هاریس مان (۱۷۹۶ ز کال د می ۴ مه – ۱۸۵۹ ز کال د آګسټ ۲مه) یو تعلیمی سمونپال، د مرییتوب د ختمولو پلوی او د «ویګ» ګوند سیاسي غړی و چې عام تعلیم ته ودې ورکولو لپاره د ژمنتيا له امله يې شهرت موندلی و. په ۱۸۴۸ز کال کې، د «ماساچوسټس» ایالت د ښوونې او روزنې پلاوي د سکرتر په توګه له دولتي خدمت وروسته، «مان» د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته وټاکل شو (۱۸۴۸-۱۸۵۳). د ۱۸۵۲ز کال د سیپتمبر څخه د هغه تر مړينې پورې يې، د «انټیوچ کالج» د رئيس په توګه کار وکړ.

هاريس مان
هاريس مان
هاريس مان

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ مې ۱۷۹۶[۱][۲][۳][۴]
مړینه 2 اگسټ 1859 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره روډ ایسلنډ   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ماساچوست   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هاريس مان
هاريس مان


د «مان» د فکري پرمختګ په اړه، تاریخ پوه «ایلووډ پی. کیوبرلي» ویلي:

د امريکا د خلکو په ذهنونو کې له هغه پرته بل هېچا دا تصور زيات نه دی منځ ته راوړی چې زده کړه بايد نړیواله، له فرقه يي توپيرونو څخه خالي، وړيا او د زده کړې موخه بايد ټولنيز اغېز، مدني هنر او اخلاق وي، نه يواځې يو څه زده کول يا د فرقه يي وي، له هغه پرته بل هيچا په امریکا کې د خلکو په ذهنونو کې د دې تصور چې علیم فقط د زده کړې او یا د فرقه ایزو پایونو پرمختګ نه بلکې باید عمومي، غیر فرقه یی، وړیا، او دا چې هدف یی باید ټولنیز مؤثریت، مدنی غوراوی وي، نه يواځې د يو څه زده کول يا  فرقه يي توپيرونو ته وده ورکول.[۶]

نوموړی استدلال کوي چې نړیواله عامه زده کړه تر ټولو ښه لاره ده چې سرزوري (ځيلي) امریکایی ماشومان، په منظمو او هوښيارو جمهوری ماشومانو واړوي، «مان» د عامو ښوونځیو د جوړولو لپاره، د د نويتابه له پلويانو څخه پراخه ملاتړ تر لاسه کړ، په ځانګنړي ډول په «ویګ» ګوند کې. د متحده ایالاتو ډیری ایالتونو په ماساچوسټس کې د «مان» د نظام یوه نسخه خپله کړه، په ځانګړي ډول په عادی ښوونځیو کې د مسلکي استادانو روزلو پروګرام. تعلیمي تاریخپوهان «هاریس مان» او ورسره «هینري بارنارډ» او «کاترین بیچر» د عام ښوونځي غورځنګ دسترو مدافعينو سرلاري بولي.  [۶][۷]

د مسلک لومړي کلونه سمول

زده کړې سمول

هاریس مان د ماساچوسټس په «فرانکلین» کې زېږېدلی و. د هغه پلار یو بزګر و چې ډیرې پیسې یی نه درلودې. د لس کلنۍ څخه تر شل کلنۍ پورې، د هر کال په اوږدو کې هغه د شپږو اونیو څه زیات ښوونځي ته نه تلو، خو هغه د امریکا لومړني عام کتابتون څخه ګټه پورته کړه چې د «فرانکلین» عام کتابتون و. د شلو کلونو په عمر، هغه په «براون» پوهنتون کې نوم لیکنه وکړه، او په دری کلونو کې د پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغ شو (۱۸۱۹زکال). د وینا موضوع یې «د بشر د نسل پرمختللی شخصيت» و. هغه لاتینی او یوناني ژبې د «سامیول باریټ» څخه زده کړې، څوک چې وروسته د وحدانيت يو وتلی مذهبي مشر شو. هغه بیا په «ورینتم»، ماساچوسیټس کې د لږ وخت لپاره قانون ولوست او د لاتینی او یوناني ژبو ښوونکی و (۱۸۲۰-۱۸۲۲) او په «براون» کې يې د کتابتون مسئوليت پر مخ ووړ (۱۸۲۱-۱۸۲۳). د ۱۸۲۲ز کال په اوږدو کې، هغه په «لیچفیلډ» قانون ښوونځي کې زده کړې وکړې، او په ۱۸۲۳ز کال کې د ماساچوسټس په «ډیډهم» کې د وکيلانو ټولنې ته داخل شو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ماساچوسټس قانون جوړونکی پلاوی سمول

