نیکولای ریمسکي - کورساکوف
نیکولای آندرویویچ ریمسکي – کورساکوف (زوکړه: د ۱۸۴۴ زکال د مارچ ۱۸مه – مړینه: د ۱۹۰۸ زکال د جون ۲۱مه نېټه) روسي کمپوز جوړونکی او د پنځه کسیزې ډلې (The Five) په نامه د کمپوز جوړونکو د ډلې غړی و. دی د ارکستر لپاره د موسیقۍ د پارچې لیکنې ښوونکی و. د هغه تر ټولو غوره ارکستري کمپوزونه – کاپیریچو اسپانول، د روسي ایستر فیستیوال اوورتور او شهرزاد سمفونیک سوېټ – د هغه د ۱۵ اوپراګانو په خوا کې د کلاسیکې موسیقۍ اصلي رپراټورونه (بنسټونه) جوړوي. شهرزاد کمپوزونه یې د افسانوي او عامه موضوعاتو څخه د مکررې ګټنې نمونې دي.
ریمسکي – کورساکوف د کلاسیکې موسیقۍ د ملت پالونکي سبک په پراختیا باور درلود، هماغه ډول چې د ده همکار موسیقي جوړونکي میلي بالاکیروف او منتقد ولادیمیر ستاسوف پر هغو باور درلود. دغه سبک له روسي فولکوریکې موسیقۍ او آواز سره د هارمونیک، ملوډیک او ریتمیک عناصرو په خوا کې د ختیځ پېژندونکې موسیقۍ په نامه کړنلارې څخه ګټنه کوله او د کلاسیکې لویدیځې موسیقۍ څخه یې له ګټنې مخه نیوله. ریمسکي – کورساکوف وروسته له هغه چې په ۱۸۷۱ زکال کې د سن پترزبورګ په کنسرواټور اکاډمۍ کې د موسیقۍ د کمپوز جوړونې، هارموني او ارکسټراسیون ښوونکی شو؛ د لویدیځې موسیقۍ د تخنیکونو ستاینه یې وکړه. هغه له ځان سره د زده کړې یوه جدي درې کلنه دوره تېره او د لویدیځو کړنلارو ښوونکی شو چې د میخایل ګلینکا او د پنځه کسیزې ډلې د نورو غړو د اغېزو په خوا کې یې د لویدیځو کړنلارو څخه ګټنه کوله. د ریمسکي – کورساکوف د موسیقۍ جوړونې او ارکستراسیون تخنیکونه د ریچارډ واګنر د آثارو تر اغېز لاندې لا غني شول.
ریمسکي – کورساکوف د خپل مسلکي ژوند په ډېری برخه کې د موسیقۍ جوړونې او تدریس چارې د روسیې په وسله وال پوځ کې له خپل خدمت سره ترکیب کړې – ده د روسیې په سمندریز پوځ کې د افسر او وروسته یې د سمندریزو بانډونو د ملکي څېړونکي په توګه خدمت وکړ. ده لیکلي چې د کتابونو د لوستلو او همدارنګه یې په سمندریز پوځ کې د خپل ورور د چارو د کیسو له اورېدو وروسته په سمندریز پوځ کې د خدمت له لارې له سمندر سره لېوالتیا پیدا کړه. له سمندر سره د دغې مینې اغېز کېدای شي د هغه د دوه مشهورو ارکسټرال اثارو، ساډکو موزیکال تابلو (په همدغه نامه د هغه د وروسته ترسره شوې اوپرا سره یې باید توپیر وشي) او شهرزاد په لیکلو کې مرسته کړې وي. د سمندري بانډونو د څېړونکي په توګه نوموړي د موسیقۍ د لرګینو وسیلو د غږولو په برخه کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړې چې بیا یې د ارکسترونو په مخته وړلو کې ورسره مرسته وکړه. ده خپله پوهه خپلو زده کوونکو او بیا یې له مړینې وروسته د ارکستراسیون د ښوونیز کتاب له خپرېدو وروسته خپلو شاګردانو ته ولېږدوله؛ دغه کتاب د هغه د زوم ماکسیمیلیان شټاینبرګ له خوا بشپړ شو.
