Homo erectus
نېغ انسان
مملکه ژوي
شاخه [[]]
طایفه تي لرونکی ژوي
ډله Primates
تیره Homo erectus

نېغ انسان (په لاتین:Homo erectus) د انسانانو د اجدادو څخه وو چی ۱،۸ میلیونه کاله مخکې په اروپا، افريقا او آسیا کی ژوند کاوه. نېغ انسانان ابتدایی الې جوړول. نوموړي انسانانو اور اچول او کارول پېژندل. نېغ انسان د خپلو اجدادو څخه لوی ماغزه درلوده، اوږدوالی یی ۱۸۵ سانتیمتره وو او وزن یی تقریبا ۶۵ کیلوگرامه وو. نوموړی انسان په ځانگړي ډول لوی ځناوران ښکار کول. د نېغ انسان نارينه له ښځينه وو څخه لوی او قوي وو.

ومو ايرکټس ( دنګ يا مستقيم انسان په مانا ده) . دا د قديمي انسانانو د پليسټوسن  Pleistocene د دورې د له منځه تللو ډولونو يو ډول ده چې شاوخوا ۲ ميليونه کاله وړاندي پېښ شوي دي، چې د دوی ډول د لومړنيو دنګو انسانانو له جنس څخه د پېژندل شوو غړو له منځه دي.[۱]

Homo erectus يا دنګ انسان، د بشر د لومړنيو نيکونو څخه دي چې د اسيا په لويه وچه کې له ابيرين پينينسيولا IberianPeninsula نه تر جاوا Java پوری رسيږی، خواره شول. د افريقا د دنګو انسانانو نفوس په احتمالی ډول سره کيدای شي چې د ډیرو انسانی ډولونو د نيکونو څخه وي ،لکه: د H.heidelbergensis او H.antecessor ډلو، په تيرو کې په عمومی ډول سره دوی د Neanderthals او H.antecessor د نيکونو په حيث پيژندل کيدل او ځينی وختونه دوی  د عصری انسانانوmodernhumans.  او کيدای شې چې د اسيا  د دنګو انسانانو ترH.floresiensis پوری دوګړو او ممکن د H.luzonensis نيکونه وي. لکه د کرونو ډولونه chronospecies چې د دنګو انسانانو ورکيدا وخت ؤ د بحث وړ موضوع ده. دلته د فرعي ډولونو لانور ډير وړانديزونه د پيژندګلوی له مختلفو اندازو سره شتون لري. د دنګو انسانانو يا H. erectus اخری پيژندل شوی نفوس H.e.soloensis  دی، چې په جاوا  Javaکې يي شاوخوا ۱۱۷،۰۰۰ــ ۱۰۸،۰۰۰کلونه وړاندی شتون درلود.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دنګو انسانانو، لکه: د بشر په شان بدن او حرکت درلود او د انسانانو له لومړنيو ډولونو څخه دي چې هواره یا صافه څیره، ښکاره پوزه، احتمالا بدن يي په نازکو وښتانو سره پوښل شوی ؤ. اګر چې د دوي د مغزو اندازه په مطمئین ډول سره د خپل نوع  نيکونو له اندازي ځنی ډير او د مغزو ظرفيت يي  نفوس پوری  په پراخه توګه په مختلف ډول ارتباط درلود. له هغه وړاندې نفوس کې داسي په نظر رسيده چې د مغز پرمختګ يي په ماشومتوب کې درېدلی وي، دا د دي غوښتنه کوي چې د دوی نسل په لوی ډول سره د زيږون په وخت کې په پوره اندازی سره په خپل ځان متکي وو، نو دا په دی معنا  ده چې د دوی د درک دځواک د پرمختګ اندازه د ټول ژوندپه په پړاو کې مختلفه وه.

