارډواير په کار آچوي لکه د انسان په بدن کې روح سره ددې چې روح لمس کيدلى نه شي خود انسان د بدن هغه برخه ده چې له دې څخه پرته انسان ژوندي نشى پاتې کيدلى . داسې دکمپيوټر سافټ واير هم يو پروګرام وي چې د هغې په مرسته د کمپيوټر پرزي د کار کولو لپاره اماده کيدلى شي . هغه کسان چې دا پروګرامونه جوړوي هغوى ته د Programmer او کله کله ورته د Software Enginner لفظ کارول کيږي او دې کارته (SE) وايي . د اول ځل لپاره د پروګرام جوړونې لپاره دا اصطلاح په ١٩٥٠ لسيزه کې وکارول شوه خو هغه وخت ډيره مشهوره شوه چې کله په ١٩٦٨ ميلادي کال کې د NATO Software Enginner Conference ١٩٦٨ په نوم د Germany په Garmisch کې يو کانفرانس جوړ شو او هلته دا اصطلاح استعمال شوه . په هر صورت هغه کسان چې دا کار کوي دوي د کمپيوټر په پوهه کې هغه پر مخ تللي خلک وي چې په دې پوهيږي چې په کمپيوټر کې يو پروګرام څنګه کار کوي او کمپيوټر له پروګرام نه څنګه هدايت اخلي . پروګرام جوړونکي يا په بله اصطلاح د سافټ واير انجنيران پروګرام د بل داسې پروګرام له لارې نه جوړوي چې هغه پروګرام ددې لپاره جوړ شوى وي چې په دې کار بل پروګرام جوړ کړل شي . او په بله اصطلاح کې هغه پروګرامونه ته د Programming Language (پروګرام ژبه ) لفظ کارول کيږى . 4 GL : لاندي لاري د څلورمې توليد شوي ژبې : يو يي هم High Level Languages لکه Basic، Cobol او Fortron Algorithm : يو ښه تعريف شوي سټ د مقداراتو د پروسس د مشکلاتو د حل لپاره په يوه معينه مرحله کې . App Lication Development System  : د کمپيوټر د پروګرامونو سستم دى چې عامل دکمک کونکى پروګرامر په پرمخ تللې APP پروګرام کې برابر وي . Application Software : د کمپيوټر هغه پروګرام دى چې د کمپيوټر سستم امر کوي چې معين معلومات او فعاليتونه اجرا کړي او يو لازم حل د تجارتي او نورو پروګرامونو د استعمال لپاره برابر کړي . Assembler : يو ژباړل کونکى پروګرام دى چې د ژبو د بدلولو لپاره استعماليږي او هدايت ورکوي . Assembly Language : دا د سمبلونونه استفاده کوي چې د يو عملياتي Code موقيعت وښي او دې ته يو سمبوليک ژبه هم ويل کيږي . Basic Control Structurae : دلته ددې کنټرولونکي اساسي ساختمانونه دي چې د Coding لپاره ورڅخه استفاده کيږي دادي Sequence (سلسله ) Selection او Repetiton . Compiler : يو ژباړونکې پروګرام دى چې بدلوونکى ديوې ژبې هدايت کونکى دى په مجموعى تو ګه . Debugging : د پروګرام د صحيح کولو امتحان کولو او چک کولو لپاره استعماليږى . Instruction : د هداياتو يو ګروپ چې د کمپيوټر د اوامرو لپاره چې يوه مشخصه وظيفه اجرا کړى . Logical Error : د پروګرامنګ اشتباه ګانې يا غلطيانې چې منځ ته راځې ديو منطقې ساختمان د پروګرام د اشتباګانو په خاطر راځې . Object Program : د پروګرام منبع د ژباړونکې Version په يو معادل ماشين کې . Operating System : د پروګرام يو پوره سستم چې د C.P.U د عملياتو نه تفاوت وکړي . او I/O کنټرول کړي او د يو حقيقي پروسس حمايه کوونکي وي د پروګرام د User لپاره . Problem oriented Language Special : د يو خاص مقصد لپاره هغه ژبه چې د مشخص مشکلاتو د حل لپاره جوړه شوي ده . Program Loop : د کمپيوټر د هداياتو سلسله په پروګرام کې چې اجرا شوي تکرارً تر هغه چې په اخري شرط باندې ښودل شوي نه وي . Programmer : هغه شخص ته وائي چې د کمپيوټر پروګرامونه ډيزائين کوي او جوړوي . System Software : د کمپيوټر عملياتي سيستم کنټرول او حمايه کوي . لکه : عملياتي سيستم ، او د ژبو ژباړونکي . Word Processing Packages : هغه پروګرام دى چې په اتومات ډول يې جوړوي تصحيح کوي او پرنټ کوي يې لکه د اسنادو پرنټ ، خطونو او راپورونو پرنټ کول .