ریمسکي – کورساکوف له ځانه څخه د روسي ملت پاله کمپوزنو پام وړ ټولګه پرېښوده. هغه د پنځه کسیزې ډلې ګڼ شمېر آثار د اجرا لپاره چمتو او هغه یې په کلاسیکو کارنامو کې شامل کړل (په داسې حال کې چې د موډسټ موسورګسکي د اثارو اړوند د هغه د تصحېح اړوند د نظر اختلاف شتون لري) او د ژوندانه په راتلونکو لسیزو کې یې د ښوونکي په توګه د ځوانو سندرو جوړونکو او موسیقارانو ټولګې وړاندې کړې. له همدې امله ریمسکي – کورساکوف په روسي سبک باندې د کلاسیکې موسیقۍ د «اصلي معمار» په توګه په پام کې نیول کېږي. هغه په ځانګړې توګه په ځوانو موسیقي جوړونکو ځانګړی اغېز درلود، ځکه چې ده د ګلینکا او پنځه کسیزې ډلې له خوا د وړاندې شوو لارښوونو د لېږدونکې څېرې په توګه خدمت وکړ او داسې کمپوز جوړونکي یې وروزل چې د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې یې د روسي موسیقۍ معیارونه وړاندې کړل. په داسې حال کې چې د ریمسکي – کورساکوف سبک د ګلینکا، بالاکیروف، هکټور برلیوز، فرانتس لیست او د لنډ مهال لپاره د واګنر د سبکونو پر بنسټ و، خو هغه «خپل سبک په مستقیم ډول د روسیې د دوه نسلونو موسیقۍ جوړونکو» ته ولېږداوه او د موریس راول، کلوډ ډبوسي، پاول دوکاس او اوتورینو رسپیګي په ګډون یې په غیر روسي موسیقي جوړونکو اغېز وکړ. [۱][۲]
ژوند لیک
سمولریمسکي – کورساکوف د سن پټرزبورګ ختیځ لوري ته په ۲۰۰ کیلومترۍ (۱۲۰ مایله) فاصله کې د تیخوین په یوه روسي اشرافي کورنۍ کې وزیږېد. تیخوین دغه مهال نووګورد ولایت ته اړوند ښارګوټی و.
د هغه د کورنۍ ډېرۍ غړو د تاریخ په اوږدو کې د روسیې په دولت کې خدمت کړی و چې له والي توب څخه یې رانیولې تر جنرالۍ او د جګړو تر مشرۍ پورې بېلابېل ځایګي لرل. د هغه له کورنۍ څخه ایوان ریمسکي – کورساکوف د لویې کاترین له مشهورو مینانو څخه و. د دغې کورنۍ ۱۸ غړو د ۱۶۷۷ زکال د مۍ په ۱۵مه نېټه د تزار د فرمان پر مټ دا حق ترلاسه کړ چې د ریمسکي – کورساکوف کورنی نوم ځانته وکاروي (د ریمسکي روسي صفت د رومي په معنی دی) ځکه چې دغې کورنۍ د چک د ځمکو په څېر په رومي پولو کې ژوند کاوه او سیمې یې تر ډېره پورې د روم د سپېڅلې سترواکۍ برخه وې. په ۱۳۹۰ زکال کې وینسلاوس کورساک د لیتوانیا له شهزاده نشینې سیمې څخه مسکو ته کډه وکړه چې دغه مهال لوی شهزاده لومړي واسیلي ته اړوند و. [۳][۴][۵][۶][۷]
د دغه کمپوز جوړونکي پلار، آندري پتروویچ ریمسکي – کورساکوف (۱۷۸۴ – ۱۸۶۲ زکال) د پسکوف د ارتدوکس کشیش اوسېدونکي د لور اوودوتیا یاکولوونا او د تورن جنرال پیټر ووینوویچ ریمسکي – کورساکوف نامشروع ماشوم و او په رسمي توګه یې د هغه مسئولیت په غاړه درلود ځکه چې د ده له مور سره یې د هغه د ټیټ ټولنیز ځایګي لرلو له امله واده نشو کولای. ده له الکسي اراکچایف سره د ملګرتیا پر مټ وکولای شول د خپلې اشرافي کورنۍ ټول امتیازات هغه ته ورکړي. اندري د روسیې د سترواکۍ د کورنیو چارو په وزارت کې د نووګرد او همدارنګه