نېښ لرونکي بوټي
Urtica dioica نېښ لرونکي بوټي | |
---|---|
مملکه | نباتونه |
شاخه | گل لرونکي نباتونه |
طایفه | ددوو تیفه گانو نباتونه |
کورنی | Urticaceae |
جینس | Urtica |
نېښ لرونکي بوټي (په لاتين: Urtica dioica) یو درملی بوټي دی چی په شمالي آمریکا او اروپا کی شنه کېږي. خو نوموړي بوټي تر اوسه پورې سهيلی آمريکا ته هم پراخ شوي دی. دغه بوټي په اروپا کی بتو ته هم ورکول کېږي.
پیژندنه
سمولنېښ لرونکي بوټي څو کلن نبات دی چی اوږدوالي یی ۱۲۰ سانتيمتر ته رسېږي او د نر او ښځينو گلان لري. د گلانو رنگ شين دي. نوموړي بوټي د جون څخه تر سپټمبر پورې گل کوي. ټول بوټي د سوونکي نېښ لخوا پوښ شوي دي. نېښ لرونکي بوټي د ويټامينونه (B2, B5)، هيسټامین، سروټونين ، اسټيلخولين او زهرجن کنډ محتوي لري. زهرجن کنډ یوه توکه ده چی د انسانانو پر پوستکی باندي سوونکي او خارښت کونکي آغېزه لري.
نېښ لرونکي بوټي په طب کی
سمولنېښ لرونکي بوټي په جون کی حاصل ټولول کېږي. د هغو نبات څخه تر وچولو وروسته چای جوړېږي چی د بورې سطح په وینې کی کم کړي نوموړي چای د ادرارآور (diuretic) خواص هم لري.