نړیوال بدلون

نړیوال بدلون یا د ځمکې د کُرې بدلون په پراخه معنا د ځمکې په سیستم کې د سیاره‌يي کچې بدلونونو ته ویل کېږي. معمولاً د بېلابېلو هغو بدلونونو د رانغاړلو لپاره کارول کېږي چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د انساني فعالیتونو له چټک زیاتوالي سره تړاو لري او لوی سرعت یې یوه بېلګه ده. که څه هم دا مفهوم د اقلیمي بدلون په اړه له څېړنو څخه سرچینه اخلي، خو د لیدل شویو بدلونونو په اړه د لا ډېر هر اړخیز لیدلوري د غوره کولو لپاره کارول کېږي. نړیوال بدلون د ځمکې د سیستم بدلونونو ته ویل کېږي چې په بشپړ ډول د فزیک – کیمیا او بیولوژي له برخو سره د تعامل په حال کې دي. له همدې امله، بدلونونه د ځمکنیز سیستم د ساینس له لارې څېړل کېږي.[۱]

نړیوال بدلون
د شخص معلومات
عملي ژوند

د نړیوال بدلون د څېړنې تاریخچه سمول

په ټوله نړۍ کې پر چاپېریالونو د بشري فعالیتونو د چاپېریالي اغېزو په اړه لومړنۍ نړیوالې هڅې د نړیوال بدلون د مفهوم له معرفي کېدو وړاندې دي. تر ټولو مهمه دا چې په ۱۹۷۲ ز کال کې په سټاکهولم کې د بشري چاپېریال په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس جوړ شو چې پایله یې د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام شو. په داسې حال کې چې هڅې نړیوالې وې او اغېزې یې په ټوله نړۍ کې په پام کې نیول شوې وې، خو د ځمکې د سیستم تګلاره لا تر دغه مهاله نه وه جوړه شوې. دغو پېښو د پېښو یوه لړۍ پیل کړه چې له امله یې د نړیوال بدلون د څېړنو ساحه رامنځته شوه.

د نړیوال بدلون مفهوم هغه وخت رامنځته شو چې څېړونکو د اقلیمي بدلون په برخه کې څېړنې پیل کړې چې نه یوازې اقلیم بلکې د ځمکې د سیستم نورې برخې هم په ډېرې چټکۍ بدلون کوي او له انساني فعالیتونو سره مرسته کولی شي تر څو د ډېرو ټولنیزو بدلونونو په څېر تحرکات وڅاري. د دې ریښه د نړیوال اقلیم د څېړنو په پروګرام یا WCRP کې ده، دا پروګرام د پيټر بولین په مشرۍ یو نړیوال پروګرام دی چې په ۱۹۸۰ ز کال کې یې د جوړېدو پر مهال پر دې تمرکز وکړ چې ایا اقلیم د بدلون په حال کې دی او ایا دا اټکل کولای شو چې انسانان د بدلون لامل کېږي؟ لومړنیو پایلو نه یوازې د انسان اغېز تایید کړ، بلکې د نړیوال بدلون د لویې پدیدې د رامنځته کېدو لامل شوه. وروسته پيټر بولین له جېمز مک کارټي، پاول کروټزن، هانس اویچګر او نورو سره یو ځای د [ساینس د نړیوالې شورا] په ملاتړ د نړیوال جیوسفیر-بایوسفیر پروګرام یا IGBP جوړ کړ.[۲][۳]

په ۲۰۰۱ ز کال کې په امسټرډام کې یو کنفرانس جوړ شو چې هغه مهال یې د څلورو لویو نړیوالو بدلونونو د څېړنې پر پروګرامونو تمرکز درلود: د نړیوال اقلیم د څېړنو پروګرام (WCRP)، د نړیوال جیوسفیر – بایوسفیر پروګرام (IGBP)، د نړیوالو بشري ابعادو پروګرام (IHDP) او بېلابېلوالی یا رنګارنګي. د کنفرانس سرلیک د «بدلېدونکې ځمکې ننګونې» و: دا د نړیوال بدلون په اړه د ټولو لپاره پرانیستی عملي کنفرانس و او د نړیوال بدلون په اړه د امسټرډام په بیانیې سره پای ته ورسېد چې په لومړي پاراګراف کې یې په ډېر ښه ډول لنډیز شوې وه.[۴]

