هارون الافغاني
اسد الله هارون ګل چې عموماً د هارون الافغاني (افغان) په نوم يادېږي، يو افغاني الاصله پاکستانی تبعه دی، څوک چې په کيوبا کې د متحده ايالاتو د ګوانتنامو بی بنديخانو په پنډغالو کې په غېر قانوني ډول د بندي په توګه ساتل شوی و.[۱][۲][۳]
هارون الافغاني د 2007ز کال د جون د مياشتې په دوه ويشتمه نېټه د ګوانتنامو توقيفي کمپونو ته ولېږدول شو، او هلته د پنځلسو کلونو لپاره وساتل شو. د 2007ز کال د جون په دوه ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د دفاع وزارت ومنله چې هارون الافغاني يې ګوانتنامو ته لېږدولی دی. له 2016ز کال مخکې، د هغه د مخينې او فعالیتونو په اړه کره هېڅ نه و معلوم. نوموړی له اتو کلونو څخه د زياتې مودې لپاره له کومو تورونو پرته مخکې له دې په بند کې ساتل شوی و چې د قانوني استازولۍ اجازه ورکړل شي (د کوم له امله چې الجزېرې هغه ته د تل لپاره د زنداني نوم ورکړ)، د کومې غوښتنه چې په برياليتوب سره د « Reprieve US» له خوا تر سره شوه.[۴][۵][۶][۷][۸]
د امریکا د دفاع وزارت نوموړی په دې تور ونيو چې هغه د القاعده پیغام رسونکی (قاصد) او د ګلبدين د حزب اسلامي لوړ پوړی قوماندان و، چې د دې ادعا پر بنسټ هغه د ګلبدين د حزب اسلامي د ګڼو تروريستي ډلګيو مشري کوله، په ننګرهار ولايت کې يې د ماينونو بريدونه تر سره کړي، او د القاعده او ګلبدين د حزب اسلامي له لوړ پوړي مشرتابه سره يې منظمې اړيکې درلودې. د هغه د نیولو دليل دا و چې شونې ده له هغه سره د القاعده پر ضد روانو عملياتو په اړوند اضافي معلومات وي، او شونې ده داسې معلومات ولري چې د دوی لپاره د راتلونکو بريدونو په مخنيوي کې ګټور وي.[۹]
په هر حال، د هغه خپلوانو دا کيسه رد کړه، څوک چې د نوموړي د ناڅاپي نيول کېدو څخه وروسته د هغه له ځای څخه ناخبره وو، او ويې ويل چې دا تورونه بې بنسټه دي. «Reprieve US» او د هغه وکيل باور لري، کوم چې د الجيزيرې له څېړنې هم تاييدېږي، دا چې الافغاني د نا سمې پېژندګلو قرباني شوی دی، او هېڅکله هم نه د طالبانو او نه د القاعده غړی و، نه يې کله امريکايي اشخاصو يا ملکيتونو ته زيان رسولی او نه يې د زيان رسولو هڅه کړې ده، او کله يې هم د تاو تریخوالي باورونو ملاتړ نه دی کړی.[۱۰]
د «جيفري کايي» په وينا، هغه وېره درلوده چې نور بنديان به هغه د امريکا جاسوس وګڼي.
د شریکې ارزونې کارډله سمول
د 2009ز کال د جنورۍ په يو ويشتمه نېټه، په کومه ورځ چې دا کارډله پرانيستل شوه، ولسمشر بارک اوباما په ګوانتنامو کې د بندي افرادو د بند په اړوند درې اجرائيوي فرمانونه صادر کړل. نوموړي د شپږو ډيپارټمنټونو له چارواکو څخه جوړ د ارزونې يو نوی سيستم جوړ کړ، چېرته چې د OARDEC ارزونې په بشپړ ډول د دفاع وزارت له خوا تر سره کېدې. کله چې دې کارډلې يو کال وروسته بېرته خپر راپور ورکړ، د شريکې ارزونې کار ډلې ځينې افراد له ګوانتنامو څخه د لېږدولو لپاره د ډېرو خطرناکو په ډول ډلبندي کړل، سره له دې چې د هغوی پر ضد د تورونو لګولو کوم ثبوت هم نه و. د 2013ز کال د اپريل په نهمه نېټه، د معلوماتو ازادۍ قانون د غوښتنې څخه وروسته دا سند نشر کړای شو. هارون الافغاني د هغو يواويا افرادو له ډلې يو و، کوم چې د تورنېدو لپاره ډېر بې ګناه؛ خو د خوشې کولو لپاره ډېر خطرناک بلل کېدل. اوباما وويل هغه افراد چې د تورنېدو لپاره ډېر بې ګناه، خو د خوشې کولو لپاره ډېر خطرناک بلل شوي دي، د دوره يي ارزونې پلاوي به د دوی ارزونې پيل کړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د دوره يي ارزونې پلاوی سمول
لومړۍ ارزونه د 2013ز کال د نومبر تر شلمې نېټې نه وه بیل شوې. د 2012ز کال د اکتوبر په اومه نېټه د هارون لېږدول تاييد کړای شول.[۱۶]
د الجزيرې معلومات سمول
د الجزيرې خبري سرويس د 2016ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه د الافغاني په اړه لنډ معلومات چمتو کړل، نوموړی یې د داسې يو شخص په توګه تشریح کړ، د چا په اړه چې نږدې هېڅ کره څه معلوم نه دي. دوی نوموړي ته د دايمي بندي نوم ورکړ – یو له هغو څخه، د چا په اړه چې په 2009ز کال کې د ګوانتنامو ارزونې کارډلې ويلي و چې د خوشې کولو لپاره ډېر خطرناک دي – بیا هم په نوموړي د هېڅ جرم تور نه و پورې شوی.
