نژاد او روغتیا

نژاد او روغتیا په دې معنا دي چې له یوه ځانګړي نژاد یا توکم سره اړیکه څه ډول پر روغتیا اغېز کوي. نژاد یو پېچلی مفهوم دی چې د زماني دورو په اوږدو کې یې بدلون کړی او په ځان پېژندنه او ټولنیزه پېژندنه دواړو پورې اړه لري. پوهان د نژاد او روغتیا په څېړنه کې خلک د بېلابېلو لاملونو له مخې په نژادي کټګوریو کې تنظیموي چې فینوټایپ، نسب، ټولنیز هویت، جنیټيکي جوړښت او د ژوند تجربه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. په روغتیايي څېړنو کې د نژاد او قومیت تر منځ تر ډېره توپیر نه کېږي.[۱][۲][۳]

په بېلابېلو نژادي او قومي ډلو کې د روغتیايي وضعیت، روغتیايي پایلو، ژوند ته د هیله‌مندۍ او ګڼو نورو روغتیايي شاخصونو توپيرونه په ښه ډول مستند شوي دي. ایپډیمولوژیکي معلومات ښيي چې نژادي ډلې په نابرابر ډول د ناروغیو او تلفاتو له پلوه د ناروغیو تر اغېز لاندې دي. په ځینو ځانګړو نژادي ډلو کې ځینو اشخاصو ته لږه پالنه یا مراقبتونه رسېږي، سرچینو ته کم لاسرسی لري او عموماً یې ژوند لنډ وي. په ټولیز ډول داسې ښکاري چې د نژادي روغتیا د نابرابرۍ ریښې په نژاد پورې اړوندو ټولنیزو نیمګړتیاوو ته رسېږي چې مجازي کلیشې او په ټولنیز-اقتصادي وضعیت کې توپيرونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د نژادي روغتیا نابرابرۍ

سمول

روغتیايي نابرابرۍ په نژادي او قومي ډلو کې د روغتیا او روغتیا پالنې په کیفیت کې تشو ته ویل کېږي. د متحدو ایالتونو د روغتیایي سرچینو او خدماتو اداره روغتیایي توپیرونه د ناروغۍ په شتون، روغتیايي پایلو، یا روغتیايي پالنو ته په لاسرسي کې د ځانګړنو توپیرونو په توګه تعریفوي. روغتیا ژوند ته د هیله‌مندۍ او د ناروغیو د رامنځته کېدو په څېر متغیراتو له لارې اټکل کېږي یا اندازه کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴]

په متحدو ایالتونو کې د نژادي او قومي اقلیتونو لپاره روغتیايي توپیرونه ډېر ډولونه لري چې د مزمنو ناروغیو، له وخت څخه د مخکې مړینو او د سپین پوستانو تر منځ د معمولې کچې په پرتله د میندو د مړینو لوړه کچه په کې شاملېږي. باید ووایو چې دغه بېلګه نړیواله نه ده. ځینې اقلیتونه - په ځانګړي ډول هسپانوي کډوال – ښايي متحدو ایالتونو ته په راتلو سره د سپین پوستانو په پرتله ښې روغتیايي پایلې ولري. خو داسې ښکاري چې دغه ښې روغتیايي پایلې په متحدو ایالتونو کې د وخت په تېرولو سره کمېږي. په نورو شاخصونو کې نابرابرۍ کمې شوې دي؛ دلیل یې دا نه دی چې اقلیتونه ښه شوي دي، بلکې دلیل یې دا دی چې د اکثریتو یا ډېره‌کیو روغتیايي حالت خراب شوی دی.[۱۵]

په متحدو ایالتو کې څه باندې ۱۳۳ میلیونه امریکایان (چې د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږي) یوه یا څو مزمنې ناروغۍ لري. یوې څېړنې ښودلې ده چې نژادي یا قومي اقلیتونه د ۶۰ کلنۍ او ۷۰ کلنۍ تر منځ د سپین پوستانو (هسپانويانو او غیر هسپانويانو) په پرتله ۱.۵ یا ۲ برابره ډېر احتمال لري چې د څلورو لویو مزمنو ناروغیو په ډله کې یوه په ځانګړي ډول شکر، سرطان، د زړه ناروغي یا د سږیو مزمنه ناروغي ولري. له دې سره سره، تر ټولو لوی توپیرونه په هغو اشخاصو کې لیدل شوي دي چې په مزمنو ناروغیو اخته دي. په هسپانويانو او افریقایي‌الاصله امریکایانو کې د شکر ناروغي ډېره ده، په داسې حال کې چې غیر هسپانوي تور پوستي د غیر هسپانوي سپین پوستو په پرتله د سرطان یا د سږو له مزمنې ناروغۍ سره د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو ډېر احتمال لري. د غیر هسپانوي سپین پوستو تر منځ د شکر په ګډون د څوګونو ناروغیو انتشار کم دی؛ په غیر هسپانوي سپین پوستو کې د څوګونو ناروغیو شتون ډېر لوړ دی چې د شکر ناروغي نه په کې شاملېږي. په غیر هسپانوي سپین پوستانو کې یوازې د سرطان یا یوازې د سږو د ناروغۍ کچه ډېره لوړه ده.[۱۶]

د ۱۹۶۰ او ۲۰۰۵ کلونو تر منځ په متحدو ایالتونو کې په مزمنو ناروغیو د اخته ماشومانو سلنه څلور برابره شوه او پر دا ډول ناروغیو د اقلیتونو د اخته کېدو احتمال ډېر و. په متحدو ایالتونو کې د ځوانانو تر ټولو معمولې مزمنې ناروغۍ ساه‌لنډي، شکر، چاغوالی، لوړ فشار، د غاښونو ناروغۍ، رواني ناروغۍ، سرطانونه او دې ته ورته نورې ناروغۍ دي.[۱۷][۱۸]