«مان» په ۱۸۲۷ز کال کې د ماساچوسټس قانون جوړونکي پلاوي ته وټاکل شو او هغه په دې دنده کې نوموړی، د زده کړې په ګټو، عامه بسپنې او د الکولي مشروباتو او لاټریو (د پچې له لارې جايزې ګټل) د مخنیوي لپاره قوانینو جوړولو کې فعال و. هغه په «ورسیسټر» کې پناه ځای جوړ کړ، او په ۱۸۳۳ز کال کې د همدې پناه ځای د پالونکو د پلاوي مشر و. «مان» په ۱۸۳۳ز کال کې له «بوسټن» څخه تر ايستلو پورې له «ډیډهم» څخه د استازي په توګه د قانون جوړونکو (مقننه هیئت) ته تلو راتلو. په مقننه قوه کې د وخت د دولت د قوانینو د تعدیل د کمیټې غړی او برخه اخیستونکی و او د ده په وړاندیز د قوانینو ټولګه کې زیات سپیڅلي احکام زیات کړای شول. د دې قوانینو له عملي کولو وروسته، هغه د کار د  یو مدیرپه توګه وټاکل شو او قضایي پریکړو ته یی د کار حاشیوي تبصرې او اخذليکونه چمتو کړل. هغه په  ۱۸۳۵ز کال کې په «باسټن» کې د ماساچوسټس ایالت سنا مجلس ته منتخب شو او په ۱۸۳۶-۱۸۳۷ پورې يې رئيس و. د سنا د غړي په توګه، هغه د ډېريو مشرانو په څیر وخت تیر کړ، او د هغه د تمرکز هدف زیربنا، د پټلیو او کانالونو جوړول و. [۸][۱۴]

شخصي ژوند سمول

په ۱۸۳۰ز کال کې، «مان» د «شارلاټ میسر» سره واده وکړ، څوک چې د «براون» پوهنتون د رئیس لور وه. دوه کاله وروسته د ۱۸۳۲ز کال د اګسټ په لومړۍ نیټه هغه مړه شوه، او هغه هیڅکله د دغه شدید غم او ضربې څخه په بشپړه توګه روغ نه شو، له کوم سره چې د خپلې مېرمنې له مړينې وروسته مخ شو.[۱۵]

په ۱۸۳۴ز کال کې، هغه د «ماري ټایلر پیباډی» سره واده وکړ. وروسته، هغوی «سامويل ګریډلی هو» او «جولیا وارډ هو سره يو ځای د شاتو مياشتې د تېرولو لپاره اروپا ته ولاړل. هغوی وروسته په ماساچوسټیس کې د «چیسټنټس» او «هایلینډ» سړک په کونج کې په لویدیځ نیوټن کې کور واخیست. هوریس او میري دری زامن لرل: هوریس مان کشر، جورج کامبو مان، او بینجامین پیکمن مان. [۱۶][۱۷]

مان د سامیول مان کړوسی وو. [۱۸]

زده کړې اصلاحات سمول

تر هغه وخته چې نوموړی په ۱۸۳۷ز کال کې به ماساچوسټس کې د نوې جوړې شوې تعلیمي ادارې د سکرتر په توګه وټاکل شو، دا مهال نوموړي هغه کار پيل کړ چې له (مان) څخه يې د امريکا د تر ټولو اغېزناک زده کړه ييزو اصلاحاتو راوستونکی جوړ کړ. د هغه د کار په پیل کولو سره، هغه د نورو ټولو مسلکي او سوداګریزو مصروفیتونو او همدارنګه سیاست څخه لاس واخیست.

د زده کړې د سکرتر (سرمنشي) په توګه، مان د ښوونکو ناستې جوړې کړې، ډیری درسونه او ويناوې يې ورکړې، په پراخه کچه لیکنې يې وکړې او ګڼ شمیر اصلاحات یې معرفي کړل. «مان» خپل هغه ملګري چې د نويتابه پلويان وو، په ځانګړي ډول په «ویګ» ګوند کې، وهڅول چې د دوی په ایالتونو کې د مالیې له ملاتړ څخه برخمنې لومړۍ عامې زده کړې قانوني کړي او د ښوونکو په ځواک کې ښځې هم داخلې کړي. زیاتو شمالی ایالتونو د دغه نظام یو يا بله نسخه خپله کړه چې نوموړي په ماساچوسیټس کې جوړ کړی و، په ځانګړي ډول د مسلکي ښوونکو د روزلو لپاره د عادی ښوونځي پروګرام.  [۱۹]

