نگوس
ټولنيزه روانپېژندنې کليشه په دې ډول تعريف کړې چې دا د خلکو د يوې خانګړې ډلې په اړوند يو عام شوی باور دی. دا يو اټکل دی چې شونې ده چې د يوې ځانګړې ډلې د هر غړي په اړوند یې ولري. شونې ده چې د اټکل بڼې بدلې را بدلې وي، د بېلګې په ډول: شونې ده چې دا اټکل د يوې ډلې د شخصيت، غوراوي، بڼې يا وړتياوو په اړوند وي. کله ناکله کليشې ډېرې عامې، ناکره او د نويو معلوماتو سره په ټکر کې وي، خو کله ناکله بيا ډېرې دقيقې وي.[۱][۲]
په داسې حال کې چې شونې ده، د خلکو د ډلو په اړه دا ډول تعميم د چټکو پرېکړو په اړوند ګټورې وي، خو که د ځانګړو خلکو په اړوند وي، تېروتنه او د تعصبي چلندونو دلايل بلل کېدای شي.
څرګندې کليشې
څرګندې کلېشې هغو کليشو ته ويل کېږي چې يو څوک ورڅخه خبر وي او په دې هم پوهېږي چې له دې کليشو څخه د خلکو په اړه د قضاوت لپاره کار اخلي. که چېرې د «الف» په نوم يو څوک د «ج» په نوم د يوې ډلې د يوه غړي په اړه چې د «ب» په نوم ياديږي، يو قضاوت کوي او «الف» د «ج» ډلې په اړه څرګند کليشه يي نظر لري، د شعوري مديت په کارولو سره کېدای شي، د دوی د يو اړخيزه قضاوت تعصبي بڼه کمه کړي، خو د کليشه يې اندونو په اړه د شعوري پوهې له امله د تعصب د لرې کولو هڅه ډېر ځله په حقيقي معنا د بې پرېتوب په برخه کې ناکامېږي، يا له دې امله چې د دې کليشې له امله، د منځ ته راغلي تعصب اندازه يا ډېره کمه ګڼل شوې، يا ډېره زياته ګڼل شوې ده.
ضمني کليشه يي تصورات
ضمني کليشه يي تصورات هغه دي چې د افرادو د لاشعور په اړه وي او هغوی يې په اړه خبر نه وي.[۳]
په ټولنيزه ارواپوهنه کې، کليشه هغه فکر دی چې د افرادو د ځانګړو ډولونو يا د چلندونو د ټاکلو لارو په اړه موجوده وي او موخه يې د ټولې ډلې د افرادو يا په ټوله کې د هغوی د چلندونو استازولي کول وي. شونې ده چې دا افکارو يا باورونو د حقيقت عکاسي وکړي يا ونه کړي. د ارواپوهنې او نورو اصولو په رڼا کې، د کليشې ډول ډول تصورات او اندونه شته، کله کله يې مشترکات سره شريک او کله نا کله بیا متضاد عناصر لري. ان په ټولنيزو علومو او د ارواپوهنې په فرعي اصولو کې، کله نا کله کليشه يي تصورات بيا بيا مخې ته راځي او په ځينو نظریاتو کې يې پېژندل ممکن وي، د بېلګې په ډول: د نورو کلتورنو په اړوند اټکلونه.[۴][۵][۶][۷]
رېښه
د انګليسي ژبې «stereotype » ټکی، د فرانسوي ژبې له توصيفي ټکي «stéréotype » څخه اخستل شوی او فرانسوي ته د يوناني ژبې له « στερεός» ټکي څخه راغلی دی، په يوناني ژبه کې د (Stereos) معنا ده «ثابت،سخت» او د « τύπος» (typos) معنا ده تاثر، په همدې بنسټ د دې اصطلاح معنا په دې ډول جوړېږي چې، «د يوې يا زياتو اندونو/نظرياتو په اړه ثابت تاثر».[۸][۹]
دا اصطلاح، په لومړي ځل په ۱۷۹۸ز کال کې «فرم ډيډوټ» په چاپي سوداګرۍ کې وکاروله، تر څو د چاپ يوه تخته تشرېح کړي چې بيا بیا يې چاپ کولای شو. د تکراري چاپ تخته، يا سټيريوټايپ، د اصلي معنا پر ځای د چاپولو لپاره کارول شوې وه.
