نړیوالې اړیکې (۱۹۱۹ – ۱۹۳۹ز کلونه)
نړیوالې اړیکې (۱۹۱۹ – ۱۹۳۹زکال ) په ډيپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو له ټینګار سره هغه بنسټیزې راکړې ورکړې تر پوښښ لاندې راولي چې په دې دوره کې د نړۍ د تاریخ بڼه ټاکي. په دې ځای کې دا پوښښ د لومړۍ نړیوالې جګړې ډيپلوماتیک تاریخ تر بحث لاندې راولې او د دویمې نړیوالې جګړې له دیپلوماتیک تاریخ څخه وړاندې دي. د دوو جګړو تر منځ د ډيپلوماسۍ په مهمو پړاوونو او نړیوالو اړیکو کې د جګړې د اوږدو موضوعاتو پرېکړو، لکه د جرمني له خوا د جګړې غرامت او پولې،د اروپا په مالي چارو او د بې وسلې کولو په پروژو کې د امریکا ښکېتیا، د ملتونو له ټولنې تمې او ناکامۍ، له پخوانیو هېوادونو سره د نويو هېوادونو اړیکې، له کپيټالیستې نړۍ سره د شوروي اتحاد بې باوره اړیکې، سوله او د خلع سلاح هڅې، د ۱۹۲۹ ز کال ستر ناورین ته غبرګون، د نړیوالې سوداګرۍ سقوط، په پر له پسې ډول دیموکراتیکو نظامونو سقوط، د اقتصادي خپلواکۍ وده، د چین په وړاندې د جاپان یرغلیز چلند، فاشیستي ډیپلوماسي، د موسلیني د ایټالیا او د هټلر د جرمني له لوري یرغلیز خوځښتونه، هسپانوي کورنۍ جګړه، د رینیلنډ، اطریش او چکسلواکیا پر وړاندې د جرمني له پراختیاغوښتونکو خوځښتونو بې اعتنایې او په پای کې د بلې نړیوالې جګړې د پیل لپاره په وسلو د سمبالښت موضوعاتو ګډون درلود. [۱]
مخینه
سمولاصلي مقاله: د لومړۍ نړیوالې جګړې تاریخ، له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د دوو نړیوالو جګړو تر منځ دوره او او نړیوالې اړیکې (۱۸۱۴ – ۱۹۱۹ز کلونه)
سوله او بې وسلې کول
سمولپه ۱۹۲۰ ز کلونو کې لویې جګړې پېښې نه شوې. څو کوچنۍ جګړې وشوې چې ډېری تر ۱۹۲۲ ز کال پورې پای ته ورسېدې او د پراخېدو ګواښ یې را منځ ته نه کړ. په دې جګړو کې د ۱۹۱۷ – ۱۹۲۲ ز کلونو د روسیې کورنۍ جګړه، د ۱۹۱۹ – ۱۹۲۱ز کلونو د پولنډ-شوروي جګړه، د ۱۹۱۹ – ۱۹۲۲ ز کلونو د ترکیې – یونان جګړه او ځینې نورې جګړې، لکه: د آیرلنډ جګړه استثنآت وو. پرځای یې، د سولې لیدلوری هغه څه وو چې د ټولو لویو هېوادونو بهرنی سیاست یې په ۱۹۲۰ ز کلونو کې تر اغېر لاندې راوستی و. د بریتانیا د کارګر ګوند مشر او لومړي وزیر رامسې مکډونالډ په ځانګړي ډول داسې وایي:
"کله چې تاسې د ملتونو د ټولنې په شان د یوې ټولګې ضمانت په نظر کې ونیسئ، تاسو ته نظامي ارزښت لږ اهمیت پیدا کوي او تاسو د اخلاقي ضمانت یو داسې اغېزمن معیار ته اهمیت ورکوئ چې له سولې، خبرو، بې طرفۍ او عادلانه پرېکړې څخه سرچینه اخلې چې د دې ټولګې له خوا عملي کېږي " [۲]
د ملتونو ټولنه
سمولدا ټولنه چې په ۱۹۱۹ ز کال کې منځ ته راغله، یوازینۍ اداره وه چې د سولې او ثبات د راوستو او د ناندریو د حل لپاره یې کار کاوه. ټولنه د متحده ایالاتو، جرمني او شوروي اتحاد او وروسته د جاپان د نه ګډون له امله کمزورې شوه. ټولنې نه شو کولای، د لویو هېوادونو، په ځانګړي توګه د جاپان او ایټالیا، مخالفې پرېکړې مدیریت کړي. تاریخ پوهان دا مني چې ټولنې د لویو شخړو په حل کې اغېز نه درلود. [۳][۴][۵]