له دی سره سره، محلونه په عموم ډول له متوسط تر لویو څارويو لکه غواګاني bovines يا هم فيلان elephants  مصرف ښه يي، او دا د ښکار کولو او د همغږي ښکار کولو د طريقي په پرمختګ باندی دلالت کوي. نيغ یا دنګ انسانان د اچيولين Acheulean د ډبرو دصنعت د وسايلو سره اړيکه لري، او دا په دې باندې دلالت کوي چې د دوی نيکونه لومړني انسانان وو چې په دی توانيدل چې له اور، ښکار کولو او د همغږي ډلو په ټولو، د ناروغانو او ټپيانوکسانو ساتنه کول او په ډير احتمال سره د کښتي چلولو، رسامی( چې په رسامی او هنر برخه کی اختلاف شته، او  د دوی ترمنځ ډیر تفاوت شته دی) په کارولو توانيدلي دي.د H. erectus انسانانو نارينه او ښځينه نژدې يو بل ته ورته اندازه درلوده ( لکه د هغوی د جنسی غريزی کموالی)  لکه نننی انسانان او دا د يوی ښځی په درلودوmonogamy روند او پستان لرونکو باندی دلالت کوی.

په دی حال کې د دوی د ونې(قد) اندازه په پراخ ډول د  146–185 cm (4 ft 9 in–6 ft 1 in) ترمنځ او د وزن اندازه يي

40–68 kg (88–150 lb) ترمنځ وه. دا لا روښانه نه ده چې ايا دوی په اناتوميک ډول سره په دی باندی توانيدل چې خبری وکړی او کنه خو دا ښکاره ده چې دوی ځنی وختونه له ابتدايي ژبۍ څخه د خبرو کولو لپاره ګټه اخستله .

ټیکونومي

نوم ورکول

له دی سره چې انګلیسي طبيعت  پيژندونکی چارلس ډاروين CharlesDarwin په خپل کتاب کې د نجيب انسان فريضه ذکر کړې، د ۱۹ پيړی په وروستیو کې  اکثره انقلابی  طبيعته معتقدین په دی باور وو چې د بشريت د پيدايښت ځای په آسیا کې ده نه په افريقا کې او دا د اروپا او امريکا ترمنځ يوه د وصل پراخه او غوره لاره ده (OutofAsiatheory). په دي طبيعي معتتقدينو کې جرمنی نچرلست ايړنسټ هيکل ErnstHaeckel ده، چا چې په دې بحث کړی چې د بشر لومړنيو ډولونو په یوه خيالی قاره ليميوريا "Lemuria" کې ترقي کړې، چیرته چې اوس دا د اسيا په سويل ختيځ کی له هغو ډولونو څخه ده چې هغه ورته د "Pithecanthropus alalus" اصطلاح کارولې ده. "Lemuria" په فرضی توګه د هند سمندر لاندی غرق شوې ده، نو په دي حالت کې دا ممکن نه ده چې دا پاتې شوني پيدا او دا پرې ثابت کړل شي.[۸][۹]

په داسی حال کې، چې د هيکل الګو د دې سبب شوه چې هالنډی سانسپوه يګين ډيوباس EugèneDubois دې ته وهڅول شي چې د هالنډ ختيځ انډيس DutchEastIndies ته سفر وکړی. په دې دليل چې هيڅ مستقيم ليږل شوی هئیت دا کله د انسان پاتی شوني يا فوسيلس نه دی کشف کړي ( هغه يو څو چې پيژندل شوي دي ،هغه هم په تصادفی ډول کشف شوي دی)، او اقتصاد يي دلوی رکود په وسيله له منځه يووړل شو، د هالنډی حکومت له لوری دا رد شوه چې د باس  Dubois سره مالی مرسته وکړی. په ۱۸۸۷ز کال کې هغه د ختپځ انډيا هالنډ په پوځ DutchEastIndiaArmy کې د طبی افسر په حيث دنده واخسته او په دی وتوانيده چې يو پوست/ مقام په ۱۸۸۷ز کال کی وساتی او په اظافی وخت کی انډيس کې د خپل نادرکه شوی اړيکي "missinglink" په اړه څيړنه وکړی.[۱۰][۱۱]

