نړیواله جنايې محکمه

نړیواله جنایې محکمه (  International Criminal Court  )  چې لنډیز په ( ICC ) سره کیږي په لومړي ځل لپاره ددې محکمې تګاره او جوړښت يې په 1998 م کال کې د روم په نړیوال کنفرانس کې دجولای په ۱۷ نېټه رامنځته شو چې نیږدې دنړۍ ۱۶۰ غړو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و چې د غړو هېوادونو څخه ۱۲۰ هېوادونو استازو مثبته رایه ورکړه، د۲۱ هېوادونو ممتنعه رايې،د۷ هېوادونو امریکا، چین، اسرایل،عراق،لیبیا، یمن او قطر استازو مخالفه رایه او۱۲ هېوادنو غړي د احتجاج په توګه له غونډې ووتل خو بیاهم داکثر غړو لخوا لاسلیک او په ۲۰۰۲ کال د جولای په لومړۍ نېټه  ددې محکمې تګلاره د انفاذ وړ وګرځيده او محکمې په رسمي فعالیت باندې پيل وکړ.

اوسمهال چې ددې نړیوالې محکمې تګلاره ۱۲۴ هېوادونو لخوا تصویب شوې او ۴۰ نوروهېوادونو هم لاسلیک کړې خو لایې تصویب کړې نده د نړیوالو ۴ ډوله جرایم چې دهمدې اساسنامې په ۵ ماده کې راغلي ورته د رسیدګۍ واک لري چې هغه نسل وژنې، بشریت ضد جرایم، جنګي جرایم او تعرض(تجاوز) جرایم دي خو دا چې تراوسه د غړو هېوادونو لخوا د تعارض جرم ندی تعریف شوی نوموړې محکمه یوازې لومړیو دری جرایمو ته رسیدګۍ  کوي.

افغانستان چې ۲۰۰۳ کال د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ ددې محکمې د غړي هېواد په توګه پيژندل کیږي خو یوه یادونه ضرور ده چې ددې محکمې د اساسنامې امضاء کولو سره سمدستي غړیتوب هېواد نشي ترلاسه کولی بلکې هېوادونه مجبور دي چې په خپل پارلمان کې د محکمې سره د غړیتوب موضوع باید تصویب کړي او له هغې وروسته چې د غړیتوب خبر دمحکمې مشرتابه ته  ورسیږي د هغې دوه میاشتې وروسته د بلې میاشت د لومړي تاریخ څخه د انفاذ وړ ګرځي خو داچې هاغه مهال په افغانستان کې پارلمان شتون نه درلود نو افغانستان یوازینی هېواد دی چې یوازې ددې محکمې تګلارې لاسلیکول ورته په استثنايې ډول  په تصویب هم منل شوي دي.

افغانستان دیو غړي هېواد په توګه  متاسفانه تراوسه  خپل مکلفیتونه دمحکمې پر وړادې نه دي اجرا کړي  او دې برخې ته حکومتونو جدي پاملرنه نده کړې بلکې ددې محکمې په کلنیوو غونډو کې چې عمومي اسامبله ورته وایې لا هم د افغانستان څوکۍ خالي پرته وي او څوک پکې ګډون لیوالتیا نلري او یاهم د حکومت مشران دې برخې ته کافي توجو نه  کوي او یاهم نه غواړي ویې کړي.