له چاپي کار دباندې د کليشې "stereotype" يادونه، په ۱۸۵۰ز کال کې د يوه نوم په توګه شوې وه چې معنا يې وه، هغه انځور چې له بدلون پرته دوام ومومي، خو د اوسنۍ ارواپوهنې په معنا سره تر ۱۹۲۲ز کال پورې دا اصطلاح نه وه کارول شوې، تر څو چې امريکايي ژورنالست «والټر ليپمين» په خپل اثر «عامه نظريه» کې په دې موډرنه معنا سره وکاروله.[۱۰][۱۱]
د ډلو ترمنځ د چلندونو له نورو ډولونو سره اړيکه
کليشه يي اندونه، تعصب، توکمپالنه او توپيري چلند يو له بل سره تړلي بولي، خو جلا تصورات دي. کليشه يي تصورات تر ټولو زيات علمي عناصر بلل کېږي او ډېر ځله په لاشعوري ډول وي، په داسې حال کې چې تعصب، د کليشه يي تصوراتو اغېزغورځوونکې برخه ده او توپيري چلند د تعصبي غبرګون چلندونو د عناصرو په توګه پېژندل کېږي. د ډلو تر منځ د دې درې اړخيز نقطه يي نظر څخه، کليشه يي تصورات د هغو ډلو د غړيو د ځانګړتياوو په اړه د اټکلونو او باورونو عکاسي کوي، کوم چې د تصور کوونکي څخه بدل وي، تعصب د احساساتي غبرګون استازولي کوي او د توپيري چلند په موخه کارونه دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
که څه هم يو له بل سره اړيکه لري، بيا هم شونې ده چې درې واړه تصورات په جلا جلا توګه موجود و اوسي. د «دانیال کيټز» او «کينيت بريلي» په وينا: کليشه يي فکر کول، هغه مهال تعصب منځ ته راوړي، کله چې د يوې ډلې د نوم په وړاندې احساساتي غبرګون ښيي، د دې ډلې د غړيو ځانګړتياوې بيانوي او بیا همدا ځآنګړنې ارزوي.[۱۸]
د تعصبي کليشه يي تصور ممکنه اغېزې دا دي:
- په غلطو بنسټونو تعصباتو يا ناپوهۍ ته جواز موندل.
- د چا په چلند يا چلند د بيا فکر کولو هيله نه لرل.
- په ځينو کارونو او ډګرونو کې د کليشه يي ډلو د ځينو غړو د داخلېدو يا برياوو مخه نيول.[۱۹]
محتوا
له کليشه يي محتوا څخه موخه هغه ځانګړتياوې دي، د کومو په اړه چې خلک فکر کوي ،چې د يوې ډلې خانګړتیاوې دي. د کليشه يي محتوا څېړنه د دې ازموینه کوي چې خلک د نورو په اړه څه فکر کوي، نه دا چې په کليشه يي تصوراتو کې د ښکېلو تګلارو او لاملونو څخه بحث وکړي.[۲۰]
د «ګورډن الپورټ» په څېر ټولنيزو ارواپوهانو له خوا وړانديز شويو کليشه يي محتوياتو د لومړيو نظریاتو د اټکل له مخې: له خپلې ډلې څخه دباندې ډلو کليشه يي تصورات د يو ډول مخالفت انځور وړاندې کوي. د بېلګې په ډول: «کيټز» او «بريلي» د ۱۹۳۳ز کال په خپله کلاسيکه څېړنه کې استدلال کړی دی چې قومي کليشې په يو ډول منفي دي.[۲۱][۲۲]
د دې په خلاف، د کليشه يي محتوا يوې نوې بېلګې دا نظریه وړاندې کړې ده چې: کليشه يي تصورات ډېر ځله مبهم او په دوو اړخونو کې مختلف وي، چې دا دوه اړخونه دا دي: خواخوږي او وړتيا. د خواخوږۍ او وړتیا وړاندوينه په ترتيب سره د سيالۍ او حيثيت د کمۍ له امله منځته راځي. هغه ډلې چې د يو ډول سرچينو (لکه د کالج ځای) لپاره په خپله ډله کې سيالۍ نه کوي، دوی خواخوږي بلل کېږي، په داسې حال کې چې د لوړ حيثيت (لکه د اقتصاد يا زده کړې له اړخه بريالي) ډلې بيا وړ او برابرې بلل شوې دي. د خواخوږۍ او وړتيا لوړې او ښکته درجې، په څلورو ټولګو کې هره ډله يې جلا جلا احساسات منځ ته راوړي. دا بېلګه هغه ښکارنده تشرېح کوي چې د ځينو بهرنيو ډلو ستاينه کېږی، خو ناخوښه وي، په داسې حال کې چې نورې ډلې خوښې ګڼل کېږي، خو درناوی يې نه کيږي. دا نمونه په بېلا بېلو قومي او نړيوالو بېلګو، په تجرباتي ډول ازمايل شوې وه او موندل شوې وه چې باوري کليشه يي محتوياتو اټکل کوي.[۲۳][۲۴]
کارونه