په جاوا کې هغه د په 1۱۸۹۱ زکال کي يوه جمجمه، یو د ورانه هډوکې یې په ۱۸۹۲ ز کال کې  چې دا د پليوسن د دوری وروستيو  latePliocene يا د پليستوسن earlyPleistocene لومړنی دوری ده، په ټرينيل Trinil ساحه کې د سولو سيند په اوږدو کې چې "P."erectus په نومول شوی چی  ("upright apeman") (دنګ انسان)  ياديږی، ۱۹۰۳ز کال ښودل شوی دی. ده په نابريالی ډول سره هڅه وکړه چي  اروپايي ساینس پوهانو ټولنی ته قناعت ورکړی چې هغه  دنګ قدم وهونکی ميمون انسان پيدا کړی دی. ځيني قديمي پاتي شوني يا fossils يي چي په هغه وخت کې کشف کړي ؤ، د ساینس پوهانو ټولنی ته ورکړل، خو د هغوی له لوری ورته  د له منځه تللي غير انسانی ميمون په سترګه وکتل شول.

د دی پاتې شونو اهميت ترهغی پوری درک نه کړای شو، ترڅو چې په ۱۹۲۷ز کال کې يو کاناډايي پاليونترولوجيسټ ډيويډسن بلک DavidsonBlack له لوری د چين هيواد  بيجنګ ته نژدې د ژوکيډين غار کې کشف شو، چې د سينانټروپس پيکينينسيس "Sinanthropus pekinensis" يا پيکينګی  انسان Peking Man) ) په نوم ياديږی. بلک Black له شمالی امريکا تر اروپا پوری  د بوديجي  د پيداکولو لپاره هڅي وکړی، ترڅو چې وکولای شي،  په هغه ځای کی کيندني وکړی، چې له هماغی مودی را په دې خوا هغه ساحه د دنګو انسانانو يوه ډيره مهمه توليدی ساحه د نړی په سطحه ګڼل کيږی.

د جاوا Java په سيمه کې د دنګو انسانانو د لا زياتو فوسیلونو پيداکولو لپاره علاقه مندی دوام پيدا کړ، چې د ګانډانګ په سيمه کې  مستقل انسان (SoloMan) په ۱۹۳۱ز کال کې، د موجوکيرټو په سيمه کې  جاوايي سړی (Java Man) په  ۱۹۳۶ز کال کې، او د سنګيرن په سيمه کې Sangiran يا جاوايي سړی په ۱۹۳۷ز کال کې کشف شول.د سانګيرن په سيمه کې د جاوا سړی غوره کوپړی لاسته راغلې.

يهودی پيليون تروپولوجيسټ فرنز ويډينريچ  FranzWeidenreich  په خپلو څو مونوګرافونو کې د دي مادې په اړه  ډير زيات معلومات بيان کړی دي. د دي اصلي نمونې د چين او جاپان په دويمه جګړه کي له منځه ولاړې، وروسته له يوی هڅې چې دا نموني د چين له هيواد څخه د محفوظ ساتلو لپاره قاچاق کړي، يواځی برخي يې باقی پاتې دي.

د جاوا سړی Java Man او د پيکنګ سړی Peking Man ترمنځ ورته والی د دی لامل شو، چې ايړنسټ ماير  ErnstMayr  دا دواړه د بياځلی لپاره په کال ۱۹۵۰ز سم کې او د دنګو انسانانو (H. erectus) په نوم ياد کړی. د ۲۰ می پيړی په ډیره موده کې انسان پيژندونکو د دنګو انسانانو په رول دبشر په انقلاب بحث وکړ. د دی پيړی په پيل کې په جاوا او ژوکيوډين کې د کشفونو له امله دا باور چې معاصر بشر د لومړي ځل لپاره په اسيا کې ارتقا کړې ده، په پراخ ډول قبول شو.