لاملونه سمول

په تېر کې د سیارې د کچې اصلي محرکونه لمریز بدلولونه، د ځمکې د تختو تکنویک، اور غورځونې، د ژوندیو موجوداتو ډېرېدل او کمېدل، د اسماني ډبرو اغېز، د سرچینو کمښت، د ځمکې په مدار کې بدلولونه او په خپل محور کې د ځمکې په کږوالي کې بدلونونه دي. ډېر شواهد شته چې اوس د نړیوال بدلون اصلي محرک سرچینو ته د بشري نفوس مخ په ډېرېدو غوښتنه ده. ځینو کارپوهانو او ساینس‌پوهانو دا پدیده د انسان محورۍ دوره بللې ده. په تېرو ۲۵۰ کلونو کې انساني بدلونونه چټک شوي او د اقلیمي بدلون، د ډېرو نوعو د له منځه تللو، د کبانو د استوګنځایونو د له منځه تللو، د دښتو د جوړېدو، د سمندرونو د تېزابي کېدو، د اوزون لایې د تخریب، ککړتیا او نورو لویو بدلونونو لامل شوي دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

هغه ساینس‌پوهان چې د نړیوال جیوسفیر – بایو سفیر پر پروګرام کار کوي، وايي چې ځمکه اوس په «بې انالوګه» حالت کې فعالیت کوي. د ځمکې د سیستم د پروسو له اندازه کولو څخه په تېر او اوس مهال کې دا پایلې ترلاسه شوې دي چې لږ تر لږه په نیم میلیون تېرو کلونو کې سیارې د طبیعي بدلونونو له محدودې بهر ښه حرکت کړی. هومو ساپینونه شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کلونه وړاندې موجود وو.[۱۱]

فزيکي شواهد سمول

انسانانو تل خپل چاپېریال بدل کړی دی. شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې د کرنې رامنځته کېدل د ځمکې په کارولو کې د بنسټیز بدلون لامل شول چې لاهم دوام لري. خو نسبتاً کوچني انساني نفوس په ۱۷۵۰ ز کال کې د صنعتي انقلاب تر پیل پورې په نړیواله کچه لږ اغېز درلود. په ۱۹۰۹ ز کال کې د هابر-بوش پروسې د اختراع په تعقیب چې په لویه کچه یې د سرې تولید ته زمینه برابره کړه، په مستقیم ډول د سیارې په ډېرو مهمو فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي پروسو کې د چټک بدلون لامل شوه.

په ۱۹۵۰ ز کال کې په دې حالت کې بدلون راغی: نړیوال بدلون ګړندی شو. د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ نفوس دوه برابره شو. هغه مهال د نړیوالې سوداګرۍ ګړندۍ پراختیا او د پانګې او نوې ټکنالوژۍ د جریان ډېرېدل په ځانګړي ډول په معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژیو کې د دې لامل شول چې ملي اقتصاد نور هم بشپړ سره یوځای شي. په اقتصادي فعالیت کې لس برابره ډېروالی راغلی و او د نړۍ انساني نفوس تر بل هر وخت ډېر ټينګ ونښلول شو. په دې دوره کې د اوبو په کارولو او د سیندونو پر سر د بندونو په جوړولو کې شپږ برابره ډېروالی راغلی. د نړۍ شاوخوا ۷۰ سلنه د پاکو اوبو سرچینې اوس د کرنې لپاره کارول کېږي. دا په هند او چین کې ۹۰ سلنې ته لوړېږي. د ځمکې د سطحې نیمايي برخه اوس اهلي شوې ده. په ۲۰۱۰ ز کال کې ښاري نفوس د لومړي ځل لپاره تر کلیوالي نفوس ډېر شو. او د سرې په کارولو کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی. له مصنوعي سرې پرته به د اووه میلیارده خلکو د ساتلو لپاره کافي خواړه نه وي.

