نیولېبرالیزم

نیولېبرالیزم یا نيولېبرالیسم هغه اصطلاح ده چې د شتمنۍ اړوند ازاد بازار د نولسمې پېړۍ نویو نظریو د بیا راڅرګندېدو د ښکارولو لپاره کارول کېږي. د محافظه کارو او ازادي غوښتونکو سازمانونو، سیاسي ګوندونو او فکري خونو په راڅرګندېدو کې یو مخکښ لامل و او تر ډېره یې ورڅخه ملاتړ کاوه، په عمومي توګه د اقتصادي خپلواکولو له پالیسیو سره غوټه و، چې خصوصي کول، نړيوال کول، ازاده سوداګري او د مقرراتو لرې کول، د هېواد د اقتصاد د تثبیت پالیسۍ، سخت دريځ او په ټولنه او اقتصاد کې د خصوصي سېکتور د رول زیاتولو په موخه د دولت د لګښتونو کمښت په‌کې شامل وو. د نيولېبرالیزم تعينوونکې ځانګړنې په عملي او فکري بحثونو کې دپام‌وړ موضوع پاتې شوې. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

نیولېبرالیزم په ۱۹۳۰ لسیزه کې د یوې اقتصادي فلسفې په توګه د اروپايي لېبرال څېړونکو تر منځ را څرګند شو، ځکه هغوی د اصلي کلاسیک لېبرالیزم د نظریو د رغولو او نوي کولو لپاره هڅه وکړه، ځکه چې دوی تر لوی رکود/اقتصادي کړکېچ او د ازاد بازار له بې ثباتۍ سره د مقابلې لپاره تر طرحه شویو پالیسیو او د هغوی د منفي ټولنیزو بدو پایلو له کمولو وروسته پر یادو نظریو د بازارونو د کنترول د تمایل له لارې د هغوی د محبوبیت راپرځېدلو شاهد وو.  د ازاد بازار د بې‌ثباتۍ د کمولو لپاره د پالیسیو د جوړونې یوه انګېزه د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې د اقتصادي ماتو له تکرارېدو څخه مخنیوي ته لېوالتيا وه، دا ماتې ځینې وختونه د کلاسیک لېبرالیزم اقتصادي پالیسیو ته منسوبېدې. د پالیسیو په جوړونه کې نيولېبرالیزم ته د تر ډېره د پاراديم د بدلون (د ذهني تفکراتو او بېلګو بنسټيز او [1]پاراديمي بدلون ته ويل کېږي چې د یوې نظریې لوی‌والی او کوچني‌والی ښيي، ژباړن) د يوې برخې په توګه اشاره کېږي چې په اقتصاد کې د کېنزي اجماع (په اقتصاد کې یو علمي اقتصادي غورځنګ او پاراديم و چې د جان مېنارد د لویو اقتصادي افکارو د پلي کولو لپاره يې کار کاوه، ژباړن) د ادعايي ماتې په لټه د ۱۹۷۰ کال د رکود/تورم د په ګوته کولو لپاره پېښ شو. د شوروي اتحاد له‌منځه تلل او د سړې جګړې پای په متحده ايالاتو او ټوله نړۍ کې د نيولېبرالیزم بریا ممکنه کړه.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

دا اصطلاح بېلابېل، سیال تعریفونه او کرک‌غاړی ظرفیت لري. انګلیسي ژبو د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې دا اصطلاح په بېلابېلو معناوو کارولې ده، خو په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې لا عامه شوه او د پوهانو له‌خوا د ټولنیزو علومو په برخه کې په پراخ ډول وکارول شوه او همدارنګه په وروستیو لسیزو کې د بازار پر بنسټ اصلاحاتو/سمونو له امله د ټولنې د بدلون د تشرېح کولو لپاره د منتقدانو له‌خوا وکارېده. دا اصطلاح د ازاد بازار د پلویانو له‌خوا ډېره کمه/په ندرت کارول کېږي. ځینې څېړونکي دا نظریه ردوي چې نيولېبرالیزم یوه واحده اېډیولوژي ده او دا اصطلاح دبېلابېلو افرادو لپاره د بېلابېلو څیزونو په معنا بولي، ځکه نيولېبرالیزم ټولې نړۍ ته له سفر سره د جيوپولیتيکي پلوه له بېلو نظریو او ترکیبونو سره  بدلون موندلی. نیولېبرالیزم له نورو مفهومونه سره ډېرې ځانګړنې لري او مخالفې معناوې لرې چې نیابتي یا غیر مستقیمه دیموکراسي په‌کې شاملېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