د نړیوالو کړکېچونو یوې لړۍ ټولنه په پراخه کچه تر فشار لاندې راوړه، چې تر ټولو لومړی یې په منچوریا د جاپان یرغل و. جاپان ګرم وګڼل شو او له ټولنې ووت. په دې پېښه پسې ډېر ژر د ۱۹۳۴ – ۱۹۳۶ ز کلونو حبشې کړکېچ را منځته شو، چې په کې ایټالیا په ایتوپیا (حبشه) باندې چې د خپلواکو افریقایي هېوادونو څخه و، تېری وکړ. ټولنې هڅه وکړه چې پر ایټالیا اقتصادي بندیزونه ولګوي، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. دې پیښې د فرانسې او بریتانیې کمزورتیاوې په ګوته کړې، چې بېلګه یې د ایټالیا ګوښه کولو ته د لېوالتیا نه ښودل وو او د هټلر د آلمان په وړاندې یې د قدرت د انډول په برخه کې وبایله. د لویدیځو قدرتونو د محدودو ګامونو په پایله کې د موسلیني ایټالیا د هټلر له آلمان سره د یووالي پر لور وهڅوله. د حبشې جګړې نړۍ ته په ډاګه کړه چې ټولنه د شخړو په حل کې تر کومه حده بې اغیزې وه. د هسپانیې د کورنۍ جګړې په مدیریت کې یې هېڅ ونډه و نه لوبوله. ټولنې همدارنګه ونه شو کړای، چې نورې کوچني شخړې چې لوی اروپایی هېوادونه په کې ښکېل وو، لکه: د هسپانیا او مراکش د بیلتون غوښتونکو ترمنځ د ریف جګړه، حل کړي. [۶][۷][۸]
بې وسلې کول
سمولد سمندرونو په اړه د واشنګټن کنفرانس، چې د وسلو په اړه د واشنګټن کنفرانس یا د بې وسلې کولو په اړه د واشنګټن د کنفرانس په نوم هم یادېږي، یو نظامي کنفرانس و چې د متحده ایالاتو د ولسمشر وارن جی هارډینګ له لوري رابلل شوی و او د ۱۹۲۱ز کال د نومبر له ۱۲ څخه د ۱۹۲۲ ز کال د جنوري تر ۶ پورې په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزیر چارلس ایونس هیوز په مشرۍ په لاره واچول شو. دا کنفرانس چې ملتونو د ټولنې له ملاتړ نه بهر ترسره شو، نهه هېوادونو: متحده ایالاتو، جاپان، چین، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، بلجیم، هالنډ او پرتګال په کې ګډون وکړ. شوروي روسیې ته بلنه نه وه ورکړل شوې. دا کنفرانس په ارام سمندر او ختیځه آسیا کې د ګټو په اړه د ناپوهاوي یا د شخړو په حل رانغښتی و. مهمه لاسته راوړنه د سمندري بې وسلې کولو لړۍ وه چې د ټولو ګډونوالو له لوري ومنل شوه او د یوې لسیزې لپاره یې دوام درلود. د کنفرانس په پایله کې دری لوی تړونونه - د څلورو ځواکونو تړون، د پنځو ځواکونو تړون (د واشنګتن سمندري تړون)، د نهه ځواکونو تړون او یو شمېر کوچني هوکړې وې. [۹][۱۰]
په دې وخت کې بریتانیې مشري په غاړه واخیسته. د ۱۹۳۰ ز کال د لندن بریالي سمندري تړون د جنګي بېړیو محدودیت ته دوام ورکړ چې لومړی په ۱۹۲۲ ز کال کې د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شو. د ۱۹۲۲ – ۱۹۳۰ ز کلونو ترمنځ تړونونو د ۱۹۲۰ز لسیزې په اوږدو کې سوله ټینګه کړه، خو دا تړونونه نوي نه شول چې د ۱۹۳۱ ز کال په پیل سره د نړۍ صحنه په زیاتیدونکي توګه منفي لور ته واوښته. [۱۱][۱۲]
د لوکارنو سوله ییزه روحیه