لومړيو څېړنو ښودلې ده چې کليشه يي تصورات، يواځې سختو، ځپل شويو او امرانه خلکو کارولي دي. دا اند اوسنيو څېړنو رد کړی دی، کوم چې وړانديز کوي، چې کليشه یي تصورات په هر ځای کې کېدای شي او وړانديز شوی و، چې کليشه يي تصورات د ټوليزو ډلو په باورونو کې وشمېرل شي، دا معنا، هغه خلک چې په يوې ټولنيزې ډلې پورې اړه لري، دوی يو شان کليشه يي تصورات لري. اوسنۍ څېړنې ټينګار کوي چې: په کليشه يي تصوراتو د بشپړ پوهېدو لپاره د هغې په دوو بشپړونکو ليدونو د غور کولو اړتيا ده: يو هغه ،کوم چې د يو ځانګړي کلتور/فرعي کلتور په دننه کې سره شریک دي او دويم هغه، کوم چې د يو کس(فرد) په ذهن کې جوړ شوي دي.[۲۵]
د پوهې او ټولنيزو کارونو تر منځ اړيکه
کليشه يي تصورات د خلکو تر منځ په خپلمنځي کچه د پوهې فعاليتونه او د ډلو په کچه ټولنيز کارونه وړاندې کولای شي. د ډلو په کچه د کار په موخه د کليشه يي تصوراتو لپاره (د ټولنيزې پېژندګلوي لارې چارې وګورئ: د ټولنيزې پېژندګلوئ اند او د خپل ځان د ډلبندي کولو نظر) ، يو کس بايد خپل ځان د يوې ډلې د برخې په توګه وويني او د دې ډلې د برخې ګرځېدل هم بايد د يو فرد لپاره روښانه وي.[۲۶]
«کریګ ميک ګارټي، رسل سپيرز او ونسنټ وای يزربيټ» (۲۰۰۲ز) استدلال کړی چې، د کليشه يي تصوراتو ادراکي فعاليتونه، له ټولنيزو کارونو سره د اړيکې په لړ کې تر ټولو ښه د پوهېدو وړ دي او همدا راز د دې پر عکس.[۲۷]
د پوهېدو کارونه
کليشه يي تصورات د نړۍ په پېژندلو کې مرسته کولای شي. دا د ډلبندي کولو يوه بڼه ده، کومه چې د معلوماتو په ساده کولو او منظمولو کې مرسته کوي. په همدې بنسټ معلومات په اسانۍ پېژندل کېدای شي، يادېدای شي، اټکل يې کېدای شي او په وړاندې يې غبرګون ښودل کېدای شي. کليشه يي تصورات د شیانو يا خلکو ټولګې دي. د کليشو تر منځ، شيان يا خلک د شونتيا تر بريده يو له بل سره مختلف دي. د کليشو په دننه کې شیان يا خلک د شونتيا تر بريده يو بل ته ورته دي.[۲۸]
سرچينې
د هالڼډي ژبې د ويکيپېډيا پاڼه
- ↑ Cardwell, Mike (1999). Dictionary of psychology. Chicago Fitzroy Dearborn. ISBN 978-1579580643.
- ↑ Myers, David G. (2013). Social psychology. Twenge, Jean M., 1971- (11th ed.). New York, NY: McGraw-Hill. ISBN 978-0-07-803529-6. OCLC 795645100.
- ↑ "Frequently Asked Questions". implicit.harvard.edu. نه اخيستل شوی 14 April 2018.
- ↑ McGarty, Craig; Yzerbyt, Vincent Y.; Spears, Russel (2002). "Social, cultural and cognitive factors in stereotype formation" (PDF). Stereotypes as explanations: The formation of meaningful beliefs about social groups. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 1–15. ISBN 978-0-521-80047-1.
- ↑ Judd, Charles M.; Park, Bernadette (1993). "Definition and assessment of accuracy in social stereotypes". Psychological Review. 100 (1): 109–128. doi:10.1037/0033-295X.100.1.109. PMID 8426877.
- ↑ Cox, William T. L.; Abramson, Lyn Y.; Devine, Patricia G.; Hollon, Steven D. (2012). "Stereotypes, Prejudice, and Depression: The Integrated Perspective" (PDF). Perspectives on Psychological Science. 7 (5): 427–449. doi:10.1177/1745691612455204. PMID 26168502. S2CID 1512121. Archived from the original (PDF) on 3 December 2013. نه اخيستل شوی 19 March 2022.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Chakkarath, Pradeep (2010). "Stereotypes in social psychology: The 'West-East' differentiation as a reflection of Western traditions of thought". Psychological Studies. 55 (1): 18–25. doi:10.1007/s12646-010-0002-9. S2CID 144061506.
- ↑ στερεός, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus Digital Library
- ↑ τύπος, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, on Perseus Digital Library
- ↑ "stereotype – Origin and meaning of stereotype by Online Etymology Dictionary". etymonline.com. نه اخيستل شوی 22 October 2017.