کله چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې په چيلي کې دا اصطلاح د اګوستو پينوشېز له اقتصادي سمونو/اصلاحاتو سره په اړيکه کې وکارول شوه په چټکتیا سره یې منفي مفاهیم خپل کړل او تر ډېره د بازار او کپيتالیزم/ سرمایه‌دارۍ د سمون د منتقدانو له‌خوا وکارول شوه. څېړونکي دې ته لېوال و چې د مونټ پلېرين ټولنې د اقتصادپوهانو فرېدرېک هایک، میلتون فرېډمن، لوډوېګ وون مېزس او جېمز ام. بوکانان او د مارګاټ تاچر، رونالډ رېګان او الن ګرېنسپن په څېر سیاستوالو او پالیسي جوړوونکو له نظریو سره یې غوټه کړي. کله چې د نيولېبرالیزم نوې معنا د اسپانوي ژبو پوهانو تر منځ د ډېر کارېدونکي مفهوم په توګه عامه شوه د سیاسي اقتصاد په انګلیسي ژبو څېړنو کې هم خپره شوه. په ۱۹۹۴ کال کې د نفتا/ NAFTA  (د شمالي امريکا د اازدې سوداګرۍ تړون/ North American Free Trade Agreement، ژباړن) تړون له تصویب او په چياپاس کې د دې بدلون پر وړاندې د زاپاتستيانو له غبرګون سره دا اصطلاح نړيوال دوران ته دننه شوه. د نيولېبرالیزم د پديدې په اړه څېړنيزې پوهې په څو وروستیو لسیزو کې وده کړې.   [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ترمېنالوژي/ نوم‌پوهنهسمول

سرچينېسمول

په انګلیس کې دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۸۹۸ کال کې د فرانسوي اقتصاد‌پوه چارلز ژېد له‌خوا د ايټالیايي اقتصاد‌پوه مافیوپانتليیوني د اقتصادي باورونو د تشرېح لپاره د نيولېبرالیزم له اصطلاح سره چې مخکې په فرانسه کې شته وه کارول شوې ده او دا اصطلاح وروسته د نورو له‌خوا وکارول شوه چې د کلاسیک لېبرال اقتصاد‌پوهانو له ډلې مېلټون فرېدمن په ۱۹۵۱ کال د «نيولېبرالیزم او د هغه لېدلوری» له سرلیک سره په‌خپله مقاله کې وکاروله. په ۱۹۳۸ کال کې په کالوک والټر لوپمن (په پاریس کې د روڼ‌اندانو د یو کنفرانس نوم، ژباړن) کې د ګنو نورو اصطلاحاتو تر منځ د نيولېبرالیزم اصطلاح وړاندیز شوه او په پای کې د اقتصادي باورونو د یوې معینې ټولګې د تشرېح لپاره وټاکل شوه. دې کنفرانس د نيولېبرالیزم مفهوم په « بیو میکانیزم، ازادې پانګونې، بې‌پرې او پياوړي دولت او د سیالۍ سیستم» کې شامل تعریف کړ. د ګډونوالو په وینا لويي روژیه او فرېدرېک هایک د نيولېبرالیزم سیالۍ د بریالیو افرادو د نخبه‌ګانو جوړښت رامنځته کوي چې په ټولنه کې واک ترلاسه کوي او دا نخبه‌ګان د شته غيرمستقیمي ديموکراسۍ ځای‌ناستې کېږي او د اکثریت په استازولۍ عمل کوي. نيولېبرال اوسېدل د دولت له لاس‌وهنې سره له یو مدرن اقتصادي سیاست څخه د ملاتړ په معنا و. د نیولېبرال دولت مداخله‌پالنه د لوډېګ فون مېزس په څېر د کلاسیکو لېبرالیانو له مخالفو کمپونو سره د نښتې لامل شو. په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې ډېری څېړونکو نيولېبرالیزم ټولنیز اقتصادي بازار او د هغه د اصلي اقتصادي نظریه ورکوونکو لکه والټراوکن، وېلیم روپکه، الکساندر روستو او الفرد مولر – ارماک ته دې اشارې په مفهوم درک کړ. هایک که څه هم له جرمني نيولبرالیستانو سره فکري اړيکې لرلې خو په دې دوره کې یې نوم د نيولېبرالیزم په تړاو ډېر لږ یاديږي ځکه هغه تر ډېره د ازاد بازار پلوی و.    [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په چيلي کې د اګوستو پېنوشې تر واکمنۍ لاندې (۱۹۷۳-۱۹۹۰) د پوځي حکومت په بهیر کې مخالفو پوهانو دا عبارت د پلي شويو اقتصادي سمونو/اصلاحاتو او په هغه ځای کې د یادو اصلاحاتو د پلویانو (د [2]شیکاګو بای/ ځوانان) د تشرېح لپاره وکاروه. کله چې دا نوې معنا د اسپانوي ژبو پوهانو تر منځ ثبت شوه د سیاسي اقتصاد په انګلیسي ژبو څېړنو کې هم خپره شوه. د ۱۴۸ علمي مقالو د څېړنې پر بنسټ نيولېبرالیزم نږدې هېڅکله نه‌دی تعریف شوی، بلکې په څو معناوو کې د اېډيالوژۍ، اقتصادي نظریې، د پراختيا نظریې يا د اقتصادي اصلاحاتو د پالیسۍ لپاره کارېده. دا په لویه کچه د ناسمې کارونې/یا کلاسیک لېبرالیزم ته ورته د ازاد بازار پر بنسټ‌پالنې د دلالت لپاره د هغو کسانو د نظریې پر ځای وکارول شو چې د ۱۹۳۸ کال په کنفرانس کې يې ګډون کړی و. په پایله کې د دې اصطلاح د کره معنا او په ټولنیزو علومو کې يې د يوې تشرېح کوونکې په توګه د ګټورتیا په اړه په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې د بازار د بېلابېلو اقتصادونو د زیات‌والي له امله د نظر اختلاف شته دی.  [۳۹]