يو څو نيچرلستانو يا په طبيعت باورکوونکو چې په هغوي کې مهم يې چارلس ډاورين دی، هغه دا نظريه (تيوری) وړاندی کړه چې د بشر لومړنې نيکونه افريقايان ؤ. ډاروين دا څرګنده کړه چې شمپانزيز(chimpanzees)، ګوريلاګان (gorillas) دانسانانو نژدې خپلوان دي چې

تکامل يې کړی او هغه يواځی په افريقا کې شته.

په ۱۹۴۹ز کال کې د سويلي افريقا په سوارتکرانس Swartkraans غار کې د افريقايي انسان پيژندونکو هر يو رابرټ بروم او جون ټالبوټ روبيسن له خوا د ډولونو (species ) راپور وکړل شو، چاچې دا د ټيلانتروپس کاپينسيس  "Telanthropus capensis". په توګه بيان کړل. دهاغو غارونو ترڅنګ، د هومو (Homo) د پاتې شونو يا فوسلس راپور هم ورکول شو، مګر د هغوی بڼي يو ډول ګډوډ بحث ناڅرګند بحث پاتي شو.[۱۲][۱۳][۱۴]

د شمالي افريقا يو څو نورې سيمي په اضافي ډول د دنګو انسانانو سيمي پاتې شوې، چې په لومړی قدم کې په کال  ۱۹۱۵ز کې د

"Atlantanthropusmauritanicus" په حيث طبقه بندی شوې. د ۱۹۷۰ز کلونو په پيل کې دپام وړ هڅونې د ريچارډ ليکي له لوری وشوې، ډېرې يې د شرقي افريقا کوبيفورا KoobiFora، کينيا اولډويا جورج، تانزانيا په سيمو کې په روښانه ډول سره کشف شوې.

د قديمي انسانانو پاتي شوني په ټوله اروپا کې کشف شوي او دا د دنګو انسانانو لپاره ځانګري شوي دي، مګر له هغي را په دې خوا دا کړنه د H.heidelbergensis جدا کړای شوه او دا د بریتانوي فزيکي انسان پوه کريس سټرينجر ChrisStringer's  د کار پايله وه.

انقلاب                                                                                                      

دا وړانديز کيږی چې دنګو انسانانو د ايچ هابيليس  H.habilisنه تقريبا ۲ مايا( ۲ Mya) تکامل کړی، که څه هم په دي اړه پوښتنه شته ،ځکه چې دوی لږ تر لږه نيم ميليون کلونه سره يوځای ژوند کړی.له بل لوری، يوه ډله د ايچ هابيليس H.habilis ممکن ده، د تکثرلپاره سره يوځای شوي وي او يواّځی همدې ډلی دنګو انسانانو يا cladogenesis ته تکامل کړی وي. ځکه چې د تر ټولو مخکني دنګو انسانانو بقايا په دواړو لويو وچو افريقا او ختيځه اسيا (په چين کې تقريبا ۲.۱   Mya وړاندی او په سويلی افريقا کې ۲،۰۴Mya  وړاندی) موندل کيږي او پر دی باندي بحث کيږي چې  په کوم ځای کې دنګو انسانانو تکامل کړی دی.[۱۵]

د ۲۰۱۱ز کال يوه څيړنه د دې وړانديز کوی چې دا ايچ هابيليس  H.habilisؤچا چې له افريقا ځان لویديځې اسيا ته را ورساوه، چې هلته هغو لومړنيو دنګو انسانانو تکامل وکړو، او هغو لومړنيو دنګو انسانانو H. erectus بيا ممکن له هغه ځايه لويديځی تر ختيځی اسيا پيکينګ سړی (PekingMan),، له سويل ختيځی اسيا جاوا سړی (JavaMan),، بيرته افريقا ته هومورګاسټر(Homoergaster),، او تر اروپا ټيويل سړی[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

(TautavelMan),، خواره شوي وي، او بالاخره يي معاصر يا د نن ورځی دنګو انسانانو ته د افريقا په لويه وچه کې تکامل وکړ.[۲۳][۲۴]