- ↑ Kleg, Milton (1993). Hate Prejudice and Racism. Albany: State University of New York Press. pp. 135–137. ISBN 978-0-585-05491-9.
- ↑ Vega, Tanzina. "Working while brown: What discrimination looks like now". CNNMoney. نه اخيستل شوی 26 March 2018.
- ↑ Fiske, Susan T. (1998). "Stereotyping, Prejudice, and Discrimination". In Gilbert, Daniel T.; Fiske, Susan T.; Lindzey, Gardner (eds.). The Handbook of Social Psychology. Vol. Two (4th ed.). Boston, Mass.: McGraw-Hill. p. 357. ISBN 978-0-19-521376-8.
- ↑ Denmark, Florence L. (2010). "Prejudice and Discrimination". In Weiner, Irving B.; Craigheaid, W. Edward (eds.). The Corsini Encyclopedia of Psychology. Vol. Three (4th ed.). Hoboken, N.J.: John Wiley. p. 1277. ISBN 978-0-470-47921-6.
- ↑ Katz, Daniel; Braly, Kenneth W. (1935). "Racial prejudice and racial stereotypes". The Journal of Abnormal and Social Psychology. 30 (2): 175–193. doi:10.1037/h0059800.
- ↑ Oakes, P. J., Haslam, S. A., & Turner, J. C. (1994). Stereotyping and social reality. Oxford: Blackwell.
- ↑ Devine, Patricia G. (1989). "Stereotypes and Prejudice: Their Automatic and Controlled Components". Journal of Personality and Social Psychology. 56 (1): 5–18.
- ↑ Tajfel, Henri (1981). "Social stereotypes and social groups". In Turner, John C.; Giles, Howard (eds.). Intergroup behaviour. Oxford: Blackwell. pp. 144–167. ISBN 978-0-631-11711-7.
- ↑ Tilcsik, András (2011). "Pride and Prejudice: Employment Discrimination against Openly Gay Men in the United States". American Journal of Sociology. 117 (2): 586–626. doi:10.1086/661653. hdl:1807/34998. PMID 22268247. S2CID 23542996.
- ↑ Operario, Don; Fiske, Susan T. (2003). "Stereotypes: Content, Structures, Processes, and Context". In Brown, Rupert; Gaertner, Samuel L (eds.). Blackwell Handbook of Social Psychology: Intergroup Processes. Malden, MA: Blackwell. pp. 22–44. ISBN 978-1-4051-0654-2.
- ↑ Fiske, Susan T.; Cuddy, Amy J. C.; Glick, Peter; Xu, Jun (2002). "A Model of (Often Mixed) Stereotype Content: Competence and Warmth Respectively Follow From Perceived Status and Competition" (PDF). Journal of Personality and Social Psychology. 82 (6): 878–902. CiteSeerX 10.1.1.320.4001. doi:10.1037/0022-3514.82.6.878. PMID 12051578.
- ↑ Cuddy, Amy J. C.; Fiske, Susan T. (2002). "Doddering But Dear: Process, Content, and Function in Stereotyping of Older Persons". In Nelson, Todd D (ed.). Ageism: Stereotyping and Prejudice against Older Persons. Cambridge, Mass.: MIT Press. pp. 7–8. ISBN 978-0-262-14077-5.
- ↑ Cuddy, Amy J. C.; et al. (2009). "Stereotype content model across cultures: Towards universal similarities and some differences" (PDF). British Journal of Social Psychology. 48 (1): 1–33. doi:10.1348/014466608X314935. PMC 3912751. PMID 19178758.
- ↑ Dovidio, John F.; Gaertner, Samuel L. (2010). "Intergroup Bias". In Susan T., Fiske; Gilbert, Daniel T.; Lindzey, Gardner (eds.). Handbook of Social Psychology. Vol. Two (5th ed.). Hooboken, N.J.: John Wiley. p. 1085. ISBN 978-0-470-13747-5.
- ↑ Macrae CN, Stangor C, Hewstone M. (eds.) "Stereotypes and stereotyping." 1995, p. 4
- ↑ Tajfel, Henri (1981). "Social stereotypes and social groups". In Turner, John C.; Giles, Howard (eds.). Intergroup behaviour. Oxford: Blackwell. pp. 144–167. ISBN 978-0-631-11711-7.
- ↑ McGarty, Craig; Spears, Russel; Yzerbyt, Vincent Y. (2002). "Conclusion: stereotypes are selective, variable and contested explanations". Stereotypes as explanations: The formation of meaningful beliefs about social groups. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 186–199. ISBN 978-0-521-80047-1.
- ↑ Allport, Gordon W. (1954). The Nature of Prejudice. Cambridge, MA: Addison-Wesley. p. 189. ISBN 978-0-201-00175-4.