په‌دې مقاله کې د نيولېبرالیزم اصطلاح چې له اقتصادي فلسفې سره اړيکه نه لري تشرېح شوې ده، نيولېبرلیزم همدارنګه په ۱۹۷۰ لسیزه کې د عصري امريکايي لېبرالیزم  د مرکزي کيڼ لوري سیاسي غورځنګ د تشرېح کولو لپاره هم کارول شوی. د سیاسي مبصر ډېوېډ بروکس په وینا د نيولېبرال مخکښ سیاستوال اېل ګور او د متحده ايالاتو له ديموکرات ګوند څخه بېل کلېنټون وو. نيولېبراليان د نيوريپابلېګ او د واشېنګټن د مياشتنۍ مجلې په نوم د دوو مجلو پر محور سره متحد شول او تر ډېره يې د درېیمې لارې له پالیسیو څخه ملاتړ وکړ. د لېبرالیزم د دې نسخې پلار، ورځپاڼه ليکونکی چارلز پيترز و چې په ۱۹۸۳ کال کې يې د «نیولېبرالیزم یوه اعلامیه» خپره کړه. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينېسمول

  1. Vincent, Andrew (2009). Modern Political Ideologies. Hoboken, New Jersey: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 337. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1405154956. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Haymes, Stephen; Vidal de Haymes, Maria; Miller, Reuben, المحررون (2015). The Routledge Handbook of Poverty in the United States. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415673440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bloom, Peter (2017). The Ethics of Neoliberalism: The Business of Making Capitalism Moral. Routledge. د کتاب پاڼي 3, 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138667242. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Haas, Eric (2011). "The News Media and the Conservative Heritage Foundation". In Hill, Dave; Kumar, Ravi (المحررون). Global Neoliberalism and Education and its Consequences. Routledge. د کتاب پاڼي 172–175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415507110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hickel, Jason (2016). "Neoliberalism and the End of Democracy". In Springer, Simon; Birch, Kean; MacLeavy, Julie (المحررون). The Handbook of Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 144. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138844001. The Reagan and Thatcher administrations eventually came to power on platforms that promised to enhance individual freedoms by liberating capitalism from the 'shackles' of the state - reducing taxes on the rich, cutting state spending, privatising utilities, deregulating financial markets, and curbing the power of unions. After Reagan and Thatcher, these policies were carried forward by putatively progressive "Third Way" administrations such as Clinton in the United States and Blair in the UK, thus sealing the new economic consensus across party lines. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Neoliberalism". Encyclopædia Britannica. 
