نړیوالې اوبه

د نړیوالو اوبو یا له پولو هاخوا اوبو اصطلاحات هغه وخت کارول کېږي، چې د اوبو بېلابېل ډولونه له نړیوالو حدودو نه تیرې شي لکه: سمندرونه، لوی سمندري ایکوسیستمونه، تړل شوي یا نیمه تړل شوي سیمه ایز سمندرونه او سیندونه، سیندونه، جهيلونه، د ځمکې لاندې د اوبو سیسټمونه.[۱]

«نړیوالې اوبه» په نړیوال قانون کې تعریف شوې اصطلاح نه ده. دا یوه غیر رسمي اصطلاح ده چې ځینې وختونه د هیوادونو د «ځمکنۍ بحر» نه هاخوا اوبو ته اشاره کوي او یا په بل عبارت «نړیوالې اوبه» کله ناکله د غیر رسمي اصطلاح په توګه د ازاده سمندرونو او یا په لاتیني کې Mare liberum لپاره د مترادف په توګه کارول کېږي.[۲]

نړیوالې اوبه (ازاده سمندرونو) د Mare liberum د نظریې پر بڼسټ د هېڅ هېواد په واک پورې اړه نه لري، چې هېوادونه په کې د کب نیولو، تګ راتګ، په هوا کې د الوتنې، کیبلونو او پایپ لاینونو او همدارنګه د علمي څېړنو حق لري.

د ازادو سمندرونو کنوانسیون، چې په ۱۹۵۸ز کال کې لاسلیک شو او ۶۳ لاسلیک کونکي یې درلودل. « ازاد سمندرونو د سمندر د هغو برخو په توګه تعریفوي چې د یو هېواد داخلي اوبو کې شاملې نه وي» او «هېڅ دولت نشي کولی د یادې اوبو پر هېڅ یوې برخه د خپل حاکمیت ادعا وکړي». د لویو سمندرونو کنوانسیون د سمندرونو د قانون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCLOS) د بنسټ په توګه کارول کېږي، چې په ۱۹۸۲ز کال کې لاسلیک شو.[۳][۴]

ازاد سمندرونه د ځمکې ۵۰ سلنه برخه جوړوي او د سمندرونو دوه پر درېیمه برخه ده. دغه راز د نړیوالو اوبو نړیوال واک د داخلي اوبو، ځمکنیو اوبو او ځانګړي اقتصادي زونونو سره توپیر لري. همدارنګه UNCLOS په خپله دولسمه برخه کې د سمندري چاپیریال ساتنې لپاره ځانګړي مقرارت هم لري، چې د هغه له مخې په ځینو مواردو کې بندري هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د نړیوالو چاپیریال قوانینو (د IMO له خوا تصویب شوی) نه د سرغړونې په صورت کې په ازاده سمندرونو کې د بهرنیو بیړیو په اړه د MARPOL کنوانسیون له مخې له خپل واک نه کار واخلي.[۵][۶][۷][۸]

د اوبو نړیوالې لارې سمول

په نیمه تړلو سمندرونو کې د تګ راتګ ازادي لپاره ځینې نړیوالو تړونونو رامنځته شوي لکه.

  • په ۱۸۵۷ز کال د کوپنهاګن کنوانسیون بالتیک ته د لاسرسی لپاره حق الزحمې لغوې کړې او د ټولو سوداګریزو کښتیو لپاره یې د ډنمارک تنګی په نړیوالو اوبو کې د لارې په توګه پرانیست. دغه راز د ۱۹۹۹ز کال شاهي فرمان د ډنمارک اوبو ته د بهرنیو جنګي کښتیو لاسرسی تنظیموي.[۹][۱۰][۱۱]
  • څو نور کنوانسیونونو باسفورس او داردانیل سمندرونو کې د بار وړلو لپاره لارې پرانیزي. همدارنګه د ترکیې د تنګیو په اړه د مونټریکس وروستی کنوانسیون د نړیوالو اوبو د لارې په توګه د تنګي حیثیت ساتي.

نورو نړیوالو تړونونو هغه سیندونه خلاص کړي چې په دودیز ډول د نړیوالو اوبو لارې نه دي.

  • د ډانیوب سیند یوه نړیواله د اوبو لاره ده ترڅو المان او کروشیا او همدارنګه په وچه کې میشته اتریش، سلواکیا، هنګري، سربیا او مالدووا تور سمندر ته خوندي لاسرسی ولري.

