نړۍ وال کیدل

نړیوال کیدل یا گلوبالیزم انګلیسي: Globalism د اقتصاد پوهانو له نظره نړیوال کیدل د فراملتي شرکتونو اوفراملتي مالي بازارونو د فعالیت په ترڅ کې منځته راغلی ، ځکه چې مالي راکړه ورکړه ډیریږي او د يیسو دوران پکې لوړې کچې ته رسیږي .

اصطلاح سمول

د لومړي ځل لپاره د نړۍ وال کیدنې اصطلاح د چټکې نړیوالې سوداگرۍ په مفهوم کارل مارکس کارولې ( البته په دې برخه کې هم نظرونه توپیر لري ) . هغه د ۱۸۵۰کال په اخرو کې خپل ملگري ف انگلس ته په یو لیک کې لیکلي ؤ چې: «اوس په عمل کې نړۍ وال بازار شتون لري . نړیوال بازار ته د کلفورنیا او جاپان په ورننوتلو سره نړیوال کیدنه سرته ورسیده» . څوک وایي چې گلوبالیزم د ۱۷ او۱۸ پیړیو څخه پیل کیږي ، یعنې کله چې په لویدیزه اروپا کې د بازار یعنې د پانگوالۍ مناسباتو د ودې سره یوځای اروپایي سودا گري ډیره پراختیا مومي . د لومړۍ نړیوالې جگړې په درشل کې د اروپایي هیوادونو د صادراتو حجم۴۰ ځله زیات شو . د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د صنعت او تکنالوجۍ د ودې ، د مواصلاتي شبکو ( سمندري ترانسپورت ، ریل گاډو ) او نړیوالو تلیفوني شبکو پراختیا د نړیوال کیدنې پروسې په غوړیدلو کې مهم رول لوبولی دی . په اوسني مفهوم سره یعنې د نوو لیبرالانو د اقتصادي کړنلارو او ایدیالوژۍ په توگه گلوبالیزم د شلمې پیړۍ د دوهمې نیمایي په وروستیو لسیزو کې رواج موندلی دی . په خپرو شوو لیکنو او ویکیپيدیا کې د گلوبالیزم دقیق فورمولبندي شوی تعریف زما په نظر نه دی راغلي. گلوباليزم دا په نړيواله کچه د هيوادونو او ټولنو د اقتصاد، سياست او کلتورونو د لا نژدې کيدو او يو ډول کولو په لور يوه اوږده پروسه ده، چې آزاد بازار، د کار نړيوال ويش او د مالکيت خصوصي کوونه پکې مرکزي ځای لري او د معلوماتي او مواصلاتي تکنالوژۍ د پرمختگ په وجه دغه پروسه چټکتيا مومي. گلوباليزم د پانگه وال د امپرياليستي پړاو لا لوړ پړاو دی چې په مهمو او کليدي علمي او تکنولوژيکي برخو کې چې د اقتصادي پرمختگ او مدرن تکنالوژيکي توليد زړی جوړوي ( لکه اتومي انرژي، فضايي تکنالوژي، مخابراتي او انترنتي تکنالوژي، د الوتکوو توغنديو جوړونه) په برخو کې د پانگې اچونې او علمي څيړنو تراکم دومره پراخه او ډيريږي چې اصلاٌ د آزاد بازار خبرې هسې بې معنی کيږي، يعنې دا چې هر څه د سترو صنعتي هيوادونو په کنترول او اراده کې وي .

نړیوال تجارت سمول

د ننۍ نړۍ واقعيتونه دا دي چې د نړيوال کيدنې پروسه کې د ورسته پاتې او لږ پر مختللو هيوادونو رول او ونډه د شتمنو او پرمختللو هيوادونو په پرتله په هيڅ حساب ده . زما په نظر د نړيوال کيدنې په ځای به د نړيوال کولو اصطلاح حقيقت ته نژدې وي . همدرانگه د شتمنو هيوادونو په منځ کې په نړيوالو سياسي او پوځي سازمانو (ملگري ملتونه ، د امنيت شورا، ناټو) او نړيوالو اقتصادي جوړښتونو (نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، د سوداگرۍ نړيوال سازمان، پورته ذکر شوې کميټې) کې د امريکا متحده ايالاتو رول او ونډې، همدارنگه د نړۍ په هیوادونو د نوو ليبرالانو د امپراطورۍ او اصولو منل او د امريکايی لوړپوړو چارواکو له خوا په ښکاره او ډاگه د نړۍ د مشرتوب او لارښوونې ادعا ته په کتو سره زما په فکر د نړيوال کولو د اصطلاح په ځای به د نړې امريکايی کولو اصطلاح کارول د اوسنيو واقعيتونو سره سمون ولري . گلوباليزم د پانگه وال نظام په امپرياليستي پړاو کې د نوي ښکيلاک په شکل کې نسبتاٌ نوی پړاو دی . د نړۍ په هيوادونو کې چې د ديکتې له لارې د نوو ليبرالانو د اقتصادي کړنلارې او ايدیالوژۍ د منلو کومه پروسه روانه ده، دا نړيوال کيدنه نه خو نړيوال کول دي ، بلکې امریکايي کول دي په امريکايي موډل سره يعنې د نړۍ امریکايي کوونه . په نورو هيوادونو او ولسونو باندې د خپلې ارادې او موډل د منلو او تپلو له پلوه امریکايي کوونه د سويتيزم سره پرتله کيدای شي . ځکه شورويانو ته هم د شوروي موډل پرته نور شکلونه د زغم وړ نه وو. د چين، پخوانۍ يوگوسلاويا سره د اختلافونو، په هنگري او پخوانۍ چکوسلواکياد بريدنو يو مهم علت هم په همدغه ټکي کې نغښتی ؤ. په اوسني شکل سره د گلوباليزم يا د نړۍ امريکايي کوونې موخو، طرز تفکر، تکتيک او ستراتيژۍ ته په کتلو سره هغه هيڅکله نه شي کولای چې د نن او سبا ورځې بشري ټولنې ادراه او سوکالي تاُمينه کړي . د تکامل د عمومي قانونمندۍ سره سم چې د متضادو او اختلافمنو اړخونو تر منځ مبارزه او سيالي چې په ترڅ کې يې نوی د زوړ او عدالت د بې عدالتۍ ځای نيسي، اميد چې د وروستني استکبار ځای هم عدالت، اعتدال او د نړۍ د ولسونو ارادې ته درناوی ونيسي . ځينې علمي وړاندوينې دغه زيری ورکوي چې په لاندې توگه يې هم دنړيوالو اقتصادي ځواکونو د کورنيو ناخالصو توليداتو د څرنگوالي څخه اټکل کيږي .

سرچینې سمول

  • انگریزی ويکيپديا
  • د شيطان امپراطوري د هدايت هدايت ژباړه
  • د پوځي اډو د رامنځته کولو اړتیا او د هغوﺉ موخې، و محمد شريف بهاند ليکنه
  • گلوباليزم ، د محمد شريف بهاند ليکنه
  • د نړيوال کيدو په پير (عصر) کې د امريکا د متحده ايالاتو امپراطوري ، د محمد شريف بهاند ليکنه ژباړه
  • ډاکتر سيد احمد «ماموند» :نړیوال کول یا امریکایي کول