نژاد او ناروغۍ

سمول

نژادي ډلې چې کله له طبقاتي نابرابریو سره مخ وي، ناروغۍ بېلابېلې اغېزې پرې کوي. دا چې ټولنیز او اقتصادي عوامل پالنو ته پر لاسرسي اغېز کوي، د روغتیايي پاملرنې سیستمونو ته د لاسرسي خنډونه د نژادي ډلو تر منځ د ناروغیو بېلابېلو هغو بیولوژیکي اغېزو ته دوام ورکوي چې په بیولوژۍ کې مخکې له مخکې نه دي ټاکل شوي.[۱۹][۲۰]

سرچينې

سمول
  1. Liebler CA, Porter SR, Fernandez LE, Noon JM, Ennis SR (February 2017). "America's Churning Races: Race and Ethnicity Response Changes Between Census 2000 and the 2010 Census". Demography. 54 (1): 259–284. doi:10.1007/s13524-016-0544-0. PMC 5514561. PMID 28105578.
  2. Attina TM, Malits J, Naidu M, Trasande L (December 2018). "Racial/Ethnic Disparities in Disease Burden and Costs Related to Exposure to Endocrine Disrupting Chemicals in the US: an Exploratory Analysis". Journal of Clinical Epidemiology. 108: 34–43. doi:10.1016/j.jclinepi.2018.11.024. PMC 6455970. PMID 30529005.
  3. Walker RJ, Strom Williams J, Egede LE (April 2016). "Influence of Race, Ethnicity and Social Determinants of Health on Diabetes Outcomes". The American Journal of the Medical Sciences. 351 (4): 366–73. doi:10.1016/j.amjms.2016.01.008. PMC 4834895. PMID 27079342.
  4. Goodman, Alan H; Moses, Yolanda T; Jones, Joseph L (2012). Race : are we so different?. Chichester, West Sussex, UK: Wiley-Blackwell. ISBN 978-1118233177. OCLC 822025003.
  5. Rogers RG, Lawrence EM, Hummer RA, Tilstra AM (2017-07-03). "Racial/Ethnic Differences in Early-Life Mortality in the United States". Biodemography and Social Biology. 63 (3): 189–205. doi:10.1080/19485565.2017.1281100. PMC 5729754. PMID 29035105.
  6. Spalter-Roth RM, Lowenthal TA, Rubio M (July 2005). "Race, Ethnicity, and the Health of Americans" (PDF). American Sociological Association.
  7. Williams DR (July 1997). "Race and health: basic questions, emerging directions". Annals of Epidemiology. 7 (5): 322–33. doi:10.1016/S1047-2797(97)00051-3. PMID 9250627.
  8. Penner LA, Hagiwara N, Eggly S, Gaertner SL, Albrecht TL, Dovidio JF (December 2013). "Racial Healthcare Disparities: A Social Psychological Analysis". European Review of Social Psychology. 24 (1): 70–122. doi:10.1080/10463283.2013.840973. PMC 4151477. PMID 25197206.
  9. Hofrichter R, ed. (2003). Health and Social Justice: Politics, Ideology, and Inequity in the Distribution of Disease. San Francisco: Jossey-Bass. pp. 105–106. ISBN 978-0787967338.
  10. "Disparities | Adolescent and School Health |". U.S. Centers for Disease Control. 2018-08-17. نه اخيستل شوی 2018-12-14.
  11. World Health Organization. The determinants of health. Geneva. Accessed 12 May 2011 (which are inter-related with all three, but mostly social factors).
  12. U.S. Department of Health and Human Services (HHS), Healthy People 2010: National Health Promotion and Disease Prevention Objectives, conference ed. in two vols (Washington, D.C., January 2000).کينډۍ:Page needed
  13. Goldberg, Janet; Hayes, William; Huntley, Jill (November 2004). Understanding Health Disparities (PDF). Health Policy Institute of Ohio. p. 3. Archived from the original (PDF) on 2007-09-27.
  14. Collins FS (November 2004). "What we do and don't know about 'race', 'ethnicity', genetics and health at the dawn of the genome era". Nature Genetics. 36 (11 Suppl): S13–5. doi:10.1038/ng1436. PMID 15507997. S2CID 26968169.
  15. "In Focus: Identifying and Addressing Health Disparities Among Hispanics". www.commonwealthfund.org (په انګليسي). 27 December 2018. نه اخيستل شوی 5 May 2022.
  16. Davis, James; Penha, Janell; Mbowe, Omar; Taira, Deborah A. (2017-10-19). "Prevalence of Single and Multiple Leading Causes of Death by Race/Ethnicity Among US Adults Aged 60 to 79 Years". Preventing Chronic Disease. 14: 160241. doi:10.5888/pcd14.160241. ISSN 1545-1151. PMC 5652239. PMID 29049018.
  17. Liebler CA, Porter SR, Fernandez LE, Noon JM, Ennis SR (February 2017). "America's Churning Races: Race and Ethnicity Response Changes Between Census 2000 and the 2010 Census". Demography. 54 (1): 259–284. doi:10.1007/s13524-016-0544-0. PMC 5514561. PMID 28105578.
  18. Arcaya MC, Arcaya AL, Subramanian SV (2015-06-24). "Inequalities in health: definitions, concepts, and theories". Global Health Action. 8: 27106. doi:10.3402/gha.v8.27106. PMC 4481045. PMID 26112142.
  19. Citation error. See inline comment how to fix. کينډۍ:Verify source
  20. H., Goodman, Alan (2012). Race : are we so different?. Moses, Yolanda T., Jones, Joseph L. Chichester, West Sussex, UK: Wiley-Blackwell. ISBN 978-1118233177. OCLC 822025003.