نیل کینوک
(انګلیسي: Neil Kinnock د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نیل کینوک
نیل کینوک

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ مارچ ۱۹۴۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
تابعیت برېتانيا[۸]
ولز  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نیل ګورډن کینوک، بېرون کینوک د ځانګړې شورا غړی (زوکړه د ۱۹۴۲ز کال د مارچ ۲۸ مه نېټه)، یو مخکېنی برتانوي سیاستوال دی. هغه د کارګر ګوند د غړي په توګه، له ۱۹۷۹ز کال څخه تر ۱۹۹۵ز کال پورې لومړی د بیډویلټي او بیا د ایسلوین لپاره د پارلمان د غړي په توګه دنده ترسره کړه. هغه له ۱۹۸۳ز کال څخه تر ۱۹۹۲ز کال پوري د کارګر ګوند مشر او د اپوزیسیون ګوند مشر و او له ۱۹۹۹ز کال څخه تر ۲۰۰۴ز کال پورې د اروپایي کمېسیون لومړی مرستیال و. کینوک د کارګر ګوند د نرم کیڼ (soft left) لوري څخه ګڼل کېده.    [۱۰]

کینوک چې په سویلي وېلس کې زېږېدلی او را لوی شوی و، په لومړي ځل د ۱۹۷۰ز کال په عمومي ټاکنو کې د عوامو جرګې لپاره وټاکل شو. نوموړی د ۱۹۷۹ز کال په عمومي ټاکنو کې د محافظه کارو له بریا وروسته، د کارګر ګوند د زده کړو سیوری وزیر (د زده کړو لپاره د اپوزیسیون وزیر) شو. د ۱۹۸۳ز کال په عمومي ټاکنو کې د مایکل فوټ په مشرۍ د مېرګېریټ تاچر په وړاندې د کارګر ګوند د سترې ماتې وروسته، کینوک د کارګر ګوند د مشر او اپوزیسیون د مشر په توګه وټاکل شو. کینوک د خپلې مشرۍ په دوره کې د ګوند د کیڼ اړخ سره په ځانګړې توګه د میلیټېنټ ټینډینسي سره مبارزه وکړه او د معدن د کارکوونکو د ملي اتحادیې (NUM) د مشر ارتر سکارګیل د معدنچیانو د ۱۹۸۴-۱۹۸۵ز کال اعتصاب په تګلاره یې انتقاد وکړ. هغه د تاچر د ادارې په اکثره دوره کې د ګوند مشري کوله، چې د ۱۹۸۷ز کال په عمومي ټاکنو کې د تاچر د بریا په ګډون یاد ګوند د درېیم ځل لپاره پرلپسې ماتې وخوړله. سره د دې چې تاچر یوه بله ښکاره بریا په خپل نوم کړه، کارګر ګوند د کینوک لپاره کافي څوکۍ ترلاسه کړې ترڅو له ټاکنو وروسته هم د اپوزیسیون مشر پاتې شي.        

د کینوک په مشرۍ کارګر ګوند د ۱۹۹۲ز کال په عمومي ټاکنو کې د څلورم ځل لپاره پرلپسې غیر متوقع ماتې وخوړله، سره له دې چې په ډېرو نظر پوښتنو کې د جان مېجر د محافظه کاره حکومت څخه وړاندې و، د یادو نظر پوښتنو په بنسټ اټکل کېده چې، یا به کارګر ګوند په لږ توپیر بریالی شي یا به معلق پارلمان (hung parliament) رامنځته شي. له یادو ټاکنو لږ وروسته، کینوک کارګر ګوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه او د ګوند د مشرتابه په راتلونکو ټاکنو کې جان سمیت د کینوک ځای ناستی شو. هغه په اروپایي کمېسیون کې د کمېشنر کېدو لپاره په ۱۹۹۵ز کال کې د عوامو جرګه پرېښوده. نوموړی مخکې له دې چې په ۲۰۰۵ز کال کې د بېرون کینوک په توګه د مشرانو جرګې (د برتانیې د لارډانو جرګې) ته ترفیع وکړي، د رومېنو پروډي د ریاست په وخت کې له ۱۹۹۹ز کال څه تر ۲۰۰۰۴ز کال پورې د اروپایي کمېسیون لومړی مرستیال و، نوموړی همدارنګه د برتانوي کونسل مشر او د کارډیف پوهنتون رییس و.    [۱۱]

د ژوند لومړني حالات سمول

د مور و پلار یوازېنی اولاد، کینوک، د وېلس په ټریډګېر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغه پلار ګورډن هربرټ کینوک لومړی د ډبرو سکرو په کان کندنه کې کار کاوه چې ورسته یې د مزدور په توګه کار پیل کړ او د هغه مور مېري کینوک (کورنی نوم یې هاولس) ځایي نرسه (هغه نرسه چې د رنځورانو د کتنې او درملنې لپاره د هغوی کور ته ورځي) وه. ګورډن د ۱۹۷۱ز کال په نومبر کې د ۶۴ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله ومړ؛ مېري راتلونکې میاشت په ۶۱ کلنۍ کې مړه شوه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