  7. Boas, Taylor C.; Gans-Morse, Jordan (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neoliberalism: From New Liberal Philosophy to Anti-Liberal Slogan"]. Studies in Comparative International Development 44 (2): 137–161. doi:10.1007/s12116-009-9040-5. 
  8. Philip Mirowski, Dieter Plehwe, The road from Mont Pèlerin: the making of the neoliberal thought collective, Harvard University Press, 2009, کينډۍ:ISBN
  9. Palley, Thomas I (5 May 2004). "From Keynesianism to Neoliberalism: Shifting Paradigms in Economics". Foreign Policy in Focus. http://fpif.org/from_keynesianism_to_neoliberalism_shifting_paradigms_in_economics/. Retrieved 25 March 2017. 
  10. Vincent, Andrew (2009). Modern Political Ideologies. Hoboken, New Jersey: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1405154956. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bartel 2022، صص. 5-6.
  12. Gerstle 2022، ص. 10.
  13. Babb, Sarah; Kentikelenis, Alexander (2021). "Markets Everywhere: The Washington Consensus and the Sociology of Global Institutional Change" (in en). Annual Review of Sociology 47 (1): annurev–soc–090220-025543. doi:10.1146/annurev-soc-090220-025543. ISSN 0360-0572. https://www.annualreviews.org/doi/10.1146/annurev-soc-090220-025543. 
  14. "Neoliberalism", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  15. Taylor C. Boas, Jordan Gans-Morse (June 2009). "Neoliberalism: From New Liberal Philosophy to Anti-Liberal Slogan". Studies in Comparative International Development 44 (2): 137–61. doi:10.1007/s12116-009-9040-5. https://escholarship.org/content/qt976373v9/qt976373v9.pdf?t=l7nx9c. "Neoliberalism has rapidly become an academic catchphrase. From only a handful of mentions in the 1980s, use of the term has exploded during the past two decades, appearing in nearly 1,000 academic articles annually between 2002 and 2005. Neoliberalism is now a predominant concept in scholarly writing on development and political economy, far outpacing related terms such as monetarism, neoconservatism, the Washington Consensus, and even market reform.". 
  16. Springer, Simon; Birch, Kean; MacLeavy, Julie, المحررون (2016). The Handbook of Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138844001. Neoliberalism is easily one of the most powerful concepts to emerge within the social sciences in the last two decades, and the number of scholars who write about this dynamic and unfolding process of socio-spatial transformation is astonishing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wilson, Julie (2017). Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138654631. In recent decades, neoliberalism has become an important area of study across the humanities and social sciences. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Noel Castree (2013). A Dictionary of Human Geography. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 339. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199599868. 'Neoliberalism' is very much a critics' term: it is virtually never used by those whom the critics describe as neoliberals. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Daniel Stedman Jones (21 July 2014). Masters of the Universe: Hayek, Friedman, and the Birth of Neoliberal Politics. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-5183-6. Friedman and Hayek are identified as the original thinkers and Thatcher and Reagan as the archetypal politicians of Western neoliberalism. Neoliberalism here has a pejorative connotation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. People rarely call themselves "neoliberal" says Oliver Marc Hartwich, "Neoliberalism: The genesis of a political swearword." (CIS Occasional Paper 114. 2009) online.