سمولپه ۱۹۲۵ز کال کې اوه نړیوال تړونونه چې په لوکارنو کې د اروپا د لویو ځواکونو(د شوروي اتحاد له ګډون پرته) له لوري تر بحث لاندې ونیول شول. لومړی یې په پراخه کچه د آلمان مشروعیت پیاوړی کړ، چې په ۱۹۲۹ زکال یې د یو لوی ځواک ونډې او په شورا کې په دایمي چوکۍ سره د ملتونو په ټولنه کې غړیتوب ته د بېرته راستنیدو لاره هواره کړه. د ۱۹۲۴ – ۱۹۳۰ ز کلونو په اوږدو کې د لوکارنو تړونونو د لویدیځې اروپا په سیاسي اقلیم کې پراخ پرمختګ را منځ ته کړ. دوی د دوامداره سوله ییزو جوړجاړي لپاره تمې پراخې کړې، چې زیاتره وختونه د "لوکارنو روحیې" په نوم یادېږي. دا روحیه هغه وخت ټینګه شوه چې په ۱۹۲۶ ز کال کې آلمان د ملتونو له ټولنې سره یوځای شو او د آلمان له راینلنډ څخه د متحدینو ځواکونو وتل پیل کړل. [۱۳]
تاریخپوه سالي مارکس وایي:
"له دې وروسته به د لوکارنو روحیه واکمنه شي، چې د سولې د بنسټ په توګه به پخلاینه د زور ځای ونیسي. بیا هم سوله د ځینو لپاره د واقعیت پر ځای یوه نا هیلې غوښتنه پاتې شوې. یو څو کسان پوهېدل چې د لوکارنو روحیه د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره یو ماتېدونکی بنسټ و."[۱۴]
نازي آلمان د سوله ییزې روحیې لپاره هېڅ لېواتیا نه درلوده. د ۱۹۳۶ ز کال د مارچ په ۷ مه بې وسلې شوي راینلنډ ته یې د ځواکونو په لېږلو سره د لوکارنو تړون مات کړ. [۱۵]
د جګړې ناقانونه کول
سمولد ۱۹۲۸ ز کال د کیلاګ - براینډ تړون د متحده ایالاتو او فرانسې له لوري د چمتو شوي وړاندیز په پایله کې را منځته شو، چې په پلي کېدو سره یې جګړه ناقانونه کېده، تر څو "د هېوادونو تر منځ هر ډول ناندرۍ یا شخړې چې له هر لامل نه وي" حل کړي. زیاتره هېوادونو په چټکۍ سره لاسلیک کړ او دا موکه یې د بهرني سیاست د سوله ییزو موخو د پراختیا لپاره وکاراوه. یوازینۍ ستونزه د ټولو جګړو د پرېښودو اصلي فورمول و - فرانسويانو غوښتل چې تعریف د تېري جګړو ته محدود کړي، په داسې حال کې چې امریکایانو د هر ډول جګړې په ګډون ټینګار کاوه. تاریخ پوه هارولډ جوزفسن یادونه کوي چې: تړون د خپل اخلاقي او قانوني اړخ او په بهرني سیاست کې د اغېز د نه شتون له امله تر ملنډو لاندې راغئ. هغه استدلال کوي چې نوموړی تړون د امریکا د فعاله بهرني سیاست لامل شو. د تړون اساسي ټکي چې له جګړې ډډه او د شخړو د سوله ایز حل هڅې او د تېري د مخنیوي لپاره د ډله يیز ځواک کارول وو، د ملګرو ملتونو په منشور او نورو تړونونو کې ځای پر ځای شول. که څه هم کورنیو جګړو دوام درلود، د رسمي هېوادنو تر منځ، په منځني ختیځ کې د یو څو هېوادونو په استثنا، له ۱۹۴۵ ز کال راهیسې جګړې کمې شوې. [۱۶]
په متحده ایالاتو کې، د ښځو د بنسټونو او پروتستانت کلیساګانو له لوري یې ډېر ځواکمن او پراخ ملاتړ ترلاسه کړ.[۱۷]
زهرجن ګاز جرمي ګڼل
سمولپه ۱۹۲۰ ز کلونو کې زهرجن ګاز د نړۍ په کچه د لویې مبارزې موضوع شو. زهرجن ګاز جګړه نه ګټله او جنرالانو نه غوښت. سرتېرو د مرمیو یا چاودېدونکو توپونو په پرتله له هغه خورا سخت نفرت درلود. تر ۱۹۱۸ ز کال پورې، کیمیاوي توکو د فرانسوي مهماتو ۳۵ سلنه، د بریتانوي مهماتو ۲۵ سلنه، او د امریکایی ډپيو ۲۰ سلنه جوړله. "په جګړه کې د نفس بندۍ، زهرجنو او نورو ګازونو او د جکړې د باکتریالوژیکي تګلارې د کارولو د منع کولو پروتوکول" ["د جینوا پروتوکول"] په ۱۹۲۵ ز کال خپور شو او د ټولو لویو هېوادونو له لوري د تګلارې په توګه ومنل شو.[۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ Norman Rich, Great Power Diplomacy since 1914 (2003) pp 70-248.