کینوک د ۱۱ کلونو په عمر په ۱۹۵۳ز کال کې، د پینګېم په لیویس ښوونځي کې خپلې منځنۍ زده کړې پیل کړې، چې نوموړي وروسته د یاد ښوونځي په اداره باندې د زده کونکو د وهلو او ټکولو په خاطر نیوکه وکړه. نوموړي خپلو زده کړو ته په کارډیف کې د سویلي وېلس او مونماوتشایر پوهنتون کالج (اوسنی کارډیف پوهنتون) کې ادامه ورکړه، نوموړی له یاد پوهنتون څخه په ۱۹۶۵ز کال کې د صنعتي اړیکو او تاریخ څانګه کې د سند اخیستلو سره فارغ شو. کینوک راتلونکی کال د ښوونې او روزنې په څانګه کې د فوق لیسانس سند ترلاسه کړ. د ۱۹۶۶ز کال د اګست او د ۱۹۷۰ز کال د مې تر منځ هغه د کارکوونکو پوهنیزې ټولنې (WEA) لپاره د زده کوونکو د درسونو د ناظر په توګه کار وکړ.[۱۷]

هغه له ۱۹۶۷ز کال راهیسې د ګلینیس کینوک سره د ژوند ملګری دی. دوی دوه اولادونه—یو زوی سټیفین کینوک (چې د ۱۹۷۰ز کال په جنوري کې زېږېدلی دی، اوس د کارګر ګوند د پارلمان غړی دی) او د رېچل کینوک په نامه یوه لور (د ۱۹۷۱ز کال کې زېږېدلې ده) لري.    [۱۸]

د پارلمان غړی سمول

کینوک په ۱۹۶۹ز کال کې، په سویلي وېلس کې د بیډویلټي لپاره د کارګر ګوند نوماندي وګټله، کومه چې د ۱۹۸۳ز کال د عمومي ټاکنو لپاره د ایسلوین په اتخاباتي حوزې بدله شوه. هغه په لومړي ځل د ۱۹۷۰ز کال د جون په ۱۸ مه نېټه د عوامو جرګې ته انتخاب شو او د ۱۹۷۸ز کال په اکتوبر کې د کارګر ګوند ملي اجرایوي کمیټې غړی شو. کله چې نوموړی د پارلمان غړی (MP) شو، پلار یې وویل "نیله! دا په یاد ساته چې ایم پي یوازې د پارلمان د غړي معنا نه لري، بلکې د امانت کار سړي معنا هم لري."  

د ۱۹۷۵ز کال په اروپایي کمېټه کې د برتانیې د غړیتوب په اړه ټولپوښتنه کې، کینوک د اروپا د اقتصادي ټولنې څخه د برتانیې د را ویستلو لپاره هلې ځلې وکړې.[۱۹]

د ۱۹۷۹ز کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته، جېمز کالېګېن، کینوک په سیوري کابینې (د اپوزیسیون کابینه) کې د ښوونې او روزنې د ویندوی په توګه وګوماره. د هغه جاه طلبۍ ته د پارلمان د نورو غړو هم پام شو او داسې انګېرل کېده چې ډېویډ اون په دې دلیل د ټاکنیزې ډلې (electoral college) د بدلون سره مخالفت کوي چې دوی ښایي د کینوک د ځای ناستي کېدلو ملاتړ وکړي. د کارګر ګوند له مشرۍ څخه د کالېګېن تر استعفا وروسته د ۱۹۸۰ز کال په وروستیو کې مایکل فوټ د نوموي ځای ناستی شو او کینوک د ښوونې او روزنې د ویندوی په توګه په خپل ځای پاتې شو.

په ۱۹۸۱ز کال کې په داسې حال کې چې لا یې هم د کارګر ګوند د ښوونې او روزنې د ویندوی په توګه دنده ترسره کوله، پر کینوک تور پورې شوی و چې ګواکې، د کارګر ګوند د مشر د مرستیال په توګه د ټوني بین د ځایناستي کېدلو هڅه یې، د خورا دودیزو ارزښتونو ته ترجیح ورکوونکي ټربیوني جان سیلکین د نوماندۍ څخه په ملاتړ کولو او بیا په دویم پړاو ټاکنو کې د رایې له ورکړې څخه په اصرار سره د سیلکین د ملاتړ کوونکو، د منع کولو په واسطه، په اغېزناکه توګه ناکامه کړې ده.