نور بيا دا وړانديز کوی چې دنګو انسانانو H. erectus/H. ergaster ، د افريقا په لويه وچه کې تکامل وکړ، چيرته یې چې بالاخره معاصر بشرته تکامل وکړ.[۲۵]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Herries, Andy I. R.; Martin, Jesse M.; Leece, A. B.; Adams, Justin W.; Boschian, Giovanni; Joannes-Boyau, Renaud; Edwards, Tara R.; Mallett, Tom; Massey, Jason; Murszewski, Ashleigh; Neubauer, Simon (2020-04-03). "Contemporaneity of Australopithecus, Paranthropus, and early Homo erectus in South Africa". Science (in انګليسي). 368 (6486): eaaw7293. doi:10.1126/science.aaw7293. ISSN 0036-8075. PMID 32241925.
  2. Klein, R. (1999). The Human Career: Human Biological and Cultural Origins. Chicago: University of Chicago Press, ISBN 0226439631.
  3. Wood, Bernard (2011). "Did early Homo migrate "out of" or "in to" Africa?". Proceedings of the National Academy of Sciences. 108 (26): 10375–10376. Bibcode:2011PNAS..10810375W. doi:10.1073/pnas.1107724108. PMC 3127876. PMID 21677194.
  4. Ho, K. K. (2016). "Hominin interbreeding and the evolution of human variation". Journal of Biological Research-Thessaloniki. 23: 17. doi:10.1186/s40709-016-0054-7. PMC 4947341. PMID 27429943.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  5. van den Bergh, Gerrit D.; Kaifu, Yousuke; Kurniawan, Iwan; Kono, Reiko T.; Brumm, Adam; Setiyabudi, Erick; Aziz, Fachroel; Morwood, Michael J. (June 2016). "Homo floresiensis-like fossils from the early Middle Pleistocene of Flores". Nature. 534 (7606): 245–248. Bibcode:2016Natur.534..245V. doi:10.1038/nature17999. ISSN 0028-0836. PMID 27279221.
  6. Détroit, Florent; Mijares, Armand Salvador; Corny, Julien; Daver, Guillaume; Zanolli, Clément; Dizon, Eusebio; Robles, Emil; Grün, Rainer; Piper, Philip J. (April 2019). "A new species of Homo from the Late Pleistocene of the Philippines". Nature (in انګليسي). 568 (7751): 181–186. Bibcode:2019Natur.568..181D. doi:10.1038/s41586-019-1067-9. ISSN 0028-0836. PMID 30971845. S2CID 106411053.
  7. Rizal, Yan; Westaway, Kira E.; Zaim, Yahdi; van den Bergh, Gerrit D.; Bettis, E. Arthur; Morwood, Michael J.; Huffman, O. Frank; Grün, Rainer; Joannes-Boyau, Renaud; Bailey, Richard M.; Sidarto (January 2020). "Last appearance of Homo erectus at Ngandong, Java, 117,000–108,000 years ago". Nature (in انګليسي). 577 (7790): 381–385. doi:10.1038/s41586-019-1863-2. ISSN 0028-0836. PMID 31853068. S2CID 209410644.
  8. Theunissen 2012، p. 33.
  9. Theunissen 2012، p. 6.
  10. Ciochon, R. L.; Huffman, O. F. (2014). "Java Man". In Smith, C. (ed.). Encyclopedia of Global Archaeology. pp. 4182–4188. doi:10.1007/978-1-4419-0465-2_712. ISBN 978-1-4419-0426-3.
  11. Sigmon 1981، p. 64.
  12. Curnoe, D. (2010). "A review of early Homo in southern Africa focusing on cranial, mandibular and dental remains, with the description of a new species (Homo gautengensis sp. nov.)". HOMO - Journal of Comparative Human Biology. 61 (3): 151–177. doi:10.1016/j.jchb.2010.04.002. PMID 20466364.
  13. Sigmon 1981، p. 193.
  14. Sigmon 1981، p. 231.
  15. Spoor, F.; Leakey, M.; Gathogo, P.; et al. (2007). "Implications of new early Homo fossils from Ileret, east of Lake Turkana, Kenya". Nature. 488 (7154): 688–691. Bibcode:2007Natur.448..688S. doi:10.1038/nature05986. PMID 17687323. S2CID 35845.