د نړیوالو اوبو پر سر شخړه سمول

اوسنۍ ناحل شوې شخړې چې ایا ځینې  ځانګړي اوبه نړیواله اوبه دي یا نه په لاندې ډول دي:

  • شمالي قطب سمندر: په داسې حال کې چې کاناډا، ډنمارک، روسیه او ناروې د شمالي قطب سمندر ټولې برخې د ملي اوبو یا داخلي اوبو په توګه پیژني، خو بیا د اروپایي ټولنې ډېری هېوادونه او متحده ایالات په رسمي توګه ټول سمندر د نړیواله اوبو په توګه پیژني، چې د کاناډا د شمالي قطب د مجمع الجزایر له لارې د شمال لوېدیځ تیریدنه یو له خورا نامتو بېلګو نه ده، کوم چې کاناډا یې د داخلي اوبه په توګه ګڼي، پداسې حال کې چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه دا یو نړیوال تنګي ګڼي.[۱۲]
  • سویلي سمندر: اسټرالیا د خپل سویلي قطب سیمه شاوخوا کې د ځانګړي اقتصادي زون (EEZ) ادعا کوي، چې دا ادعا یوازې د څلورو نورو هېوادونو له خوا پېژندل شوی. دغه راز د EEZ ادعا اړوند هم ډېري اختلافات شتون لري.
  • د Okinotorishima شاوخوا ساحه: جاپان ادعا کوي چې Okinotorishima یوه ټاپو ده او له همدې امله دوی باید د هغې شاوخوا کې یو ځانګړي اقتصادي زون EEZ ولري، خو ځینې ګاونډی هېوادونه بیا داسې ادعا کوي چې دا یو مرجاني ټاپو ده نو له همدې امله باید EEZ ونه لري.
  • د سویلي چین سمندرګي: ځینې ​​هېوادونه د سویلي چین سمندرګي (لږترلږه یوه برخه) نړیوالې اوبه ګڼي، خو دا یو نړیوال نظر نه دی. دغه راز چین له هر هغه وړاندیز سره مخالفت کوي چې د هغه پر بنسټ ساحلي هېوادونه وکولی شي تر څو د ځانګړي اقتصادي زون سرچینې دې له نورو هغو قدرتونو سره شریکې کړاي شي چې په تاریخي ډول یې هلته کب نیونه کړې او د سویلي چین په سمندر کې د نورو ټولو ساحلي هېوادونو د ځانګړي اقتصادي زونونو د سرچینو تاریخي حق ادعا کوي.

د رسمي شخړو سربیره د سومالیا حکومت د سومالیا په ځمکنیو اوبو باندې لږ کنټرول لري، چې په پایله کې ډېری سمندري غلاګانې، د کثافاتو غیرقانوني ډنډونه او پرته له اجازې کب نیولو پیښې رامنځته شوي.

نړیوال تړونونه سمول

  • د خوږو اوبو نړیوال تړونونو (یوازې د تازه اوبو)[۱۳]
  • د چاپیریال په اړه د نړیوالې همکارۍ کلنۍ کتاب او د سمندري چاپیریال او د تازه اوبو سرچینو پورې اړوند تړونونو وړاندې کول.[۱۴]
  • د ۱۹۷۲ز کال د لندن کنوانسیون چې د کثافاتو او نورو موادو د مخنیوي له لارې د سمندري ککړتیا مخه نیسي (د لندن کنوانسیون ۱۹۷۲).[۱۵]
  • د ۱۹۷۳ز کال د کښتیو د ککړتیا د مخنیوي لپاره د لندن نړیوال کنوانسیون
  • د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په ۱۹۸۲ز کال کې لاسلیک شوی.[۱۶]
  • د ۱۹۹۷ز کال د ملګرو ملتونو کنوانسیون چې په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د کارونې قانون (CIW) دې او لا تر اوسه نه دی تصویب شوی.[۱۷]
  • د ځمکې لاندې له پولو هاخوا اوبو تړون یا د Bellagio مسوده چې وړاندیز شوی، خو لا تر اوسه لاسلیک شوی نه دی.[۱۸]
  • نور نړیوال کنوانسیونونه او معاهدې چې د نړیوالو اوبو لپاره اړینې دي: 
    • د لندبلونو په اړه د ۱۹۷۱ز کال د رامسر کنوانسیون.[۱۹]
    • د بیولوژیکي تنوع په اړه د ۱۹۹۲ز کال کنوانسیون.[۲۰] 