د اصولو له مخې کله چې ددې محکمې په غړیو هېوادونو کې پورته نړیوال جرایم صورت ونیسي نو ددې محکمې تر صلاحیت او رسیدګۍ لاندې راځي خو ددې یادونه هم ضرور ده چې د نړیوالې محکمې صلاحیت یو تکمیلوونکي صلاحیت دی پدې مانا چې لومړی غړی هېواد ددې حق لري چې ددې نړیوالو جرایمو وقوع سمدستي دوي ورته رسیدګي وکړي او باید په ځانګړې محکمه دخاصو جزايې اصولو له مخې يې پروړاندې دوسیه اقامه شي او که غړی هېواد ونه غواړي رسیدګي وکړي نو محکمې ته د نوموړو جرایمو په اړه چې دويې په حقوقي لحاظ دمحلي او فاعلي صلاحیت واک لری کولی شي ارجاع( محول) کړي  او له هغې وروسته هم بیا یادو جرایمو ته نړیواله جنایې محکمه رسیدګي کوي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم یوبل مهم ارګان دی چې په ځینو نړیوالو جرایمو وقوع سره سم په بعضي هېوادونو کې اګر که د محکمې غړیتوب یې هم نه وي ترلاسه کړي او د امنیت شورا لخوا ورته ددې جرایمو په اړه قضیې  د رسیدګۍ په موخه ارجاع کولی شي.

او دریم داچې خپله د نړیوالې جنايې محکمې څارنوال ددې صلاحیت لري چې که چیرته په غړو هېوادنو کې نړیوال جرایم ترسره شي او غړي هېوادونو ورته د بېلابېلو د لایلو له مخې رسیدګی ونکړي د نوموړې محکمې د قضایانو څخه  چې ۱۸ تنه قاضیان  او درې څانګې لري( مقدماتي، ابتدایه او استناف) د نوموړو جرایمو په اړه د رسیدګۍ او په اړه یې د معلومات د راټولولو غوښتنه کوي او اجاره ترلاسه کوي که چیرته د محکمې د قضاتو لخوا ورته اجازه ورکړل شي نو د غړي هېواد سره د یو ځانګړې تفاهم پر اساس د نړیوالې جنایې محکمې څارنوال په غړي هېواد کې نړیوالو ترسره شوو جرایمو ته د رسیدګۍ او معلوماتو  په راټولولو باندې کار پيلوي او د هغې وروسته نور موارد چې که چیرته پدې جرایمو باندې څوک تورن وپيژندل شي دتحقیق مرحله، دتحقیق د ارزونې مرحله او بالاخره په نړیواله جنايې محکمه کې په تورنو کسانو باندې دعوه اقامه کوي او پدې توګه دجرایمو د معافیت  کلتور پای مومي او د نړۍ دسولې او امن په خاطر په د نوموړو جرایمو په ترسره کوونکو باندې مجازات تطبیق کیږي.

اوسمهال چې ددې محکمې څارنوالې فاتو بین سودا چې جنوبي افریقا تبعه ده د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۴ نېټه پرون ورځ جمعه په يو بیان کې دا موضوع په ښکاره ډول مطرح کړه چې په افغانستان کې نړیوال جرایم ۲۰۰۳ کال راهیسې هغه مهال چې امریکا  او متحدین يې افغانستان ته دتروریزم سره دمبارزې لپاره راغلل دجګړې دبېلابېلو ډلو لخوا دا جرایم ترسره شوي دي او دوي د همدې جرایمو رسیدګۍ په اړه د نړیوالې جنایې محکمې د قضاتو څخه غوښتنه کړې چې نوموړو جرایمو ته رسیدګۍ او معلوماتو راټولولو اجازه ورکړي.

که څه هم د۲۰۱۵ کال راپدېخوا د نړیوالې جنایې محکمې لخوا د دوي په رسمي سایټ( https://www.icc-cpi.int/Pages/Main.aspx ) کې په افغانستان کې د نړیوالو ترسره شوو جرایمو بحث څو ځلې مطرح شوی خو دا به لومړی ځل وي چې ددې محکمې لوړ پوړې چارواکې په افغانستان کې د نړیوالو جرایمو څيړلو څخه په رسمي ډول خبر داری ورکوي او که چیرته ورته اجازه ورکړل شي نو په افغانستان کې به دوي د نوموړو ترسره شوو جرایمو په اړه په معلوماتو راټولولو باندې کار پيل کړي، چې دوي به دبېلابېلو لارو څخه دا معلومات راټولوي کله د خلکو سره انټروي ګانو له لارې، د ځینو مهمو بنسټونو څخه چې پدې برخه کې کار کوي، د نوموړو جرایمو قربانیانو، او ښکیلو خواوو څخه د ا معلومات راټولوي او پرې تحقیق صورت نیسي.