باور کېږي چې افغاني د 1981زپه شا اوخوا کې زېږېدلی و او د افغانستان د ننګرهار ولايت د شيرزاد ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د الجزيرې د يو راپور پر بنسټ هغه يوازې یو عادي ځوان هلک و. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال الافغاني زده کونکی و. نوموړي د پاکستان د پېښور ښار د حيات اباد ساينس په پوهنتون کې اقتصاديات لوستلي و.
افغانستان کې د هغه شخصي پېژندنه سمول
د بشري حقوقو Reprieve ډلې هڅه کړې وه چې د هارون لپاره په افغانستان کې یو اشنا نوم جوړ کړي، تر څو د هغه د خوشې کولو لپاره ولسي فشار پيدا کړي. د بنسټګر «کلايو سټافورډ سمت» په وينا "د هغه په پلوۍ د عامو افغانانو څخه کېدای شي هغه فشار راوړي چې موږ ورته په داسې وخت کې اړتيا لرو، چې امریکايان له طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت دي".
«سټافورډ سميت» يادونه کړې چې تر اوسه افغان چارواکو له هارون سره نه دي کتلي.
سرچينې سمول
- ↑ Haroon Gul Archived 2017-02-03 at the Wayback Machine., Reprieve US
- ↑ (په 10 May 2021 باندې). U.S. Defends Detention of Afghan at Guantánamo Despite Pullout.
- ↑ Gabriel Haboubi (په June 22, 2007 باندې). Afghan terror suspect transferred to Guantanamo Bay prison. The Jurist
- ↑ Margot Williams (په 2008-11-03 باندې). Guantanamo Docket: Haroon al-Afghani. New York Times.
- ↑ "Terror Suspect Transferred To Guantanamo". Department of Defense. June 22, 2007. د لاسرسينېټه ۲۲ جون ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Deb Reichman (په June 22, 2007 باندې). U.S. says Afghan prison not meant to be Gitmo alternative. Houston Chronicle.
- ↑ (په June 23, 2007 باندې). Afghan insurgent commander lands in Guantanamo. Indiainfo
- ↑ Haroon Gul Archived 2017-02-03 at the Wayback Machine., Reprieve US
- ↑ (په June 23, 2007 باندې). Afghan insurgent commander lands in Guantanamo. Indiainfo
- ↑ Haroon Gul Archived 2017-02-03 at the Wayback Machine., Reprieve US
- ↑ Andy Worthington (په 2012-10-25 باندې). Who Are the 55 Cleared Guantánamo Prisoners on the List Released by the Obama Administration?.
- ↑ Andy Worthington (June 11, 2010). "Does Obama Really Know or Care About Who Is at Guantánamo?". د اصلي آرشيف څخه پر June 16, 2010 باندې. د لاسرسينېټه July 21, 2010. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Peter Finn (په January 22, 2010 باندې). Justice task force recommends about 50 Guantanamo detainees be held indefinitely.
- ↑ Peter Finn (په May 29, 2010 باندې). Most Guantanamo detainees low-level fighters, task force report says.
- ↑ (په 2013-04-09 باندې). 71 Guantanamo Detainees Determined Eligible to Receive a Periodic Review Board as of April 19, 2013. Joint Review Task Force
- ↑ "Unclassified Summary of Final Determination" (PDF). prs.mil. October 7, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)