- ↑ A.J.P. Taylor (1965). English History, 1914-1945. p. 217. ISBN 9780198217152.
- ↑ Allan Todd (2001). The Modern World. pp. 52–58. ISBN 9780199134250.
- ↑ F.P. Walters, A History of the League of Nations (Oxford UP, 1965). Available for free on the site of the UN in Geneva library [۱].
- ↑ C. L. Mowat, ed. The New Cambridge Modern History, Vol. 12: 1898-1945 (1968) pp 242-68.
- ↑ Ian Hill Nish, Japan's Struggle with Internationalism: Japan, China, and the League of Nations, 1931-3 (Routledge, 1993).
- ↑ George W. Baer, "Sanctions and security: The League of Nations and the Italian–Ethiopian war, 1935–1936." International Organization 27#2 (1973): 165-179.
- ↑ Pablo La Porte, "'Rien à ajouter': The League of Nations and the Rif War (1921—1926)," European History Quarterly (2011) 41#1 pp 66–87, online
- ↑ Thomas H. Buckley, The United States and the Washington Conference, 1921-1922 (U of Tennessee Press, 1970).
- ↑ Raymond G. O'Connor, "The" Yardstick" and Naval Disarmament in the 1920s." Mississippi Valley Historical Review 45.3 (1958): 441-463. in JSTOR
- ↑ Ronald E. Powaski (1991). Toward an Entangling Alliance: American Isolationism, Internationalism, and Europe, 1901-1950. pp. 53–54. ISBN 9780313272745.
- ↑ B. J. C. McKercher, "The politics of naval arms limitation in Britain in the 1920s." Diplomacy and Statecraft 4#3 (1993): 35-59.
- ↑ Bo Stråth (2016). Europe's Utopias of Peace: 1815, 1919, 1951. Bloomsbury. p. 398. ISBN 9781474237741.
- ↑ Sally Marks (2003). The Illusion of Peace: International Relations in Europe 1918-1933. Palgrave Macmillan. p. 89. ISBN 9781137127327.
- ↑ Gaynor Johnson, Locarno Revisited: European Diplomacy 1920-1929 (2004) excerpt and text search
- ↑ Harold Josephson, Diplomatic History (1979) 3#4 pp 377-390.
- ↑ Robert Moats Miller, "The Attitudes of the Major Protestant Churches in America toward War and Peace, 1919-1929." Historian (1956) 19#1 pp 13-38. 26p. Argues that by 1917 the Protestant leaders saw the necessity of a war to end all war; They accepted the Treaty of Versailles and promoted the League of Nations. In the 1920s, there emerged and extensive disarmament and internationalist movement which peaked with their optimism over the Kellogg-Briand Pact of 1928.
- ↑ Eric Croddy; James J. Wirtz (2005). Weapons of Mass Destruction: An Encyclopedia of Worldwide Policy, Technology, and History. ABC-CLIO. p. 140. ISBN 9781851094905.
- ↑ Tim Cook, "‘Against God-Inspired Conscience’: The Perception of Gas Warfare as a Weapon of Mass Destruction, 1915–1939." War & Society 18.1 (2000): 47-69.