سیمه اېز تړونونه سمول

لږترلږه لس کنوانسیونونه د UNEP د سیمه ایزو سمندرونو په پروګرام کې شامل دي، په شمول:[۲۱]

  1. د لوېدیځ او مرکزي افریقا اتلانتیک ساحلونه[۲۲]
  2. شمال ختیځ ارام سمندر (د انټيګوا کنوانسیون)
  3. مدیترانې (د بارسلونا کنوانسیون)
  4. پراخه کاربین (د کارټاګینا کنوانسیون)
  5. سویل ختیځ ارام سمندر [۲۳]
  6. سویلي ارام سمندر (د نومیا کنوانسیون)
  7. د ختیځې افریقا ساحل[۲۴]
  8. د کویټ سیمه (د کویت کنوانسیون)
  9. سور سمندر او د عدن خلیج (د جدې کنوانسیون) 

د سیمه ایزو خوږو اوبو مسلو ته د رسېدو لپاره په ۱۹۹۲ز کال کې د هالسنکي کنوانسیون رامنځته شوی، چې له سرحدونو بهر اوبو او د نړیوالو جهيلونو د ساتنې او کارولو په اړه دی (UNECE/Helsinki) د اوبو کنوانسیون.[۲۵] 

د نړیواله اوبو سازمانونه سمول

د تازه اوبو ادارې سمول

  • د یونیسکو نړیوال هیدرولوژيکي پروګرام (IHP)
  • د کاناډا او متحده ایالاتو ترمنځ نړیوال ګډ کمیسیون (IJC-CMI)
  • د بیسن سازمانونو نړیواله شبکه (INBO)
  • د نړیوالو شریکو اوبو سرچینو مدیریت پروژه
  • د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ د اوبو د سرحدونو نړیوال کمیسیون
  • د اوبو د مدیریت نړیوال انستیتیوت (IWMI)
  • د IUCN د اوبو او طبیعت نوښت (WANI)

سمندري ادارې سمول

  • نړیواله سمندري سازمان (IMO)
  • د سمندري بستر نړیوال سازمان
  • د ویلنګ نړیوال کمیسیون
  • د UNEP سیمه اېز سمندر پروګرام
  • د یونیسکو (IOC) بین الحکومتي سمندر ګرافیک کمیسیون
  • د سمندر نړیوال انسټیټیوټ
  • IUCN نړیوال سمندري او قطبي پروګرام (GMPP)

سرچينې سمول

  1. International Waters Archived 27 January 2009 at the Wayback Machine., United Nations Development Programme
  2. Buchanan, Michael. "Who's in charge here?". ShareAmerica. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Text of CONVENTION ON THE HIGH SEAS Archived 2019-02-22 at the Wayback Machine. (U.N.T.S. No. 6465, vol. 450, pp. 82–103)
  4. "What is the EEZ". National Ocean Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "THE HIGH SEAS". Ocean Unite (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. UNCLOS article 92(1)
  7. UNCLOS article 105
  8. Jesper Jarl Fanø (2019). Enforcing International Maritime Legislation on Air Pollution through UNCLOS. Hart Publishing.
  9. Law of the Sea Institute (1983). The Law of the Sea in the 1980s. University of Virginia: Law of the Sea Institute. د کتاب پاڼي 600–619. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Ordinance Governing the Admission of Foreign Warships and Military Aircraft to Danish Territory in Time of Peace" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Anordning om fremmede orlogsfartøjers og militære luftfartøjers adgang til dansk område under fredsforhold". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Carnaghan, Matthew; Goody, Allison (26 January 2006), Canadian Arctic Sovereignty, Library of Parliament, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "International Freshwater Treaties Database". Transboundarywaters.orst.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Yearbook of International Cooperation on Environment and Development". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Marine EnvironmentMarine Living ResourcesFreshwater Resources
  15. "International Maritime Organization". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "United Nations Convention on Law of the Sea". Un.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "CIW" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Bellagio Draft" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Text of Ramsar Convention and other key original documents". Ramsar.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Text of the Convention on Biological Diversity especially Articles 12–13, as related to transboundary aquatic ecosystems
  21. "Regional Seas Program". Unep.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Convention for Co-operation in the Protection and Development of the Marine and Coastal Environment of the West and Central African Region; and Protocol (1981)". Sedac.ciesin.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جنوري ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lima Convention Archived 2019-04-17 at the Wayback Machine., 1986)
  24. Nairobi Convention Archived 2013-05-26 at the Wayback Machine., 1985);
  25. "Convention on the Protection and Use of Transboundary Watercourses and International Lakes". Unece.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)