نیابتي جګړه
په سیاسي علومو کي نیابتي جګړه یوه وسله واله جګړه ده چي د دوو جنګیالیو ډلو ترمنځ پیښیږي. په دې جګړه کي یوه ډله غیر دولتي لوبغاړی دی چي په اصل کي د بهرنۍ دریمي ډلي لخوا څخه تمویل کیږي. د نیابتي جګړې د اصطلاح له مخي که څه هم یوازي غیر دولتي لوبغاړی پراکسي یا نیابتي ګڼل کیږي، خو ددې سره سره په نیابتي جګړه کي دواړه ډلي هم د نیابتي په توګه بلل کېدای سي، او دا هغه وخت کله چي دواړه اړخونه د دریم هیواد څخه بهرنۍ نظامي مرستي ترلاسه کړي.