  21. Rowden, Rick (2016-07-06). "The IMF Confronts Its N-Word". Foreign Policy. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Callison, William; Manfredi, Zachary, المحررون (2019). Mutant Neoliberalism: Market Rule and Political Rupture. Fordham University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0823285709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Springer, Simon; Birch, Kean; MacLeavy, Julie, المحررون (2016). The Handbook of Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138844001. Neoliberalism is a slippery concept, meaning different things to different people. Scholars have examined the relationships between neoliberalism and a vast array of conceptual categories. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. . Student heaps abuse on professor in 'neoliberalism' row.
  25. Taylor C. Boas, Jordan Gans-Morse (June 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neoliberalism: From New Liberal Philosophy to Anti-Liberal Slogan"]. Studies in Comparative International Development 44 (2): 137–61. doi:10.1007/s12116-009-9040-5. ""Neoliberalism shares many attributes with "essentially contested" concepts such as democracy, whose multidimensional nature, strong normative connotations, and openness to modification over time tend to generate substantial debate over their meaning and proper application."". 
  26. Taylor C. Boas, Jordan Gans-Morse (June 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neoliberalism: From New Liberal Philosophy to Anti-Liberal Slogan"]. Studies in Comparative International Development 44 (2): 137–61. doi:10.1007/s12116-009-9040-5. 
  27. Springer, Simon; Birch, Kean; MacLeavy, Julie, المحررون (2016). The Handbook of Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138844001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Wilson, Julie (2017). Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138654631. In recent decades, neoliberalism has become an important area of study across the humanities and social sciences. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Springer, Simon; Birch, Kean; MacLeavy, Julie, المحررون (2016). The Handbook of Neoliberalism. Routledge. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138844001. Neoliberalism is easily one of the most powerful concepts to emerge within the social sciences in the last two decades, and the number of scholars who write about this dynamic and unfolding process of socio-spatial transformation is astonishing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Gerstle 2022، ص. 73.
  31. Gide, Charles (1898-01-01). "Has Co-operation Introduced a New Principle into Economics?". The Economic Journal 8 (32): 490–511. doi:10.2307/2957091. https://zenodo.org/record/1449661. 
  32. "Neoliberalism", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  33. Angus Burgin (2012). The Great Persuasion: Reinventing Free Markets since the Depression. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-06743-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Philip Mirowski, Dieter Plehwe, The road from Mont Pèlerin: the making of the neoliberal thought collective, Harvard University Press, 2009, کينډۍ:ISBN
  35. Oliver Marc Hartwich, Neoliberalism: The Genesis of a Political Swearword, Centre for Independent Studies, 2009, کينډۍ:ISBN, p. 19
  36. Rougier, Louis (1949). Les Mystiques économiques. Librairie de Médicis. د کتاب پاڼې 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Hayek, Friedrich (1976). Law, Legislation and Liberty Vol. 2: The Mirage of Social Justice. د کتاب پاڼې 113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Taylor C. Boas, Jordan Gans-Morse (June 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neoliberalism: From New Liberal Philosophy to Anti-Liberal Slogan"]. Studies in Comparative International Development 44 (2): 147. doi:10.1007/s12116-009-9040-5. 
  39. Taylor C. Boas, Jordan Gans-Morse (June 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neoliberalism: From New Liberal Philosophy to Anti-Liberal Slogan"]. Studies in Comparative International Development 44 (2): 137–61. doi:10.1007/s12116-009-9040-5. 
  40. David Brooks, The Vanishing Neoliberal, The New York Times, 2007
  41. Robin, Corey (April 28, 2016). "The First Neoliberals". Jacobin. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Matt Welch, The Death of Contrarianism. The New Republic returns to its Progressive roots as a cheerleader for state power, Reason Magazine, May 2013
  43. Charles Peters, A Neoliberal's Manifesto, The Washington Monthly, May 1983