د کمپيوټر پروګرام (Computer Software) Software : د نرم افزار و مدت يا دوره چې د هداياتو د ورکولو لپاره استعماليږي يا د هداياتو د سلسلې څخه کمپيوټر ته تر څو يوه مشخصه وظيفه اجرا کړي . کمپيوټر نشي کولاي چې فکر وکړي چې څه بايد اجرا کړي . دا بايد ورته په دقيقه توګه وويل شي چې څنګه يي پروسس کړي او نتيجه يي چيرته اوباسي يا پريږدي . په بله وينا ويلي شو چې د هداياتو مجموعه چې Input Device لخوا ورکول کيږي چې اجرا يي کړي يا پروسس کړي هغه ته Data ويل کيږى او Output Device ته Saftware ويل کيږي . پروګرامينګ Programming : هغه لاره چې کمپيوټر په يوه کاميابه توګه استعمال شې دې ته پروګرامينګ ويل کيږي . پروګرامينګ هغه پروسه ده چې د هداياتو مجموعه د کمپيوټر لپاره Write کوي چې يو معين فعاليت پرې اجراکړي Programing د کمپيوټر د سلسلې مجموعې ته اختياري ورکوي دا هدايت د کمپيوټر په حافظه يا Memory کې جمع کيږي معلومات يا Data هم د کمپيوټر پرمخ په حافظه کې جمع يا ساتل کيږي . د پروګرام اجرا اورايټ دپروګرامر لخوا څوک چې په رښتيا Programing Languag استعمالوي چې يو له بل سره ارتباط ولري يا مفاهيمه ولري . پروګرامونه دکمپيوټر په ژبه Computer Languag ليکل شوي وي او کمپيوټر ته ديو Software په شان په تيزي سره ليږل کيږي .







نرم افزار يا Softwer په دريو کټګوريو ويشل کيږي : ١- ژبه Language ٢- د سيستم نرم افزار System Software ٣- APP- Softwer Computer Language : په ټوله نړي کې ژبه د انسانانو تر منځ د مفاهمې منبع ده مختلف هيوادونه محتلفې ژبې لري . ددې لپاره چې کمپيوټرونه يو له بل سره مفاهيمه يا ارتباط ولري ژبې ته ضرورت لرې چې کمپيوټر بايد پري پوه شي ددې هدف لپاره مختلفې ژبې پيداشوي په کمپيوټر کې د مختلفو کارونو د اجرا کولو لپاره . ژبه په بنيادي ډول په دوو کټګوريو ويشل کيږي نظر د دوي په تعير سره ١- Low Level Language ٢- High Level Languge Low Level Languge : Low-L-L دکمپيوټر هغه ژبه ده چې Machine Codes يا هم هغه ته نږدي . کمپيوټر نشې کولاي چې درک کړي د هداياتو ورکول په High-L-L او يا په انګليسى ژبه يوازې کولاى شي چې اجرا کړى يا درک کړي Machine Language لکه په شکل کې (٠ ،١) او دوه قسمه دى ١- Machine Language ٢- Assembly Language Machine Language : داد پروګرامينګ يوه ابتدائي او په ټيټه سطحه ژبه ده او دا دپروګرامينګ لومړنى ډول ژبه ده . Machine-L يوازنى يوه اساسي ژبه ده چې کمپيوټر کولاي شي په هغې باندې پوه شي . په حقيقت کې د کمپيوټر منځ ته راوړونکې يي جوړوي او رعايت کوي يواځې او يواځې همدا ژبه د Machin Code ده چې د PC په داخل کې ښودل کيږي خاص شکل يي د (٠ ،١) دي . (٠) د خاموش په معنى دى او يو (١) د On په معنى دى او داد برقي سګنالونو په شان پيژندل شوي دي . دا مجموعه Binary Code پيژندل شوي ده د کمپيوټر په واسطه Machin Code-I-Set يو Machin Code Instraction Set د عملياتى کوډ د يو يا له هغه نه زياتو عملياتو باندي مشتمل دى . عملياتي کوډ عملياتي عمليات مشخص کوي تر څو هغه اجرا کړي لکه Add ، Read او داسې نور . عملياتو تعداد مشخص کوي چې اجرايي کړى لکه نمبر پري اضافه کول او يا Data بايد چيرته جمع يا وساتل شي . مګر دپروګرام رايټ کول په ماشين باندې په مستقيم ډول ناممکن دى پروگرامونه په نارمل ډول رايټ کيږي په Assembly يا H-L-L او وروسته له هغه ترجمه کېږي په Machin languge کې دمختلفو ژباړونکوپه واسطه اجراکېږي . گټى :

کمپيوټر داستعمال لپاره تيزاومؤثرجوړوي.
ژباړونکې دانشې کولاى چې په مستقيم ډول Code ترجمه کړي .