مان په ایالت کې هر ښوونځی ته سفر وکړ، څو په خپله د هر ښوونځي شرايط وګوري. هغه په ماساچوسیټس د عادي ښوونځی سیسټم طرحه او پرانیست، په «لینکسټن» کې (کوم ښوونځی چې لږ وروسته فرامینګم ته ولاړ)، په باري کې (کوم چې لږ وروسته ویسټفیلډ ته ولاړ) او په «بریج واټر» کې، هغه د کلنیو راپورونو په چمتو کولو پيل وکړ، کوم چې په پراخه کچه خپرېدل او «په حقيقت کې دا تر ټولو غوره نه و، بیا هم د انفرادي او دولتي ګډ ښوونځي تعليم د عملي ګټو په منځ کې تر ټولو غوره څرګندېدل». د ښوونځی په نظم کې د بدني مجازاتو د نه کارولو د هغه د پلوۍ په مټ، نوموړی د بوسټن له يو شمېر ښوونکو سره په شخړه کې ښکیل کړ چې په پایله کې یې د هغه نظرونه ومنل.  [۲۰][۲۱]

په ۱۸۳۸ز کال کې هغه د عام ښوونځي ژورنال  بنسټ کېښود او مدير يې شو. په دې ژورنال کې، «مان» عام ښوونځی او د هغوی ستونزې په نښه کړې وې. د هغه شپږ اساسي اصول په لاندې ډول وو:

  1. ولس نور باید ناپوه پاتې نه شي؛
  2. دا چې د دا ډول زده کړو په بدل کې بايد پيسې ورکړل شي، اداره شي او د هغو خلکو له خوا دوام ورکړل شي چې لېوالتيا لري؛
  3. دا چې دا زده کړه به په غوره توګه په هغو ښوونځیو کې ورکړل شي چې ماشومان د مختلفو شالیدونو څخه برخمن وي؛
  4. چې دا تعلیم باید غیر فرقه یي وي؛
  5. چې دا زده کړه باید د یوې آزادې ټولنې د اصولو په کارولو سره تدریس شي؛ او
  6. چې زده کړه باید د ښه روزل شوي، مسلکي ښوونکو لخوا چمتو شي.

د ادارې په مرسته، خو د هغه په خپل لګښت، هغه اروپا ته په ۱۸۴۳ز کال کې د ښوونځی د لیدو لپاره ولاړ، په ځانګړي ډول په «پروشيا» کې، له راستنېدو وروسته د هغه اوم کلنی راپور خپور شو، په کوم کې چې د هغه د سفر پايلې انځور شوې وې. د دې راپور ډېرې ګڼې چاپ شوې، نه یواځې په ماساچوسټیس بلکې په نورو ایالتونو کې هم، په ځينو مواردو کې د شخصي اشخاصو له خوا او په نورو کې د قانون جوړونکو له خوا؛ ډیرې ګڼې یې په انګلستان کې صادرې شوې. [۲۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Horace-Mann — subject named as: Horace Mann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sf2xnw — subject named as: Horace Mann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/664 — subject named as: Horace Mann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=mannh — subject named as: Horace Mann
  5. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Groen, Mark (Spring–Summer 2008). "The Whig Party and the Rise of Common Schools, 1837–1854". American Educational History Journal. 35 (1/2): 251–260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Good, Thomas L. (2008). 21st century education: a reference handbook. د کتاب پاڼې 267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ "Horace Mann | American educator". Encyclopedia Britannica. 
  9. کينډۍ:Cite Appletons
  10. McFarland, Philip (2004). Hawthorne in Concord. New York: Grove Press. د کتاب پاڼې 72. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8021-1776-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Horace Mann | Biography & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Samuel Barrett". uudb.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Catalogue of the Litchfield Law School. Hartford, CT: Press of Case, Tiffany and Company. 1849. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mondale, Sarah (2001). School: The Story of American Public Education. New York: Beacon. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McFarland, Philip (2004). Hawthorne in Concord. New York: Grove Press. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8021-1776-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Allen Family Papers 1846-1915". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Horace Mann Papers". Massachusetts Historical Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Yale University (1921). Obiturary Record of Graduates. Tuttle, Morehouse & Taylor Company. د کتاب پاڼې 579. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Groen, Mark (Spring–Summer 2008). "The Whig Party and the Rise of Common Schools, 1837–1854". American Educational History Journal. 35 (1/2): 251–260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hinsdale (1898).
  21. Mintz, S.; McNeil, S. (2016). "The Struggle for Public Schools". Digital History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Eisenmann, Linda (1988). Historical dictionary of women's education in the United States. د کتاب پاڼې 259. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)