کینوک د یو کیڼ اړخي په توګه پېژندل کېده او په ۱۹۸۲ز کال کې د مارګرېټ تاچر له خوا د فېلکلېنډس جګړې د ناسم اداره کولو په خاطر، په هغې باندې د انتقادونو له امله مشهور شو، که څه هم چې، په حقیقت کې یادې جګړې د محافظه کار حکومت د ملاتړ کوونکو شمېر زیات کړ او د راتلونکي کال د ټاکنو په ښکاره بریا کې یې د یاد ګوند سره مرسته وکړه.  

د کارګر ګوند مشري سمول

لومړۍ دوره (۱۹۸۳ز کال ـــ ۱۹۸۷ز کال) سمول

د ۱۹۸۳ز کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند له ښکاره ماتې وروسته، مایکل فوټ په ۶۹ کلنۍ کې د کارګر ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه او له پیله تمه کېده چې ځوان کینوک به یې ځایناستی وي. نوموړی بالاخره د ۱۹۸۳ز کال د اکتوبر په دویمه نېټه د ۷۱٪ رایو په ترلاسه کولو سره د کارګر ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او رای هېټرسلي یې مرستیال وټاکل شو؛ تمه کېده چې د دوی ملګرتیا به په راتلونکي کې د ګوند لپاره ډېر ملاتړ کوونکي را جذب کړي "د ګوند د بریا لپاره ایډیاله جوړه". [۲۰]

د ګوند د مشر په توګه د نوموړي لومړۍ دوره د ۱۹۸۳ز کال او د ۱۹۸۷ز کال د عمومي ټاکنو ترمنځ د کلک-کیڼ میلیټېنټ ټینډینسۍ (hard-left Militant tendency) سره د هغه د مبارزې تر تسلط لاندې وه، چې هغه وخت په ګوند کې لاهم واکمن ځواک و. د دې لپاره چې په راتلونکيو ټاکنو کې یې د بریا چانس زیات شي، کینوک تصیم درلود چې د ګوند سیاسي موقعیت منځ لارې خوا ته یوسي. که څه هم چې کینوک د ګوند کیڼ-اړخ ټریبیون څخه راغلی و، هغه د سیوري په کابینه کې تر ټاکل کېدو وروسته، د خپلو ډېرو  مخکنیو متحدینو سره ملګرتیا پرېښوده. [۲۱]

د سوسیال دیموکرات ګوند/لیبرال متحدینو د را څرګندېدلو په واسطه ، چې ډېر منځلاري پلویان هم ورسره یوځای شول، د کارګر ګوند هم وګواښل شو. په پراخه لرلید کې، د کارګر ګوند اصلي رایه ورکوونکي د غیر-صنعتي کېدلو (په یو هېواد کې د صنعتي فعالیتونو کمول یا له منځه وړل یا حذف کول) قانون په وړاندې چې محافظه کار حکومت له ۱۹۷۹ز کال څخه را په دې خوا تصویب کړی و، د ورکېدو په حال کې وو.[سرچینې ته اړتیا لري]   [۲۲]

سرچينې سمول

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dh2pwd — subject named as: Neil Kinnock — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Neil-Kinnock-Baron-Kinnock-of-Bedwellty — subject named as: Neil Kinnock, Baron Kinnock of Bedwellty — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kinnock-neil-gordon — subject named as: Neil Gordon Kinnock — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p19150.htm#i191496 — subject named as: Neil Gordon Kinnock, Baron Kinnock — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/7KVmS3EM
  6. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/31137 — subject named as: Neil Kinnock — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017057 — subject named as: Neil Kinnock — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Companies House officer ID: https://find-and-update.company-information.service.gov.uk/officers/QNAMaDkJHKUcrvCm0WQHS-Rgz9U/appointments — د نشر نېټه: ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲
  9. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-neil-kinnock — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  10. "Mr Neil Kinnock". Hansard. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Britishcouncil.org". Britishcouncil.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "South East Wales Public Life – Neil Kinnock – Labour politician from Tredegar". BBC. 28 March 1942. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wilsford, David (1995). Political leaders of contemporary Western Europe: a biographical dictionary. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 236. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-28623-0. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Davis, Hunter; Herrmann, Frank (July 1982). Great Britain. H. Hamilton. د کتاب پاڼې 173. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780241107553. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Papers of Neil Kinnock". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Jones, Eileen (29 April 1994). Neil Kinnock. Hale. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7090-5239-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 4 July 2003 باندې). Profile: Neil Kinnock. BBC News.
  18. "Kinnock is Leader at his Rachel's Wedding Party", Sunday Mirror, 22 July 2001.
  19. "Neil Kinnock: why I changed my mind about Britain in Europe". Prospect. 6 April 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2 October 1983 باندې). 1983: 'Dream ticket' wins Labour leadership. On This Day. BBC News
  21. General election: "11 June 1987", BBC Politics 97.
  22. F.M. Leventhal, ed., Twentieth-century Britain: an encyclopedia (2002) p 424.