لکه : دکمپيوټرپه واسطه مستقيمآ وپيژندل شي . تاوانونه يانقيصې :

ټول عملياتي کوډونه بايد چې په يادوساتل شي .
ټول Memery add بايدپه يادوساتل شي .
دامشکل ده چې په يوMachine Languge کې دپروگرام رايټ شوي غلطيانې پيداشي اوهغه اصلاح شي .

داژبې دماشين تابع ده مثال Particular Machine Languge کولاشې چې دکمپيوټر په قسمونوباندې استعمال شې.

System Software : له هغه پروګرامونو نه عبارت دى چې هغه مونږ ته د کمپيوټر هارډواير په کار راولي او هغه په مستقيم ډول مونږ ته خپل مطلبي کار نه کوي د ساده مثال په توګه لکه Windows پروګرام چې مونږ ته صرف د کمپيوټر پرزې فعالې کړي او که مونږ ډيزاين کول وغواړو نو وينډو يي مونږ ته نشي کولى . کله چې په کمپيوټر کې System Softwer ځاى په ځاى کړل شي له هغې وروسته مونږ د خپل مطلب د کارونو لپاره Application Softwer انسټال کولى شو او هغه بيا د خپل مطلب لپاره استعمالولى شو System Softwer لوى مثال Operiting System دى . Operating System : Operating system له هغه پروګرام نه عبارت دى چې د کمپيوټر او کار کوونکى په منځ کې واسطه جوړه شي او په ژبه يې هم کمپيوټر پوهيږي او هم پري کار کوونکي پوهيږي . له کار کونکي نه د کار کوونکي په ژبه هدايات اخلي او کمپيوټر ته يې په داسې شان وړاندې کوي چې کمپيوټر پرې وپوهيږي او کار پرې وکړي . لنډه داچې په کمپيوټر کې مهم ترين پروګرام يا Software چې د کمپيوټر د فعالولو په لومړى شيبه کې ليدل کيږي هغه Operating System دى او د کمپيوټر د بندولو په وخت کې چې اخيراً زمونږ نظر پرې لګيږي هم همدا Operating System دى . تر اوسه پورې چې څومره قسمونه د کمپيوټر اختراع شوي دي هغه ټول له Operating System نه برخه من دي . البته ځينې به داسې کمپيوټر وو چې په هغوى کې داپروګرام له کمپنۍ نه جوړ اچول شوي راتله او ځينې داسې وي چې کار کونکى کولى شي په هغه کې Operating System ځاى په ځاى کړي لکه زمونږ اوسني عام کمپيوټرونه . Operating System ته دوه بنيادي او لوى کارونه ور په غاړه دي . ١- د کمپيوټر ټول د Hardware او د سافټ واير منابع به اداره کوي او که هر ځاى دکوم شي په يو جز کې څه نقصان وي او کار نه کوي نو کارکونکى ته به Massage ورکوي چې ددې جز دکار د نه کولو په معلوماتو باندې مشتمل وي . ٢- کارکونکي ته به سهولت په لاس ورکوي چې هغه د Hardware او سافټ واير نه دضرورت په وخت کې په اسانۍ سره کار واخلي اګر که کارکونکى د Hardeare او يا Software په ټولو جزياتو خبر هم نه وي . نو مونږ وپيژندل چې Operating System د کمپيوټر هغه پروګرام دى چې د کمپيوټر ټولې پرزې په کار باندې راولي او مونږ ته سهولت راکوي چې په هغه کې نور پروګرامونه هم استعمال کړو او تر څو چې Operating System يا (OS ) په کمپيوټر کې نه وي مونږ په کمپيوټر کې هيڅ پروګرام نشو استعمالولى . Operating System ډير ډولونه دي هر يو يې په نسبت سره بل ته څه مثبت او څه منفي نکتې او اړخونه لري په لاندې ترتيب به يو څو مشهور Operating System هغه پروګرامونه چې مونږ د هغوې نه پرته کمپيوټر نشو استعمالولى او کوشش به وکړم چې صرف نومونه يې واخلم . ١-د Apple/Macintosh کمپنۍ لخوا ريليز شوي Operating System ٢- د Computers /Compaq/HP Digital / Tandem کمپنيو لخوا ريليز شوي Operrating System ٣- د I.B.M کمپنۍ لخوا ريليز شوي Operating System ٤- د Microsoft کمپنۍ له خوا ريليز شوى Operating System داسې نور په سلګونو Operating Systems په بازار کې شته چې د مختلفو کمپنيو لخوا ريليز شوي دي او داسې به نور هم ډير وي چې تر اوسه پورې يې مونږ ته نومونه هم ندي رارسيدلي چې د مختلفو مقصدونو لپاره استعمال شوي دي او استعماليږي. خو په پورتنيو ټولو کې چې ډير مشهور دي او زمونږ او ستاسې په کمپيوټرونو کې ډير استعماليږي او هر وخت يي مونږ نومونه اورو هعه دوه Operating Systems ١- Dos ٢- Windos