د انسان په فرعي سیستم کې دا بدلونونه د ځمکې د سیستم پر ټولو برخو مستقیم اغېز لري. د اتوموسفیر کیمیاوي جوړښت د پام وړ بدلون کړی. د مهمو ګلخانه‌يي ګازونو لکه کاربن ډای اکسایډ، میتان او نایټرس اکسایډ غلظت په چټکۍ سره لوړېږي. په انترکتیکا کې د اوزون په طبقه کې یو لوی سوری څرګند شوی. کب نیونې له منځه تللې دي: د نړۍ ډېری کب نیونې اوس په بشپړ ډول یا ډېرې استخراج شوې دي. د استوايي باران ځنګلونه دېرش سلنه ورک شوي دي.

ټولنه سمول

د ټولنیزو برخو په نړیوال بدلون کې ټولنیز، کلتوري، تخنیکي، سیاسي، اقتصادي او حقوقي بدلونونه شامل دي. له نړیوال بدلون او ټولنې سره د نږدې اصطلاحاتو معنا نړیوالتوب او نړیوال یوځای‌والی دی. نړیوالتوب له لرې واټن څخه په سوداګرۍ او ښاري کېدو سره پیل شو. د اوږدمهالو سوداګریزو لارو لومړنۍ مخینه تر میلاد ۳۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېږي. د بین‌النهرین سومریانو د هند په دره کې له ځايي مېشتو خلکو سره سوداګري کوله.

له ۱۷۵۰ ز کال راهیسې، یا تر هغه مهمه دا چې له ۱۹۵۰مې ز لسیزې راهیسې نړیوال ادغام یا یوځای‌والي چټک شوی دی. دې دورې د مخابراتو، ترانسپورت او کمپیوټري ټکنالوژۍ په برخه کې د نه منلو وړ نړیوال بدلونونه درلودل. نظرونه، کلتورونه، خلک، توکي، خدمات او پیسې په ټوله نړۍ کې په اسانۍ سره حرکت کوي. دې نوې نړیوالې اړیکې او د معلوماتو آزاد جریان د نورو کلتورونو، شخړو، مذهبونو او تحریمونو نور مفهمونه په بنسټیز ډول بدل کړل. اوس ټولنیز خوځښتونه د سیارې په اندازه جوړېدای شي.

سرچينې سمول

  1. Global change and the earth system : a planet under pressure (په انګلیسي ژبه کي). Berlin: Springer. 2004. د کتاب پاڼي 1–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-26594-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Global change and the earth system : a planet under pressure (په انګلیسي ژبه کي). Berlin: Springer. 2004. د کتاب پاڼي 1–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-26594-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "History - IGBP". www.igbp.net (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Steffen, Will (2003). Challenges of a Changing Earth: Proceedings of the Global Change Open Science Conference, Amsterdam, the Netherlands, 10-13 July 2001. Berlin, Heidelberg: Springer Berlin Heidelberg. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-62407-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 14 October 2014 باندې). With their mark on Earth, humans may name era, too.
  6. Waters, C.N.; et al. (8 January 2016). "The Anthropocene is functionally and stratigraphically distinct from the Holocene". Science. 351 (6269): aad2622. doi:10.1126/science.aad2622. PMID 26744408. S2CID 206642594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 30 November 2015 باندې). What is the Anthropocene?.
  8. Castree, Noel (2015). "The Anthropocene: a primer for geographers". Geography. 100 (2): 66–75. doi:10.1080/00167487.2015.12093958. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  9. Ellis, Erle (2018). Anthropocene: A Very Short Introduction. 1. Oxford University Press. doi:10.1093/actrade/9780198792987.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-879298-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dahms, Hans-Uwe; Schizas, Nikolaos V.; James, R. Arthur; Wang, Lan; Hwang, Jiang-Shiou (March 2018). "Marine hydrothermal vents as templates for global change scenarios". Hydrobiologia. 818: 1–10. doi:10.1007/s10750-018-3598-8. S2CID 4313072 – عبر Springer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Global Change and the Earth System". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)