د ولینیان ولایت د مرستیال والي په توګه خدمت وکړ. مور یې سوفیا واسیلیونا ریمسکایا – کورساکوفا (۱۸۰۲ – ۱۸۹۰ زکال) د یوې بېوزلې دهقانې کورنۍ څخه د یوې نجلۍ او ۱۶مې پېړۍ ته د اړوندې یوې بډایه روسي اشرافي کورنۍ څخه د واسیلي فدروویچ سکاریاتین نامشروع لور وه. پلار یې دا د ټولو اسانتیاو د لرلو په حالت کې د کوم قانوني ځایګي له لرلو پرته ستره کړه او په بدیهي ډول یې د واسیلیوا کورنۍ نوم پرې اېښی و. هغه مهال چې اندري پتروویچ له هغه سره ولیدل، دا کونډه وه؛ د هغې لومړنۍ مېړه کانیازانا اکاترینا ماسچرسکایا د دوی دواړو له واده ۹ میاشتې وړاندې مړ شوی و. له دې امله چې سکاریاتین هغه د خپلې لور لپاره مناسب نه باله، آندري دا د خپل پلار له کور څخه سن پترزبورګ ته وتښتوله او بیا یې هلته واده وکړ. [۸][۹][۱۰]
د ریمسکي – کورساکوف کورنۍ په پوځي او سمندري ډګر کې د خدمت اوږده مخینه لرله. د ده مشر ورور نیکولای ووین چې له ده ۲۲ کاله مشر و، مشهور سمندر مزلی او کاشف و چې د نیکولای په ژوندانه باندې یې پام وړ اغېز درلود. ده وروسته وویل چې مور یې په ډېره کمه کچه پیانو غږولۍ شوه او پلار یې هم کولای شو په پیانو باندې محدود شمېر سندرې وغږوي. ده له شپږ کلنۍ وروسته د سیمه ئیزو ښوونکو سره د پیانو زده کړې ته مخه کړه او غږیزې وړتیاوې یې له ځانه وښوولې، خو وروسته یې د موسیقۍ سره لیوالتیا لږ شوه هماغه ډول چې د دغه مهال موسیقي یې «بده، بې دقته، ... د مهال په ساتلو کې کمزورې» وبلله. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په داسې حال کې چې ریمسکي – کورساکوف د ۱۰ کلنۍ په عمر په کمپوز جوړولو پیل وکړ، خو ادبیات یې له موسیقۍ څخه غوره وبلل. هغه وروسته ولیکل چې ده د خپل ورور د بریاوو د کیسو د اورېدو او همدارنګه د مطالعې له امله له سمندر سره شاعرانه مینه پیدا کړه «په داسې حال کې چې لا یې سمندر نه و لیدلی». دغې مینې او د ووین هڅونو دغه ۱۲ کلن نوی ځوان وهڅاوه چې د روسیې له سمندري پوځ سره مل شي. ده د سن پترزبورګ د ریاضیکي او سمندري تګ په ښوونځي کې زده کړې وکړې او دلته یې خپله وروستۍ ازموینه د ۱۸۶۲ زکال په اپرېل میاشت کې د ۱۸ کلنۍ په عمر ورکړه. [۱۵][۱۶][۱۷]
په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال، ریمسکي – کورساکوف د اولیخ په نامه کس سره د پیانو درس ولوست. ووین چې دغه مهال د یاد ښوونځي مدیر و، دغه زده کړې یې تائید کړې ځکه چې تمه یې لرله دا به له نیکولای سره د هغه د ټولنیزو وړتیاوو په پراختیا او د هغه په کم جرائت باندې د غلبې په برخه مرسته وکړي. ریمسکي – کورساکوف وروسته ولیکل، په داسې حال کې چې د دغو زده کړو پر وړاندې «بې تفاوته» و، خو له موسیقۍ سره یې مینه لرله او دغه مینه یې له اوپرا نندارو او وروسته یې هم د ارکسترا کنسرتونو څخه په لیدنې لا زیاته شوه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
مړینه