  16. Zhu Zhaoyu (Script error: The function "Lang" does not exist.); Dennell, Robin; Huang Weiwen (Script error: The function "Lang" does not exist.); Wu Yi (Script error: The function "Lang" does not exist.); Qiu Shifan (Script error: The function "Lang" does not exist.); Yang Shixia (Script error: The function "Lang" does not exist.); Rao Zhiguo (Script error: The function "Lang" does not exist.); Hou Yamei (Script error: The function "Lang" does not exist.); Xie Jiubing (Script error: The function "Lang" does not exist.); Han Jiangwei (Script error: The function "Lang" does not exist.); Ouyang Tingping (Script error: The function "Lang" does not exist.) (2018). "Hominin occupation of the Chinese Loess Plateau since about 2.1 million years ago". Nature. 559 (7715): 608–612. Bibcode:2018Natur.559..608Z. doi:10.1038/s41586-018-0299-4. ISSN 0028-0836. PMID 29995848. S2CID 49670311.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  17. Barras, Colin (2018). "Tools from China are oldest hint of human lineage outside Africa". Nature. doi:10.1038/d41586-018-05696-8. ISSN 0028-0836.
  18. Denell, R. (11 July 2018). "Hominin occupation of the Chinese Loess Plateau since about 2.1 million years ago". Nature. 559 (7715): 608–612. Bibcode:2018Natur.559..608Z. doi:10.1038/s41586-018-0299-4. PMID 29995848. S2CID 49670311.
  19. Hao, L; Chao Rong, L; Kuman, K (2017). "Longgudong, an Early Pleistocene site in Jianshi, South China, with stratigraphic association of human teeth and lithics". Science China Earth. 60 (3): 452–462. Bibcode:2017ScChD..60..452L. doi:10.1007/s11430-016-0181-1. S2CID 132479732.
  20. "Our direct human ancestor Homo erectus is older than we thought". EurekAlert. AAAS. خوندي شوی له the original on 2020-04-03. بياځلي په 2021-10-26.
  21. Ferring, R.; Oms, O.; Agusti, J.; Berna, F.; Nioradze, M.; Shelia, T.; Tappen, M.; Vekua, A.; Zhvania, D.; Lordkipanidze, D. (2011). "Earliest human occupations at Dmanisi (Georgian Caucasus) dated to 1.85-1.78 Ma". Proceedings of the National Academy of Sciences. 108 (26): 10432–10436. Bibcode:2011PNAS..10810432F. doi:10.1073/pnas.1106638108. PMC 3127884. PMID 21646521.
  22. Augusti, Jordi; Lordkipanidze, David (June 2011). "How "African" was the early human dispersal out of Africa?". Quaternary Science Reviews. 30 (11–12): 1338–1342. Bibcode:2011QSRv...30.1338A. doi:10.1016/j.quascirev.2010.04.012.
  23. G. Philip Rightmire (1998). "Human Evolution in the Middle Pleistocene: The Role of Homo heidelbergensis". Evolutionary Anthropology. 6 (6): 218–227. doi:10.1002/(sici)1520-6505(1998)6:6<218::aid-evan4>3.0.co;2-6.
  24. Asfaw B, Gilbert WH, Beyene Y, Hart WK, Renne PR, WoldeGabriel G, Vrba ES, White TD (June 2002). "Remains of Homo erectus from Bouri, Middle Awash, Ethiopia". Nature. 416 (6878): 317–320. Bibcode:2002Natur.416..317A. doi:10.1038/416317a. PMID 11907576. S2CID 4432263.
  25. Zaim, Y.; Ciochon, R. L.; et al. (2011). "New 1.5 million-year-old Homo erectus maxilla from Sangiran (Central Java, Indonesia)". Journal of Human Evolution. 61 (4): 363–376. doi:10.1016/j.jhevol.2011.04.009. PMID 21783226.