نوموړې محکمې څو کرته په په خپلو رسمي بیانونو او نوشتو کې په افغانستان کې نړیوالو جرایمو ترسره کوونکي ۴ ډلې ښودلې دي چې هغه د امریکا تر مشرۍ باندې بهرني ځواکونه، وسلوال طالبان، حکومت پلوي ځواکونه او داعش وسلوال دي.

نوموړې محکمې وړم کال هم  په کندز کې چې په دبې پولي ډاګترانو په روغتون باندې د امریکايې ځواکونو لخوا کوم بمبار وشو هم جنګی جنایت وبللو او دې ته ورته نورو پېښو کې د طالبانو، داعش او حکومتي ځواکونو لخوا دعامو خلکو وژنه، بمبارونه او زور زیاتي يې نوموړې محکمې نړیوال جرایمو په توګه  وخت نا وخت تقبیح کړي دي.

ددې ترڅنګ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په دنوموړې محکمې څخه په افغانستان کې دنړیوالو ترسره شوو جرایمو ته رسیدګۍ او څیړنې غوښتنه وخت پر وخت کړې خو مثبت ځواب يې ندی ترلاسه کړی.

 پرون چې ددې محکمې څارنوالې په خپلو خبرو کې وویل چې دیو شمیر موثقو معلوماتو له مخې په افغانستان کې  ۲۰۰۳ کال دمۍ میاشتې راهیسې د بشریت ضد او جنګي جرایم په جګړه کې د بېلابېلو لورو لخوا ترسره شوي دي او دوي ډاډ ورکړی چې د دوي څيړنه به ددې جرایمو په اړه په هغو کسانو باندې متمرکزه وي چې  پدې جرایمو تورن او مسولیت پړه يې پرغاړه وي.

ددې محکمې لخوا د جنګي جرایمو او بشریت ضد جرایمو د څيړلو  خبر پداسې وخت کې پورته کیږي چې یوکال وړاندې په یو نړیوال کنفرانس په څنډه کې  د نوموړې محکمې څارنوالې د ولسمشر سره په یوه لیدنه کې  په افغانستان کې دنوموړو جرایمو دپيښیدو په اړه خپله انديشنه شریکه کړې وه.

که په عمل کې  دنوموړې محکمې لخوا یادو نړیوالو جرایمو ته په بې پرې توګه او دخلکو د پراخو همکاریوو او سندونو په واک کې ورکولو سره داڅیړنه ترسره شي نو په واقعیت کې به د جرایمو پر وړاندې د زور واکو، غیر مسولو وسلوالو ډلو، جنګي مجرمینو او لوړ رتبه مسولینو د معافیت کلتور او سیستم به  پای ومومي او دا کار په په لویه کې د افغانستان د اجتماعي عدالت، سولې او امنیت په اړه یو مهم ګام څخه بل څه نه دی.

خو په افغانستان کې د نړیوالو جرایمو ترسره کوونکي هم ددې محکمې پر وړاندې دیو مهم ګواښ او ننګونې په توګه  شتون لري چې دمحکمې د معلوماتو د راټولولو په اړه عملي سرخوږی ورته جوړولی شي.

د یادولو وړ ده چې د نړیوالې جنایې محکمې دایمي مرکزيت دهالنډ هېواد د هاک  په ښار کې دی چې نوموړې محکمه ۱۸ تنه قاضیان، یو څارنوال دڅارنوال مرستیال او یاهم د اړتیا پرمهال مرستیالان او دارلانشاء ریس لري چې د محکمې د تګلارې سره سم دغړو هېوادنو لخوا قاضیان او څارنوال د۹ کلونو او دارلانشاء ریس د۵ کلونو لپاره ټاکل کیږي او تر صلاحیت لاندې جرایمو رسیدګۍ په برخه کې کار کوي.

ماخذونه..

1.      دنړیوالې جنایې محکمې اساسنامه