سمولریمسکي – کورساکوف د ۱۸۹۰ زکال راهیسې د سینې د قفس له درد څخه رنځېده. د ده دغه ناروغي د ۱۹۰۷ زکال له ډسمبر څخه وروسته لا پیاوړې شوه او له امله یې نشو کولای کار وکړي. دی د ۱۹۰۸ زکال پر مهال لوګا ته څېرمه په لوبنسک (نن ورځ د پسکوف ولایت پلیوسکي سیمه ده) کې ومړ او د سن پترزبورګ د الکساندر نووسکي صومعې ته په اړونده تیخوین هدیره کې د بورودین، ګلینکا، موسورګسکي او ستاسوف په خوا کې خښ کړای شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
سمول- ↑ Frolova-Walker, New Grove (2001), 21:409.
- ↑ Abraham, New Grove (1980), 16:34.
- ↑ Tatiana Rimskaya-Korsakova (2008). N. A. Rimsky-Korsakov. From the Family Letters – Saint Petersburg: Compositor, 247 pages, pp. 8–9 ISBN 978-5-91461-005-7
- ↑ The Korsakov family from Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary at Wikisource
- ↑ The Rimsky-Korsakov family from Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary at Wikisource
- ↑ "Iosif (Rismky-Korsakov)" (په روسي). Orthodox Encyclopedia. 2011. نه اخيستل شوی 6 January 2021.
- ↑ "Page 53". gerbovnik.ru (په روسي). General Armorial of the Noble Families of the Russian Empire. 1798. نه اخيستل شوی 14 January 2021.
- "Page 52". gerbovnik.ru (په روسي). General Armorial of the Noble Families of the Russian Empire. 1798. نه اخيستل شوی 14 January 2021.
- ↑ Tatiana Rimskaya-Korsakova (1995). Childhood and Youth of N. A. Rimsky-Korsakov. From the Family Letters. – Saint Petersburg: Compositor, 278 pages, pp. 9–10; ISBN 978-5-7379-0007-6
- ↑ Skaryatin coat of arms by All-Russian Armorials of Noble Houses of the Russian Empire. Part 6, 23 June 1801 (in Russian)
- ↑ Tatiana Rimskaya-Korsakova (2008). N. A. Rimsky-Korsakov. From the Family Letters – Saint Petersburg: Compositor, 247 pages, pp. 8–9 ISBN 978-5-91461-005-7
- ↑ Taruskin, Music, p. 166.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, p. 4.
- ↑ Abraham, New Grove (1980), 16:27.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, p. 5.
- ↑ Frolova-Walker, New Grove (2001), 21:400.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, p. 8.
- ↑ Abraham, New Grove (1980), 16:27.
- ↑ Taruskin, Music, p. 166.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, p. 11.
- ↑ Frolova-Walker, New Grove (2001), 21:400.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, pp. 11–13.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, p. 16.
- ↑ Frolova-Walker, New Grove (2001), 21:400.
- ↑ Rimsky-Korsakov, My Musical Life, p. 15.
- ↑ Rimsky-Korsakov, Preface xxiii.
- ↑ Abraham, New Grove, 16:31.